Jump to content

ختیځ قدس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ختیځ قدس یا ختیځ اورشلیم (په عبري ژبه: מִזְרַח יְרוּשָׁלַיִם؛ Mizraḥ Yerushalayim) د قدس یا اورشلیم هغه برخه ده چې په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو له جګړې وروسته د اردن تر ولکې لاندې وه؛ په داسې حال کې چې لویدیځه غاړه یې بیا د اسرائیلو په ولکه کې وه. د نړیوالو قوانینو له مخې ختیځ قدس د باختري کنارې برخه ګڼل کېږي چې له مخې یې فلسطیني خاورې ته اړوندېږي. ډېری هېوادونه ختیځ اورشلیم د فلسطین د پلازمینې په توګه په رسمیت پېژني (لکه ارجنټاین، برازیل، چین، روسیه او د اسلامي همکاریو د سازمان ټول ۵۷ غړي هېوادونه)، خو یو شمېر نور هېوادونه (لکه اسټرالیا، فنلنډ، فرانسه او نور) بیا څرګندوي چې کېدای شي دا د فلسطین پلازمینه شي په داسې حال کې چې له هغو څخه د «یو اشغالي قلمرو» په توګه یادونه کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

په ۲۰۲۰ زکال کې ختیځ اورشلیم ۵۹۵۰۰۰ اوسېدونکي لرل چې له دغه شمېر څخه ۳۶۱۷۰۰ تنه (۶۱٪) یې فلسطیني عرب او ۲۳۴۰۰۰ (۳۹٪) یې یهودان وو. نړیواله ټولنه د نړیوالو قوانینو له مخې په ختیځ اورشلیم کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړونه ناقانونه چاره بولي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اورشلیم په ۱۹۴۷ زکال کې د فلسطین د وېش لپاره د ملګرو ملتونو په پلان کې د یو جلا او نړیوال ښار په توګه په پام کې نیول شوی و. ورته مهال د اسرائیلو د خپلواکۍ له اعلان څخه وروسته د ۱۹۴۸ زکال جګړې دغه ښار په دوه برخو وویشه. د ۱۹۴۹ زکال د اوربند د هوکړې پر مټ لویدیځه نیمايي یې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې پاتې شوه، په داسې حال کې چې ختیځه نیمايي د اردن لاس ته ورغله او زوړ ښار هم په دغه برخه کې شامل و. [۱۴]

اسرائیلو د ۱۹۶۷ زکال د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ختیځ اورشلیم اشغال کړ. له دغه مهال راوروسته اورشلیم په بشپړه توګه د اسرائیلو تر کنټرول لاندې دی. په ۱۹۸۰ زکال کې د اورشلیم قانون، یو موټی اورشلیم د اسرائیلو پلازمینه وباله او د ختیځ اورشلیم اغېزمن الحاق ته یې لا رسمیت ورکړ. فلسطینیان او د نړیوالې ټولنې ډېری هېوادونه ختیځ اورشلیم یا ختیځ قدس د فلسطین راتلونکې پلازمېنه بولي. اوس مهال د اورشلیم وضعیت د اسرائیلو او فلسطین په کړکېچ کې د یوې نه حل کېدونې ستونزې په توګه توصیف شوی چې هر اړخ سپېڅلو ځایونو ته د لاسرسي په ګډون د دغه ښار یا یو شمېر برخو اړوند د حاکمیت متضادې ادعاوې لري. [۱۵][۱۶]

له ختیځ اورشلیم څخه اسرائیلي او فلسطیني تعریفونه له یو بل څخه توپیر لري. د ۱۹۶۷ زکال له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د اورشلیم د ښاري برخې کچه له جګړې وړاندې د اورشلیم د لویدیځې برخې څخه درې چنده زیاته شوه. په دغو کې د باختري کرانې په شمال، ختیځ او سویل کې ټول هغه کلي هم شامل و چې لرغوني ښار ته اړوند و او اوس ښاري سیمې بلل کېږي؛ همدارنګه په کې هغه اته لرې پرتې برخې هم شاملېږي چې له دغه مهال راوروسته جوړې شوې دي. نړیواله ټولنه دغه ودانیزې چارې د ناقانونه ښارګوټو په توګه بولي، خو د اسرائیلو دولت بیا له دغې موضوع سره مخالف دی. د اسرائیلو دریځ د پراخو شوو ښاري پولو پر بنسټ دي، په داسې حال کې چې فلسطین بیا د ۱۹۴۹ زکال په اوربند ټینګار کوي.

په ختیځ اورشلیم کې پخوانی ښار هم شامل دی چې په هغو کې د حرم شریف/ الاقصی جومات، لویدیځ دېوال یا ندبه دیوال، قبته الصخره او د سپېڅلې مقبرې د کلیسا په څېر د دریو لویو ابراهیمي دینونو – یهودیت، عیسویت او اسلام – پام وړ مذهبي سپېڅلي ځایونه شتون لري.

د نفوسو شمېر

[سمول]

د ۱۹۶۷ زکال د سرشمېرنې له مخې اسرائیلي چارواکو ۶۶ زره فلسطیني وګړي په دغه ښار کې ثبت کړي (له دغو ۴۴ زره یې هغه کسان و چې د ۱۹۶۷ زکال له جګړې وړاندې په ختیځ قدس کې استوګن و او پاتې نور ۲۲ زره هم باختري کرانې ته اړوند و چې له جګړې وروسته اورشلیم ته الحاق شوه). هغه مهال یوازې څو سوو یهودي وګړو په ختیځ اورشلیم کې ژوند کاوه، ځکه چې له دغې سیمې څخه ډیری یهودان په ۱۹۴۸ زکال کې د اردن د حکومتولۍ پر مهال شړل شوي وو. [۱۷]

د ۱۹۹۳ زکال تر جون میاشتې پورې په ختیځ اورشلیم کې د یهودانو شمېر ته پام وړ پراختیا ورکړل شوه؛ په داسې توګه چې په سیمه کې په رسمي بڼه د مېشتو۱۵۰ زره فلسطیني وګړو سره په پرتله ۱۵۵۰۰۰ یهودان دلته استوګن شول. [۱۸]

د ۲۰۰۸ زکال په وروستیو کې د ختیځ اورشلیم نفوس ۴۵۶۳۰۰ تنه و چې د ټول اورشلیم د اوسېدونکو ۶۰٪ برخه یې جوړوله. له دغې شمېرې څخه ۱۹۵۵۰۰ تنه (۴۳٪) یې یهودان (په ټولیزه توګه د ټول اورشلیم د اوسېدونکو ۴۰٪ برخه) او ۲۶۰۸۰۰ تنه (۵۷٪) یې عربان و. له دغو عربانو څخه ۹۵٪ یې مسلمانان و چې د ټول اورشلیم د مسلمانانو ۹۸٪ برخه جوړوي؛ پاتې ۵٪ یې هم عیسویان و. په ۲۰۰۸ زکال کې د فلسطین د احصایې مرکزي ادارې په ختیځ اورشلیم کې د استوګنو فلسطینیانو شمېر د وروستۍ بشپړې شوې سرشمېرنې پر بنسټ ۲۰۸۰۰۰ تنه اعلان کړ. [۱۹][۲۰]

د ۲۰۰۸ زکال په وروستیو کې د ختیځ اورشلیم په اصلي عرب نشینه سیمو کې شعفاط (۳۸۸۰۰)، بیت حنینا (۲۷۹۰۰)، د لرغوني ښار مسلمان نشینه سیمه (۲۶۳۰۰) او د اسوانا په ګډون الطور (۲۴۴۰۰) شاملېدل. ورته مهال د یهودو اصلي سیمې بیا راموت (۴۲۲۰۰)، پسګات زئیف (۴۲۱۰۰)، ګیلو (۲۶۹۰۰). نیوي یاکوف (۲۰۴۰۰)، رامات شلومو (۱۵۱۰۰) او ختیځ تالپیوت (۱۲۲۰۰) دي. په لرغونی ښار کې ۳۶۶۸۱ عربانو او ۳۸۴۷ یهودانو ژوند کاوه چې پورته یاده شوې د مسلمانانو سیمه هم په کې شامله وه. [۲۱]

په ۲۰۱۶ زکال کې د ختیځ اورشلیم د وګړو شمېر ۵۴۲۴۰۰ تنو ته ورسېد چې د ټول اورشلیم د وګړو ۶۱٪ برخه یې جوړوله. له دغه شمېر څخه ۲۱۴۶۰۰ تنه (۳۹.۶٪) یې یهودان او ۳۲۷۷۰۰ تنه (۶۰.۴٪) یې عربان وو. [۲۲]

د پیس نو په نامه بنسټ د راپور له مخې له هغه مهال څخه چې ټرامپ په ۲۰۱۷ زکال کې د امریکا ولسمشر شو، په ختیځ اورشلیم کې د اسرائیلي ښارګوټو ودانیزو چارو دوه چنده زیاتوالی وموند او د جوازونو کچه یې ۶۰٪ ته ورسېده. له ۱۹۹۱ زکال وروسته هغو فلسطیني وګړو چې د دغې سیمې د وګړو اکثریت برخه یې جوړوله د ودانیزو چارو په برخه کې یې یوازې ۳۰٪ جوازونه ترلاسه کړي و. [۲۳][۲۴]

د ختیځ اورشلیم په عرب مېشتو سیمو کې، شمالي برخې یې په معمول ډوله بډایه وې، په داسې حال کې چې د سویل ختیځو برخو وګړي یې تر ډېره پورې بېوزله و او کلیوالي یا قبیلوي ریښه به یې لرله. دغې سیمې ته ډیری بډایه عربان د اسرائیلو له شمال څخه را کډه شول. له دې سره هم د اورشلیم د نیمو عربانو اجداد له الخلیل سیمې څخه دي. [۲۵]

روغتیايي سیسټم

[سمول]

د ختیځ اورشلیم وګړي تر ۱۹۹۸ زکال پورې له بشپړو روغتیايي خدمتونو او د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کوونکو مرکزونو له لرلو بې برخې و. خو تر ۲۰۱۲ زکال پورې د دغې سیمې په نږدې هره برخه کې یو روغتیايي کلنیک شتون درلود؛ همدارنګه یې پرمختللي طبي وسایل، متخصص کارکوونکي، د ایکس وړانګو درملیز مرکزونه او د غاښونو کلنیکونه لرل. د اسرائیلو د عامې روغتیا سیسټم ټولو اسرائیلي وګړو او همدارنګه د ختیځ اورشلیم اوسېدونکو ته دا حق ورکوي چې د اسرائیلو د دولتي بودیجې پر مټ وړیا روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

په ۲۰۱۸ زکال کې د متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرامپ د ختیځ اورشلیم د هغو روغتونونو له بودیجې څخه ۲۵ میلیون ډالر راکم کړل چې د فلسطیني وګړو د سرطان ناروغیو درملنې ته ځانګړي شوي و. د بودیجې دغه کمښت د هغو شپږو روغتونونو ۴۰ سلنه بودیجه تر خپل پوښښ لاندې لرله چې په غزې تړانګې او باختري کرانې کې یې هغو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه درلود. داسې انګېرل کېږي چې د بودیجې دغه کمښت د اګوستا ویکټوریا روغتون او همدارنګه د سېنټ جان د سترګو د روغتون فعالیتونه د پای ته رسېدو له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. دغه راګرځول شوې بودیجه بیا په نورو ځایونو کې «زیات لومړیتوب لرونکو پروژو» ته اړونده شوه.[۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. "The Illegality of the Israeli Occupation of the Palestinian West Bank (including East Jerusalem) and Gaza: What the International Court of Justice Will Have to Determine in its Advisory Opinion for the United Nations General Assembly". Opinio Juris (in American English). 2022-12-23. بياځلي په 2023-01-03.
  2. "East Jerusalem - OCHA" (PDF).
  3. "Topônimos e gentílicos - Manual de Redação - FUNAG". funag.gov.br. بياځلي په 2022-06-13.
  4. China supports Palestinian UN bid (Xinhua, 8 September 2011) "China recognizes Palestine as a country with east Jerusalem as its capital and possessing full sovereignty and independence, in accordance with borders agreed upon in 1967, according to Jiang"
  5. Medvedev reaffirms Soviet recognition of Palestine (Ynet News, 18 January 2011) "Russian president says Moscow has not changed its position since 1988 when it 'recognized independent Palestinian state with its capital in east Jerusalem'"
  6. Muslim leaders urge world to recognise East Jerusalem as capital of Palestine (France 24, 2017-12-13) "their final statement declared "East Jerusalem as the capital of the State of Palestine" and invited "all countries to recognise the State of Palestine and East Jerusalem as its occupied capital.""
  7. "Finland's country strategy for Palestine - 2021-2024".
  8. "Australia recognises west Jerusalem as capital of Israel". France 24 (in انګليسي). 2018-12-15. بياځلي په 2022-06-13.
  9. Ministère de l'Europe et des Affaires étrangères. "Israel / Palestinian Territories – France condemns the expulsion of Mr Salah Hamouri (18 Dec. 2022)". France Diplomacy - Ministry for Europe and Foreign Affairs (in انګليسي). بياځلي په 2023-01-03.
  10. "Jerusalem Institute - 2022" (PDF).
  11. "Israel", The World Factbook (in انګليسي), Central Intelligence Agency, 2022-12-21, بياځلي په 2023-01-02
  12. Utenriksdepartementet (2010-01-18). "Norge bekymret over situasjonen i Øst-Jerusalem". Regjeringen.no (in ناروېئي). بياځلي په 2023-01-02.
  13. "Israel approves new settler homes". BBC News. 5 April 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 May 2011. بياځلي په 24 April 2018.
  14. Hasson 2000، مم. 15–24.
  15. "Basic Law: Jerusalem, Capital of Israel". Israel Ministry of Foreign Affairs. 30 July 1980. بياځلي په 2 April 2007.
  16. Leigh Phillips (19 November 2009). "EU rebukes Israel for Jerusalem settlement expansion". EUObserver. "The issue of Jerusalem is one of the most intractable issues in the Israel-Palestine conflict. While both Israelis and Palestinians claim Jerusalem as their capital, most countries maintain their embassies in Tel Aviv while the occupied territories are administered by the Palestinian Authority in the town of Ramallah."
  17. Totten 2011.
  18. The Realization of Economic 1994.
  19. The Jerusalem Post 2008.
  20. Choshen او Korach 2010.
  21. Jerusalem Institute for Israel Studies 2010.
  22. JIPR 2018.
  23. "New data shows Israeli settlement surge in east Jerusalem". Ynetnews. Ynetnews.com. 2019-09-12. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 September 2019. بياځلي په 2020-05-24.
  24. "New data shows Israeli settlement surge in east Jerusalem". AP. 2019-09-12. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 September 2019. بياځلي په 2019-09-13.
  25. "Who are the Arabs of Jerusalem?". The Jerusalem Post | JPost.com. 10 February 2022.
  26. ACRI 2015.
  27. Hasson 2012.