جنتیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

جنتیک د بیولوجي یوه څانګه ده، چې د ژوندیو موجوداتو د جېنونو، جنتیکي تنوع او وراثت پر مطالعې باندې بوخت دی.[۱][۲][۳]

که څه هم وراثت د زرګونو کلونو په اوږدو کې مشاهده شوی ؤ، خو موراویایي ساینس‌پوه او اګوستیني راهب «ګرېګور مندل»، چې په نولسمې پېړۍ کې په برنو کې فعالیت درلود، لومړی کس ؤ چې جنتیک یې په علمي ډول مطالعه کړ. مندل «د صفت وراثت» وڅېړه، هغه نښې چې په ترڅ کې یې، د وخت په تېرېدو سره، صفتونه له مور او پلار څخه اولاد ته لېږدول کېږي. هغه مشاهده چې اورګانیزمونو (د نخود نباتات) ته صفتونه د «صفتونو مجزا واحداتو» له‌لارې په میراث پاتې کېږي. دغه ګړنه، چې لا تر ننه هم کارول کېږي، د هغه څیز یو څه ناڅه ګونګ تعریف دی چې د جېن په توګه پېژندل کېږي.

د صفت وراثت او د جېنونو د وراثت مالیکولي میکانیزمونه، لا هم په یوویشتمې پېړۍ کې د جنتیک له لومړنیو اصولو څخه ګڼل کېږي، خو نومهال جنتیک، له وراثت څخه ورهاخوا، د جېنونو د کارکړنې او چلند تر مطالعې پورې پراخ شوی دی. د جېن جوړښت او کارکړنه، تنوع او توزېع د حجرې، اورګانیزم (د بېلګې په توګه: تسلط) او د وګړو په محتوا کې مطالعه کېږي. په جنتیک کې، د مالیکولي جنتیک، اېپي‌جنتیک او د وګړو جنتیک په څېر یوشمېر فرعي څانګې هم رامنځ‌ته شوي دي. د جنتیک د پراخې مطالعې لمن د موجوداتو تر لېرې پولو پورې رسېږي (ارکایا، باکتریا او یوکاریا).

جنتیکي پروسې د یوه اورګانیز له چاپېریال او تجربو سره په ترکیب کې کار کوي ترڅو پر ودې او چلند باندې، چې ډېري وخت د «طبیعت د پالنې پر وړاندې» په نامه یادېږي، اغېزه پرېږدي. د یوې ژوندۍ حجرې یا اورګانیزم د حجرې دننه یا بهر چاپېریال د جېن ترانسکرپشن روښانه یا بند کړي. یوه کلاسیکه بېلګه یې د جوارو دوه دانې دي چې له جنتیکي پلوه ورته‌والی لري؛ یوه دانه یې په معتدل چاپېریال کې او بل یې په وچ چاپېریال کې (چې د ورښت یا باران کچه په کې خورا کمه ده) کرل کېږي. په داسې حال کې چې کېدای شي د دواړو جوارو د ساقې منځنی جګوالی، له جنتیکي پلوه، یوشان وي، په وچ چاپېریال کې کرل شوی جوار، د اوبو او د مغذي موادو کمښت له‌امله، د معتدل چاپېریال د جوار جګوالي په نیمایي اندازه به وده وکړي.

آرپوهنه[سمول]

د «genetics» وییکي لړۍ د لرغونې یوناني «γενετικός» (ګېنېتیکوس) ته رسېږي، چې د «تناسلي»/«زېږوونکي» معنی لري او په خپل وار سره له «γένεσις » (ګېنېسیس) څخه اخېستل شوې ده، چې معنی یې «منشا» ده. [۴][۵][۶]

تاریخ[سمول]

دغه مشاهده، چې په ژوندي موجوداتو کې ځیني صفات له والدینو څخه اولاد ته په میراث پاتې کېږي، د لرغوني پېر راهیسې، د انتخابي نسل‌اخېستنې له‌لارې د نباتاتو او ژویو د ودې لپاره کارول کېږي. د جنتیک نومهال ساینس، د دغې پروسې د درک په لټه کې، د اګوستیني راهب «ګرېګور مندل» له‌خوا د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې پيل شو.[۷][۸]

مخکې تر مندل، ایمرې فستېتیکس (د هنګري یو اشرافي) چې مخکې تر مندل یې په کوسګ کې ژونده کاوه، لومړنی کس ؤ چې د «جنتیک» وییکی یې وکاروه. هغه په خپل اثر «د طبیعت جنتیکي قانون» (Die genetischen Gesetze der Natur, 1819) کې د جنتیکي وراثت څوګوني قانونونه څرګند کړل. د هغه دوه‌یم قانون له هغه څه سره ورته‌والی لري، چې مندل خپور کړ. په درېیم قانون کې یې د ناڅاپي بدلون لومړني اصول وپنځول (کولای شو هغه د هوګو دو فریس مخکښ وګڼو). [۹]

د وراثت په هکله نورې تیوري‌ګانې مخکې تر مندل مطرح شوې وې. د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې یوه مشهوره تیوري، چې د نوعو د منشا په هکله، د چارلس داروین له‌خوا په ۱۸۵۹ز کې مطرح شوه، امتزاجي وراثت ؤ: دغه نظریه چې، وګړي د خپل والدینو د صفتونو یو صاف ترکیب په میراث کې لري. د مندل اثر داسې بېلګې وړاندې کوي چې په هغو کې صفتونه په قطعي توګه وروسته له پیوندوهنې (hybridization) څخه، سره ترکیب شوي نه‌دي او ښیي چې صفتونه د یوه متمادي ترکیب په ځای، د بېلابېلو او جلا جېنونو له ترکیب څخه تولید شوي دي.  په اولاد کې د صفتونو ترکیب، اوس مهال د هغو څوګونو جېنونو له‌مخې بیانېږي چې کمیتي اغېزې لري. بله تیوري چې په هغه مهال کې ورڅخه ملاتړ کېده، د کسبي ځانګړنو وراثت ؤ: هغه باور چې، وګړو ته هغه صفتونه په ارث رسېږي چې د والدینو له‌خوا غښتلي شوي وي. دغه تیوري (چې معمولاً له جېن باپټېست لامارک پورې اړه لري) اوس مهال ناسمه ګڼل کېږي—د وګړو تجربې پر هغو جېنونو باندې چې خپل اولاد ته یې لېږدوي، اغېزه نه‌پرېږدي. بله تیوري، د داروین «Pangenesis» تیوري ده (چې هم کسبي او هم ارثي اړخ لري).[۱۰][۱۱][۱۲]

مندلي او کلاسیک جنتیک[سمول]

نومهال جنتیک، د نباتاتو د وراثت د ماهیت په هکله د مندل له مطالعاتو سره پیل شو. مندل په خپله مقاله «Versuche über Pflanzenhybriden» («د نباتاتو پیوندوهنې په هکله ازمایښتونه») کې، چې په ۱۸۶۵ز کې Naturforschender Verein ته (د طبیعت په هکله د څېړنې ټولنه) په برنو کې وړاندې شوه، د نخود په نباتاتو کې د ځانګړو صفتونو وراثتي نښې راوسپړلې او په ریاضیکي توګه یې تشرېح کړې. که څه هم دغه د وراثت دغه نښې یوازې د څو صفتونو لپاره د مشاهدې وړ وې، د مندل په فعالیت کې وښودل شوه چې وراثت جزئي دی، نه کسبي؛ او د ډېریو صفتونو د وراثت نښې د ساده قواعدو او نسبتونو له‌لارې بیانېدلای شي. [۱۳]

د مندل د کار ارزښت، وروسته له مړینې، تر ۱۹۰۰ز پورې، چې هوګو دو فریس او نورو ساینس‌پوهانو د هغه څېړنې له سره کشف کړې، په پراخه توګه درک شوی نه‌ؤ. ویلیام بېستن، د مندل د کار پلوی، په ۱۹۰۵ز کې د «genetics» وییکی رامنځ‌ته کړ (د genetic ستاینوم، له یوناني وییکي «γένεσις» (ګېنېسیس) څخه اخېستل شوی دی چې د «منشا» معنی افاده کوي، له نوم څخه دمخه ؤ او لومړي ځل لپاره په بیولوجیکي معنی، په ۱۸۶۰ز کې وکارول شو). بېتسن هم د یوه مربي په توګه عمل کاوه او هم د بېکي ساندرز، نورا داروین بارلو او موریل وېلدېل اونسلو په څېر په کمبریج کې د نېونهام کالج د ساینس‌پوهانو له آثارو او فعالیتونو څخه پوره ګټه پورته کړه. بېتسن د «genetics» وییکي کارونه عامه کړه ترڅو په ۱۹۰۶ز کې، په لندن کې، د نباتاتو د پیوندوهنې په هکله درېیم نړیوال کنفرانس ته د خپلې پرانېستونکې وینا د وړاندې کولو له‌لارې، د وراثت په هکله خپله څېړنه او مطالعه تشرېح کړي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د مندل د څېړنو له بیاکشفولو وروسته، ساینس‌پوهانو هڅه وکړه ترڅو معلومه کړي چې په حجره کې کوم مالیکول د وراثت دنده پر غاړه لري. په ۱۹۰۰ز کې، نېتي ستېفنز د اوړو چینجي په هکله خپله مطالعه پیل کړه. د راتلونکو ۱۱ کلونو لپاره، هغه وموندله چې ښځې یوازې X کروموزوم، خو نارینه دواړه X او Y کروموزومونه لري. هغه وتوانېد دغې پایلې ته ورسېږي چې جنسیت یو کروموزومي فکټور دی او د نارینه له‌لورې ټاکل کېږي. په ۱۹۱۱ز کې، ټوماس هنت مورګان، د مېوې په مچانو کې د جنس اړوند سپینو سترګو ناڅاپي بدلون د مشاهدې پر بنسټ، ادعا وکړه چې جېنونه پر کروموزومونو باندې واقع شوي دي. په ۱۹۱۳ز کې، د هغه شاګرد «آلفرېد ستورتېونت» د جنتیکي تړښت پدیده وکاروله ترڅو وښیي چې جېنونه په خطي ډول پر کروموزومونو باندې واقع شوي دي.[۱۹][۲۰][۲۱]

ټولنه او فرهنګ[سمول]

د ۲۰۱۵ز کال د مارچ پر ۱۹مه نېټه، د وتلو بیولوجي‌پوهانو یوه ډله د ټولو هغو مېتودونو (په تېره بیا CRISPR او Zinc Finger) پر کلینیکي کارونه باندې د بندیز لګولو غوښتونکي شول چې د انسان جېنوم له داسې یوې لارې بدلوي چې کېدای شي ارثي اوسي. د ۲۰۱۵ په اپرېل کې چینایي څېړونکو، د CRISPR په کارونې سره د انسان ناژوندي جنینونو په DNA کې د لاس‌وهلو په هکله د بنسټیزې څېړنې پایلې اعلان کړې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Griffiths, Anthony J.F.; Miller, Jeffrey H.; Suzuki, David T.; Lewontin, Richard C.; Gelbart, المحررون (2000). "Genetics and the Organism: Introduction". An Introduction to Genetic Analysis (الطبعة 7th). New York: W.H. Freeman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-3520-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hartl D, Jones E (2005)
  3. "the definition of genetics". www.dictionary.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Genetikos (γενετ-ικός)". Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon. Perseus Digital Library, Tufts University. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Genesis (γένεσις)". Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon. Perseus Digital Library, Tufts University. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite dictionary
  7. Science: The Definitive Visual Guide. Penguin. 2009. د کتاب پاڼې 362. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7566-6490-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Historical study: Johann Gregor Mendel 1822–1884"]. American Journal of Medical Genetics 40 (1): 1–25; discussion 26. July 1991. doi:10.1002/ajmg.1320400103. PMID 1887835. 
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Imre Festetics and the Sheep Breeders' Society of Moravia: Mendel's Forgotten "Research Network""]. PLOS Biology 12 (1): e1001772. January 2014. doi:10.1371/journal.pbio.1001772. PMID 24465180. 
  10. Hamilton, Matthew (2011). Population Genetics. Georgetown University. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-6245-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Peter J. Bowler, The Mendelian Revolution: The Emergency of Hereditarian Concepts in Modern Science and Society (Baltimore: Johns Hopkins University Press, 1989): chapters 2 & 3.
  12. Lamarck, J-B (2008). In Encyclopædia Britannica. Retrieved from Encyclopædia Britannica Online on 16 March 2008.
  13. Blumberg, Roger B. "Mendel's Paper in English". مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. genetics, n., Oxford English Dictionary, 3rd ed.
  15. Bateson W. "Letter from William Bateson to Alan Sedgwick in 1905". The John Innes Centre. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Note that the letter was to an Adam Sedgwick, a zoologist and "Reader in Animal Morphology" at Trinity College, Cambridge
  16. genetic, adj., Oxford English Dictionary, 3rd ed.
  17. "Opportunities for women in early genetics". Nature Reviews Genetics 8 (11): 897–902. November 2007. doi:10.1038/nrg2200. PMID 17893692. http://www.nature.com/reviews/genetics. 
  18. کينډۍ:Cite conference :Initially titled the "International Conference on Hybridisation and Plant Breeding", the title was changed as a result of Bateson's speech. See: Cock AG, Forsdyke DR (2008). Treasure your exceptions: the science and life of William Bateson. Springer. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-75687-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Nettie Stevens: A Discoverer of Sex Chromosomes". Scitable. Nature Education. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Moore, John A. (1983). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Thomas Hunt Morgan – The Geneticist"]. Integrative and Comparative Biology 23 (4): 855–65. doi:10.1093/icb/23.4.855. 
  21. "The linear arrangement of six sex-linked factors in Drosophila, as shown by their mode of association". Journal of Experimental Biology 14: 43–59. 1913. doi:10.1002/jez.1400140104. http://www.esp.org/foundations/genetics/classical/holdings/s/ahs-13.pdf. 
  22. (په 19 March 2015 باندې). Scientists Seek Ban on Method of Editing the Human Genome. The New York Times.
  23. (په 3 March 2015 باندې). A Powerful New Way to Edit DNA. The New York Times.
  24. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Biotechnology. A prudent path forward for genomic engineering and germline gene modification"]. Science 348 (6230): 36–8. April 2015. doi:10.1126/science.aab1028. PMID 25791083. Bibcode2015Sci...348...36B. 
  25. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Don't edit the human germ line"]. Nature 519 (7544): 410–1. March 2015. doi:10.1038/519410a. PMID 25810189. Bibcode2015Natur.519..410L. 
  26. (په 23 April 2015 باندې). Chinese Scientists Edit Genes of Human Embryos, Raising Concerns. The New York Times.
  27. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "CRISPR/Cas9-mediated gene editing in human tripronuclear zygotes"]. Protein & Cell 6 (5): 363–372. May 2015. doi:10.1007/s13238-015-0153-5. PMID 25894090.