Jump to content

ویلیم بېورېج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیم بېورېج
ویلیم بېورېج

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه وټپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی لندن پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ویلیم هینري بېورېج، لومړی بارون بېورېج، د حمام د نښان درلودونکی (د ۱۸۷۹ز کال د مارچ ۵ - د ۱۹۶۳ ز کال د مارچ ۱۶) یو بریتانوی اقتصاد پوه او لیبرال سیاست پوه ؤ، چې یو پرمختګ پاله او ټولنیز اصلاح غوښتونکی ؤ، نوموړي د برېتانیې د سوکاله دولت په طرح کې بنسټیزه ونډه ولوبوله. د هغه د ۱۹۴۲ز کال راپور، ټولنیزه بیمه او اړوند خدمتونه (چې د بېورېج راپور په نوم یادېږي) د سوکاله دولت لپاره چې په ۱۹۴۵ ز کال  کې د ټاکل شوي کارګر حکومت له لوري رامنځته شو، د بنسټ توګه کار وکړ.   [۱]

هغه د وزګارۍ د بیمې په برخه کې په خپل مسلک کې تخصص واخیست. د سوداګرۍ په پلاوي کې د تازه رامنځته شوې کاري تبادلې رئیس او وروسته یې د خوړو وزارت د دایمي سکرتر په توګه دنده ترسره کړه. له ۱۹۱۹ ز کال څخه تر ۱۹۳۷ ز کال پورې د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس ؤ او بیا د آکسفورډ پوهنتون په کالج کې استاد وټاکل شو. 

بېورېج د وزګارۍ او ټولنیز امنیت په اړه په پراخه کچه آثار خپاره کړل، چې ترټولو د پام وړ آثار یې دا دي: بېکاري: د صنعت ستونزه (۱۹۰۹ز کال)، د سوسیالیزم تر سیورې پلان جوړونه (۱۹۳۶ز کال)، په آزاده ټولنه کې بشپړ استخدام (۱۹۴۴ز کال)، د امنیت ستنې (۱۹۴۳ز کال)، ځواک او نفوذ (۱۹۵۳ز کال) او د وړیا زده کړې څخه دفاع (۱۹۵۹ز کال). هغه د ۱۹۴۴ ز کال په فرعي ټاکنو کې (د بروېک اپ آن-ټویډ لپاره) د لیبرال استازی وټاکل شو، هغه د ۱۹۴۵ ز کال په ټولټاکنو کې له خپلې ماتې وروسته د مشرانو مجلس ته ترفیع وکړه، چې هلته یې د لیبرال سیالانو د مشر په توګه خدمت وکړ.  

لومړنی ژوند او زده کړې 

[سمول]

بېورېج، د هند د ملکي خدمتونو مامور او د ولسوالۍ قاضي هنري بېورېج او د څېړونکې انیټ اکرویډ مشر زوي ؤ، چې د ۱۸۷۹ ز کال د مارچ په ۵ د برېتانوي هند په رنګپور (د اوسني بنګله دیش رنګپور ښار) کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې. [۲]

د بېورېج مور په ۱۸۸۴ ز کال کې د الیزابیت مالیسون سره د لندن په کوین سکویر کې د کارګرو مېرمنو کالج جوړ کړ. هغې په کلکته کې چې په ۱۸۸۳ ز کال کې د هندي نجونو لپاره د ښوونځۍ د پرانستلو لپاره تللې وه، له هنري بېورېج سره آشنا شوه او واده یې وکړ. ویلیم بېورېج په چارټرهاوز کې چې د ساري ګوډالمینګ بازار ښارګوټي ته نږدې یو مخکښه دولتي ښوونځی دی، زده کړې وکړې، ورپسې د آکسفورډ پوهنتون په بالیول کالج کې یې په ریاضياتو او کلاسیک آثارو کې زده کړې وکړې او په دواړو کې یې د لومړۍ درجې سند ترلاسه کړ. وروسته یې په حقوقو کې زده کړې وکړې.  [۳]

په داسې حال کې چې د بېورېج مور د سټوربریج توحیدپرسته ټولنې غړې وه، خو پلار یې یو بشرپال او مثبت پال فعال او د فرانسوي فیلسوف اګسټ کومټ "کلک شاګرد" ؤ. د انسانیت د سیکولر دین په اړه د کومټ نظرونو په کورنۍ باندې مهمه اغېزه درلود او د بېورېج په فکر باندې به یې دوامداره اغیزه اچوله. بېورېج په خپل قول خپله "مادیات پاله خدای-منکر" وګرځېد.  [۴][۳][۵]

ژوند او مسلک  

[سمول]

بېورېج د پوهنتون له پرېښودو وروسته، په پیل کې وکیل شو. له ټولنيزو خدمتونو سره يې علاقه پيدا شوه او د مارننګ پوسټ یا Morning Post ورځپاڼې ته يې د همدې موضوع په اړه ليکنه وکړه. په ۱۹۰۳ ز کال کې، کله چې هغه په ​​لندن کې په یوه استوګنیز کور، ټوینبي هال کې کار کاوه، د وزګارۍ له لاملونو سره یې علاقه ومونده. هلته یې د سیډني ویب او بیاټریس ویب سره نږدې کار وکړ او د دوی د ټولنیزو اصلاحاتو د نظریو تر اغېزې لاندې راغی، د زړو خلکو د تقاعدي، د ښوونځۍ وړیا خوړو په ترویج او د کاري تبادلې ملي سیستم ته په کمپاین کولو کې فعال شو.  [۶]

هغه په ۱۹۰۸ ز کال کې د بیاټریس ویب له خوا وینسټن چرچیل ته چې په دې وخت کې د وزګارۍ د بیمې په اړه د برېتانیې مخکښ مقام ګڼل کېده او په وروستیو کې یې د سوداګرۍ هیئت د رئیس په توګه کابینې ته ترفع کړې وه، معرفي شو. چرچیل بېورېج ته بلنه ورکړه چې د سوداګرۍ هیئت سره یوځای شي او هغه د وزګارۍ او بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره د کاري تبادلې ملي سیستم او د ملي بیمې پلي کول تنظیم کړل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بشري ځواک په خوځښت او کنټرول کې یې ګډون درلود. له جګړې وروسته د نایټ مقام ورکړل شو او د خوړو وزارت دایمي منشي وټاکل شو.   [۷]

ملکي خدمت یې په ۱۹۱۹ ز کال کې پرېښود، ترڅو د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو د زدکړنځي رئیس شي. په راتلونکو څو کلونو کې ېې د ټولنیز سیاست په ګڼ شمېر کمیسیونونو او کمېټو کې خدمت وکړ. د فابیان ټولنې د سوسیالیستانو تر زیاتې اغېزې لاندې راغئ - په ځانګړي توګه د بیاټریس تر اغېزې لاندې، چې له هغه سره یې د ۱۹۰۹ز کال د بې وزلو د ساتنې د قوانینو په راپور باندې کار کاوه – چې د دوی له ډلې ګڼل کېدی شي. هغه د وزګارۍ په اړه د خپل لومړني اثر په ګډون علمي اقتصادي آثار خپاره کړل (۱۹۰۹ز کال). فابیانو په ۱۹۱۹ ز کال کې د LSE رئیس وټاکه او دا پست یې تر ۱۹۳۷ ز کال پورې له ځان سره درلود. د ریاست په جریان کې یې د اډوېن کانن او لیونیل رابینز سره سیال شو، هغوی هڅه کوله LSE د فابیانو له ریښو څخه لېرې کړي. هغه له ۱۹۲۹ کال څخه د نرخ تاریخ په اړه د نړیوالې ساینسي کمیټې مشري په غاړه لره او په یوه لویه تاریخي څېړنه کې یې، چې په انګلستان کې له دولسمې څخه تر نولسمې پېړۍ (۱۹۳۹ز کال) پورې قېمتونه او مزد تر نامه لاندې وه، برخه واخیسته.    [۸]

هغه په ۱۹۳۳ کال کې د علمي مرستې شورا په جوړولو کې برخه واخیسته. دې کار د مشهورو پوهانو سره چې د نژاد، دین یا د سیاسي مقام پر بنسټ له خپلو دندو څخه ګوښه شوي وو، مرسته وکړه، ترڅو د نازیانو له ځورونې څخه وتښتي. بېورېج په ۱۹۳۷ کال کې د اکسفورډ پوهنتون په کالج کې استاد وټاکل شو.  [۹]

د جګړې په اوږدو کې کار

[سمول]

د جګړې په وخت کې د ملي حکومت د کار وزیر، ارنسټ بیوین، درې کاله وروسته بېورېج ته بلنه ورکړه، ترڅو د خپل وزارت د سوکالۍ څانګې مسئولیت په غاړه واخلي. بېورېج رد کړ، خو څرګنده یې کړه چې جګړې په وخت کې د برېتانیې د بشري ځواک تنظیم کولو ته لېوالتیا لري (بېورېج د مرکزي پلان جوړونې د پياوړي سیستم پلوی ؤ). بیوین تمایل نه درلود چې بېورېج خپلې لارې ته خوشی کړي، خو هغه ته یې دنده وسپارله چې د ۱۹۴۰ ز کال د جون څخه په نسبتاً غیرضروري بشري ځواک سروې باندې کار وکړي او له همدې امله بېورېج مؤقتي ملکي مامور شو. نه بیوین او نه هم د وزارت دایمي سکرتر سر توماس فیلیپس، خوښول چې د بېورېج سره کار وکړي، ځکه چې دواړو هغه متکبر وموند.   [۱۰]

د بشري ځواک په برخه کې د هغه کار د دې لامل شو چې په خدمتونو کې د مهارت لرونکو نارینه وو د کمیټې رئیس شي، دې کمیټې د ۱۹۴۱ ز کال په اګست او اکتوبر کې د جګړې کابینې ته راپور ورکاوه. د کمیټې دوه وړاندیزونه پلي شول: د پوځ ګمارل شوي سرتېري د خپلو لومړیو شپږو اونیو لپاره د عمومي خدماتو په ځانګړې قطعه کې شامل شول. ترڅو راتلونکې دندې د دوی وړتیاوې او د فوځ اړتیاوې په پام کې ونیسي او د شاهي بریښنا او میخانیکي انجینرانو ځانګړې قطعه رامنځته شوه.[۱۱][۱۲]

د ټولنیزې بیمې په اړه راپور او د بشپړ اشتغال په اړه نظرونه  

[سمول]

د بیوین لپاره دا فرصت چې بېورېج له دندې څخه وباسي، د ۱۹۴۱ ز کال په مې کې هغه وخت وړاندې شو، کله چې د روغتیا وزیر ارنسټ براون د موجوده ټولنیزې بیمې او اړوندو خدمتونو د سروې او د سپارښتنو د وړاندې کولو لپاره د چارواکو د یوې کمیټې د رامنځته کېدو اعلان وکړ. که څه هم براون دا اعلان کړی ؤ، خو غوښتنه زیاتره د مشاور وزیر ارتور ګرین ووډ له لوري شوې وه او د بیوین له پلوه ګرین ووډ ته وړاندیز وشو چې بېورېج د کمیټې رئیس کړي. بېورېج، په لومړي سر کې لیوالتیا نه درلوده او کمیټې يې د بشري ځواک په برخه کې د خپل کار څخه انحراف وګاڼه او یوازې په بې میلی سره یې ومنله.   [۱۳]

د ټولنیزې بیمې او اړوند خدمتونو په اړه پارلمان ته راپور د ۱۹۴۲ ز کال په نومبر کې خپور شو. وړاندیز په کې شوی ؤ چې د کاري عمر ټول کسان باید د ملي بیمې اونیزه برخه ورکړي. په بدل کې به هغو کسانو ته چې ناروغه، بې کاره، متقاعد او کونډ وو، ګټې ورکړل شي. بېورېج استدلال وکړ چې: دا سیستم به د ژوند کم تر کمه معیار برابر کړي " چې ترلاندې یې باید هیڅوک غورځېدو پرې نه ښودل شي ". وړاندیز یې کاوه چې حکومت باید د غوښتنې، ناروغۍ، ناپوهۍ، د بې وزلۍ  ناورلتیا او بې کارۍ د "بیارغونې په لاره کې د دې پنځو لویو بلاوو" سره د مبارزې لارې چارې ومومي. بېورېج په دریو بنسټیزو فرضونو کې دا حقیقت شامل کړ چې په یو ډول د ملي روغتیا خدمت به موجود وي، چې دا پالیسي لادمخه د روغتیا په وزارت کې تر کار لاندې وه.    [۱۴]

د بېورېج استدلالونه په پراخه کچه ومنل شول. هغه په دې استدلال سره محافظه کارانو او نورو بدبینه خلکو څخه غوښتنه وکړه چې سوکاله مؤسسې به د جګړې وروسته دوران کې نه یوازې د شرکتونو د لیجرونو څخه عامه حساب ته د روغتیا پاملرنې او تقاعدي په څېر د کاري لګښتونو په لیږدولو سره، بلکې په صحي کولو او شتمن کولو سره به د برېتانوي صنعت سیالي زیاته کړي، نو ډېر هڅول شوي او ګټور کارګران به د برېتانوي توکو لپاره د غوښتنې لویه سرچینه هم شي.  

بېورېج بشپړ استخدام (داسې تعریف شوی چې بېکاري د ۳٪ څخه ډېره نه وي) د ټولنیزې سوکالۍ پروګرام محور وګاڼه چې نوموړي د ۱۹۴۲ ز کال په راپور کې څرګند کړ. په یوه آزاده ټولنه کې بشپړ استخدام په نوم کتاب چې په ۱۹۴۴ز کال کې لیکل شوی، دا نظر څرګند کړ چې "بېهوده" وه چې "د غوښتنې او بشپړ اشتغال د ساتلو لپاره انفرادي کارګمارونکو ته وګورو." دا کارونه باید "د دولت له لوري د ولسواکۍ تر څارنې او فشار لاندې ترسره شي." بشپړ اشتغال ته د رسېدو په اقداماتو کې په کینیزي بڼه مالي مقررات، د بشري ځواک مستقیم کنټرول او د تولید په وسیلو باندې دولتي کنټرول شامل کېدای شي. د بېورېج د فکر تر شا انګیزه ټولنیز عدالت او د جګړې وروسته د یوې آیدیال نوې ټولنې جوړول وو. هغه په دې باور و چې د عیني ټولنیز-اقتصادي قوانینو کشف کولی شي، د ټولنې ستونزې هوارې کړي.  [۱۵]

وروستی مسلک  

[سمول]

بېورېج چې په هغې وروستیو کې د لیبرال ګوند سره یوځای شوی ؤ، وروسته په ۱۹۴۴ ز کال کې په منځ پړاوه ټاکنو کې د عوامو مجلس ته وټاکل شو، ترڅو د جورج چارلز ګرې چې د ۱۹۴۴ کال د جولای په ۳۰ د بلوکوټ عملیاتو په لومړۍ ورځ د فرانسې په نورمانډي کې د جګړې په ډګر کې مړ شو، ځایناستی شي. بېورېج د لنډ وخت لپاره د بروېک اپ آن ټوید د ټاکنیزې حوزې لپاره د پارلمان د غړي په توګه خدمت وکړ، په دې موده کې هغه د سخت دریځ عمل په ډله کې نامي کس ؤ، دې ډلې له ګوند څخه غوښتل چې د جګړې د دوران د ټاکنیز تړون څخه ووځي او ډېر سخت دریځ سیاستونه غوره کړئ. خو کله چې د ۱۹۴۵ کال په ټولټاکنو کې د محافظه کار نوماند رابرټ تورپ له لوري د ۱۹۶۲ز رایو په اکثریت سره ماتې وخوړه، خپله چوکۍ یې له لاسه ورکړه. 

کلمینټ اټلي او د کارګر ګوند په دې ټاکنو کې د وینسټن چرچیل محافظه کار ګوند ته ماتې ورکړه او د کارګر نوي حکومت د بېورېج د وړاندیزونو د پلي کولو بهیر پیل کړ، چې د سوکالۍ عصري دولت بنسټ یې برابر کړ. اټلي اعلان وکړ چې د بېورېج د ۱۹۴۲ ز کال په راپور کې یاد شوی د سوکالۍ دولت به معرفي کړي. په دې کې د مالیه ورکوونکو په مالي لګښت د ټولو لپاره طبي درملنه سره په ۱۹۴۸ کال کې د روغتیايي ملي خدمتونو رامنځته کول شامل وو. د "ټولنیز امنیت" د تامین لپاره د ګټو ملي سیستم هم معرفي شو، ترڅو خلک "له زانګو څخه تر قبر پورې" خوندي وساتل شي. نوی سیستم تر یوه حده د ملي بیمې طرح پر بنسټ جوړ شو، چې په ۱۹۱۱ ز کال کې د هغه وخت د خزانې وزیر او د راتلونکي لیبرال لومړي وزیر ډیویډ لویډ جورج له خوا پیل شو.   

بېورېج په ۱۹۴۶ ز کال کې د نارث آمبرلنډ په سیمه یا کاونټي کې، د توګل د بارون بېورېج په توګه د مشرانو مجلس ته ارتقا وکړه او بلاخره په مشرانو کې د لیبرال ګوند مشر شو. هغه د ځواک او نفوذ کتاب (۱۹۵۳ز کال) لیکوال ؤ. د ۱۹۵۲ ز کال څخه تر ۱۹۶۲ز کال پورې د اټنډ خیریه مؤسسې (هغه وخت د روغتون ملګرو د لیګونو ملي اتحادیه یاthe National Association of Leagues of Hospital Friends ) رئیس ؤ.   [۱۶][۱۷]

د نژاد د اصلاح علم

[سمول]

بېورېج د نژاد د اصلاح علم ټولنې غړی ؤ، چې دې ټولنې د تکثیر د کنټرول له لارې د بشري نسل د 'ښه کېدو' لپاره د میتودونو څېړنې ته وده ورکړه. په ۱۹۰۹ ز کال کې یې وړاندیز وکړ، چې هغه نارینه چې کار نه شي کولی د دولت لخوا باید ملاتړ وشي "خو نه یوازې د رایې حق بلکې د مدني آزادۍ او د پلارتوب په ګډون، په بشپړ او دایمي ډول د تبعې ټول حقونه له لاسه ورکوي." په داسې حال کې چې د لندن د اقتصاد مکتب رئیس، بېورېج هڅه وکړه چې د ټولنیزې بیولوژۍ څانګه رامنځته کړي. که څه هم هېڅکله په بشپړ ډول جوړه شوی نه وه، لانسلوټ هوګبن، د نژاد د اصلاح سخت مخالف، یې رئیس ونومول شو. د LSE پخوانی رئیس جان اشورت قیاس وکړ چې د نژاد د اصلاح علم د ژورې څېړنې په اړه د هغې د موافقینو او مخالفینو تر منځ اختلاف د دې لامل شو چې د بېورېج په ۱۹۳۷ کال کې یاد مکتب خوشی کړي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بېورېج د ۱۹۴۰ ز کال په لسیزه کې د نژاد د اصلاح علم ټولنې ته د ماشومانو د لګښت مرستې ودې اعتبار ورکړ، چې د ۱۹۴۲ ز کال په راپور کې یې ولیکل شو، خو په داسې حال کې چې هغه د نژاد د اصلاح د علم په ملاتړ نظرونه لرل، هغه باور نه درلود چې راپور په ټولیز ډول د "نژادي اصلاح ارزښت" ولري. پروفیسور ډیني ډورلینګ وویل چې: په دې راپور کې د نژادي اصلاح د تفکر په اړه "ان ډېره وړه نښه نه شته".   [۲۳][۲۴]

ډینس سیویل څرګندوي: " په ۱۹۴۳ ز کال کې په هغه ورځ چې د عوامو مجلس د بېورېج د راپور په سر د بحث کولو لپاره غونډه وکړه، لیکوال یې مازدیګر له ګالري څخه راووت ،ترڅو په مونشن هاوز کې د د نژاد د اصلاح د علم ټولنې غونډې ته وینا وکړي ... هغه راپور چې نوموړی لیواله ؤ چې دوی ته ډاډ ورکړي، په اراده کې نژادي اصلاح وه او دا به عملا ثابتوي. ... د ماشومانو د لګښت د مرستې مفکوره په ټولنه کې د دوو موخو رامنځته شوې وه، د تعلیم یافته مسلکي طبقو هڅول ترڅو د اوس په پرتله ډیر ماشومان ولري او په ورته وخت کې په بې وزلو کورنیو کې د ماشومانو د زیږېدو شمېر محدود کړي. د دې لپاره چې دواړه اغېزې په سمه توګه وهڅول شي، د لګښت مرسته باید درجه بندي شي: د منځنۍ طبقې والدین چې د کارګرې طبقې والدینو په پرتله زیات مبلغ ترلاسه کوي ... د دولت وزیر په هماغه ورځ اشاره وکړه چې حکومت د ماشوم د لګښت مرستې لپاره یې یو مناسب نرخ پلان کړی. خو بېورېج د زېږون د عمومي کمېدو ستونزې ته په اشارې سره، استدلال وکړ چې حتي ثابت نرخ به نژادي اصلاح وي. سره له دې هغه د پاکو خلکو لپاره هیله څرګنده کړه." 'سر ویلیم دا روښانه کړه چې د هغه په ​​​​نظر نه یوازې ممکن ؤ بلکې  کټور هم ؤ، چې د کورنۍ د لګښت مرستې درجه بندي شوې طرحې، چې د عاید لوړو سطحو کورنیو لپاره د پلي کېدو وړ دي، د هغه د ثابت نرخ طرحې سره په ورته وخت کې اجرا شي.  [۲۵][۲۶]

شخصي ژوند  

[سمول]

بېورېج په ۱۹۴۲ ز کال کې د ریاضي پوه جانټ فیلیپ سره، چې د ویلیم فیلیپ لور او د ډیویډ مایر کونډه وه، واده وکړ. دوی په ملکي خدمتونو او په LSE کې یوځای کار کړی ؤ او دې د بېورېج د راپور په مسوده او خپرولو کې مهمه ونډه درلوده. [۲۷]

هغه د ۸۴ کلونو په عمر د ۱۹۶۳ ز کال د مارچ په ۱۶ مه په خپل کور کې مړ شو او د تاکرینګټون د کلیسا په محوطه کې د نارث مبرین په دښته کې خاورو ته وسپارل شو. په ​​مرګ سره ېې باروني له منځه ولاړ. وروستۍ خبرې یې دا وې "زه ترسره کولو ته زر کارونه لرم ".   [۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. James Midgley, "Beveridge, Lord William", Encyclopedia of Social Work (19th ed. NASW Press:Washington DC. 1995) Vol. 3. p. 2574.
  2. کينډۍ:Cite ODNB
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Jose Harris, William Beveridge: a biography (1997) pp 43-78.
  4. Jose Harris, William Beveridge: a biography (1997) pp 1, 323.
  5. "Who Was William Beveridge". Fabian Society. 21 December 2012. نه اخيستل شوی 6 July 2018.
  6. Harris, William Beveridge: a biography (1997) pp 98-117.
  7. Harris, William Beveridge: a biography (1997) pp 196-227.
  8. Harris, William Beveridge: a biography (1997) pp 257-76.
  9. کينډۍ:Cite ODNB
  10. Paul Addison, The Road to 1945, Jonathan Cape, 1975, p. 117.
  11. Secretary of State for War (29 January 1942). "Cabinet memorandum: The Committee on Skilled Men in the Services" (PDF). The National Archives. Archived from the original (PDF) on 27 October 2020. نه اخيستل شوی 17 February 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  12. William H. Beveridge (2014) [1943]. The Pillars of Security (Works of William H. Beveridge). Taylor & Francis. ISBN 978-1-317-57304-3.
  13. Paul Addison, "The Road to 1945", Jonathan Cape, 1975, p. 169.
  14. Paul Addison, "The Road to 1945", Jonathan Cape, 1975, pp. 169–70.
  15. According to Nobel Laureate Friedrich Hayek, this book was ghostwritten by Nicholas Kaldor. Hayek said that Beveridge "wasn't the least interested in economics. He knew no economics whatever." Cf. Kresge, Stephan, and Wenar, Leif, Hayek on Hayek, (Chicago: The University of Chicago Press, 1994), p. 86.
  16. کينډۍ:London Gazette
  17. "Attend VIPs". attend.org.uk. Retrieved on 29 November 2015.
  18. Brignell, Victoria (9 December 2010). "The eugenics movement Britain wants to forget". New Statesman. نه اخيستل شوی 7 July 2018.
  19. Hanson, Clare (5 July 2018). Eugenics, Literature, and Culture in Post-war Britain. Routledge. ISBN 9780415806985 – via Google Books.
  20. "About – The Galton Institute". galtoninstitute.org.uk.
  21. "Five years of Darwin seminars: a paradigm shift? | General". Times Higher Education. 12 March 1999. نه اخيستل شوی 29 March 2013.(ګډون ته اړتيا لري)
  22. Sewell, Dennis (نومبر 2009), "How eugenics poisoned the welfare state", The Spectator, archived from the original on 28 November 2010, نه اخيستل شوی 6 ډيسمبر 2009
  23. "ARTICLES". www.rofea.org. Archived from the original on 2020-10-20. نه اخيستل شوی 2021-05-29. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  24. Eugenics Review 1944 April; 36(1): pp. 17–24.
  25. Eugenics Review 1943; vol. 35, p. 23.
  26. Dennis Sewell (2009). The Political Gene: How Darwin's Ideas Changed Politics. Picador. pp. 73–74. ISBN 978-0-330-42744-9.
  27. Oakley, Ann (2021-07-06). Forgotten Wives: How Women Get Written Out of History (په انګليسي). Policy Press. pp. 161–172. ISBN 978-1-4473-5584-7.
  28. کينډۍ:Cite ODNB
  29. Harris, Jose (1997). "18: Father of the Welfare State?". William Beveridge: A Biography (Revised paperback ed.). Oxford: Clarendon Press. p. 477. ISBN 0198206852.