ویلیام باټیسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیام باټیسون
ویلیام باټیسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ اگسټ ۱۸۶۱[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 8 فبروري 1926 (65 کاله)[۶][۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای انګلېنډ  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه جنتیک[۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام باټیسون (زیږون: د ۱۸۶۱ زکال د اګست ۸ مه – مړینه: د ۱۹۲۶ زکال د فبروري ۸ مه) انګلیسي بیالوژېست و چې د لومړي ځل لپاره یې د ژنټیک کلمه د وراثت د څېړنې او تشرېح په موخه وکاروله. نوموړي همدارنګه د ګرېګور منډیل د نظریاتو ترویج کوونکی و چې د دوی کشفیات بیاځلي په ۱۹۰۰ زکال کې د هوګو د فریس او کارل کورنز له خوا تعقیب شول. په ۱۸۹۴ زکال کې، د تنوع د مطالعې لپاره د موادو په نامه (Materials for the Study of Variation) د هغه خپور شوي کتاب د ژنټیک د نوي موندل شوي چلن فرمول بندي په ځان کې رانغاړله.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

باټیسون په ۱۸۶۱ زکال کې د یورکشایر ساحل په ویتبي سیمه کې وزېږېد؛ هغه د کمبرېج د سنټ جان کالج د ښوونکي ویلیام هنري باټیسون زوی و. نوموړي د کمبرېج د سنټ جان کالج په راګبي ښوونخي کې زده کړې وکړې او په ۱۸۸۳ زکال کې یې له هغه ځایه د طبیعي علومو په برخه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. [۱۰]

د یو امبریولوژیست (نطفه پېژندونکي) په توګه هغه متحده ایالاتو ته سفر وکړ څو د بلانوګلاسوس (Balanoglossus) په نامه چینجی ډوله همی کوردت په اړه څېړنه وکړي چې له امله یې د فقاریه ژوندیو موجوداتو سره لېوالتیا پیدا کړه. نوموړي له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۸۸۴ زکال پورې د ویرجینیا په همپټون سیمه کې د ویلیام کیث بروکس په حیواني لابراتوار کې کار وکړ. له مورفولوژي څخه د ودې مطالعې او څېړنې ته په مخه کولو سره هغه انګلستان ته راوګرځېد او د سنټ جان کالج غړی شو. نوموړي د ودې او وراثت اړوند څېړنو په موخه لویدېځې مرکزي آسیا ته سفر وکړ. [۱۱]

مسلک[سمول]

باټیسون له ۱۹۰۰ زکال څخه تر ۱۹۱۰ زکال پورې په کمبرېج کې د ژنټیک د یو غیر رسمي مکتب «نظري مکتب» مشري وکړه. د هغه په ډله کې تر ډېره پورې د کمبرېج د نیونهام کالج ښځینه غړې، مېرمن یې بئاتریس او خور یې فلورانس دورهام شامله وه. هغوی د نوموړي د څېړنیز پروګرام سره هغه مهال مرسته وکړه چې منډلېزم لا د یوې قانوني تحصیلي څانګې په توګه نه و پېژندل شوی. دغو مېرمنو لکه موریل ویلدیل (وروسته اونسلو) له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۱۰ زکال پورې په مختلفو حیواني او نباتي ډولونو باندې یو شمېر رغنیزې ازموینې ترسره کړې. هیلډا بلانچ کیلبي چې په ۱۹۰۱ زکال کې یې د نیونهام په کالج کې په منډلیان برخه کې زده کړې پای ته ورسولې له باټیسون سره یې په نخودو کې د منډلي نتایجو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه. نوموړې همدارنګه د سویو (خرګوش) او فیل مرغانو د لویونې په برخه کې خپلواکې ازموینې ترسره کړې. [۱۲][۱۳][۱۴]

باټیسون په ۱۹۱۰ زکال کې د جان اینس کرنیز انستیتیوت مشر شو او له خپلې کورنۍ سره په ساري کې مرټون پارک ته کډه شو. دغه مهال چې نوموړی د جان اینس انستیتیوت مشر و د وراثت اړوند د کروموزوم له نظریې سره یې لیوالتیا پیدا کړه او د ډبلیو. سي. ایف. نیوټن او په ۱۹۲۳ زکال کې یې د سریل ډین ډارلینګټون په ګمارلو سره د سایټولوژي مطالعه ترویج کړه. [۱۵][۱۶]

نوموړي په ۱۹۱۹ زکال کې د ژنټیک ټولنه (The Genetics Society) چې ژنټیک ته اړونده لومړنۍ تخصصي ټولنه وه؛ تاسیس کړه. [۱۷]

هغه د خپل ژوند په وروستیو کې د جرمني اروین باور ملګری او ورته باوري کس و. هغوی یو بل ته د نژادي اصلاح اړوند لیکنې کولې. نوموړی د ۱۹۲۶ زکال په فبروري میاشت کې د خپلې ناڅاپي مړینې تر مهال د جان اینس انستیتیوت مشر و.

شخصي ژوند[سمول]

باټیسون له بئاتریس ډورهام سره واده وکړ. له نوموړې سره هغه په ۱۸۸۹ زکال کې کوژده شو خو د کوژدې په مراسمو کې له دې امله چې ټولو فکر کاوه هغه ډېر زیات شراب څښي خواښې یې د خپلې لور له کوژدې سره مخالفت وکړ. بالاخره دوی اووه کاله وروسته د ۱۸۹۶ زکال په جون میاشت کې وروسته له هغه واده وکړ چې آرتور دورهام (خصر یې) مړ شوی و او مېرمن یې (خواښې یې) هم یا مړه وه (د هینګ په خبره) او یا هم یې منلې وه چې د دوی له واده سره له مخالفت لاس واخلي (د کوک په خبره). د هغوی زوی ګرېګوري باټیسون انټروپولوژیست او د سایبرنیټیک متخصص و.[۱۸][۱۹][۲۰]

باټیسون د یو «سخت دریځي» ملحد په توګه پېژندل کېده. [۲۱][۲۲]

ویاړونه[سمول]

د ۱۸۹۴ زکال په جون میاشت کې نوموړي د سلطنتي ټولنې غړیتوب ترلاسه او په ۱۹۰۴ زکال کې یې د دغو ټولنې د داروین مډال او همدارنګه په ۱۹۲۰ زکال کې سلطنتي مډال وګاټه. نوموړي همدارنګه په ۱۹۲۰ زکال کې د سلطنتي مډال په ترلاسه کونکې غونډه کې وینا وکړه. نوموړی له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې د بریتانیا د علومو اکاډمی مشر و. [۲۳][۲۴]

د بیالوژیکي تنوع اړوند آثار (تر ۱۹۰۰ زکال پورې)[سمول]

باټیسون په خپلو هغو اثارو کې چې تر ۱۹۰۰ زکال پورې خپاره شول په منظمه توګه یې په کې د ژوندیو موجوداتو او هغه نور اړوند چې د هغوی د بیالوژیکي تکامل لامل ګرځېد څېړنې ترسره کړې وې؛ نوموړی دغه مهال په کلکه توګه د چارلس داورین د جامعو بېلګو له ټولیزې کړنلارې او همدارنګه د فرانسس ګالټون د کمي («بایومټریکي») میتودونو تر اغېز لاندې و. نوموړي په خپله لومړنۍ مهمه موندنه کې څرګنده کړه چې یو شمېر بیولوژیکي ځانګړنې (لکه په غوږ کې د فورسپس اوږدوالی) په پرله پسې او یا هم نورمال ډول نه، بلکې په غیر پرله پسې (یا «دوه شکلي») توګه وېشل کېږي. هغه و موندله چې په یوه ډله کې دوه ګوني اشکال د وراثت په میکانېزم کې د اوسنیو انګېرنو پر وړاندې خنډ دی او ویل یې چې «کېدای شي دغه پوښتنه مطرح شي چې آیا دغه دوه ډوله چې اوس وړاندې شوي په دوه جلا ژوندیو موجوادتو باندې د ویش پیلامه به وي؟».[۲۵][۲۶]

هغه د تنوع لپاره د مطالعې د موادو په نامه په خپل بل کتاب کې چې په ۱۸۹۴ زکال کې یې ولیکه؛ د بیولوژیکي بدلونونو اړوند یې په کې پام وړ څېړنې ترسره کړې وې. هغه غوښتل وښيي چې په یو شمېر شخصیتونو کې په پرله پسې او په یو شمېر نورو کې په غیر پرله پسې توګه بیولوژیکي بدلونونه شتون لري؛ چې د دغو دو ډولونو لپاره یې د «میریسټیک» او «سبسټنیټیو یا قایم به ذات» کلمې ابداع کړې. د داروین په څېر هغه احساس کاوه چې کمیتي شخصیتونه نه شي کېدلای په اسانۍ سره د تکامل د انتخابي قوې پر بنسټ «کمال» ته ورسېږي، ځکه چې دوی د «القاح په بهیر کې د رامنځته کېدونکو اغېزو» د درک ستونزه موندلې وه، خو څرګنده یې کړه چې دغه چاره په هغو شخصیتونو کې چې په غیر پرله پسې ډول بدلون کوي رامنځته کېدلای شي. [۲۷]

په دغه اثر کې باټیسون هومئوتیک بدلونونو ته اشاره کړې وه او څرګنده کړې یې وه چې د تمې پر خلاف په د دوی په وجود کې یو بل څه د هغه ځای نیسي. په حیواني تنوع کې چې باټیسون پرې څېړنه کړې وه هغه غومبسې چې د پښو پر ځای یې انتونونه لرل، هغه خرچنګونه چې د اضافي تخمو لولې یې لرلې او هغه انسانان شاملېدل چې څو ګوتې، اضافي پښتۍ او اضافي تي یې لرل. د ۱۹۹۵ زکال د طبابت او فزیولوژي د نوبل جایزه نوموړي په دغو ژنونو باندې د کار له امله ترلاسه کړه. دغه مهال وښول شوه چې دغه موندنې د ټولو حیواناتو د ودې لپاره مهمې دي. دغو ژنونو په ډېری حیواناتو او یا هم شاید په ټولو کې حیاتي رول درلود. [۲۸]

باټیسون په خپل دغه اثر کې د بیولوژیکي وراثت د میکانېزم اړوند د ګرېګور منډېل د ناڅاپي موندنو اړوند ولیکل: «یوازنۍ هغه لار چې له مخې یې هیله من کېدلای شو چې رښتیا ته لاسرسی پیدا کړو، د نژادي اصلاح اړوند د سیستماټتیکو ازموینو کارول دي؛ د څېړنو هغه ټولګه چې د نورو هر ډول بیولوژیکي څېړنو په پرتله ډېرو څېړنو، صبر او منابعو ته اړتیا لري. ژر یا وروسته به دغه ډول څېړنې ترسره شي او بیا به موږ په هغو باندې وپوهېږو». منډېل نږدې ۲۸۰۰۰ بوټي کرلي و او هغه څېړنه یې ترسره کړې وه چې دقیقا باټیسون هم غوښتل ترسره یې کړي. [۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12277669j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rr2rkq — subject named as: William Bateson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11321 — subject named as: William Bateson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=6255 — subject named as: William Bateson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: William Bateson — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=1215
  6. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Бэтсон Уильям — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12277669j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=nlk20000079438 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=nlk20000079438 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. کينډۍ:Acad
  11. Johns Hopkins University Circular Nov.(1883) vol III. no 27.pg 4.
  12. Richmond, Marsha L. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The 'Domestication' of Heredity: The Familial Organization of Geneticists at Cambridge University, 1895–1910"]. Journal of the History of Biology (Springer) 39 (3): 565–605. doi:10.1007/s10739-004-5431-7. 
  13. "Bateson Family Papers". American Philosophical Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Richmond, M. L. (March 2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Women in the early history of genetics. William Bateson and the Newnham College Mendelians, 1900–1910"]. Isis 92 (1): 69. doi:10.1086/385040. PMID 11441497. 
  15. A. D. H. (January 1928). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Obituary. Mr. W. C. F. Newton"]. Nature 121 (3036): 27–28. doi:10.1038/121027b0. 
  16. "A Brief History of the John Innes Centre". jic.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Genetics Society Website > About > About the Society". genetics.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Background note". Bateson Family Papers. American Philosophical Society. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Henig, Robin Marantz (2000). The Monk in the Garden: The Lost and Found Genius of Gregor Mendel, the Father of Genetics. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼي 209–212. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780618127412. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cock, Alan G.; Forsdyke, Donald R. (2008). Treasure Your Exceptions: The Science and Life of William Bateson. Springer. د کتاب پاڼي 180–181. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780387756882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Charlton, Noel G. (25 March 2010). Understanding Gregory Bateson: Mind, Beauty, and the Sacred Earth. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780791478271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "William Bateson was a very militant atheist and a very bitter man, I fancy. Knowing that I was interested in biology, they invited me when I was still a school girl to go down and see the experimental garden. I remarked to him what I thought then, and still think, that doing research must be the most wonderful thing in the world and he snapped at me that it wasn't wonderful at all, it was tedious, disheartening, annoying and anyhow you didn't need an experimental garden to do research." Interview with Dr. Cecilia Gaposchkin by Owen Gingerich, 5 March 1968.
  23. "Library and Archive Catalogue". Royal Society. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  24. "Report of the British Association for the Advancement of Science". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Scientific papers of William Bateson. RC Punnett (Ed) : Cambridge University Press 1928 Vol 1
  26. Some cases of variation in secondary sexual characters statistically examined, Proc Zool Soc 1892
  27. Materials for the study of variation, treated with especial regard to discontinuity in the origin of species William Bateson 1861–1926. London : Macmillan 1894 xv, 598 p
  28. Genetic Science Learning Center. "Homeotic Genes and Body Patterns". Learn Genetics (په انګلیسي ژبه کي). University of Utah. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Magner, Lois N. (2002). History of the Life Sciences (الطبعة 3, revised). New York: Marcel Dekker, Inc. د کتاب پاڼې 380. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-2039-1100-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Gros, Franc̜ois (1992). The Gene Civilization (الطبعة English Language). New York: McGraw Hill. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-024963-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Moore, Randy (2001). "The "Rediscovery" of Mendel's Work". Bioscene 27 (2): 13–24. http://courses.pbsci.ucsc.edu/mcdb/bio105/Spring15/Lecture2/Rediscovery%20of%20Mendel.pdf.