پاول فلورنسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پاول فلورنسکي
پاول فلورنسکي
پاول فلورنسکي

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ جنوري ۱۸۸۲
مړینه 8 ډيسمبر 1937 (55 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ليننګراد ولايت   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه
فیلسوف
پادري
ليکوال
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول اليکساندرووېچ فلورنسکي “Pavel Alexandrovich Florensky” (P. A. Florenskiĭ, Florenskii, Florenskij هم ورته وايي؛ روسي: Па́вел Алекса́ндрович Флоре́нский؛ ارمنيايي: Պավել Ֆլորենսկի؛ روماني: Pavel Florenski؛ زوکړه: ۱۸۸۲ ز [زوړ سيستم له مخې د جنوري ۹]، مړينه: ۱۹۳۷ د ډسمبر ۸) د ارتودوکس دين متخصص، پادري، فيلسوف، رياضيپوه، فزيکپوه، برېښنايي انجنير، نوښتګر يا مخترع، د ګڼو علومو پوه او د سرښندنې د پخوانۍ بڼې خلاف د نوې سرښندنې پلوی يا “neomartyr” و. [۶]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

پاول اليکساندوروېچ فلورنسکي د ۱۸۸۲ ز کال د جنوري پر ۲۱ [زوړ سيستم له مخې د جنوري پر ۹] نېټه په “Elisabethol Governorate” (نني لويديځ اذربايجان) کې د “Yevlakh” ښارګوټي کې د الکساندر فلورنسکي په نوم د اورګاډي د انجنيرۍ کورنۍ کې وزېږېد. پلار يې د روسي ارتودوکس کشيشانو له يوې کورنۍ څخه دی، په داسې حال کې چ ې مور يې اولګا “Olga” (سالوميا) ساپارووا (Saparyan, Sapharashvili) جورجيا کې له تبيليسي ارمنيايي “Tbilisi Armenian” اشرافو څخه وه. د نوموړي مورنۍ نيا صوفيا پاټووا “Sofia Paatova” يعنې پاتاشويلي “Paatashvili” د کاراباخ “Karabakh” له يوې ارمنیايي کورنۍ څخه وه، چې د جورجيا په بولنيسي ‘Bolnisi’ سيمه کې اوسېدله. فلورنسکي «تل د خپلې ارمنيايي کورنۍ د ريښو پلټنه وکړه» او څرګنده يې کړه، چې دوی له کاراباخ څخه وو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

فلورنسکي د خپل عالي ښوونځي زده کړې (۱۸۹۳ – ۱۸۹۹) په تبيليسي کلاسيک لېسه “Tbilisi classical lyceum” کې بشپړې کړي، چې بېلابېلو ملګرو يې وروسته ځانونه د همدې لېسې په زده کوونکو کې ګڼل، چې له ډلې يې د روسي “Cubo-Futurism” بنسټګر ډيويډ برليوک ‘David Burliuk’ يادولی شو. په ۱۸۹۹ ز کال کې فلورنسکي يو مذهبي کړکېچ وزغمه، چې د لوی تولستوی په کتنې پورې يې اړه لرله او د پوهنيز مثبت اصالت او هوښيارۍ يا معقوليت د بريدونو او نسبيت د پوهاوي له امله رامنځته شو، چې د نوموړي په کورنۍ او عالي ښوونځي کې د هغه د لومړني جوړښت بشپړونکې برخه وه. نوموړي د نظرياتو په رامنځته کولو سره په خپله د حل لارې جوړولو پرېکړه وکړه، چې ښايي د رياضياتو پر بنسټ به معنوي او پوهنيز ليدونه همغږي يا پخلا کړي. نوموړی د سترواک مسکو پوهنتون “Imperial Moscow University” د رياضياتو څانګې ته ننوت او د نيکولای بوګايف “Nikolai Bogaev” تر لارښوونې لاندې يې زده کړه وکړه او د نوموړي له زوی اندري بيلي ‘Andrei Bely’ سره ملګری شو، چې راتلونکی شاعر او د روسي سمبوليزم تيوريست و. هغه د جورج کانټور ‘Georg Cantor’ د سيټ نظريې ته په ځانګړي ډول راکښل شوی و. [۱۲]

نوموړي د لرغونې فلسفې په اړه هم دورې (کورسونه) تر لاسه کړل. د دې دورې پر مهال ځوان فلورنسکي چې هيڅ مذهبي روزنه يې نه درلوده، د فزيکي پوهې د بريدونو يا محدوديتونو تر شا يې څېړنو ته لېوالتيا ښودل پيل کړل، په ۱۹۰۴ ز کال له “Imperial Moscow University” څخه فارغ شو، پوهنتون کې يې د استادۍ دنده ونه منله او پر ځای يې د ‘Sergiyev Posad’ سيمې په “Ecclesiastical Academy” کې د دينپوهنې زده کړو ته مخه وکړه. هلته د نوموړي د دينپوهنيزو زده کړو پر مهال له ګاتسيمېن هيرمېټېج “Garhsemane Hermitage” سره د کتنې په موکه له ايلډر ايسيډور “Elder Isidore” سره په اړيکه کې شو او ايسيډور يې معنوي لارښود او پلار شو. له خپلو ملګرو زده کوونکو ايرن “Ern”، سوينېټسکي “Svenitsky” او برېښنېچيف ‘Brikhnichev’ سره يو ځای يې د عيسوي هڅې ټولنه “Christian Struggle Union" په نوم ټولنه رامنځته کړه، چې د ولاديمير سولوفيوف “Vladimir Solovyov” د اصولو له مخې يې د روسي ټولنې د بيارغونې اوښتونيزه نښه [موخه] درلوده. نوموړی وروسته په ۱۹۰۶ ز کال ياده ټولنه کې د غړيتوب له امله ونيول شو، که څه هم وروسته يې په بنسټپال عيسويت “Radical Christianity” خوځښت کې خپله لېوالتيا له لاسه ورکړه. [۱۳]

په ايکليسياسټيکل اکاډمي[سمول]

په ايکليسياسټيکل اکاډمي “” کې د زده کړو پر مهال فلورنسکي له فلسفې، مذهب، هنر او فولکلور سره لېوالتياوې درلودې. نوموړی له خپلي ملګري اندري بيلي سره يو ځای د روسي سمبوليزم ‘Russian Symbolism’ خوځښت نامتو غړی شو او د نيو وی “New Way” او ليبرا ‘Libra’ په نوم مجلو کې يې خپلې ليکنې خپرې کړې. هغه خپل اصلي فلسفي کار [کتاب] هم پيل کړ، چې سرليک يې “The Pillar and Ground of the Truth: an Essay in Orthodox Theodicy in Twelve Letters” و. بشپړ کتاب يوازې په ۱۹۱۴ ز کال کې خپور شوی و، مګر د ډېری برخه يې په ۱۹۰۸ ز کال کې له اکاډمۍ څخه د نوموړی د فراغت په وخت کې بشپړه شوې وه.

د نوموړي د ليکونو د يو کتاب د سريزې له مخې چې د پرينسټون پوهنتون د چاپخونې “Princeton University Press” له لورې خپور شوی دی: «ياد کتاب يو ورور يا ملګري ته د دولس ليکونو يوه لړۍ ده، چې په نښه ييز يا رمزي ډول ښايي د حضرت عيسی په توګه درک شي. د فلورنسکي کتاب ته مرکزيت د عيسوي مينې د راز راز معناګانو سپړنه ده، چې د ملګرتيا او طبيعي مينې د يو ترکيب په توګه ورته کتل کېږي. نوموړی د ورور جوړونې لرغوني عيسوي مذهبي دودونه بيانوي، چې د مينې په پاکو ملګرتياوو کې له نارينه ملګرو سره يو ځای کېږي. د دې تر څنګ فلورنسکي په شلمه پېړۍ کې يو له هغو لومړنيو مفکرينو څخه و، چې د “Divine Sophia” يا سپېڅلې سوفيا نظريه يې رامنځته کړه او دا نظریه د ښځو د حقونو د پلويو ديني متخصصانو له مرکزي موضوعګانو څخه شوه. [۱۴]

مايکل هېګميسټر “Michael Hagemeister” چې د صهيون د مشرانو د تړونونو “The Protocols of the Elders of Zion” په نوم خپل کتاب له امله خورا پېژندل شوی دی، وروستۍ څېړنې يې د منلو وړ ګرځولې ده، چې د سامي ضد مواد چې د مستعار نوم له مخې ليکل شوی دي، د فلورنسکي په لاس کې دي. د فلورنسکي ژوند ليک ليکونکی اورېل پيمان “Avril Pyman” د يهوديانو په اړه د فلورنسکي دريځ په متني ډول د يادې دورې لپاره د لېبرالي کره کتونکو تر منځ د منځلاري په توګه ارزوي، چې د لرغونې روسيې د وروسته پاتې والي د پېښې او د Black Hundreds په شان د خپرونو د پارونکو د کړو وړو په وخت کې تر نيوکې لاندې نيول شوي دي.

له اکاډمۍ څخه له فراغت وروسته نوموړي د ۱۹۱۰ ز کال په اګسټ کې له انا ګياتسينتووا “Anna Giatsintova” سره واده وکړ، چې د يو ملګري خور يې وه او دا هغه خوځښت و چې د نوموړي هغه ملګري يې ولړزول چې له واده سره د فلورنسکي له بېزارۍ يا مخالفت څخه خبر وو. نوموړي د فلسفې تدريس ته دوام ورکړ او تر ۱۹۱۹ ز کال پورې يې په “Troitse-Sergiyeva Lavra” کې ژوند وکړ. هغه په۱۹۱۱ ز کال کې پادريتوب ته غوره کړای شو. په ۱۹۱۴ ز کال کې يې د معنوي حقيقت په اړه “About Spiritual Truth” تر سرليک لاندې د خپلې دوکتورا پايليک وليکه. د فلسفې، دينې پوهې، هنري نظريې، رياضياتو او الکتروډيناميک برخو کې يې کتابونه خپاره کړل. نوموړی د ۱۹۱۱ او ۱۹۱۷ ز کالونو تر منځ د بوګوسلوفسکي وېسټنېک “Bogoslovskiy Vestnik” په نوم د وخت د تر ټولو باوري ارتودوکس د دين پوهنې خپرونې يا نشريې مشر و. نوموړی د مخالف روسي ليکوال وېسلي روزانوف “Vasily Rosanov” معنوي ښوونکی هم و، چې له نوموړي څخه يې په ټينګه غوښتل چې له ارتودوکس کليسا سره يو ځای شي. [۱۵]

روسيه کې د کمونيستي واکمنۍ دوره[سمول]

د اکتوبر له اوښتون څخه وروسته فلورنسکي خپل دريځ په دې ډول برابر کړ: «ما خپل فلسفي او پوهنيز نړۍ ليد رامنځته کړی دی، چې که څه هم د کمونيزم له عاميانه ژباړې سره مخالفت کوي، مګر ما د دولت په خدمت کې په رښتيني ډول له خدمت کولو څخه نه منع کوي». وروسته له هغې چې بلشويکانو په ۱۹۱۸ ز کال کې “Troitse-Sergiyeva Lavra” او په ۱۹۲۱ ز کال کې ‘Sergievo-Posad Church’ کليسا بنده کړه، چې نوموړی په کې پادري و، د ليون تروتسکي “Leon Trotsky” تر سپارښتنې لاندې يې د روسيې د برېښنايي کولو لپاره د دولتي پلان “State Plan for Electrification of Russia” په اړه د کار کولو په موخه مسکو ته لاړه. لوی تروتسکي د فلورنسکي پر وړتيا باندې پوره باور درلود، چې د کليوالي روسيې پر بريښنا سمبالولو کې به له حکومت سره مرسته وکړي. د معاصرو پوهانو په اند فلورنسکي د خپلې پادرۍ په اوږده چپنه کې چې د حکومت د يوې څانګې د نورو مشرانو تر څنګ يې کار کاوه، يوه د پام وړ ليدنه يا ننداره وه.

نوموړي په ۱۹۲۴ زکال کې د برېښنا نه تېرونکې وسيلې (عايق) په اړه يو اوږد پايليک وليکه. په ورته کې يې د ‘Troitse-Sergiyeva Lavra” په اړه د تاريخي کميسيون د پوهنيز يا علمي منشي په توګه کار وکړ او د لرغوني روسي هنر په اړه يې کتابونه خپاره کړل. د نوموړي په اړه ګونګوسی و، چې د سرګي راډونيژنسکي “St. Sergii Radonezhsky” د مقدساتو يا نښو نښانو د ساتلو په موخه د يوې پټې هڅې اصلي برابرونکی و، چې د له منځه وړلو امر يې د حکومت له لورې ورکول شوی و.

د ۱۹۲۰ ز لسيزې په دويمه نيمايي کې فلورنسکي زياتره د فزيک او الکتروډيناميک برخو کې کار وکړ، چې په پای کې يې هندسه کې د خيالي ګڼو يا عددونو («Мнимости в геометрии. Расширение области двухмерных образов геометрии») تر سرليک لاندې خپله مقاله خپاره کړه، چې د البرت انستاين د نسبيت تيوري هندسي ژباړې ته ځانګړې شوې وه. نوموړي د نورو شيانو له منځه ادعا وکړه، چې د خيالي ګڼو يا عددونو هندسه چې د رڼا په پرتله د تېز ځغلېدونکي جسم لپاره د نسبيت د نظريې له مخې اټکل شوې ده، د خدای د پاچاهۍ “Kingdom of God” هندسه ده. په ياد کتاب کې د خدای د پاچاهۍ د يادونې له امله هغه د شوري چارواکو له لورې په شوي ضد پارونه او تبليغاتو يا پروپاګند باندې تورن و.

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118722670  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11902954r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/62438 — subject named as: Pavel A. Florenski — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/florenski-pawel-alexandrowitsch — subject named as: Pawel Alexandrowitsch Florenski
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11902954r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Flight from Eden
  7. Natalino Valentini, (ed.) Pavel Florenskij, La colonna e il fondamento della verità, San Paolo editore, 2010, p. lxxi.
  8. Oleg Kolesnikov. "Pavel Florensky" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pavel V. Florensky; Tatiana Shutova. "Pavel Florensky". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Nashe Nasledie کينډۍ:In lang
  10. Novoe vremya, 01/02/2018
  11. Леонид Фридович Кацис, Кровавый навет и русская мысль: историко-теологическое исследование дела Бейлиса, Мосты культуры, 2006, 494 c., c. 389.
  12. Natalino Valentini, (ed.) Pavel Florenskij, La colonna e il fondamento della verità, San Paolo editore, 2010, p. lxxi.
  13. Salt of the Earth by Pavel Florensky
  14. The Pillar and Ground of the Truth: an Essay in Orthodox Theodicy in Twelve Letters. Princeton University Press. 21 March 2004. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691117676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Avril Pyman, Pavel Florensky: A Quiet Genius: The Tragic and Extraordinary Life of Russia's Unknown da Vinci, Continuum International Publishing Group, 2010 p.86.