ویلیام هېنري هارېسن
| ویلیام هېنري هارېسن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۹ فېبروري ۱۷۷۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 4 اپريل 1841 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۲] واشنګټن ډي سي [۱۳]، سپينه ماڼۍ [۱۴][۱۵] |
| تابعیت | |
| قد | 173 سانتي متره |
| پلار | پنځم بنجامین هاریسون |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، ډیپلوماټ ، پوځي افسر |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲]، لاتيني ژبه |
| پوځي خدمت | |
| مقام | جنرال |
| جګړه/جګړې | د ۱۸۱۲م کال جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
ویلیام هېنري هارېسن (د فبروی ۹مه، ۱۷۷۳- د اپریل ۴، ۱۸۴۱ز) یو امریکایی پوځي افسر او سیاستوال و، چې په ۱۸۴۱ز کال يې د امریکا د نهم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. هارېسن پر چوکۍ له کېناستلو څخه ۳۱ ورځې وروسته مړشو او دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لنډه ولسمشري ده. هغه همدا ډول د امریکا لومړنی ولسمشر و چې د دندې پر مهال مړ شو او د هغه په مرګ سره یو لنډمهالی قانوني کړکېچ رامنځ ته شو، ځکه هغه مهال د امریکا په اساسي قانون کې د ولسمشر د دې ډول مړینې پر مهال د واک لېږد په بشپړه توګه نه و واضح شوی. هارېسن وروستی ولسمشر و، چې په دیارلسو مستعمرو کې د بریتانیې د تبعه په توګه زېږېدلی و او د بېنجامین هاریسن، چې د امریکا ۲۳ ام ولسمشر و، نیکه و.
هاریسن د ویرجنیا ایالت په چارلیس سیټي کاونټۍ کې وزېږېد. پلار يې د امریکا د بنسټګرو له ډلې څلورم بینجامین هاریسن و. د پوځي ژوند پر مهال، هاریس د ۱۷۹۴ز کال د فالېن ټېمبرز په جګړه کې برخه واخیسته. په یاده جګړه کې بریا د امریکايي پوځ په برخه شوه او په پایله کې یې د شمال لویدیځو سورپوستو جګړه پای ته ورسېده. وروسته هغه په ۱۸۱۱ز کال کې د تیکومیش اتحاديې پر ضد د تیپېکانو د جګړې مشري کوله او د "زړو تیپېکانو" نوم پرې کېښودل شو. هغه د ۱۸۱۲ز کال جګړې په بهیر کې د تورن جنرال رتبې ته ترفیع وکړه او په بره کاناډا کې يې د تېمز په بریالۍ جګړه کې د پلیو او سپرو لښکرو مشري کوله.
د هارېسن سیاسي ژوند، په ۱۷۹۸ز کال هغه مهال پیل شو، چې دی د شمال لوېدېځې سیمې وزیر وټاکل شو، په ۱۷۹۹ ز کال کې د امریکا د استازو په جرګه کې پرته له رایو د همدې سیمې استازی وټاکل شو. هغه په ۱۸۰۱ ز کال کې د نوې جوړې شوې انډیانا سیمې والي شو او د امریکايي سورپوستو قبیلو سره يې د ګڼو تړونونو په مذاکراتو کې برخه واخیسته، ځکه دې خلکو میلیونونه جریبه ځمکه درلوده. د ۱۸۱۲ز کال له جګړې وروسته، هغه اوهایو ایالت ته ولاړ او هلته د امریکا سنا ته وټاکل شو، خو دا دنده يې ځکه لنډه وه، چې په ۱۹۲۸ ز کال کې د ګران کولمبیا لپاره ټولواک وزیر وګومارل شو.
هاریسن د اوهایو ایالت په شمالي بېنډ سیمه کې شخصي ژوند ته راستون شو، ترهغو چې د ۱۸۳۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د وېګ ګوند یو له نوماندانو څخه و. هغه ته دموکرات مرستیال ولسمشر مارټین وان بورېن ماته ورکړه. څلور کاله وروسته، یاد ګوند، نوموړی بیا د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ او جان ټایلر یې مرستیال و او شعار يې "تیپېکانو او ټایلر هم" و. هاریسن وان بورېن ته د ۱۸۴۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه او په دې توګه دی د وېګ ګوند، له یوازې دوو نوماندانو (دویم یې زاکاري ټایلر) څخه و، چې د ولسمشرۍ ټاکنې يې وګټلې.
د پرانیستې له مراسمو څخه یوازې درې اونۍ وروسته، هارېسن ناروغ شو او بیا څو ورځې وروسته مړ شو. د واک د واګو او دندو د ترلاسه کولو په اساسي قانون کې د پېچلتیا او ابهام له هواري وروسته، ټایلر ولسمشر شو. په ۶۸ کلنۍ کې، هاریس تر ټولو زوړ سړی و، چې د ولسمشرۍ واګې یې ترلاسه کړې. ورپسې په ۱۹۸۰ ز کال کې، بیا ۶۹ کلن رونالډ رېګن و، چې ډېر مشر سړی و. که څه هم هغه، د خپلې لنډې واکمنۍ له امله د تاریخي ولسمشرانو له درجه بندۍ غورځول کېږي، خو بیا هم له سورپوټکو سره د چلند او د پنځوونکو کمپایني تکتیکونو په سبب د ده نوم لاهم یادېږي.
ماشومتوب او زده کړې
[سمول]هاریسن، د څلورم بنجامین او الیزابیت (باسیت) هاریست، اووم او تر ټولو کوچنی زوی دی، چې د ویرجنیا ایالت د چارلېس سیټي کاونټۍ د جیمز سیند سیمې د برکلي په ځمکو کې د هارېسن په پلرني کور کې زېږېدلي. دا په خټه انګلیسي مخکښه سیاسي کورنۍ وه، چې پلرونه او نیکونه يې د ۱۶۳۰مو ز کلونو څخه راپدېخوا په ویرجنیا کې اوسېدل. دی د امریکا وروستی ولسمشر دی، چې د امریکايي تبعه په توګه زېږېدلی نه و. د هغه پلار د ویرجنیا ایالت ځمکوال و او په اقلیمی کانګرس کې له ۱۷۷۴ څخه تر ۱۷۷۷ ز رپورې استازولي کړې ده او د خپلواکۍ اعلامیه يې لاسلیک کړه. د هغه پلار د ویرجنیا ایالت قانون جوړوونکی او د امریکايي انقلاب پرمهال او له هغه راوروسته، د ویرجنیا ایالت پنځم والی و (۱۷۸۱-۱۷۸۴ز). د هاریسن مشر ورور کارتر باسیت هاریسن، د استازو په جرګه کې د ویرجنیا استازولي کوله (۱۷۹۳-۱۷۹۹ز). [۱۶][۱۷][۱۸]
هاریسن تر ۱۴ کلنۍ پورې په خپل کور کې زده کړې وکړې او بیا همپډن-سیډني کالج ته ولاړ. یاد کالج د عیسویت په پریزبیتاري فرقه پورې تړلی و. هغه هلته د درېو کلونو لپاره درس ولوست او په لاتیني، یوناني، فرانسوي، منطق او بحث کې یې دودیزې زده کړې وکړې. د هغه پلار چې د عیسویت په اپیسکوپال فرقې پورې تړلی و، هاریسن یې له یاد کالج څخه په ډېر احتمال د مذهبي دلایلو پر سر راویوست او له لږ ځنډ وروسته يې، بیا د سوت امپټن کونټۍ په یوه اکاډمۍ کې شامل کړ. ورپسې په ۱۹۷۰ ز کال کې، په رېچمونډ کې به له خپل مشر ورور بنجامین سره په فلاډلفیا کې کالج ته روان و. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
رابرټ موریس د هاریسن سرپرستي په غاړه واخیسته او لږ وروسته یې پلار، د ۱۷۹۱ ز کال په پسرلي کې مړ شو. هغه له ډاکتر بینجامین رش او مشر ویلیام شیپن سره د پنسلوانیا په پوهنتون کې طبابت ولوست، خو فارغ نه شو، بیا په ۱۷۹۳ ز کې د پېن په طبي پوهنتون کې زده کړې کولې. هغه یوازې د ۱۸ کلونو و چې موریس د هغه سرپرست شو او کورنۍ يې د ښوونځي د لګښتونو پیسې نه درلودې، نو ځکه دی له طبي پوهنتون څخه اخراج شو او د پلار د یوه ملګري والي درېیم هېنري لي په مشوره پوځ ته ورننوت. [۲۳][۲۴]
پوځ ته ورتګ
[سمول]له والي هېنري لي سره له خبرو وروسته، د ۲۴ ساعتونو په دننه کې، د ۱۷۹۱ز کال د اګست میاشتې په ۱۶مه نېټه، د ۱۸ کلونو په عمر، هاریسن په پوځ کې افسر وټاکل شو او په لومړنۍ امریکايي پوځي چوڼۍ کې پر دنده وګمارل شو. هغه لومړی په شمال لویديځه سیمه کې د سینسیناټي په فورټ واشنګټن کې توظیف شو، ځکه هلته پوځ په شمال لویدیځ کې له سورپوستو سره په جګړه کې ښکېل و. [۲۵][۲۶]
هاریسن ته د ډګرجنرال "لیوني انتوني" واین له خوا، دویم بریدمني ته ترفیع ورکړل شوه. ډګرجنرال انتوني په ۱۷۹۲ز کال کې د لویدیځ پوځ قومنداني وروسته له هغه په غاړه واخیسته، چې د ارتور کلېیر تر مشرۍ لاندې یې سخته ماتې خوړلې وه. په ۱۷۹۳ز کال کې، هغه د واین یاور شو او په لومړۍ کرښه کې يې د پوځ د قوماندې مهارتونه ترلاسه کړل. هغه د ۱۷۹۴ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۰مه نېټه، د فالېن ټېمبر په جګړه کې چې د شمال لویدیځو سورپوستو پر ضد جګړې ته يې د پای ټکی کېښود او د واین مطلقه بریا وه، برخه درلوده. هاریسون د واین د شاهد په توګه د ګرینویل تړون (۱۹۷۵ز) له لاسلیک کوونکو څخه یو وو، ځکه هغه مهال واین د امریکا ستر مرکچي و. د یاد تړون له مخې، د سورپوستو ائتلاف د امریکا فدرال حکومت ته د خپلو ځمکو یوه برخه وروسپارله او د مېشتېدو په موخه یې، د اوهایو ایالت دوه پر درې برخه پرانیسته. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
په ۱۷۹۳ز کال کې د هغه د مور له مړینې څخه وروسته، هاریسن ته په ویرجنیا کې د هغه د کورنۍ د شتمني یوه برخه په میراث ورسېده چې په هغې کې نږدې ۳۰۰۰ ایکړه (۱۲کیلومترمربع) ځمکه او ګڼ شمېر غلامان وو. هاریسن هغه مهال په پوځ کې دنده ترسره کوله او ځمکه يې په خپل ورور خرڅه کړه. [۳۱][۳۲]
سرچینۍ
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118982788 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12184486w — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Henry-Harrison — سکالو پېژند: William Henry Harrison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v69m7n — سکالو پېژند: William Henry Harrison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/452 — سکالو پېژند: William Henry Harrison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32287.htm#i322866 — سکالو پېژند: William Henry Harrison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/harrison-william-henry — سکالو پېژند: William Henry Harrison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=harrisonw — سکالو پېژند: William Henry Harrison
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+henry;n=harrison — سکالو پېژند: William Henry Harrison
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25518 — سکالو پېژند: William Henry Harrison — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24473 — سکالو پېژند: William Henry Harrison — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ The American Presidency Project — خپرېدونېټه: ۶ اگست ۲۰۲۱ — خونديځ اصل — ليکوال: John T. Woolley
- ↑ پیوستون : 118982788 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ The American Presidency Project — خپرېدونېټه: ۶ اگست ۲۰۲۱ — خونديځ اصل — ليکوال: John T. Woolley
- ↑ http://web.archive.org/web/20210510010059/https://www.whitehousehistory.org/bios/william-henry-harrison — خپرېدونېټه: ۶ اگست ۲۰۲۱ — خونديځ اصل
- ↑ "William Henry Harrison". Touring Ohio, Heart of America. ترلاسهکېدو نېټه November 18, 2021.
- ↑ Smith, Howard; Riley, Edward M., eds. (1978). Benjamin Harrison and the American Revolution. Virginia in the Revolution. Williamsburg, VA: Virginia Independence Bicentennial Commission. pp. 59–65. OCLC 4781472.
- ↑ Dowdey 1957، مم. 291–315.
- ↑ "W. H. Harrison biography". Perrysburg, Ohio. ترلاسهکېدو نېټه November 13, 2021.
- ↑ Owens 2007، م. 14.
- ↑ Madison او Sandweiss 2014، م. 45.
- ↑ Gugin او St. Clair 2006، م. 18.
- ↑ Rabin, Alex (January 25, 2017). "With a Penn graduate in the Oval Office for the first time, here's a look at former President William Henry Harrison's time at the University". The Daily Pennsylvanian. ترلاسهکېدو نېټه April 3, 2019.
- ↑ Langguth 2007، م. 16.
- ↑ Owens 2007، مم. 14, 16, 22.
- ↑ ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Gugin او St. Clair 2006، م. 19.
- ↑ "W. H. Harrison biography". Perrysburg, Ohio. ترلاسهکېدو نېټه November 13, 2021.
- ↑ Nelson, Paul David (1985). Anthony Wayne, Soldier of the Early Republic. Bloomington, IN: Indiana University Press. p. 282. ISBN 0253307511.
- ↑ Owens 2007، مم. 21, 28–30.
- ↑ Owens 2007، مم. 23–26.
- ↑ Owens 2007، م. 39.
- ↑ Burr 1840، مم. 67–69.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1841ز مړينې
- 4 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P22
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني

