پاول ګوډمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاول ګوډمن
(انګلیسي: Paul Goodman د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاول ګوډمن
پاول ګوډمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ سپټمبر ۱۹۱۱[۱][۲][۳][۴]
مړینه 2 اگسټ 1972 (61 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نیو همپشایر   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۴]
شاعر [۴]
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۵][۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک انارشيزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول ګوډمن (زوکړه: ۱۹۱۱ زکال – مړینه: ۱۹۷۲ زکال) امریکايي لیکوال او د عامه چارو اړوند روڼ آندی و چې تر ډېره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ټولنیز نقد په برخه کې د خپلو اثارو له مخې پېژندل کېږي. ګوډمن د هنرونو، مدني حقونو، تمرکز له منځه وړو، دیموکراسۍ، زده کړو، رسنیو، سیاست، ارواه پوهنې، ټکنالوژۍ، ښاري پلان جوړونې او جګړې په ګډون د ډیری غیرداستاني موضوعاتو او ادبي ژانرونو په اډانه کې لیکنې کړې دي. د یو انسان پال او خپله ځان بللي ادبي کس په توګه د هغه اثار تر ډېره په یوه لویه ټولنه کې د وګړو دندو او په خپل واک کې د چلن اړوند مسئولیت منلو، خلاق توب او د خپل انساني ماهیت درک ته اړونديږي.

ګوډمن چې د نیویارک ښار په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد، د خپلو خاله ګانو او خور له خوا را لوی کړای شو او د نیویارک په سیټي کالج کې یې زده کړې وکړې. د یوه لیواله لیکوال په توګه نوموړي وړاندې له دې چې له شیکاګو پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړي اشعار او داستانونه یې ولیکل. له زده کړو وروسته نیویارک ښار ته راستون شو او په یو شمېر مجلاتو کې یې د ګڼ شمېر موضوعاتو د لیکنې او همدارنګه د تدریس دندو ته مخه کړه چې خپلې ډیری دغه دندې یې د خپل دوه جنسه توب د ښکاره کولو او په دویمې نړیوالې جګړې کې د خدمت نه کولو پر وړاندې د مقاومت له امله له لاسه ورکړې. ګوډمن انارشېزم ته مخه کړه او د ازادي غوښتونکو ژورنالونو لپاره یې لیکنې کولې. د نوموړي راډیکالېزم د ارواه پوهنې له نظریې څخه ریښه اخیسته. هغه د ګشتالت درملنې نظریې (هغه نظریه چې له مخې یې د اروايي درملنې پر مهال یو کس خپلو شخصي مسئولیتونو ته متوجه کوي) مخینه د ویلهلم رایش د راډیکال فرویدېزم پر بنسټ ولیکله او ورته اړوند یې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ارواه څېړنې غونډې جوړې کړې. ورته مهال یې خپلو نورو ارزښتمنو لیکنو ته هم دوام ورکړ.

د ټولنیز نقد په برخه کې د نوموړي د ۱۹۶۰ زکال کتاب، Growing Up Absurd، د کلتور په برخه کې د اصلي نظریه ورکوونکي په توګه د هغه ځایګی او اهمیت تثبیت کړ. ګوډمن «د نوي کیڼ لوري د فیلسوف» په توګه شهرت وموند چې انارشیستي لیدلوري یې د ۱۹۶۰ مې لسیزې په کلتور ضد او د وړیا ښوونځیو پر خوځښت اغېز درلود. په داسې حال کې چې نوموړی د غیر مارکسېستي راډیکالېزم په برخه کې د خپل مهال مخکښ امریکايي روڼ آندی و، خو شهرت یې د هغه له عمر وروسته دوام ونه موند. ګوډمن په انساني وړتیا و باندې د باور له مخې د ښاري ارمانونو او اصولي اعتقاداتو په برخه کې د وړاندیزونو له امله یادول کېږي.

ژوند[سمول]

ګوډمن د ۱۹۱۱ زکال د سپټمبر په ۹ مه په نیویارک ښار کې د اګوستا او بارنیټ ګوډمن په کورنۍ کې وزېږېد. د هغه سفاردی یهودي اجدادو یوه پېړۍ وړاندې د ختیځ اروپايي موج څخه مخکې له جرمني څخه نیویارک ښار ته راکډه شوي و. نیکه یې د امریکا په کورنۍ جګړه کې ونډه لرله او کورنۍ یې نسبتا هوسا ژوند درلود. د اقتصادي ستونزو له امله مات شوي پلار یې د نوموړي له زیږون وړاندې کورنۍ پرېښوده او پاول له الیس (۱۹۰۲-۱۹۶۹ زکال) او پرسیوال (۱۹۰۴- ۱۹۸۹ زکال) وروسته د دوی د کورنی څلورم او وروستی ماشوم شو. د ګوډمن مور کور په کور ګرځېدونکې د زنانه کالیو پلورونکې وه او ګوډمن یې له خپلو خاله ګانو او خور سره د نیویارک ښار په واشنګټن هایس، منهتن کې چې هغوی هم ټیټې ټولنېزې طبقې ته اړوندې وې پرېښود. هغه د عبراني ژبې ښوونځي او د ښار دولتي ښوونځیو ته ولاړ، په زده کړو کې مخکښ و او د منهتن سره یې شدیده لېوالتیا پیدا کړه. ګوډمن په ټاونسینډ هاریس هال ښوونځي کې د زده کړو پر مهال د ادبیاتو او ژبو په برخه کې ښه وځلېد او په ۱۹۲۷ زکال کې په عالي درجه له دغه ښوونځي فارغ شو. نوموړي همدغه کال د نیویارک په سیټي کالج کې د فلسفې په برخه کې په زده کړو پیل وکړ او د فیلسوف موریس رافائل کوهن تر اغېز لاندې راغی چې له امله یې خپل د ژوند ملګري او خپله فکري ټولنیزه کړۍ وموندله. ګوډمن هغه مهال چې د لیسانس زده کړو پر مهال یې د پیټرکروپوتکین اړوند ولوستل د «ټولنې له انارشېزم» سره یې اشنايي پیدا کړه او د خپل ژوند په اوږدو کې یې دغه اړوندتیا وساتله. نوموړي په ۱۹۳۱ زکال کې د لوی اقتصادي ناورین په لومړیو کې خپل د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د یو هڅاند لیکوال په توګه ګوډمن اشعار، مقالات، کیسې او نمایشنامې هغه مهال ولیکلې او خپرې کړې چې له خپلې خور الیس سره یې ژوند کاوه او هغې یې ملاتړ کاوه. یوازې ډېر کم شمېر دغه لیکنې یې خپرې شوې. هغه هېڅکله منظمه دنده نه لرله، خو له ۱۹۳۴ زکال څخه تر ۱۹۳۶ زکال پورې یې د مټرو ګولډوین مایر لپاره یو شمېر فیلمنامې جوړې کړې او د سهیونېستي ځوانانو په کمپ کې یې ډارمه تدریس کړه. د نوموړي د ژوند دغه مهال د ډلمور شوارتز په لنډ داستان «نړۍ یو واده دی» کې ډراماتیک شو. ګوډمن چې د خپلو فیسونو د ورکړې توان نه درلود د کلمبیا پوهنتون د ماسټرۍ په ټولګیو کې یې د آزاد اورېدونکي په توګه ګډون کاوه او ځینې مهال به په هاروارډ پوهنتون کې ټولګیو ته هم تله. هغه مهال چې د کلمبیا پوهنتون د فلسفې ښوونکی ریچارډ مک کئون د شیکاګو پوهنتون ته ولاړ له ګوډمن څخه یې وغوښتل د هغه په ټولګیو کې برخه واخلي او لکچر ورکړي. له ۱۹۳۶ زکال څخه تر ۱۹۴۰ زکال پورې ګوډمن د ادبیاتو او فلسفې په برخه کې د ماسټرۍ زده کړیال، څېړنیز همکار او د نیم مهال لپاره ښوونکی و. نوموړي په ۱۹۴۰ زکال کې خپلې مقدماتې ازموینې ورکړې خو د «نه قبلېدونکي جنسي چلن» له امله اړ شو خپلې دندې پرېږدي، هغه تور چې د هغه د تدریس پر مهال څو ځله ورباندې وشو. د ژوند په دغه پړاو کې ګوډمن واده کړی و او د یو فعال دوه جنسه په توګه له ځوانو نارینه و سره سفر کولو ته یې دوام ورکاوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ګوډمن چې د خپلې دوکتورا لپاره زړه تنګی و، نیویارک ښار ته راوګرځېد څو خپلې لیکونو ته مخه کړي، چېرې چې نوموړی اوانګارد ادبي بهیر ته اړوند و. ګوډمن په خپل پای لیک کار وکړ، په داسې حال کې چې خپرېدو یې ۱۴ کاله وخت نیو. هغه چې وکولای شول د ښوونکي په توګه ځانته کار پیدا کړي په پارتیزان ریویو مجله کې یې د یو شمېر فلمونو اړوند بیاکتنه ولیکله او دوه کاله وروسته یې د خپلو اشعارو لومړی کتاب (۱۹۴۱) او د لویې پیانو تر عنوان لاندې ناول (۱۹۴۲) خپور کړ. نوموړي د ۱۹۴۳ او ۱۹۴۴ زکال پر مهال د مانومیټ په نامه په یوه مخکښ شپني او ورځني ښوونځي کې تدریس وکړ، خو د همجنس ګرا چلن له امله یې دغه ښوونځی پرېښود. پارتیزان ریویو هم ګوډمن د دوه جنسه توب او د مقاومت له مسودې څخه د نه ملاتړ له امله د لیکوالانو له ډلې ویوست. (ګوډمن خپله په دویمه نړیواله جګړه کې د خدمت کولو پر وړاندې مقاومت وکړ». دویمه نړیواله جګړه لامل وګرځېده چې ګوډمن د یو اوانګارد لیکوال پر ځای په سوله غوښتونکي او د غیرمتمرکز واک په پلوي کس واوړي. [۱۶][۱۷][۱۸]

مفکوره[سمول]

ګوډمن باورمن و چې انسانان په ذاتي توګه خلاق، ټولیز پلوه او مینه ناک دي، خو هغه مهال بیا په دې ډول نه دي چې ټولنیز بنسټونه هغوی له خپل طبیعیت څخه پردي کړي، د بیلګې په توګه لامل ګرځي خپلې انګېزې د دغه بنسټ لپاره د خدمت په موخه وځپي. د ګوډمن اثار په پراخه کچه په ګڼ شمېر برخو او سیاسي- ټولنیزو موضوعاتو لکه هنر، مدني پلان جوړونې، مدني حقونو او آزادیو، تمرکز له منځه وړو، د ځان د تنظیم، دیموکراسي، زده کړو، اخلاقو، رسنیو، ټکنالوژۍ، جګړې او سولې په برخو کې انسان پالنې ته اشاره لري. [۷][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12775027b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64f1nv0 — subject named as: Paul Goodman (writer) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/404 — subject named as: Paul Goodman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ https://cs.isabart.org/person/136032 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12775027b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11788899
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Kostelanetz 1969، ص. 277.
  8. Stoehr 1994c، ص. 21.
  9. Smith 2001، ص. 178.
  10. Kostelanetz 1969، ص. 272.
  11. Stoehr 1994b، ص. 510.
  12. Widmer 1980، ص. 13.
  13. Smith 2001، صص. 178–179.
  14. Smith 2001، ص. 179.
  15. Kostelanetz 1969، ص. 274.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Stoehr 1994b، ص. 511.
  17. Mattson 2002، ص. 106.
  18. Widmer 1980، ص. 14.
  19. (په January 2, 1978 باندې). [{{{url}}} 'Everything is Everybody's Business' (Rev. of Drawing the Line, Nature Heals, Creator Spirit Come)]. The Village Voice.
  20. Kostelanetz 1969، ص. 279.
  21. Kostelanetz 1969، ص. 282.
  22. Stoehr 1994c، ص. 22.
  23. Pachter 1973، ص. 60.
  24. Stoehr 1994c، صص. 21–22.