Jump to content

ویلیم المون ویلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیم المون ویلر
ویلیم المون ویلر
ویلیم المون ویلر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیم المون ویلر
ویلیم المون ویلر

ویلیم المون ویلر (د ۱۸۱۹ ز کال د جون له ۳۰ مې نه تر ۱۸۸۷ ز کال د جون تر ۴ مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او وکیل و. هغه له ۱۸۶۱ ز کال  نه تر ۱۸۶۳ ز کال پورې او له ۸۱۶۹ ز کال نه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې د نیویارک په استازیتوب د متحده ایالاتو د استازي په توګه او له ۱۸۷۷ ز کال نه تر ۱۸۸۱ ز کال پورې د متحده ایالاتو د نولسم مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه.

ویلرچې د نیویارک ښار په ملون کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې، د ورمونټ پوهنتون کې حقوقي مسلک  تعقیب کړ. نوموړي په بېلابېلو سیمه ییزو پوستونو کې له چوپړ وروسته، د نیویارک ایالت د مقننه مجلس ټاکنې وګټلې. هغه له ۱۸۶۱ ز کال نه تر ۱۸۶۳ ز کال  او له ۸۱۶۹ ز کال نه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې په کانګرس کې دنده ترسره کړه. نوموړي د خپل صداقت لپاره په پراخه کچه درناوی درلود او کله چې په ۱۸۷۳ ز کال کې کانګرس د معاش زیاتوالی تصویب کړ، هغه یې مخالفت وکړ او د خپل معاش زیاتوالی یې رد کړ.  

وروسته له هغه چې د ۱۸۷۶ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون د اووه رایو پر بنسټ په روترفورډ بی هایس باندې د ګوند د ولسمشریز نوماند په توګه هوکړه وکړه، استازو ویلر د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند کړ. ویلر چې د کانګرس غړي، لوک پی پولنډ له خوا نوماند شو، د فریدریک ټي فریلینګیوسن، مارشال جېوېل او سټیوارت ایل ووډفورډ په وړاندې د رایو په لومړۍ پړاو کې مخکښ نوماند شو. ویلر له دې امله نوماند شوی و چې نوموړي د خپلو همکارانو تر منځ غوره شهرت درلود او په کانګرس کې یې د د تربګنۍ نه د مخنیوي لپاره کار کړی و. د دې تر څنګ، نوموړي چې د نیویارک د نفوسو نه ډک ختیځ ایالت اوسیدونکي و، خپل  ټکټ ته یې جغرافیایي انډول هم چمتو کړ، ځکه چې هایس د نفوسو نه ډک د لوېدیځ اوهایو ایالت نه نوماند و. د ۱۸۷۶ز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ټکټ بریالی شو، که څه هم دوی د رایو لویه برخه له لاسه ورکړه. ویلر او هایس که څه هم له دې کنوانسیون نه وړاندې یو بل نه پېژندل، د واک په اوږدو کې یې دوستانه اړیکې ټینګې کړې. دوی غوره وګڼله چې د دویمې دورې لپاره به ډګر ته نه راځي او ویلر د خپلې دورې په پای کې د نیویارک ملون ته راستون شو. نوموړي په ۱۸۸۷ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د ملون په مارنینګسایډ په هدیره کې خاورو ته و سپارل شو.  

د ژوند لومړي کلونه او تجربه

[سمول]

ویلیم المون ویلر د نیویارک ښار په ملون کې زېږیدلی و او د فرانکلین په اکاډمۍ او د ورمونټ پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې، که څه هم مالي اندېښنو نوموړی دې ته اړ کړ چې له فراغت مخکې له زده کړو پاتې شي. ویلر په ۱۸۶۵ ز کال کې د ډارټموت له کالج نه د بشري علومو ویاړلې ماسټري او په ۱۸۶۷ ز کال کې د د ورمونټ له پوهنتون او په ۱۸۷۷ ز کال د یونین کالج نه د حقوقو ویاړلې دکتورا ترلاسه کړې. نوموړي په ۱۸۷۶ ز کال کې د ورمونټ له پوهنتون نه " په حضوري بڼه" د لېسانس سند ترلاسه کړ، خو هغه یې د ۱۸۴۲ ز کال فارغ و ګاڼه. په ۱۸۴۵ ز کال کې هغه د ماري کنگ (۱۸۲۸ – ۱۸۷۶ز ) سره واده وکړ.  [۱][۲]

هغه د اسا هاسکال سره د حقوق ولوستل، چې د مالون څارنوال او سیاستوال و او د ښار د مشر، د سولې د عدالت، د ناحیې څارنوال او د نیویارک د ایالتي مجلس د غړي په توګه یې دنده ترسره کړې وه. په ۱۸۴۵ ز کال کې ویلر د وکیلانو په ټولنه کې غړیتوب ترلاسه کړ او په ملون کې یې په کار پیل وکړ. هغه له ۱۸۴۶ ز کال نه تر ۱۸۴۹ زکال پورې د فرانکلین ناحیې څارنوال و. نوموړي په ۱۸۵۰ز او ۱۸۵۱زکلونو کې د مجلس (فرانکلین ناحیې په استازیتوب) غړی و او په ۱۸۵۸ ز او ۱۸۵۹ ز کلونو کې د نیویارک ایالت د سنا (د ۱۷ ناحیې په استازیتوب) غړی و. [۳]

نوموړی د متحده ایالاتو د اووه دېرشم کانګرس ته د جمهوري غوښتونکو په استازیتوب لاره و موندله او په دې چوکۍ کې یې د ۱۸۶۱ ز کال د مارچ له ۴ نه د ۱۸۶۳ ز کال د مارچ تر ۴ مې پورې دنده ترسره کړه. هغه د متحده ایالاتو د کانګرس ۴۱م، ۴۲م، ۴۳م او ۴۴م دورو ته وټاکل شو چې د ۱۸۶۹ز کال د مارچ له ۴ مې نه د ۱۸۷۷ ز کال د مارچ تر ۳ مې پورې یې دنده په غاړه درلوده.

ویلرد استازیتوب په اوږدو کې، د پیسفیک ریل پټلۍ د کمېټې (د کانګریس په ۴۲مه دوره کې) او د سوداګرۍ د کمېټې (د کانګریس په ۴۳مه دوره کې) ریاست په غاړه درلود.  

د نوموړي د رښتینولۍ شهرت د ایلن نیوینز له خوا د جان ایف کینیډي (په زړورتیا کې څېرې) په ټولګه کې له پېژندنې وروسته پراخ شو. روسکو کانکینګ، چې یو سناتور او د نیویارک ایالت سیاسي مشر و،  یو ځل ویلر ته داسې وړاندیز وکړ: "ویلر، که تاسو زموږ سره کار وکړئ، د نیویارک ایالت په ډالۍ کې داسې هېڅ څه نشته چې تاسو یې په معقول ډول تمه ونه لرئ." ویلر دا وړاندیز رد کړ او څرګنده یې کړه: "ښاغلی کانکلینګ، د نیویارک د ایالت په ډالۍ کې داسې هېڅ څه نشته چې زما د نفس د عزت زیان جبران کړي." [۴]

ویلر د نیویارک د اورګاډي د شمالي پټلۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی د نیویارک ایالت د اساسي قانون د کنوانسیون مشر هم و چې په دې ځای کې یې د ۱۸۶۷ز کال له جون نه د ۱۸۶۸ز کال تر فبروري پورې غونډې درلودې. د رئیس په توګه د ټاکل کېدو په وینا کې نوموړي د توکمیزې برابرۍ نه ښکاره ملاتړ څرګند کړ:[۵]

"موږ د بشپړې مدني آزادۍ د خوځښت پوروړي یو، موږ د پخوانۍ نړۍ د آزادۍ د مبارزې پوروړي یو، چې په نیویارک کې هر سړی، له هر نژاد نه، د هر رنګ، بې وزله، بې وسه، او یا هم له ټیټې طبقې نه، باید خپل انساني کرامت ولري او د هر هغه حق بشپر مستحق دی چې د لوړ تابعیت سره تړاو لري."

په ۱۸۷۳ ز کال کې، کله چې کانګرس د معاشونو زیاتوالی (د معاش د تصرف قانون) په اړه رایه ورکړه او له تېرو پنځو کلونو نه یې د تنفیذ وړ وګڼل، ویلر نه یوازې د زیاتوالي په وړاندې رایه ورکړه، بلکې له تصویب وروسته یې اضافه معاش بېرته د خزانې وزارت ته راستون کړ. [۶]

نوموړي د ۱۸۵۷ ز کار د ویلر د جوړجاړي تر نامه لاندې د بهیر مسئول و چې په لوزیانا کې یې کړکېچن سیاسي حالت حل کړ، خو په پایله کې د فدرالي سرتېرو وتلو او د بیارغونې د پای لامل شو. [۷]

د ۱۸۷۶ز کال ټاکنې

[سمول]

ویلر د ۱۸۷۶ ز کال د جمهوري غوښتونکي ملي کنوانسیون لپاره استازی و، چې رودرفورډ بی هایس د رایو په اووم پړاو کې د ولسمشرۍ لپاره نوماند شو.  

ویلر د ولسمشرۍ د مرستیالۍ لپاره "خوندي" ټاکنه ګڼل کېده، ځکه چې نوموړي د خپلې سیاسي تجربې په اوږدو کې تربګني نه درلوده، که څه هم روسکو کانکلینګ په خپله د نیویارک له پخواني استازي سټیوارټ ایل ووډفورډ نه ملاتړ وکړ. کله چې کنوانسیون د مرستیال ولسمشر لپاره نوماند ټاکه، د ورمونټ استازي لیوک پی پولنډ ویلر نوماند کړ، چې سمدلاسه د ووډفورډ او څو نورو نوماندانو په وړاندې مخکښ شو. کله چې د نوماندانو نوملړ نیویارک ته ورسېد، پایله څرګنده وه او ووډفورډ په شا شو چې نیویارک ته یې لاره هواره کړه چې خپلې ټولې رایې د ویلر لپاره واچوي. ویلر د خپل نږدې سیال فریډریک ټي فریلینګیوسن پر وړاندې ۳۶۶ پر ۸۹ نوماندي وګټله. فریلینګیوسن وروسته د ټاکنو په کمیسیون کې دنده ترسره کړه چې د هایس او ویلر په ګټه یې د ۱۸۷۶ ز کال د ټاکنو پرېکړه وکړه. [۸]

کله چې والي هایس، د ویلر له نوماندۍ خبر شو، خپلې مېرمنې لوسي ته یې ولیکل: "زه شرمېږم چې ووایم: ویلر څوک دی؟" هایس او ویلر په ورته وخت کې د استازو په مجلس کې دنده نه وه ترسره کړې، نو هایس د خپل ملګري سره نا اشنا و. [۹][۱۰][۱۱]

د ولسمشر مرستیالي

[سمول]

نوموړي خپله دنده د ۱۸۷۷ ز کال د مارچ له ۴ مې نه پیل وکړ او د ۱۸۸۱ ز کال د مارچ تر ۴ مې یې خدمت وکړ.

لکه څنګه چې د ویلر مېرمن یو کال مخکې له دې دندې مړه شوې وه، هغه د سپینې ماڼۍ غیر الکولي ډوډۍ ته په مکرر ډول مېلمه کېده. ویلر د مرستیال ولسمشر په توګه، د سنا مجلس مشري وکړه. د هایس په وینا: ویلر "یو له هغو څو مرستیالانو نه و چې د ولسمشر سره په زړه پورې، نږدې او دوستانه اړیکې درلودې. زموږ کورنۍ له هغه سره زیاته مینه درلوده."[۱۲]

هایس د خپلې ادارې په پیل کې اعلان کړی و چې هغه به د دویمې دورې لپاره سیالۍ ته نه را دانګي. ویلر هم د ۱۸۸۰ ز کال د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ لپاره نوماند نه و او د خپلې دورې په پای کې تقاعد شو.

تقاعد (له ۱۸۸۱ ز کال نه تر ۱۸۸۷ ز کال پورې)

[سمول]

ویلر د ۱۸۸۱ ز کال په جنورۍ کې، د نیویارک ایالت په مقننه ټولنه کې ۱۰ رایې ترلاسه کړې، ترڅو د متحده ایالاتو د سنا چوکۍ لپاره چې د ډیموکراټ فرانسیس کرنن تر واک لاندې وه، نوماند وټاکي. د جمهوري غوښتونکو نوماندي د توماس سي پلاټ په برخه شوه ،چې  د ټولنې ۵۴ رایې یې ترلاسه کړې. جمهوري غوښتونکو مقننه قوه کنټرول کړه او پلاټ د ۱۰۴ پر ۵۰ رایو  کرنن ته ماتې ورکړه.[۱۳]

د ۱۸۸۱ ز کال د مارچ په ۴ مه نېټه، د ویلر د مرستیال ولسمشرۍ دورې پای ته ورسېده او تقاعد شو. د ۱۸۸۱ ز کال د مې په میاشت کې پلاټ او روسکو کانکلینګ په نیویارک کې د مشرۍ د کنټرول په اړه د ولسمشر جیمز اې ګارفیلډ سره د شخړې له امله د متحده ایالاتو د سنا له چوکیو استعفا ورکړه، چې  د دوو ځانګړو ټاکنو لامل شوه. په مقننه ټاکنو کې د پلاټ د چوکۍ لپاره، د نوماند د ټاکلو لپاره شپږ اونۍ وخت ونیو. د ویلر نوم په پام کې نیول شوی  او مخکې له دې چې وارنر میلر په ۴۶ پړاو کې د ۷۶ رایو په ترلاسه کولو وټاکل شي، هغه ۲۳ رایې ترلاسه کړې. [۱۴][۱۵]

ویلر د کانکلینګ چوکۍ ته نوماند و. رایه اچونه څو اوونۍ روانه وه او مخکې له دې چې ایلبریج جی لافم په ۵۶ پړاو کې په ۹۲ رایو بریا ته ورسېږي، ویلر په ځینو پړاوونو کې تر ۵۰ پورې رایې ترلاسه کړې. [۱۵]

د ۱۸۸۷ ز کال د جون په ۴مه ، د شبنې ورځې د سهار په ۱۰:۱۰ بجو ویلر د نیویارک په ملون کې په خپل کور کې په طبیعي مرګ له نړۍ سترګې پټې کړې. جنازه د ملون په کلیسا کې ترسره شوه. نوموړی د ۱۸۸۷ ز کال د جون په ۷ مه د ملون مارننګسایډ په ادیره کې له خپلې مېرمنې سره څنګ ته خاورو ته وسپارل شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې

[سمول]
  1. Tally, Steve (1992). Bland Ambition: From Adams to Quayle-The Cranks, Criminals, Tax Cheats, and Golfers Who Made It to Vice President. New York: HBJ. pp. 152–157. ISBN 0156131404.
  2. University of Vermont Associate Alumni (1895). University of Vermont Obituary Record. Vol. 1. Burlington, VT: University of Vermont. p. 79.
  3. Murphy, William D. (1858). Biographical Sketches of the State Officers and Members of the Legislature of the State of New York in 1858. Albany, NY: J. Munsell. p. 110. william a wheeler asa hascall.
  4. John F. Kennedy, Profiles in Courage (New York, 1956), p. xiv.
  5. Quigley, Second Founding, p.53
  6. Quigley, Second Founding, p. 53
  7. Tally, Steve (1992). Bland Ambition: From Adams to Quayle-The Cranks, Criminals, Tax Cheats, and Golfers Who Made It to Vice President. New York: HBJ. pp. 152–157. ISBN 0156131404.
  8. Purcell, L. Edward (2010). Vice Presidents: A Biographical Dictionary. York, PA: Maple Press. pp. 183–184. ISBN 978-0-8160-7707-6.
  9. Trefousse, Hans L. (2002). The American Presidents Series: Rutherford B. Hayes; The 19th President. New York, NY: Henry Holt and Company. p. 68. ISBN 978-0-8050-6908-2.
  10. About the Vice President | William A. Wheeler, 19th Vice President (1877-1881). United States Senate. Retrieved January 27, 2022.
  11. Foner, Eric (1988). Reconstruction: America's Unfinished Revolution, 1863–1877, p. 567. New York: Harper & Row.
  12. Tally, Steve (1992). Bland Ambition: From Adams to Quayle-The Cranks, Criminals, Tax Cheats, and Golfers Who Made It to Vice President. New York: HBJ. pp. 152–157. ISBN 0156131404.
  13. McPherson, Edward, ed. (1882). "Election of United States Senators: New York". The Tribune Almanac and Political Register. New York, NY: The Tribune Association. p. 34 – via Google Books.
  14. Johnson, Rossiter; Brown, John Howard, eds. (1904). The Twentieth Century Biographical Dictionary of Notable Americans. Vol. X. Boston, MA: The Biographical Society. p. Wheeler-Wheelock – via Google Books.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ Porter, Robert Percival; MacMillan, Thomas C.; Jones, William P., eds. (1887). "New York Senatorial Election of 1881". The Inter Ocean Curiosity Shop (First ed.). Chicago, IL: The Inter Ocean Publishing Company. p. 167 – via Google Books.
  16. "William A. Wheeler Dead" (PDF). The New York Times. June 5, 1887.
  17. "William A. Wheeler: Funeral Services Over the Remains of the Deceased Vice-President". Democrat and Chronicle. Rochester, NY. June 8, 1887. p. 1 – via Newspapers.com.
  18. "At Rest With His Kindred. Ex-vice-president Wheeler's Funeral At Malone, N.Y." (PDF). The New York Times. June 8, 1887.