پروېز مهجور خېشکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پروېز مهجور خېشکي (زوکړه ۱۳۳۱ لمريز لېږدي کال- مړینه د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د وږي ۱۶)، (۱۹۵۲-۲۰۲۰ زېږدي کلونه) د افغانستان د پښتو ژبې شاعر او ليکوال وو.

مخينه[سمول]

د پښتو ژبې مشهور لیکوال، شاعر او څېړونکی ډاکټر پروېز مهجور خېشکي د نوښار د خېشکي کلي اوسېدونکی وو، چې په پښتو او اردو ژبو کې یې له پېښور پوهنتونه ماسټرۍ اخيستې وې او بیا یې د ارزاني خوېشکي پر شاعرۍ پي ایچ ډي‌ کړې وه.

ډاکټر مهجور په پیل کې شاعري کوله خو بیا یې وروسته خپل ټول پام د څېړنې او په تېره د تصوف په اړه څېړنې ته واړوله چې تر اوسه یې په لسگونو مقالې لیکلې او چاپ شوې دي. هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې د پېښور په پښتو اکېډمۍ کې د جونېر ریسرچ افسر په توگه په نوکرۍ لگېدلی وو او بیا یې ۱۴ کاله له اکېډمۍ سره د یو څېړونکي په توگه بېلابېل خدمتونه کړي او تر ۲۰ زیات يې د پي ایچ ډي او ایم فل شاگردان روزلي دي.

د مهجور خېشکي په چاپ شويو کتابونو کې «د ښاد محمد دیوان»، «د پښتو ژبه» (له ډاکټر خیال بخاري سره مشترک کتاب)، «د علي محمد مخلص د دیوان تدوین، تحقیق او تصحیح»، «د ارزاني خېشکي کلیات: پي ایچ ډي مقاله»، «د ميرزا خان انصاري دیوان، تحقیق او تصحیح»، «رحمان فن اور شخصیت» اردو کتاب او ځینې نور شامل دي.

ډاکټر پروېز مهجور په ۱۹۶۹ ز کال کې د «پښتو ادبي ټولنه خېشکي» جوړه کړې وه او د دې تر څنگ یې په «ارزاني ادبي جرگه» کې هم ادبي فعالیتونه کړي وو.

مړينه[سمول]

لیکوال، شاعر او څېړونکی ډاکټر پروېز مهجور خېشکي تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د وږي پر ۱۶ له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت يې څای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱-د ښاد محمد دیوان.

۲-د پښتو ژبه.

۳-د علي محمد مخلص د دیوان تدوین، تحقیق او تصحیح.

۴-د ميرزا خان انصاري دیوان، تحقیق او تصحیح.

۵-

اخځليک[سمول]

۱- https://www.voadeewanews.com/a/5572607.html

۲- د استاد محمد آصف صميم فېسبوک پاڼه.