پرتګالي هند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پرتګالي هند
برخه دPortuguese Empire، هند
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۵۰۵
لووچهآسيا
هېوادپرتګال
پلازمینهPanaji، Old Goa
ځاي د هيواد په برخه کېKingdom of Portugal، First Portuguese Republic، پرتګال
Located in the present-day administrative territorial entityهند
کوارډينېټي موقعيت۲°۱۱′۲۰″N ۱۰۲°۲۳′۴″E
CurrencyPortuguese Indian rupia
Dissolved, abolished or demolished date۱ی جنوري ۱۹۶۱

د هند ایالت، همدارنګه د هند پرتګالي ایالت (Estado Português da Índia, EPI) یا په ساده ډول پرتګالي هند د پرتګالي سترواکۍ هغه ایالت و چې د هند نیمه لویې وچې ته د پرتګال د پاچاهۍ د تابع واسکو دوګاما له خوا د سمندریز مسیر له کشف وروسته تاسیس شو. د پرتګالي هند پلازمینې د هند سمندر په شاوخوا کې د یوبل سره تړلو پوځي قلاو او سوداګریزو مرکزونو د مرکزي ادارې په توګه عمل کاوه.

لومړني پرتګالي وایسرا/نایب السلطنت خپل عملیاتي مرکز په فورت مانوئل کې وروسته له هغه تاسیس کړ چې له کوچین پاچاهۍ سره یې د پرتګال تر ملاتړ لاندې راتلو پر سر په ۱۵۰۵ زکال کې مذاکره وکړه. په ۱۵۱۰ زکال کې د پرتګالیانو له خوا د بیجاپور له سلطنت څخه د ګوا په نیولو سره، ګوا د هغو پرتګالي جنګي بېړیو په سمندریز تم ځای واوښت چې هند ته راتللې. په ۱۵۳۰ زکال کې د دغې نایب السلطنتۍ مرکز له کوچین څخه د ګوا مالابار سیمې ته ولېږدول شو. له ۱۵۳۵ زکال وروسته بمبۍ د بوم باهیا په نوم د پرتګالي هند اصلي بندر وګرځېد تر هغه چې په ۱۶۶۱ زکال کې د کاترین براګانسا په جهیزیه کې د انګلستان دویم چارلز ته وسپارل شو. د «هندي ایالت» عبارت په مرتب ډول له ۱۶ مې پېړۍ څخه په وروسته اسنادو کې راڅرګند شو.[۱][۲][۳]

تر اتلسمې پېړۍ پورې په ګوا کې نایب السلطنت د افریقا له سویل څخه د اسیا تر سویل ختیځ پورې د هند سمندر دننه او شاوخوا په ټولو شتمنیو واک درلود. په ۱۷۵۲ زکال کې موزابیق خپل جلا دولت جوړ کړ او له ۱۸۴۴ زکال وروسته پرتګالي ګوا د ماکو، سولور او تیمور له اداره کولو لاس واخیست.

په راتلونکو کلونو د پرتګال واک په کانارا، کامبای او کونکان سیمو او همدارنګه د هند د لویدیځو سواحلو په اوږدو کې محدود شو. په ۱۹۴۷ زکال کې د بریتانوي راج په انحلال او د پرتګالي هند بیاځلي تکرار د دریو اداري برخو لرونکی و چې ځینې مهال په ټولیزه بڼه د ګوا په نوم چې په کې انجدیوا او دامائون شامل و، پېژندل کېده چې په کې د دادرا او ناګارحویلي داخلي او بهرنۍ برخې او ډیو برخه شاملېدل. د پرتګال د سالازار رژیم په عملي توګه په ۱۹۵۴ زکال کې د دادرا او نګارحویلي کنټرول له لاسه ورکړ. بالاخره پاتې نور له سمندر هاخوا قلمرونه هم د جواهر لعل نهرو د لومړي وزارت پر مهال د ۱۹۶۱ زکال په ترڅ کې له هند سره د ګوا په الحاق سره د پرتګال له لاسه ووتل. پرتګال د میخک انقلاب او د ایسټاډو نوو د رژیم له سقوط وروسته د هغې هوکړې له مخې چې د ۱۹۷۴ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه لاسلیک شوه په ۱۹۷۴ زکال کې یې په دغو سیمو د هند کنټرول په رسمیت وپېژانده.[۴]

د واک د راکمېدو کلونه[سمول]

۱۷مه پېړۍ[سمول]

په ۱۶۴۰زکال کې شیواپا نایاکا په کانارا سیمه کې ټولې پرتګالي قلاوې ونیولې.[۵]

په ۱۶۶۱زکال کې د بمبۍ اووه ټاپوګان د کاترین براګانزا د جهیزیې په توګه د انګلستان دویم چارلز ته ډالی شول چې په خپل نوبت سره یې ددغې سیمې واک د ختیځ هند انګلیسي کمپنۍ ته پرېښود. په ۱۶۸۳ زکال کې ماهراتاس هڅه وکړه چې پرتګالي ښارګوټي محاصره کړي خو بریالی نه شو.

په کولام (په اصل کې ډیسنګاناډو) کې چې له ۱۵۱۹ زکال وروسته د پرتګالیانو پام وړ استوګن ځای او همدارنګه سمندري بندر و؛ پرتګالیانو د دغې سیمې د کوایلون ښار په تانګاسري کې هدیره جوړه کړ. د ختیځ هند د هالنډي کمپنۍ له برید وروسته هالنډیانو هم خپل مړي دلته خښول. له اروپایانو وړاندې په دې هدیره کې د تانګاسري سمندریز غله میشت و. دغه ځای دتانګاسري لایټ هوس او سنټ توماس قلا ته ډېر نږدې موقعیت لري چې اوس مهال د هند د لرغون پوهنې د سازمان له خوا د ساتل کېدونو اثارو په نوملړ کې ځای لري.[۶][۷][۸][۹]

۱۸مه او ۱۹مه پېړۍ[سمول]

د شمالي ایالت ډېره برخه چې له تهانه، وسائي او چاول څخه جوړېده او بریتانوي بمبۍ ته نږدې پرته وه په ۱۷۳۹زکال کې په وسائي باندې د ماهراټا د برید پر مهال ونړېده. ګوا، دامائون او انجدیوا وساتل شول ځکه د پرتګالي ځواکونو بېړۍ له لیسبون څخه راورسېدې او نوی وایسرا یا نایب السلطنت هم ورسره سیمې ته راورسېد.

له دغو جګړو او تلفاتو وروسته پرتګالیانو د ۱۷۶۳ او ۱۷۸۸ زکال ترمنځ د کودال د دسایانو، د سیلواسا د سونډاس او مراټیانو په لګښت سره د ګوا قلمرو ته پراختیا ورکړه چې بیا په نواس فتوحاتو پیژندل کېدلې. د مارکي دو پومبال په امر یسوعیان په ۱۷۵۹زکال کې د پرتګال له قلمرو وویستل شول. د هغوی ځای د اورتاریان په نامه د ګوان بومي کاتولیک مذهبي ډلې ونیو چې د عیسوي برهمن او مسیحي Cxatria دین بدلو له خوا رامنځته شوې وه؛ او د بومي سکولار مخکښانو د روزنې په موخه یې پوهنتون جوړ کړ او د ګوان عقایدو لرونکو څخه څېړنې لغو شوې. د پومبال په نفوذ سره پاچا خوزه اعلان وکړ چې بومي مسیحیان د ځایګي له مخې له اروپایانو سره برابر دي او د اګا سیمې وایسرا مذهبي آزادي اعلان او نژادي تهمت منع کړ. له همدې امله «پومبال او او همکاران یې تر نن ورځ پورې په ګوا کې د ډېرو محترمو کسانو په توګه شمېرل کېږي».[۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۷۵۲زکال کې موازبیق د هند له ایالت څخه جلا شو او نور د خپل ګورنر له خوا اداره کېده.

د فرانسې له خوا د ګوا د اشغال په اړه پوځي استخباراتي اطلاعات د دې لامل وګرځېدل چې په کلکته کې د بریتانیا ګورنر جنرال مارکیز ولزلی هلته سرتېري ولېږي همدا و چې د لنډ مهال لپاره له ۱۷۹۹ زکال څخه تر ۱۸۱۳ زکال پورې ګوا د بریتانیا تر ملاتړ لاندې وه. د ګوا پرتګالي والي فرانسیسکو آنتونیو داویګا کابرال وتوانېد په ګوا کې د پرتګالي ځواکونو د قوماندان په توګه د اشغال د بریتانوي مسئول ویلیام کلارک په ګمارنې سره په دغه سیمه کې په مدني بنسټونو خپل واک وساتي.[۱۳][۱۴]

په ۱۸۴۳ زکال کې هغه مهال چې ایسټاډو په رسمي ډول د ویلها ګوا (زړې ګوا) پر ځای اداري مرکز شو؛ پلازمینه یې پانجیم (نوې ګوا) ته ولېږدول شوه؛ په داسې حال کې چې وایسرا د ۱۷۵۹ زکال د ډسمبر تر لومړۍ هلته پاتې شو. په ۱۸۴۴ زکال کې د هند پرتګالي ګورنر د ماکائو سولور او تیمور له ادارې لاس واخیست. له دې وروسته د هند ایالت قلمرو یوازې د هند نیمه لویې وچې ته محدود شو.

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

پرتګال د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بې پلوه و. له دې امله د تاوتریخوالو په پیلیدو سره د محور هېوادونو یو شمېر بېړۍ د دې پر ځای چې ډوبې کړای شي او یا هم د بریتانیا د شاهي ځواک له خوا ونیول شي ګوا ته یې پناه یووړه. د Ehrenfels ، Drachenfels او Braunfels په نامه د جرمني دریو سوداګریزو بېړیو او همدارنګه یوې ایټالوۍ بېړۍ مورموګائو بندر ته پناه یووړه. Ehrenfels په هند سمندر کې عملیاتو کوونکو اوبتلونو ته د متحدینو د بېړیو د تحرکاتو په راپور ورکولو پیل وکړ هغه چاره چې په کلکه توګه یې د متحدینو د بېړیو په زیانمن کولو کې ونډه لرله.

له دې سره د بریتانیا سلطنتي ځواک د ګوا له خوا د بې پلویتوب له اعلان وروسته د دغو بېړیو پر ضد هېڅ رسمي اقدام نه شو کولای. پرځای یې د ځانګړو عملیاتو اجرایوي سازمان د کلکتې د لایټ هارس ډلې د غړو څخه؛ هغه پارټ ټایم واحد چې له غیر پوځي کسانو جوړ و او د عادي جګړه ئیزو خدماتو په شرایطو برابر نه و د یو هندي ماموریت په ترڅ کې کار واخیست. دغه کسان د فیبي په نامه د کلکتې د سیند په یوې پخوانۍ بېړۍ کې سپاره شول او د ګوا پر لور یې حرکت وکړ او هلته یې Ehrenfels بېړۍ ډوبه کړه. وروسته بریتانویانو د یو نه رمز لرونکي راډیويي مسج له لارې اعلان کړه چې غواړي دغه قلمر ونیسي. دغه چلوټي د دې لامل وګرځېده چې د محور هېوادونو د نورو بېړیو کارکوونکي د بریتانوي ځواکونو له خوا د نیولو له ډاره خپلې بېړۍ غرقې کړي.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. R.S. Whiteway, (1899) Rise of Portuguese Power in India, p.224
  2. De Souza, Teotonio R. (1990). Goa Through the Ages. 2: An Economic History. New Delhi: Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170222590. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Disney, 2009, p.145
  4. "Treaty Between the Government of India and the Government of the Republic of Portugal on Recognition of India's Sovereignty over Goa, Daman, Diu, Dadra and Nagar Haveli and Related Matters". www.commonlii.org. 1974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Portuguese Studies Review (ISSN 1057-1515) (Baywolf Press) p.35
  6. "Colonial Voyage – Tangasseri". Mathrubhumi. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Tangasseri – OOCITIES". OOCITIES. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Archaeological site and remains". Archaeological Survey of India – Thrissur Circle. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Tangasseri: A Brief History". Rotary Club of Tangasseri. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. A. R. Disney: A History of Portugal and the Portuguese Empire, volume II, p. 321.
  11. A. R. Disney: A History of Portugal and the Portuguese Empire, volume II, p. 325.
  12. A. R. Disney: A History of Portugal and the Portuguese Empire, volume II, p. 326.
  13. "Catalogue Description: 'The British Occupation of the Portuguese Settlements in India, Goa, Diu, Damaun,..." discovery.nationalarchives.gov.uk. The National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Disney, II, 2009, p. 330.
  15. Leasor, J. (1978). Boarding Party. London: Heinemann. OCLC 4191743. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-434-41026-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)