پاراګوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

پاراګوای (/ˈpærəɡwaɪ/؛ هسپانوي تلفظ: [paɾaˈɣwaj] (واورئ ))، په رسمي توګه د پاراګوای جمهوریت (هسپانوي: República del Paraguay؛ ګواراني: Tetã Paraguái)، په جنوبي امریکا کې یو هېواد دی. نوموړی هېواد په سویل او سویل لویدیځ کې د ارجنټاین سره، په ختیځ او شمال ختیځ کې برازیل او په شمال لویدیځ کې له بولیویا سره ګډه پوله لري. نفوس یې 7 ملیونه کسه دی، چې نږدې 3 میلیونه یې په پلازمېنه او لوی ښار اسونسیون او شاوخوا لویو ښاري سیمو کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې په جنوبي امریکا کې په وچه کې له چاپېرو شوو یوازې  دوو هېوادونو څخه یو پاراګوای دی (بل بولیویا دی)، دا هېواد د پاراګوای او پرانا سیندونو بندرونه لري چې د پاراګوای - پرانا د اوبو له لارې اتلانتیک بحر ته د وتلو لاره ورکوي. [۱]

په ۱۵۲۴ز کال کې هسپانوي فتحه کوونکي راغلل او په ۱۵۳۷ز کال کې یې د اسونسیون ښار جوړ کړ، چې د ریو دی لا پلاتا د والي لومړۍ پلازمېنه وه. د 17مې پیړۍ په بهیر کې، پاراګوای د تبشیر(عیسویت ته د رابللو)  د هلو ځلو مرکز ؤ، چیرته چې د ګواراني اصلي خلک عیسویت ته اړول شوي او اروپایي کلتور ته معرفي شوي. په 1767م کې د هسپانوي سیمو څخه د عیسویت د مبلغینو له شړلو وروسته، پاراګوای په زیاتیدونکي ډول د لږ شمېر ښاري مرکزونو او اوسېدونوکو په درلودو سره په پراخه کچه یوه حاشیوي کالوني شوه. د 19مې پیړۍ په لومړیو کې د هسپانیا څخه له خپلواکۍ وروسته، پاراګوای د یو شمیر استبدادي حکومتونو له خوا اداره کیده چې د ملتپالو، انزوا پالو او محافظه کارو ځانګړتیاوو درلودونکي وو. دا دوره د پاراګوای د ویجاړوونکې جګړې (1864-70 ز کلونه) سره پای ته ورسیده، چې په ترڅ کې یې هېواد خپل نیمایي نفوس له لاسه ورکړ او شاوخوا 25-33٪ ځمکه یې د ارجنټاین، برازیل او یوروګوای درۍ اړخیز اتحاد ته له لاسه ورکړه. په شلمه پیړۍ کې، پاراګوای د یوې بلې لویې نړیوالې شخړې سره مخامخ شو - د چاکو جګړه (1932-35 ز کلونه) د بولیویا په وړاندې – چې دا هېواد پکې بریالی شو. وروسته بیا، هېواد د نظامي دیکتاتورانو د سلسلې تر واک لاندې راغی، چې وروستی یې د الفریډو سټراسنر 35 کلن رژیم ؤ، کوم چې په 1989ز کال  کې د داخلي پوځي کودتا په واسطه د هغه تر نسکوریدو پورې دوام وکړ. په دې سره د پاراګوای ډیموکراتیک دور پیل شو، چې تر نن ورځې پورې دوام لري.[۲][۳]

پاراګوای یو پرمختللی هېواد دی. دا هېواد د مرکوسور، ملګرو ملتونو، د امریکایي ایالتونو سازمان، د ناپییلي غورځنګ او لیما ګروپ بنسټ ایښودونکی غړی دی. سربیره پردې، په لوی اسونسیون کې د لوک ښار، د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون د سرپرستۍ امتیاز لري.[۴]

د پاراګوای د اوو میلیونو وګړو نفوس څخه زیاتره یې میستیزو دي، او د ګواراني کلتور په پراخه کچه نفوذ لري؛ له 90٪ څخه ډېر نفوس د هسپانوي تر څنګ د ګواراني ژبې په مختلفو ژبو خبرې کوي. د بې وزلۍ او سیاسي دېکتاتوري تاریخ سره سره، د 2017 ز کال د یوې مثبې تجربې شاخص کې د نړۍ د رایې ورکولو معلوماتو پربنسټ، پاراګوای د "نړۍ ترټولو خوشحاله ځای" په توګه درجه بندي شوی. [۵][۶]

رېښه[سمول]

د ګواراني پاراګوا څخه "د وزرو تاج" او y "اوبه" په دې توګه پاراګوا "د اوبو د وزرو تاج".[۷]

تاریخ[سمول]

له کُلمب څخه مخکې دوره[سمول]

اصلي ګواراني وګړو د هسپانويانو له رارسیدو دمخه لږترلږه د یوې زریزې لپاره په ختیځ پاراګوای کې ژوند کاوه. لویدیځ پاراګوای ، ګران چاکو ، د کوچیانو له خوا مېشته ؤ چې د ګوایکورو خلک یې خورا مشهور وو. د پاراګوای سیند تقریباً په ختیځ کې د بزګرو ګواراني خلکو او لویدیځ ته په ګران چاکو کې د کوچیانو او نیمه کوچیانو ترمنځ د ویشلو کرښه وه. د ګورکورو کوچیان د د دوی د جنګي دودونو لپاره پیژندل شوي او د 19مې پیړۍ تر وروستیو پورې په بشپړ ډول نه دي آرام شوي. دغه اصلي قومونه د پنځو جلا ژبو کورنیو سره تړاو لري، کومې چې د دوی د لویو وېشونو بنسټونه وو. د مختلفو ژبو ویونکو ګروپونو عموماً د سرچینو او سیمو په اړه سیالي کوله. دوی د دې کورنیو په څانګو کې د ژبو په بنیاد، په نورو ډېرو توکمونو ویشل شوي. اوسمهال يې 17 جلا توکمیز ګروپونه پاتې دي.

استعمار[سمول]

په 1516ز کال کې هسپانوي څېړونکي په سیمه کې لومړني اروپایان وو.   هسپانوي څېړونکي خوان دي سالزار دي ایسپینوسا د 1537ز کال د اګست په 15مه  د اسونسیون ښارګوټی تاسیس کړ. دا ښار په پای کې د پاراګوای د هسپانوي استعماري ولایت مرکز شو.[۸]

په اتلسمه پیړۍ کې د جنوبي امریکا په دې برخه کې د یو خپلواکه عیسوي هندي ملت د رامنځته کولو هڅه د تبشیر ماموریتونه  او مېشت ځایونو جوړول وو. دوی د تبشیر په ماموریتونو کې ډېر تخفیفونه او ښېګڼې راوستې تر څو عیسویت ته د ګواراني نفوس را اړولو په څنګ کې هغوی ته په هسپانیوي ماموریتونو کې ونډه ورکړي او دوی د هسپانوي مېشت کونکو، پرتګالي غلام تښتووونکو، او باندیرانتس چپاولګرو له خوا د مجازی غلامۍ څخه خوندي کړي. په پاراګوای کې کاتولیک مذهب د هغه ځای د اصلي وګړو له خوا اغیزمن شوی ؤ. د تلفیق مذهب(syncretic ) ځایي عناصر جذب کړي وو. په ختیځ پاراګوای کې عیسویت د پیروانو کمښت شاوخوا 150 کاله تر هغه پورې لوړېدل، تر څو چې په 1767 ز کال کې د هسپانوي ولیعهد له خوا د عیسویت  مبلغین وشړل شول. په اتلسمه پېړۍ کې عیسویت ته د دعوت د دوو ماموریتونو(Jesuit Missions of La Santísima Trinidad de Paraná and Jesús de) پاتې نښې د یونسکو له خوا د نړۍ د میراثي ساحو په توګه پېژندل کېږي. [۹]

په لویدیځ پاراګوای کې، هسپانوي مېشت ځایونو او عیسویت له دعوت سره  د 16 پیړۍ راهیسې د ګوایکورو کوچیانو او نورو کوچیانو له خوا په کلکه مقاومت کېدو. زیاتره دا خلک په 18مو او 19مو پیړیو کې د میستیزو نفوس ته جذب شوي.

خپلواکي او د فرانسیا واکمني[سمول]

پاراګوای د 1811 ز کال د مې په 14مه نېټه هسپانوي محلي اداره رانسکوره کړه. د پاراګوای لومړنی دیکتاتور جوس ګاسپر روډریګېز دي-فرانسیا ؤ چې له 1814 ز کال څخه تر 1840 ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې یې له بهر څخه په ډېر لږ نفوذ او اړیکه د پاراګوای واکمني کوله. هغه د فرانسوي تیورېست (theorist ) ژان ژاک روسو د ټولنیز تړون پر بنسټ د یوټوپیان(فاضلې)  ټولنې د جوړولو اراده درلوده. روډریګز دی فرانسیا ته د ال سپریمو لقب ورکړل شوی ؤ.[۱۰]

روډریګیز دی فرانسیا نوي قوانین رامنځته کړل چې د کاتولیک کلیسا واکونه یې خورا کم کړل (کاتولیک مذهب هغه مهال یو رسمي دولتي مذهب ؤ) او کابینې، استعماري اتباع له یو بل سره واده کولو څخه منع کړل او دوی ته یې اجازه ورکړه چې یوازې له تورپوستو، ملاټ(دوه رګه) او یا اصلي خلکو سره واده وکړي تر څو د استعمار د وخت د اشرافو ځواک مات کړي او د مخلتط نسل یا میستیزو ټولنه رامنځته شي. هغه د پاراګوای او نورې سویلي امریکا ترمنځ اړیکې پرې کړې. د فرانسیا د آزادۍ د محدودیتونو له امله، فولګینسیو یګروس او د خپلواکۍ دورې یو شمیر نورو مشرانو په 1820م کې د فرانسیا پر وړاندې د کودتا پلان جوړ کړ، البته هغه دا دسيسه کشف کړه او مشران یې یا په اعدام یا په عمري بند محکوم کړل. [۱۱][۱۲]

د لوپِېز کورنۍ واکمني[سمول]

په 1840ز کال کې د فرانسیا له مړینې وروسته، پاراګوای تر یوې نوې جنتا(حکومتي شوری) لاندې د مختلفو پوځي افسرانو لخوا اداره کېدو ، تر هغه چې کارلوس انتونیو لوپېز (د ادعاوو له مخې د فرانسیا وراره) په 1841 ز کال کې واک ته ورسید. لوپیز پاراګوای عصري کړ او بهرنۍ سوداګري یې پرانیسته. هغه له ارجنټاین سره د نه تیري تړون لاسلیک کړ او په رسمي ډول یې په 1842ز کال کې د پاراګوای خپلواکي اعلان کړه. په 1862 ز کال کې د لوپېز له مړینې وروسته واک د هغه مشر زوی فرانسېسکو سولانو لوپِز ته وسپارل شو.

د لوپِز کورنۍ رژیم په تولید او وېش کې د پراخ او سخت مرکزیت په حیث ځانګړې شوې وه. د عامه او خصوصي برخو تر منځ هیڅ توپیر نه ؤ او د لوپز کورنۍ په هېواد کې داسې یوه واکمني کوله، لکه چې دا هېواد یې یو لوی ملکیت وي. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Paraná-Paraguay Waterway" (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Caraman, Philip (1976): "The lost paradise: the Jesuit Republic in South America", New York: Seabury Press.
  3. . Paraguay: cómo Asunción se convirtió en 'madre' de más de 70 ciudades de Sudamérica hace 480 años. BBC
  4. "World Economic Outlook Database, April 2019". IMF.org. International Monetary Fund. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 21 May 2014 باندې). World's Happiest Country? Would You Believe Paraguay?. NBC News.
  6. (په 14 September 2018 باندې). Global Misery Worst Since Records Began, Poll Finds.
  7. Antonio Ruiz de Montoya (1876), "Paraguá", Vocabulario y tesoro de la lengua Guarani (ó mas bien Tupi), 2, د کتاب پاڼې 263 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sacks, Richard S. "Early explorers and conquistadors". In Hanratty & Meditz.
  9. [[[:کينډۍ:Wdl]] "Paraguariae Provinciae Soc. Jesu cum Adiacentibg. Novissima Descriptio"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) [A Current Description of the Province of the Society of Jesus in Paraguay with Neighboring Areas]. World Digital Library (په لاطینی ژبه کي). 1732. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. War of The Triple Alliance Archived 7 August 2014 at the Wayback Machine., War of the Pacific. Retrieved 14 November 2010
  11. . In Paraguay, Indigenous Language With Unique Staying Power.
  12. "Paraguay - Colonial period". Encyclopedia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Carlos Antonio López" Archived 16 August 2017 at the Wayback Machine., Library of Congress Country Studies, December 1988. URL accessed 30 December 2005.