پبلو اېسکوبار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پبلو اېسکوبار
(هسپانوي: Pablo Escobar د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پبلو اېسکوبار
پبلو اېسکوبار

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Pablo Emilio Escobar Gaviria د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ ډېسمبر ۱۹۴۹(۱۹۴۹-12-0۱)
مړینه ۲ ډيسمبر ۱۹۹۳ (۴۴ کال کلنۍ کي)
د مړینې لامل مرمۍ زخم  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کولمبيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پبلو اېسکوبار
پبلو اېسکوبار

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پبلو اسکوبار (Pablo Emilio Escobar Gaviria) د کولمبیا د نشه یي توکو یو ستر سوداگر و چې د ریونجرو سیمه کې په (1 ديسمبر، 1949) کې زیږیدلی او د کولمبو په میډلین کې په (2 ديسمبر 1993)، کې مړ شوی دی. پابلو په نړۍ کې د نشیي توگو مشهور او سخت خطرناک تاجر بلل کیږي، هغه د خپل تجارت په موده کې خورا زیات قتلونه کړي او د خپل کاروبار په لاره کې یې چې هرڅوک خنډ لیدلی هغه یې وژلی دی، د بيلگي په توگه د کولمبو ولسمشري ته دری کاندیدان یې وژلي دي، د کولمبو مرستيال ولسمشر یې وژلی دی، په کولمبو کې یې 200 قاضیان وژلي دي، تر 1000 یې زیات د پولیسو مشران وژلي او گڼ شمیر خبریالان او ژورنالیستان یې هم وژلي دي. پابلو پخپل وخت کې د نړۍ اووم نمبر شتمن شمیرل شوی و، د ده د مافیا ډلې اونیزه گټه 420 ملیونه ډالر وه، د نړۍ مختلفو برخو ته 80% کې نشیي توکې د ده ډلې رسول. یواځې د امریکا متحده ایالاتو ته به یې هره ورځ 15 ټنه نشيي توکې پټ تیرول. د ده د شتمنیو په اړه ځیني داسې کیسې هم شته چې بیخي خرافاتي ښکاري.

پابلو او امریکايي استخبارات[سمول]

خبره مې د پابلو په انځور رانښلولې وه، ځکه د انځور موقعیت خورا مهم دی، او دا چې دا انځور د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د امریکایانو د پوزي ستر عار او دروند پېغور بلل کیږي ځکه د امریکا د هغه وخت حکومت پابلو د نړۍ ستر مجرم اعلان کړ او عدالت ته د حاضرولو امر یې وکړ، خو په کال 1980م کې د امریکا له دې اعلان سره سم پابلو د نر غوندې واشنگټن ته ولاړ او د سپینې ماڼۍ مخته یې دا انځور وايست، له هغه وروسته خپل هیواد کولمبو ته ولاړ او په ورځپاڼو کې یې دا انځور خپور کړ. نو ځکه دا انځور د امریکا په تاریخ کې د امریکایانو له پاره پېغور گرځيدلي دی.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb124289975 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License