ټاډ اکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټاډ اکین
(انګلیسي: Todd Akin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټاډ اکین
ټاډ اکین

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ جولای ۱۹۴۷[۱]
نيويارک[۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 3 اکتوبر 2021 (74 کاله)[۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان[۴]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 6   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیم ټاډ اکین (د ۱۹۴۷ز کال د جولای په ۵مه زېږېدلی- د ۲۰۲۱ز کال د اکټوبر په ۳مه مړ) د امریکا جمهوري غوښتونکی سیاستوال دی، چې له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د میزوري د دویمې انتخاباتي حوزې استازی و. په نیویارک ښار کې زېږدلی و، خو لوی شوی په لوی سنټ لویس کې و. کله چې اکین په ماساچوست کې د ووسټر له پوليټکنیک موسسې نه د لسانس سند ترلاسه کړ؛ نو وروسته تر هغه یې د متحده ایالاتو د پوځ په مهندسي قطعه کې دنده پیل کړه او د کمپیوټر او فولادو په صنعت کې پر کار بوخت شو.  په ۱۹۸۸ز کال کې د میزوري د پارلمان غړی شو او تر ۲۰۰۰ز کال پورې یې په ایالتي مجلس کې خدمت وکړ. وروسته د متحده ایالاتو د پارلمان غړی شو او تر ۲۰۱۳ز کال پورې یې هلته خدمت وکړ.

په کانګریس کې یې دنده هغه مهال پای ته ورسېده، چې هغه هڅه کوله ترڅو ډیموکراټ سناتور، کلایر مک کاسکیل په ۲۰۱۲ز کال کې له خپل دریځه ګوښه کړې، چې په دې کړنه کې یې ماتې وخوړه. اکین د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې بریالی شوی همدارنګه تر ټاکنو مخکې په وړاندوینو کې هم تر کلایر مک کاسکیل مخکې و او تر دې چې ویې ویل، ښځې د هغه څه قرباني دي، چې دی یې مشروع جنسي تېری بولي؛ نو له همدې امله په ندرت سره امیندوارې کېږي. په پایله کې اکین د دغه نظر له امله بښنه وغوښته، خو له ټاکنو نه یې د لرې کېدو غوښتنې ونه ومنلې. هغه ۳۹.۲ سلنه رایه ګټلې وې او کلایر مک کاسکیل ۵۴.۷ سلنه رایې وګټلې چې له دې سره د مک کاسکیل پر وړاندې له ماتې سره مخ شو. د ۲۰۱۴ز کال په جولای کې یو کتاب چاپ شو، چې په هغه کې اکین له خپلو لومړنیو اظهاراتو نه دفاع وکړه او ویلي یې وو، چې له خپلې بښنې پښېمان دی.[۵][۶][۷]

د ژوند په لومړیو کې، زده کړې او سوداګري[سمول]

اکین په نیویارک ښار کې زېږدلی و او په لوی سنټ لویس کې لوی شوی و. هغه د نانسي پري (کورنی نوم: بیګلو) او پل بیګلو اکین زوی و. د اکین غور نیکه توماس راسل اکین په ۱۹۱۱ز کال کې په سنټ لویس کې د لکلدي په نامه د فولادو شرکت جوړ کړ. دغه شرکت په اخیر کې د ده نیکه ویلیم اکین او بیا یې پلار پل ته په لاس ورغی. پلار یې د هاروارډ د پوهنتون د درېیم نسل له فارغ التحصیلانو نه شمېرل کېږي، چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې د سرتېري په توګه په سمندري پوځ  کې خدمت وکړ.[۸][۹][۱۰][۱۱]

اکین له جان باروز نه، چې د سنټ لویس په ښارګوټي کې یو ابتدایي ښوونځی و فارغ شو او د ماساچوست په ووسټر کې د ووسټر له پوليټکنیک موسسې نه فارغ التحصیل شوی دی او په ۱۹۷۰ز کال کې یې د انجنیرۍ د مدیریت په برخه کې خپل لیسانس واخیست.  هغه تر فارغ التحصیلۍ وروسته د متحده ایالاتو د پوځ په ملي ګارد کې د انجینیر افسر په توګه خدمت وکړ او تر ۱۹۸۰ز کال پورې د پوځ په زېرمه ځواک کې بوخت و. دغه دنده یې پرېښوده او د آی بي ام په شرکت کې د کمپیوټري سیسټم پر عمده خرڅلاو بوخت شو او بیا وروسته پخپل کورني کاروبار کې، چې د فولادو جوړول و، پر کار بوخت شو. اکین په ۱۹۸۴ز کال کې د ماسټرۍ سند د الهیاتو په برخه کې د تړون (میثاق) له علمیه دارالعلوم نه ترلاسه کړ او هلته یې د یوناني، عبري او د مقدسو متونو د محافظه کارانه تفسیر په برخو کې مطالعات پیل کړل، خو کلیسا ته ور ونه ګرځېد.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اکین له ډېرې مودې راهیسې د جنین د سقط کولو فعال مخالف و او یو مهال په میزوري کې د جنین د سقط د مخالفانو د ټولنې غړی و. اکین په ایلینوی او میزوري کې د جنین د سقط کلینیکونو مخې ته لاریونونه کول؛ نو لږ تر لږه اته ځلې د ۱۹۸۵ز او ۱۹۸۸ز کال ترمنځ له قانون نه د سرغړونې په تور بندي شو. هغه ویل چې لاریونونه یې په سوله ییز ډول وو او د خپلو افکارو د دفاع لپاره به بښنه ونه غواړي. په هغه وخت کې یې د «ویلیم اکین» نوم ځانته کاراوه. له هغه مهاله وروسته، کله چې سیاست ته راغی؛ نو له «ټاډ اکین» نوم نه یې کار واخیست. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ټاکنې[سمول]

اکین په ۱۹۸۸ز کال کې د میزوري د پارلمان غړیتوب لپاره وټاکل شو او پرته له مخالفته یې په لوېدیځ ښار کې د ۸۵ ناحیې د استازیتوب لپاره ګډون وکړ. هغه په ۱۹۹۰ز  کال کې د دویم ځل لپاره د ۵۹ سلنه رایه په اخیستو سره بیا وټاکل شو. دا چې دغې ناحیې بدلون وکړ؛ نو اکین له ۱۹۹۳ز نه تر ۲۰۰۰ز کال پورې د ۸۶ناحیې استازی و او هېڅکله یې تر ۶۶ سلنه لږې رایې نه دي ترلاسه کړې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د متحده ایالاتو پارلمان[سمول]

ټاکنې[سمول]

په ۲۰۰۰ز کال کې جیم تلنټ د متحده ایالاتو استازی، چې ځان یې د فرماندارۍ لپاره نوماند کړی و؛ له خپل مقامه ګوښه شو او اکین د پارلمان د څوکۍ نیولو لپاره د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې ګډون وکړ. د باران د ډېر اورښت له امله د رای ورکوونکو شمېر لږ شو او دې چارې له اکین سره مرسته وکړه، چې په مقدماتي ټاکنو کې یوازې په ۵۶ رایو بریالي شي. هغه دوو نامتو نوماندانو؛ جین مکناري د سنټ لویس پخوانی اجرایي مدیر او فرانک فلوترون ایالتي سناتور ته ماتې ورکړه. اکین په هغه شپه چې دی ګټونکی شو ویې ویل: «زما په انتخاباتي مرکز کې به زلزله وشي». اکین په ټولټاکنو کې ټډ هاوس، چې ډیموکراټ ایالتي سناتور و، له ۵۵ سلنه رایو سره مات کړ. هغه بیا هېڅکله هم له داسې جنجالي سیالیو سره مخ نه شو او د پینځو ځلونو لپاره بیا بیا وټاکل شو. اکین په ۲۰۱۰ز کال کې د ۶۷.۹سلنه رایو په اخیستو سره یو ځل بیا وټاکل شو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د واک دوره[سمول]

اکین په ۲۰۰۸ز کال کې د امریکا له محافظه کارې اتحادیې نه ۹۶سلنه امتیاز او په ۲۰۰۷ز کال کې یې ۱۰۰سلنه امتیاز ترلاسه کړ.[۳۲]

اکین د واک په دوره کې د پارلمان په رسمي فهرست کې د «سنټ لویس استازي» په توګه ثبت شوی و، په داسې حال کې چې د هغه په سیمه کې د سنټ لویس هېڅ کومه برخه نه وه.[۳۳]

په ۲۰۱۲ز کال کې د متحده ایالاتو د سنا ټاکنې[سمول]

د ۲۰۱۱ز کال د می په وروستیو کې اکین اعلان وکړ، چې د جمهوري غوښتونکو له خوا به د ۲۰۱۲ز کال ټاکنو لپاره نوماند وي ترڅو دیموکراټ سناتور کلایر مک کاسیکل ګوښه کړي. د ۲۰۱۲ز کال په اګسټ کې د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې نور نوماندان دا دي: سوداګر جان برونر، لیکوال او د سوداګرۍ مدیر مارک ممولي او د میزوري پخوانۍ خزانه داره سارا استیلمن وو، چې د ټي (Tea)  د ګوند له ملاتړه برخمن وو. په یوه جنجالي ډګر کې بیا هم اکین د اګسټ په ۷مه د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي ټاکنو کې ځان نوماند کړ، چې له ۳۰سلنه نه تر ۳۶سلنه رایې یې ترلاسه کړې. د کلایر مک کاسکیل کمپاین سربېره پر دې چې اصلي سیال یې نه درلود؛ نو له دې سره سره یې په خپلو مقدماتي سیالیو کې ۲ میلیونه ډالر هم مصرف کړل. دغه پیسې یې د اکین په اړه د تبلیغ لپاره مصرف کړې، چې هغه د میزوري لپاره «له حده وتلی محافظه کار» دی. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

اکین په عمومي ټاکنو کې له مک کاسکیل او لیبرټاني نوماند جاناتان داین سره مخامخ شو او د تېري په اړه یې تر جنجالي نظرونو وروسته له مک کاسکیل نه ماتې وخوړه.[۴۲]

د ټاکنو پایلې[سمول]

مخکې تر دغو نظریاتو، اکین په خپله سیالۍ کې د مک کاسکیل پر وړاندې د بریا لپاره د وګړو له خواغوره شوی و، خو هغه په نومبر کې د ۵۴،۷ سلنه رایو په مقابل کې ۳۹.۲ سلنه رایې واخیستې او ماته یې وخوړه. تر ټاکنو وروسته، اکین د ۲۰۱۲ز کال د نومبر او د ۲۰۱۳ز کال د اګسټ ترمنځ ۱۱۱۰۰۰ ډالره مالي مرسته ترلاسه کړه، چې یوه برخه یې په ۲۰۱۸ز کال کې د سنا د مقدماتي ټاکنو لپاره وې، خو د ۲۰۱۳ز کال د جنورۍ په ۳مه یې د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته هغه ځای پرېښود. [۴۳][۴۴][۴۵]

شخصي ژوند[سمول]

اکین د ۱۹۷۵ز کال په جون کې له لولي بو سره واده وکړ، لولي له هالینز پوهنتون نه فارغه شوې وه. هغوی د شپږو اولادونو څښتنان شول. لولي په کور کې د زده کړې پلوې وه؛ نو له همدې امله یې ټول اولادونه په کور کې وروزل شول. درې زامن یې په اناپولیس کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک اکاډمۍ ته لاړل او د متحده ایالاتو د سمندري سرتېرو غړي شول. کله چې د عراق پر فلوجه ښار یرغل کېده؛ نو یوه زوی یې په دغه یرغل کې ګډون درلود. اکین او مېرمنې یې له ډېرې مودې راهیسې د اکین د کوچنیوالي د دورې په کور کې ژوند کاوه، دغه کور یې له پلاره ورته پاتې و، چې د میزوري ایالت په تون اند کانټري کې و. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

روغتیا او مړینه[سمول]

اکین د ۲۰۰۱ز کال په اپرېل کې د پروستات د سرطان لپاره(په لومړیو مرحلو کې و) عملیات وکړ. هغه د ۲۰۲۱ز کال د اکټوبر په ۳مه ، د ۷۴ کلونو په عمر د سرطان له امله په خپل کور کې ومړ.[۵۳][۵۴]

سرچينې[سمول]

  1. Prabook ID: https://prabook.com/web/person-view.html?profileId=883146 — subject named as: W. Todd Akin
  2. Todd Akin, Whose Senate Bid Collapsed After a Rape Remark, Dies at 74 — د نشر نېټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۱ — سمونګر: Joseph Kahn — خپرونکی: The New York Times Company او A. G. Sulzberger — د خپرولو نیټه: ۴ اکتوبر ۲۰۲۱
  3. Ex-US Rep. Todd Akin, sunk by ‘legitimate rape’ remark, dies
  4. Ex-US Rep. Todd Akin, sunk by ‘legitimate rape’ remark, dies — د خپرولو نیټه: ۳ اکتوبر ۲۰۲۱
  5. "Missouri Senate election results 2012: Claire McCaskill beats Todd Akin for second term". Politico. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په July 10, 2014 باندې). Akin un-apologizes. Politico.
  7. (په November 6, 2012 باندې). Abortion, rape controversy shaped key races. Politico.
  8. Announcements, The New York Times, September 9, 1944, Section Sports, Page 21.
  9. (په August 21, 2012 باندې). A Politician Whose Faith Is Central to His Persistence. The New York Times.
  10. Penniman, G.W.; Bigelow, P.; Penniman, G.D. (1987). The Penniman Family: To 1980. Penniman Family. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Laclede Steel Names Chief, The New York Times, Business and Finance Section, March 26, 1966.
  12. "Todd Akin, former congressman sunk by remark on 'legitimate rape,' dies at 74". Los Angeles Times. October 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Official Manual of the State of Missouri, 1993–1994[مړه لينکونه], p. 157
  14. Biography Archived August 24, 2012, at the Wayback Machine., Congressman Todd Akin, Missouri's 2nd District. Retrieved August 23, 2012.
  15. (په August 22, 2012 باندې). Akin's agenda wins loyalty of Christian groups.
  16. Todd Akin Senate Campaign 2012 web site, On the Issues: Life, http://www.akin.org/issues/life. Retrieved November 4, 2012.
  17. (په November 3, 2012 باندې). Akin was Arrested at Least Eight Times in 1980s. Hotline On Call. NationalJournal.com
  18. (په October 24, 2012 باندې). Todd Akin was arrested at least three times during '80s abortion protests.
  19. (په September 28, 2012 باندې). Akin speaks about old arrest at abortion clinic. Politico.
  20. (په September 28, 2012 باندې). 2 top Mo. Republicans reverse course, come back to Akin's side in contentious Senate race.
  21. Official Manual of the State of Missouri 1989–1990, p. 669.
  22. Official Manual of the State of Missouri 1991–1992, p. 506.
  23. Official Manual of the State of Missouri, 1993–1994[مړه لينکونه], p. 716.
  24. Official Manual of the State of Missouri, 1995–1996, p. 541.
  25. Official Manual of the State of Missouri 1997–1998 p. 574.
  26. Official Manual of the State of Missouri 1999–2000 p. 571.
  27. (په August 21, 2012 باندې). A Politician Whose Faith Is Central to His Persistence. The New York Times.
  28. "U.S. Representative – District 2 – Summary". Office of Secretary of State, Missouri. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په August 21, 2012 باندې). Horrigan: The world discovers the weirdness of Todd Akin. Darn it.. St. Louis Today. St. Louis Post-Dispatch
  30. "U.S. Representative – District 2 – Summary". Office of Secretary of State, Missouri. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. . Missouri. Election 2010.
  32. Barone, Michael; Richard E. Cohen (2009). The Almanac of American Politics 2010. National Journal. Washington, D.C. د کتاب پاڼې 875. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89234-119-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. See, for example, the official House member list during Akin's last term in the House.
  34. "Congressman running for Senate introduces himself to the Heartland". KTVO-TV Heartland Connection.com. May 20, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر October 8, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Todd Akin announces Missouri Senate bid". RollCall.com. May 17, 2011. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Filing day across Christian County". Springfield News-Leader via website. March 6, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر October 4, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Catanese, David (December 1, 2010). "Inaugural scoop: Steelman files for Senate". Politico. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Missouri primary is latest test of Tea Party influence, with Wisconsin, Arizona on horizon". Fox News. March 26, 2015. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Election Night Reporting". MO Secretary of State. August 8, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر December 12, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Why Claire McCaskill wants Todd Akin to stay in Missouri race". CS Monitor. August 21, 2012. د لاسرسي‌نېټه December 13, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Ten Republicans to follow on Twitter," by Adam Mazmanian, National Journal, August 27, 2012. Retrieved November 20, 2015.
  42. "Todd Akin, former congressman sunk by remark on 'legitimate rape,' dies at 74". Los Angeles Times. October 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Kevin McDermott (August 20, 2013), "A year after 'legitimate rape,' the money's still trickling in for Akin", St. Louis Post-Dispatch, د لاسرسي‌نېټه December 28, 2013 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په November 6, 2012 باندې). Abortion, rape controversy shaped key races. Politico.
  45. "Missouri Senate election results 2012: Claire McCaskill beats Todd Akin for second term". Politico. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Official Manual of the State of Missouri 1989–1990, p. 135.
  47. Class of 1972 Reunion Attendees Archived September 5, 2012, at the Wayback Machine., Hollins Alumnae page, Hollins University.
  48. (په August 21, 2012 باندې). A Politician Whose Faith Is Central to His Persistence. The New York Times.
  49. (په August 22, 2012 باندې). Akin's agenda wins loyalty of Christian groups.
  50. (په August 21, 2012 باندې). Horrigan: The world discovers the weirdness of Todd Akin. Darn it.. St. Louis Today. St. Louis Post-Dispatch
  51. (په February 26, 2009 باندې). McCaskill, Skelton support Dover repeal; Akin unhappy. St Louis Today.
  52. Pistor, Nicholas J.C. (August 21, 2012). "Akin in Ohio as deadline to exit race passes". St Louis Today. د لاسرسي‌نېټه August 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. (په October 4, 2021 باندې). Ex-US Rep. Todd Akin, sunk by 'legitimate rape' remark, dies. Associated Press.
  54. "US Rep. Todd Akin To Have Surgery". Associated Press. April 6, 2001. د لاسرسي‌نېټه October 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)