پخوانی يروشليم
د بیت المقدس پخوانۍ سیمه یا د بیت المقدس پخوانی ښار د اوسني بیت المقدس ښار مرکز دی. دا سیمه د سلیمان قانوني له لوري د جوړو سویو دیوالونو لخوا چاپېره سوې ده، چي ۰.۹ کیلومتره مربع ساحه په ځان کي رانغاړي او د سمندر له کچې څخه ۷۵۰ متره لوړه ده.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای | |
اداري سیمه | |
هېواد |
د ميراث ډول | |
---|---|
د ميراثېدو کال | |
د پېژندنې شمیره |
برخې | ![]()
Muslim Quarter (en) ![]() Christian Quarter (en) ![]() Armenian Quarter (en) ![]() Jewish Quarter (en) ![]() New Gate (en) ![]() Damascus Gate (en) ![]() Herod's Gate (en) ![]() Lions' Gate (en) ![]() Dung Gate (en) ![]() Zion Gate (en) ![]() Jaffa Gate (en) ![]() Golden Gate (en) ![]() Huldah Gates (en) ![]() د غره معبد Tanners' Gate (en) ![]() ![]() |
---|---|
برخه د |
کورډينېشن |
---|

د بیت المقدس پخواني ښار ته د آسماني دینونو سره د تړاو له امله زیات دینی اهمیت ورکول سوی دی، چي پکښي الاقصی مسجد او د قبه الصخره مسجد هم شتون لري او د مسلمانانو لپاره لوی مذهبي ځای ګڼل کیږي. همدارنګه د مسیحیانو لپاره د قیامت کلیسا، د یهودانو لپاره د هیكل جبل او د غربي دیوال هم په دې ښار کي موجود دي. یاد ښار په ۱۹۸۱ کال کي د یونسکو د نړیوال میراث فهرست ته ورګډ سو.
د بیت المقدس د زاړه ښار اوسني دیوالونه د عثماني سلطان سلیمان قانوني په دور کي د ۱۵۳۵ز او ۱۵۴۲ز ترمنځ جوړ سوي دي، او په ۲۰۰۷ز کال کې د دې ښار نفوس تقریبا ۳۷ زره کسانو ته رسېدی چي زیاتره یې مسلمانان او مسیحیان وه.
په ۲۰۰۶ز کال کې د دې ښار د مسلمانانو شمېر تقریبا ۲۷,۵۰۰ وو او په ۲۰۱۳ کي تر ۳۰ زره پوري ورسېدی. همدارنګه په ۲۰۰۶م کال کي د مسیحیانو شمېر ۵,۶۸۱ وو، خو په ۱۹۶۷ کي یې شمېر تقریباً ۶,۰۰۰ و، یعنې د دوی شمېر کم سوی وو. د ارمنیانو شمېر بیا په ۲۰۰۶ کپ ۷۹۰ تنه وو، خو په ۲۰۱۱م کال کې یې شمېر ۵۰۰ ته راکم سو. ورپسې د یهودانو شمېر ۳,۰۸۹ وو، چي د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځني جګړې مخکي یې دلته شتون نه درلود، دا ځکه چي اردني عرب ځواکونه د ۱۹۴۸ کال له جګړې وروسته د لویدیځ پر کرښه او پخوانۍ بیت المقدس باندې واکمن او دوی یې مجبور کړل ترڅو له دې ځایه ووزي.
د ۱۹۴۸ کال تر جګړې وروسته بیت المقدس د اردن سیمه وګرځېده او ټول یهودیان ترې وشړل سول. په ۱۹۶۷ کي د شپږ ورځني جګړې پر مهال چۍ په بیت المقدس کې سختي نښتي وسوې، اسرائیلي ځواکونو پر پخواني ښار او ټول ختیځ بیت المقدس باندۍ ولکه ترلاسه کړه او دغه سیمه یې د ۱۹۴۸ کال مطابق د لویدیځي برخي سره یوځای کړه.
نن ورځ اسرائیلي حکومت پر پخواني بیت المقدس په بشپړ ډول واکمن دی او دا یې د خپل پلازمیني یوه برخه ګڼلې ده. په ۱۹۸۰ کال کي اسرائیلي چارواکو د بیت المقدس قانون صادر کړ چي له مخي یې اعلان وکړ چي بیت المقدس د اسرایل پلازمینه ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ددوی د اعلان په وړاندي د ۴۷۸ شمېرې د پرېکړي پر بنسټ د اسرایل یاده هڅه وغندله.
وګړي
[سمول]جغرافیه
[سمول]تاریخ
[سمول]- ↑ ArchINFORM location ID: 42904. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۱۵ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ سرچينې تړی: https://whc.unesco.org/en/list/148/.