ویلیام بیبي
ویلیام بیبي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (انګلیسي: Charles William Beebe) |
پيدايښت | ۲۹ جولای ۱۸۷۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶] نيويارک [۷] |
مړینه | 4 جون 1962 (85 کاله)[۸][۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ليکوال [۹] |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۰][۱۱] |
د کړنې څانګه | ادبيات [۹] |
سمول |
چارلز ویلیام بیبي (زوکړه: د ۱۸۷۷ زکال د جولای ۲۹ مه – مړینه: د ۱۹۶۲ زکال د جون ۴ مه) امریکايي طبیعت پېژندونکی، د الوتونکو مرغانو پېژندونکی، سمندري بیولوژیست، حشرات پېژندونکی، څېړونکی او لیکوال و. نوموړي د نیویارک د حیواناتو پېژندنې د بنسټ لپاره د خپلو ګڼ شمېر څېړنو، د بثي سفیر وسیلې په مرسته د اوبو په تل کې د څېړنو او همدارنګه د خپلو لوستونکو لپاره د ارزښتمنو علمي لیکنو له مخې شهرت وموند. [۱۲]
بیبي د نیویارک په بروکلین کې وزېږېد او د نیوجرسي په ایسټ اورنج سیمه کې را لوی شو؛ بیبي د نیویارک په نوي تاسیس شوي ژوبڼ کې د کار کولو په موخه وړاندې له دې چې له کالج څخه سند ترلاسه کړي، کالج یې پرېښود او په دغه ژوبڼ کې ورته د الوتونکو مرغانو د پالنې دنده وسپارل شوه. هغه په چټکۍ سره په ژوبڼ کې خپل ځایګی ثابت کړ؛ لومړی د خپلو الوتونکو مرغانو لپاره د ژوند کولو د ځای په طراحۍ او ورپسې د یو لړ اکتشافي څېړنو پر بنسټ چې پراختیا یې ومونده هغه چې د نړۍ د طاووسونو مستند سازي هم په کې شاملېدله. د نوموړي دغو اکتشافاتو د هغه د پلویانو او پوهنتوني مخاطبینو لپاره د ګڼ شمېر لیکنو بنسټ کېښود او په کې د طاووسونو د کشف اړوند مونوګراف شاملېده چې له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې په څلورو ټوکو کې خپور شو؛ هغه ته تافتس او کولګېت پوهنتونونو افتخاري دوکتوراوې ورکړې.
بیبي د خپلو سفرونو پر مهال په تدریج سره له سمندري بیولوژي سره لیوالتیا پیدا کړه چې له امله یې په ۱۹۳۰ زکال کې د بثي سفیر له مخترع اوټیس بارټون سره په ګډه د برمودا په سواحلو کې د سمندر له تل لیدنه وکړه. دا لومړی ځل و چې د حیواناتو یو بیالوژیست د سمندر تل په خپل بومي چاپېریال کې ولید او په پرله پسې ډول یې د یو انسان له خوا د تر ټولو ژورې لامبو ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ. د هغه دغه ریکارډ ۱۵ کاله وروسته د بارټون له خوا مات شو. بیبي په بثی سفیر کې له خپلې لامبو وروسته استوايي سیمو ته راوګرځېد او د حشراتو په چلن باندې یې په څېړنې پیل وکړ. په ۱۹۴۹ زکال کې یې په ترینداد او توباګو کې ګرمسیره څېړنیز مرکز جوړ کړ چې په دغه مرکز یې سیملا نوم کېښود او د اسا رایټ طبیعي مرکز د څانګې په توګه فعال دی. په سیملا کې د بیبي څېړنې د هغه د مړینې تر مهاله چې په ۱۹۶۲ زکال کې د ۸۴ کلونو په عمر د سږو د پړسوب له امله ومړ؛ دوام درلود.
ویلیام بیبي د چاپېریال پوهنې یو له بنسټګرو او همدارنګه د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې د چاپېریال د خوندیتوب د اصلي پلوي په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړی همدارنګه د الوتونکو مرغانو د تکامل په اړه د خپلو څو نظریاتو له امله له خپل مهال څخه د مخکښ کس په توګه یادېږي؛ په ځانګړې توګه د دغې فرضیې له امله چې هغه په ۱۹۱۵ زکال کې وړاندې کړه؛ چې د الوتونکو مرغانو الوتنه د څلورو وزرو له پړاو "Tetrapteryx" څخه تېره شوې؛ هغه فرضیه چې په ۲۰۰۳ زکال کې د Microraptor gui په کشف سره تائید شوه.
بیوګرافي[سمول]
لومړی ژوند او زده کړې[سمول]
چارلز ویلیام بیبي د نیویارک په بروکلین کې وزېږېد؛ نوموړی د اخبار د مدیر چارلز بیبي زوی و. له دې سره چې یو شمېر منابع هغه د خپلې کورنۍ یوازنۍ ماشوم بولي خو هغه د جان په نوم کشر ورور هم درلود چې په ماشومتوب کې مړ شوی. د هغه د ژوند په لومړیو کې کورنۍ یې د ویرجینیا ایسټ اورنج ته کډه وکړه چېرې چې نوموړي له طبیعي نړۍ او همدارنګه د هر هغه څه له ثبت سره لیوالتیا پیدا کړه چې ده به لیدل. د امریکا د طبیعي تاریخ موزیم چې د بیيبي د تولد په کال کې افتتاح شو له طبیعت سره یې د بیبي مینه پیاوړې کړه او پر ده لومړنی اغېز کوونکی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
بیبي د ۱۸۹۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د ایسټ اورنج ښوونځي ته لاړ. له دې سره چې بیبي تر ۱۵ کلنۍ پورې خپل لومړنی نوم چارلز له ځانه لرې نه کړ؛ خو هغه مهال چې عالي لیسې ته ولاړ هغه تر ډېره د «ویلیام بیبي» په نوم پېژندل کېده، هماغه ډول چې له دغه ځایه وروسته په دې نوم پېژندل کېږي. په لیسه کې د زده کړو پرمهال بیبي د حیواناتو له راغونډولو سره مینه پیدا کړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې نوموړي په ۱۶ کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره ټوپک ته لاسرسی وموند او ځان یې د تاکسیډورمي په برخه کې وروزه. هغه مهال به چې نوموړي نه شو کولای د ځان لپاره حیواني بېلګې راغونډې کړي تر ډېره به یې د لاټینز په نامه د تدارکاتي خونې او یا هم د نورو راغونډونکو سره د سوداګریزې معاملې په ترسره کولو دغه نمونې برابرولې. د بیبي لومړنۍ مقاله په ۱۸۹۵ زکال کې هغه مهال چې نوموړي په لیسه کې زده کړې کولې د هارفر ځوانو وګړو (Harper's Young People) په نامه مجلې د جنوري میاشتې په ګڼه کې خپره شوه چې د قهوه یي رنګه الوتونکي (brown creeper) په نامه وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
په ۱۸۹۶ زکال کې بیبي په کلمبیا پوهنتون کې د مخکښ ځایګي په لرلو ومنل شو. په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال هغه خپل ډېر وخت په پوهنتون او د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې تیراوه چې ډېری څېړونکي یې د کلمبیا پوهنتون ښوونکي و. په کلمبیا پوهنتون کې یې د هنري فرفیلډ آزبورن تر نظارت لاندې زده کړې وکړې او له هغه سره یې نږدې اړیکه جوړه چې په ۱۹۳۵ زکال کې یې د آزبورن د مړینې تر مهاله دوام درلود. [۲۴][۲۵][۲۶]
په کلمبیا کې د زده کړو پر مهال بیبي خپل ښوونکي دې ته اړ کړل څو نواسکوشیا ته د نوموړي او څو نورو زده کړیالانو له سفر ملاتړ وکړي، چېرې چې نوموړي د راغونډولو خپل عادت ته دوام ورکړ او همدارنګه یې هڅه وکړه د الوتونکو د یو شمېر جالبو صحنو او نورو حیواناتو انځورونه واخلي. د بيبي له خوا اخیستل شوي انځورونه د کلمبیا پوهنتون د یو شمېر ښوونکو له خوا وپېرل شول او هغوی په خپلو ښوونیزو موادو کې وکارول. د دغه سفرونو پر مهال بیبي له سمندري کنستونو سره لیوالتیا پیدا کړه؛ هغه چاره چې د اوبو په تل کې د ژوند کوونکو حیواني بېلګو د موندلو او له مړینې یا د هغوی د له منځه تلو وړاندې د هغو د مطالعې په موخه وه. بیبي هېڅکله له کلمبیا پوهنتون څخه د سند ترلاسه کولو غوښتنه وکړه په داسې حال کې چې څو کاله وروسته ورته د تافتس او کولګېټ پوهنتونونو له خوا افتخاري دوکتوراوې ورکړل شوې. [۲۷][۲۸][۲۹]
په برانکس ژوبڼ کې دنده[سمول]
د ۱۸۹۷ زکال په نومبر میاشت کې فرانک چپمن له بیبي ملاتړ وکړ څو د امریکا د الوتونکو مرغانو د پوهانو په ټولنه کې غړی شي؛ راتلونکې میاشت بیبي د الوتونکو پېژندنې اړوند خپله لومړنۍ تخصصي وینا د Uncle Clarence's Bergen Point Culture Club په نامه ټولنه کې وکړه. په ۱۸۹۹ زکال کې په داسې حال کې چې نوموړي له کولمبیا پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د سند تر لاسه کولو په موخه یوازې له ریاضي پرته د نورو ټولو برخو دورې بشپړې کړې وې پرېکړه یې وکړه د آزبون له غوښتنې څخه په ګټنې د نیویارک د ژویو پېژندنې په پارک کې چې د افتتاح په حالت کې و د کار کولو په موخه له زده کړو تېر شي. په دغه پرېکړه کې ګڼ شمېر عواملو له دې ډلې په ژوبڼ کې غړیتوب او بل پلو د دې احساس چې دغو زده کړو د نوموړي په کورنۍ زیات مالي فشار راوړ؛ خپل اغېز درلود. [۳۰][۳۱]
آزبورن، بیبي د الوتونکو پېژندنې د برخې د مرستیال په توګه وټاکه. د مرستیال په توګه د هغه یو له اصلي دندو څخه د ژوبڼ د الوتونکو مرغانو پالنه وه چې د هغوی د شمېر د خوندي ساتنې په موخه و. بیبي الوتونکو مرغانو ته ډېر پام وکړ آن تر دې چې وړاندیز یې وکړ د هغو لپاره د فوټبال لوبې د میدان په کچه قفس جوړ شي. دغه قفس بالاخره جوړ شو خو د هغې اندازې له نیمايي څخه چې بیبي یې وړاندیز کړی و لږ کوچنی و. په داسې حال کې چې د بیبي له خوا د پرواز کېدلو د امکان لرونکي قفس جوړول د الوتونکو د اړتیاو څخه د ناسم درک له امله تر نیوکې لاندې راغی، خو په پایله کې ډېر بریالی و. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-Beebe — subject named as: William Beebe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66975w5 — subject named as: William Beebe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/18371425 — subject named as: Charles William Beebe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12270630t — subject named as: William Beebe — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/beebe-william-charles — subject named as: William Charles Beebe
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000871 — subject named as: William Beebe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 122545605 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/122545605 — د نشر نېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0193251 — د نشر نېټه: ۷ مارچ ۲۰۲۳
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12270630t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/110521443
- ↑ Sterling et al. 1997, p. 71
- ↑ Crandall 1964
- ↑ Gould 2004, p. 12
- ↑ Matsen 2005, p. 18
- ↑ Gould 2004, p. 14
- ↑ Welker 1975, pp. 6–7
- ↑ Gould 2004, pp. 14–15
- ↑ Welker 1975, p. 7
- ↑ Bridges 1974, p. 290
- ↑ Cullen 2006, p. 32.
- ↑ Gould 2004, pp. 20–28
- ↑ Gould 2004, p. 30
- ↑ Gould 2004, p. 37 & 41
- ↑ Gould 2004, pp. 42–43
- ↑ Welker 1975, pp. 9–10
- ↑ Gould 2004, pp. 46–52
- ↑ Matsen 2005, p. 19
- ↑ Matsen 2005, p. 64
- ↑ Gould 2004, pp. 45–46
- ↑ Gould 2004, pp. 54–57
- ↑ Osborn, Jr. 1968, p. 128
- ↑ Crandall 1964
- ↑ Matsen 2005, p. 15
- ↑ Gould 2004, p. 67
- ↑ Bridges 1974, pp. 168–172
- ↑ Welker 1975, p. 10
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1962م وفاتونه
- 4 جون وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P227