په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې مسئلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې دچاپېریال ساتنې مسئلې له تېرو څو لسیزو سیاسي ناخوالو پخوانۍ دي. ځنګلونه د کرنیزو بندونو جوړولو او څړځایونو باندې د بدلېدو له امله تش شوي دي، هغه لاملونه چې یوازې د وګړو له مدرنې ودې سره زیات شوي دي. په افغانستان کې د چاپېریال ساتل او اقتصادي اندېښنې، دوه متضاد کارونه نه دي؛ په کرنه او مالدارۍ باندې د څه باندې ۴۴ سلنه خلکو بوختیا، د خلکو د اقتصادي هوساینې لپاره د چاپېریال ساتنې سلامتي حیاتي بلل کېږي. په ۲۰۰۷ ز کال کې د روغتیا نړیوال سازمان یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې افغانستان د غیر افریقايي هېوادونو په ډله کې په ټیټه کچه کې و، چې د چاپېریالي ګواښونو له امله یې مړینه لرله.[۱][۲]

د ځنګلونو وهل[سمول]

ډېر خلک د بوټو راټولولو او د پستې او بادامو چې په شمالي مرکزي سیمو کې په طبیعي ځنګلونو کې شنه کېږي، له صادراتو نه یې د عوایدو ترلاسه کولو لپاره په ځنګلونو بسیا دي. په تخار او بادغیس ولایتونو کې د پستې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي دي. د وروستیو څو لسیزو جګړو په ترڅ کې، د سیمې اوسېدونکي او پوځي ملېشې لکه د شمال ائتلاف د ځنګلونو له لرګیو نه د سون توکو لپاره کار اخیستی او دغو ځواکونو ونې  یې پرې کړې دي، څو د دوی د مخالفینو په پټن ځایونو بدلې نه شي.په دې سربېره، له ځنګل نه د څړ ځای او صادراتو لپاره د زړي( خستې) راټولولو په توګه، په ظاهره د پستې د ډېرو ونو د شنه کېدو مخنیوی کوي.[۳]

افغانستان خپل نږدې نیمايي ځنګلونه له لاسه ورکړي. ګڼ ځنګلونه چې د هېواد په ختیځ ننګرهار، کونړ، نورستان او نورو ولایتونو کې دي، د چارتراشو مافیا له ګواښ سره مخامخ دي. سره له دې چې د ونې پرې کول غیر قانوني دي، خو هغه ګټه چې ګاونډي پاکستان ته د چارتراشو له صادراتو ترلاسه کېږي، ډېره ده. لامل یې دا دی چې د پاکستان حکومت په کلکه د خپلو ځنګلونو ساتنه کوي، نو له دې امله د چارتراشو مافیا په افغانستان کې ونې پرې کوي. دغه چارتراش نه یوازې پېښور، بلکې اسلام اباد، راولپنډۍ او لاهور ته هم لېږدول کېږي او هلته د ګران بیه مبلونو اوفرنیچرونو په جوړولو کې کارول کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸]

د ځنګلي پوښښ له کموالي سره، ځمکه لږ حاصلخیزه کېږي، د کلیوالو ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي او د سیلابونو بهېدل  د کرنیزو ځمکو او کورونو د ویجاړېدو لامل کېږي. د بوټو له منځه تلل، د سیلابونو د زیاتوالي لامل کېږي او دغه کار نه یوازې خلک له ګواښ سره مخامخ کوي بلکې، د خاورې د زړښت لامل شوي او کرنې ته د لاس رسي ځمکې کچه کموي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت (MAIL) له نړیوالو سازمانونو سره په همغږۍ کې هڅه کوي، څو په هر پسرلي کې د میلیونونو نیالګیو په خښولو سره، د مارچ ۱۰ چې په هېواد کې د نیالګي خښولو د ملي ورځې په نوم نومول شوې، افغانستان بیا زرغون او دغه ستونزه حل کړي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

افغانستان د ۲۰۱۸ ز کال د ځنګل طبیعي منظرو تمامیت په شاخص کې، د منځنۍ کچې ۸.۸۵/۱۰ نمرې لرونکی دی او دغه هېواد د ۱۷۲ هېوادونو له ډلې په پینځلسمه لیکه(رده) کې راولي. [۱۶]

ژو ژوند[سمول]

په افغانستان کې د ژو ژوند  د ښکار د مخنیوي او د دوی د ځالو له منځه تلو په برخه کې د دولت د لږ زېربناوو او وچکالۍ له امله له ګواښ سره مخامخ دي. افغانستان او د ژویو د خوندیتوب ټولنې (WCS)  د ۲۰۰۶ ز کال کې  د ژویو د ژوند او د دوی د ځالو د خوندیتوب لپاره د واخان دهلیز او فلات مرکزي سیمو په اوږدو کې درې کلنه پروژه پيل کړې ده. [۱۷]

په انقراض کې له ګواښ سره مخامخ ډولونه

  • واورین پړانګ (علمي نوم): Uncia uncia)
  • ښکروره دمانۍ اوزه (علمي نوم): Capra aegagrus)
  • مارخور (علمي نوم): Capra falconeri)
  • پامیری غرم / مارکوپولو غرڅه (علمي نوم: Ovis ammon polii)
  • وحشي پسه اوریال (علمي نوم): Ovis orientalis)
  • خرس (علمي نوم): Ursus thibetanus)
  • سیبري دُرنای (علمي نوم ): Grus leucogeranus)
  • په انقراض کې له ګواښ سره مخامخ ډولونه(علمي نوم: Oxyura leucocephala)
  • سپین سرې هیلۍ (علمي نوم): Marmaronetta angustirostris))
  • مرمري هیلۍ (علمي نوم ): Haliaeetus leucoryphus)
  • پالاس سمندري ګوربت (علمي نوم): Aquilla clanga)
  • لوی خالداره ګوربت (علمي نوم: Aquilla heliaca)
  • شاهي ګوربت (علمي نوم): Falco naumanni)
  • کوچنی کرک (علمي نوم): Crex crex)
  • کوچنی خرک (علمي نوم): Falco naumanni)
  • ټولنیز کولي چرګ (علمي نوم: Vanellus gregaria)
  • زېړسترګې کوتره (علمي نوم: Columba hodgsonii)

د سمندر او د پغمان غرني سمندر د ډولونو په اړه، چې د هندوکش په غرونو کې پيدا کېږي، لږ معلومات شته.

د اوبو مدیریت[سمول]

ډېر معلومات: د افغانستان د بندونو نوملړ، د افغانستان د سیندونو نوملړ  او په افغانستان کې اوبه

د افغانستان ډېرې خوږې اوبه، د چټکو سیندونو له لارې ګاونډيو هېوادونو ته بهیږي. له طبیعي پلوه ګاونډي هېوادونه، له دغو اوبو ګټه اخلي نه افغانستان. د افغانستان د اوبو سرچینو اساسي ګواښ وچکالي ده، چې میلیونونو افغانانو ته د خوړو کمښت لامل کېږي. د ۱۹۹۵ او ۲۰۰۱ ز کلونو ترمنځ کرنیزې ستونزې ښارونو ته د زرګونه کورنیو د کډه کېدو لامل شوې. وچکالي د دې لامل شوې، څو داوبو ترلاسه کولو لپاره ژورې څاه ګانې وکېندل شي او دغه کار د ځمکې لاندې اوبو د کمښت لامل شي، چې په پایله کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې چې د بیا ډکېدو لپاره په باران متکي دي، تشې شي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د یونیسف ادارې د شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې ۶۷ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري. تمه کېږي په راتلونکې کې دغه شمېره زیاته شي، په ځانګړي ډول په کابل کې د شاه وعروس او شاه توت بندونو له جوړولو وروسته. هغه لوی سازمانونه چې له افغانستان سره د اوبو د ښه مدیریت په برخه کې مرسته کوي، هند او المان دي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۳ ز کال پورې د سیستان تالابونو نږدې ۹۹ سلنه وچ شوي وو، د پرلپسې وچکالیو او اوبو مدیریت نشتوالي په پایله کې  تالابونه چې د خړپيلیکان او مرمري هیلیو د نسل د زېږېدو مهم ځایونه بلل کېږي، له نږدې ۵۰۰۰ کلونو راهیسې  د کرنیزو ځمکو خړبولو لپاره یې اوبه برابرې کړې دي. د دغو تالابونو اوبه د هلمند او فراه له سیندونو برابرېږي چې د ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ له منځنۍ کچې نږدې ۹۸ سلنه ټېټې شوې. د هېواد په نورو برخو کې د طبیعي بوټو له منځه تلل، د خاورې د زړښت لامل شوي او تر ۲۰۰۳ کال پورې د شن طوفانونو نږدې ۱۰۰ کلي له منځه یو وړل.[۳۲][۳۳]

د افغانستان د اوبو ځینې بندونه دا دي:

  • په هرات ولایت کې د سلما بند
  • بامیان ولایت کې د امیر بند
  • کندهار ولایت کې د هلې بند
  • ننګرهار کې د درونټې بند
  • هلمند ولایت کې د کجکي بند
  • نیمروز ولایت کې د کمال خان بند
  • کابل ولایت کې د نغلو بند
  • کابل ولایت کې د قرغې بند
  • د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د سردې بند

ککړتیا[سمول]

په وروستیو کلونو کې د ښاري خلکو شمېر زیات شوی. له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې  له ۵ میلیون زیات وګړي چې په پاکستان او ایران کې کډوال وو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغو کډوالو ډېری یې هغه کسان دي چې له کلیوالي سیمو  د سیلابونو له امله کډوالي ته اړ شوي دي او کابل ښار چې پلازمېنه ده،  په کې مېشت شوي دي.

د هوا ککړتیا[سمول]

په ټوله نړۍ کې د نورو ښارونو په څېر، د افغانستان په ښارونو کې د هوا ککړتیا د روغتیا لپاره جدي ستونزه ده.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

صنعتي او داخلي ضایعات[سمول]

افغانستان له ډېرې مودې راهیسې، د چټلو اوبو سیستم د نه لرلو له ستونزې سره مخامخ دی. په ۲۰۰۲ ز کال کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام څرګنده کړه چې، د ښار په ډېرو برخو کې د خطرناکو شرایطو رامنځته کولو په حال کې  د ضایعاتو د سم مدیریت سیستم نشتوالی وو. د کابل ښار په پينځمه او شپږمه ناحیو کې کورني او طبي ضایعات په واټونو کې اچول کېدل. انساني ضایعات، د فاضلابو په خلاصو لارو کې خوځېدل او د کابل سیند ته بهېدل او د څښاک اوبه یې ککړولې.[۳۹][۴۰][۴۱]

په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د کثافاتو د خښولو پرځای، له لویو چټل دانیو کار اخیستل کېږي، چې تر ډېره نږدې سیندونه او د اوبو زیرمې ورڅخه نه ساتل کېږي. د روغتونونو ضایعات کله نا کله په دغو لویو چټل دانیو کې وړل کېږي چې له باکتریاوو او ویروسونو سره د هوا د ککړتیا  لامل کېږي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Afghanistan: Labor force - by occupation". World Factbook. CIA. 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "New country-by-country data show in detail the impact of environmental factors on health". World Health Organization. 2007-06-13. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Post-Conflict Environmental Assessment: Afghanistan" (PDF). United Nations Environment Programme. 2003. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په July 4, 2019 باندې). 'We're in crisis': The high price of deforestation in Afghanistan. Al Jazeera
  5. "Deforestation in Afghanistan Multiplies Climate and Security Threats". September 14, 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په September 8, 2020 باندې). Made worse by tree loss, flooding forces migration in Afghanistan. Reuters
  7. (په March 18, 2013 باندې). Afghanistan's Forests A Casualty Of Timber Smuggling. NPR
  8. (په July 15, 2020 باندې). Afghanistan's Forests Are Turning a Profit for the Islamic State. Foreign Policy
  9. (په March 10, 2021 باندې). Government to Plant 'Millions' of Trees Across Afghanistan. TOLOnews
  10. (په March 10, 2021 باندې). National tree plantation campaign begins: MAIL. Pajhwok Afghan News
  11. "Afghanistan Hires Lockdown Jobless to Boost Kabul's Water and Trees". KCET. June 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Changing the Afghan landscape, one tree at a time". United Nations Environment Programme (UNEP). May 4, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په May 27, 2014 باندې). Afghan Tree Planter Cultivates His Dream. Bashir Ahmad Ghezali; Farangis Najibullah. Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL)
  14. "Tree-planting in Afghanistan to be discussed in San Anselmo event". marinij.com. October 3, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر October 6, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Citizens Plant 1.2 Million Trees in Eastern Afghanistan". United States Agency for International Development. April 15, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر March 7, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Grantham, H. S.; Duncan, A.; Evans, T. D.; Jones, K. R.; Beyer, H. L.; Schuster, R.; Walston, J.; Ray, J. C.; Robinson, J. G.; Callow, M.; Clements, T.; Costa, H. M.; DeGemmis, A.; Elsen, P. R.; Ervin, J.; Franco, P.; Goldman, E.; Goetz, S.; Hansen, A.; Hofsvang, E.; Jantz, P.; Jupiter, S.; Kang, A.; Langhammer, P.; Laurance, W. F.; Lieberman, S.; Linkie, M.; Malhi, Y.; Maxwell, S.; Mendez, M.; Mittermeier, R.; Murray, N. J.; Possingham, H.; Radachowsky, J.; Saatchi, S.; Samper, C.; Silverman, J.; Shapiro, A.; Strassburg, B.; Stevens, T.; Stokes, E.; Taylor, R.; Tear, T.; Tizard, R.; Venter, O.; Visconti, P.; Wang, S.; Watson, J. E. M. (2020). "Anthropogenic modification of forests means only 40% of remaining forests have high ecosystem integrity - Supplementary Material". Nature Communications. 11 (1). doi:10.1038/s41467-020-19493-3. ISSN 2041-1723. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Afghanistan To Protect Wildlife And Wild Lands". Science Daily. 2006-06-28. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په December 15, 2018 باندې). Afghanistan and Pakistan's Looming Water Conflict. The Diplomat
  19. (په July 5, 2017 باندې). Iran Criticism of Afghan Dam Projects Draws Rebuke From Kabul Officials. Voice of America (VOA)
  20. (په November 13, 2018 باندې). Afghanistan's Rivers Could Be India's Next Weapon Against Pakistan. Foreign Policy
  21. "Afghanistan and Iran: From water treaty to water dispute". The Interpreter. October 14, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "A Pak-Afghan water treaty?". The News International. July 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Cutting across the Durand: Water dispute between Pakistan and Afghanistan on river Kabul". Amit Ranjan; Drorima Chatterjee. December 27, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ACT International (Action by Churches Together) (2006-10-01). "ACT Alert: Afghanistan Drought". Reuters. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Drought Map, Understanding Afghanistan: Land in Crisis". National Geographic. 2001-11-15. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Afghanistan Hires Lockdown Jobless to Boost Kabul's Water and Trees". KCET. June 15, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "WASH: Water, sanitation and hygiene". UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په July 5, 2017 باندې). Iran Criticism of Afghan Dam Projects Draws Rebuke From Kabul Officials. Voice of America (VOA)
  29. (په November 25, 2020 باندې). India to complete dam for safe drinking water in Kabul. The Hindu
  30. "Awareness-raising about clean water". Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Awareness-raising about clean water". KfW. February 13, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Alex Kirby (2003-02-07). "Afghan wetlands 'almost dried out'". BBC. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Post-Conflict Environmental Assessment: Afghanistan" (PDF). United Nations Environment Programme. 2003. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په January 13, 2021 باندې). Air pollution killed almost 5,000 people in Afghanistan in 2020, health ministry says. German Press Agency. Daily Sabah
  35. (په January 13, 2021 باندې). Air Pollution Claimed Almost 5,000 Lives In Afghanistan Last Year. Radio Free Europe/Radio Liberty
  36. (په February 1, 2020 باندې). Afghanistan:Air pollution more dangerous than civil war. Anadolu Agency
  37. (په November 13, 2019 باندې). Afghan capital's air pollution may be even deadlier than war. Rahim Faiez. Associated Press
  38. "Afghanistan - Environmental health". WHO. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په September 12, 2020 باندې). Sewage from US Embassy, NATO headquarters dumped into Kabul River due to aging infrastructure. Stars and Stripes (newspaper)
  40. "Afghanistan: Managing wastewater to help improve living conditions" (PDF). International Committee of the Red Cross. February 14, 2018. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Post-Conflict Environmental Assessment: Afghanistan" (PDF). United Nations Environment Programme. 2003. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)