په افغانستان کې د جهادي نظام د جنایونو لړليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د جهادي حکومت پيل په ۱۹۹۲ عيسيوي کال کې وشو. دا هغه وخت و چې په پاکستان او ايران کې د بېلابېلو جهادي تنظيمونو د گاونډيو هېوادونو د استخباراتي شبکو په منځگړتوب يو اېتلاف جوړ کړ او په دې اېتلاف کې يې ژمنه وکړه چې کابل کې به د موقت حکومت پر جوړولو سره د بېلابېلو جهادي تنظيمونو ټولو مشرانو ته په نوبت سره د ولسمشرئ چانس ورکوي. کله چې د صبغت الله مجددي په مشرۍ په افغانستان کې جهادي حکومت پيل شو نو د جهادي تنظيمونو د خپلمنځي جگړو او مخالفتونو په نتيجه کې په کابل جگړه پيل شوه او په دې جگړه کې له ۷۰۰۰۰ ډېر ولسي وگړي ووژل شول. همداراز د مجاهدينو په نامه د بېلابېلو تنظيمونو جنگياليو د کابل پر ښځو تجاوزونو سره سره، غلاوې، چور او مالکيتونه غضبول پيل کړل. دا موده د افغانستان د کورنۍ جگړې په نوم هم يادېږي. په دې موده کې گڼ شمېر جنايتونه شوي چې هغه ټول د بېلابېلو فعالينو، د ملگرو ملتونو د اورگانونو او د غيردولتي موسسو لخوا ثبت شوي.

سرچينې[سمول]