ويکيپېډيا:Why was the page I created deleted?
قيام الدين خادم قيام الدين خادم ( ۱۲۷۴ ل. - ۱۳۵۸ ل.) (انگرېزي:Qiamuddin Khadim) يو افغان سياستپوه، د مشرانو د جرگې سناتور، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، ژورناليست، پياوړى ليكوال، ويښ شاعر، اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانگړی ځای لري او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه يو ستوری گڼل کېږي. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي. د ادبي هلو ځلو تر څنگ نوموړی په سياست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ويښ زلميانو د گوند د بنسټ ايښودونکو غړو له ډلې نه ؤ. استادقیام الدین خادم دافغانستان دسیاسی شخصیتونو په ډله کی یو فعال نامتو شخصیت دی چی هر وخت یی د وخت او زمان سره جوخت یو ستر سیاسی اقدام کړی دی هغه برسیره پردی.چی د ویښ زلمیانو د ګوند دموسسینو څخه و په کال 1345 کی یی د افغان سوسیال دیموکرات ګوند هم تاسیس کړ چی د ( افغان ملت) په نامه شهرت لری ددی ګوند لومړنی د موسسینو کنګره په همدغه کال په کابل کی د میوند جادی په دوهمه برخه کی د خادم صاحب په کور کی دایره شوه او د 42 نورو ملی شخصیتونو په شمول د ګوند نوم 'د ګوند د اخبار نوم د کوند نور کدری غړی او مرکزی کمیټه جوړه شوه ددغه ګوند مرامنامه او اساسنامه هم خپله استاد قیام الدین خادم لیکلی وه چی دموسسینو په دغه لومړنی کنګره کی د هغه هره ماده وروسته له لوستلو او بحثونو د رایو په قاطع اکثریت پاس شوه په دی غونډه کی دا کسان شامل و : استادقیام الدین خادم ' دیپلوم انجنیر غلامحمد فرهاد ' سید مهدی اغاصاحب '.حفیظالله خان عبالرحیم زی ' قدیرخان عبدالرحیم زی ' محمد ظریف خان ظریفی ' حاجی حسین ګل خان ځاځی ' محمد امین واکمن ' فدا محمد فدایی او زه روښان خادم . په دی غونډه کی غلامحمد خان فرهاد د ګوند دریس په توګه استاد ځادم د لومړی سکترجنرال په حیث ' فدا محمد فدایی ددوهم سکرتر جنرال په حیث منتخب شول اود ګوند نوم وروسته له ډیرو اوږدو بحثونو افغان ملت وټاکل شو فدای صاحب د ملت په نوم ټینګار کاوه استاد خادم د افغان ملت په نامه خپل دلایل وړلندی کوول وروسته له اوږدو بحثونو د استادخادم وړاندیز د ټولو ګډونوالو درایو اکثریت وټاکه او د ګوند نوم افغان ملت وټاکل شو .فیصله وشوه چی فدای صاحب دی د فرهاد په نوم د ګوند دریس په توګه د اخبار د خپریدو جواز واخلی او د خپرونو لړی دی پیل شی دا کار وشو او کله چی اخبار له چاپ څخه راووت نو.په اخبار لیکل شوی و چی د ګوند موسس غلام محمد فرهاد . د مرکزی کمیټی ټولو غړو چی موسسی کنګری غړی و د فرهاد صاحب او فدای په دغه کار په غصه شول او غوښتنه یی وکړه چی فرهاد صاحب د ګوند موسس نه بلکی ریس دی او دا ټکی باید د اخبار نه لیریشی ځکه د ګوند اصلی موسس استاد خادم دی .خو استاد په دی خبره ټینګار ونکړ او ملګری یی قانع کړل چی اوس داکار شوی دی او همداسی به دوام ورکوو . استاد خادم د ګوند دخپریدونکی اخبار ( افغان ملت) دپار په متواتر ډول علمی او سیاسی مقالی لیکلی او ګوند د هری ورځی په تیریدو سره په ملت کی ځای نیوه او قوی کیدو . کله چی اعتمادی د صدراعظم په حیث د پارلمان څخه د اعتماد رای اخستو ته پارلمان ته معرفی شو د ګوند مرکزی کمیټی فیصله وکړه چی باید رای ورنکړی او فرهاد صاحب ته د ګوند لیکلی بیانیه ورکړشوه چی د ګوند دنظر په حیث یی ولولی فرهاد صاحب دا وخت د کابل د اومی ناحیی څخه د پارلمان منتخب غړی و بدبختانه فرهاد صاحب اعتمادی ته د ګوند دفیصلی نه مخالف رایه ورکړه ددی خبری سره په ګوند کی اوضاع ډیره خرابه شوه او مرکزی کمیټی په فرهاد صاحب باندی اعتراضونه وکړل او یوه ورځ دکابل په ده بوری کی د فرهاد صاحب په کور کی د مرکزی کمیټی مجلس دایر شو او په دی مجلس کی سید مهدی اغا دفرهاد څخه وغوښتل چی د ګوند د ریاست د مقام څخه اتعفی وکړی د مرکزی کمیټی اکثریت غړو دا غوښتنه تاید کړه خو فرهاد صاحب وویل چی استعفی نه کووم نومرکزی کمیټی ټول غړی دفرهاد صاحب څخه بیل شول او.یوازی فدایی صاحب ورسره پاتی شو له دی وروسته ګوند دمطلق شکست او ضعف سره مخامخ شو اولومړنی انشعاب منځ ته راغی چی بیا وروسته پنځه نور انشعابونه هم منځ ته راغلل . استاد خادم دسیاست په ډګر کښی یو ممتاز مبتکر شخصیت واو د یوه ملی سیاست درلودونکی شخص و چی په وطن کی یی سباست او دیمکراسی د افغانانو.دګټو دپاره غوښته او فرد ګټی یی د اکثریت په ګټو کی لیدلی د محمد موسی شفیق د صدارت په دوره کی دافغانستان د اساسی قانون د تعدیلاتو د کمیسیون غړی و او.په څلویښتمه لسیزه کی د علامه اقبال په بین المللی سمینار کی ورته دسیمینار د ټولو بین المللی ګډون کوونکو.له خوا د علامه لقب ورکړ شو چی اوس یی ډیر مینه وال په همدغه لقب ملقبوی استاد علامه خادم د افغانستان اوچین او د شوروی اتحاد او افغانستان ددوستی د هیتونو غړی هم و . استاد د [ین ډیرو ځوانانو ته په پوهنتون کښی د پښتو ژبی د زده کړی تدریس هم.کړی دی چی ډیر شاګردان لری. د استاد خادم د ژوند په ټولو اړخونو کی یی دسیاست اړخ ډیر دروند او قوی دیځانګړی ژوره مطالعه غواړی .
قیام الدین خادم مخینه
قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترگې پرانيستي دي . د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و. خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده ،همدلته د شاعرۍ ،ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړگي کې پاتې شو او هماغلته يې کوزده او واده وکړ. قيام الدين خادم د خپل د اصل او نصب په اړه پخپل يوه شعر کې داسې وايي:
تعارف
د پلار د پلار لـخـوا لـمسـی د مـيا عـمـر يـمـه زه د پلار د مور نه د آخونـد بـابـا پـسـر يـمـه زه مور مې له پلاره د فـقير صاحب نصـب ته رسي د مور له موره د خواجه احرار ځيگـر يـمـه زه د ميـا عـمـر صاحب زيارت په څـمـکـنـيـو کې دی فقير صاحب د کامې بره خوا خښيو کې دی آخـونـد بـابـا دی په کـنـړ، خواجه احـرار په هرات خـادم د دغه صـاحـبانو په لـمـسيـو کې دی فـقـيـر صـاحـب، عبـدالـرحـمان سېـلانـي يادېږي د ده فرزند صـاحـبـزاده مُـراد عـلـي نومـېـږي په پښتنو کې ميـا عـمـر دی په رښـتـيـا منـلـی د ده فـرزنــد او خـلـيــفـه مـحـمـدي يـادېـږي مـحـمـدي صـاحـبـزاده ؤ لوی شـاعـر د پـښـتـو مُراد علي صـاحـبـزاده ؤ مـفـسـر د پـښــتـو د پـلار و مـوره مـيـراثـه را لـه پـښـتـو پـاتـې ده خـادم به و نـه مـني هـېـڅ مـنـکر د پـښتـو يمه خـادم کله مې ځـانـتـه سـېـلانـي ويـيـلـی کله مې ځان په احراري، مياعمري ښـوولی پلار مې د شگې په زاخېلو کې خاړپوڅې کړي پدې لحـاظ مې کـلـه ځـان زاخـېـلـي بـلـلـی د علـم او فـقـر په ځـانـگـو کې زېـږېـدلـی يـمـه له ابـتـداء نـه پـدې لاره بـانـدې تـلـلـی يمـه
زده کړې
لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو گڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره 15 کاله په هيواد کې دننه او له هيواد نه دباندې سفرونه کړي دي .
دندې قيام الدين خادم په بېلابېلو دولتي دندو گمارل شوی دی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ ل. کال د کامې په ابتدائيه ښونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له يو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره يې د جلال آباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توگه په کار پېل وکړ. نوموړی په ۱۳۱۲ ل. کال د لواړگي نه د کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړي شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمري په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتي چارواکو په امر د پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قيام الدين خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده. په رسنيو کې کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبي انجمن نوم په رسمي توگه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلي خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ مياشتې د زيري د ورځپاڼې د خپراوي پازه پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تاليف او ترجمي د څانگې مدير وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې يې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيالي پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼې مدير شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دايرة المعارف د ژباړې مديريت ورپه غاړه شو او بيا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاوني ډيپو د پلټنې (تفتيش) لوی مدير شو چې تر دې څه موده وروسته بيا د هرات ولايت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې يو ځل بيا قيام الدين خادم ته په رسنيو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل يې د کندهار د طلوع افغان د مدير په توگه خپلې چارې پرمخ بېولې او يو کال تر يوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بيا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې د چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بيا د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوي مدير شو. په ۱۳۳۲ ل. کال کې قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدير په توگه بيا رسنيز کار ته مخه کړه او د مدريت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري ورځپاڼې د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده.
چاپ شوي آثار ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پورې کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يې چاپ شوي دي چې د هغو څخه يې يو شمير په دې توگه دي. 1. د کوچنيانو اخلاقي پالنه - ژباړه 2. روهي گلونه 3. د مرغلرو اميل 4. نوی ژوندون 5. مکارم اخلاق 6. پښتونولي 7. بايزيد روښان 8. خيالي دنيا 9. د شريف سرگذشت - ژباړه 10. نبوغ او عبقريت (فلسفي اثر) 11. نوې رڼا 12. د پښتو نني ليکوال 13. د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه 14. د خوشحال او د رحمان موازنه 15. څاروان 16. د څلورم ټولگي لپاره د پښتو قرأت 17. پښتو کلي (په ۶ ټوکو کې) 18. معلم پښتو 19. پښتانه شعرا (لومړی ټوک) 20. پارتيان څوک ؤ 21. په تذکرة الاوليا تبصره 22. کوشانيان څوک ؤ 23. د بابا نصيحت 24. د پښتو پټۍ 25. د پښتو نثر تاريخي تصورات 26. لوی سهاک 27. ادبي قصې 28. لوی اصحابان (اصحاب کرام) 29. نشنليزم او انټرنشنليزم 30. افغاني حکومت 31. د پښتو نثر 32. معياري پښتو 33. بلکا 34. د پښتو څټه او څانکې 35. نصوص الحکم 36. د مور مينه 37. لرغوني پښتانه قومونه 38. ټولنپال افغان مونوفېسټ (د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار) ناچاپه آثار د نوموړي گڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توگه دی او موږ په دې هيله يو چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو. 1. د پښتونخوا قصې 2. مکالمات 3. غرضه حُب خير 4. سورگل 5. کانفرانسونه 6. کره پښتو 7. پښتو زده کړه 8. د پښتو شاعري 9. پښتو په غربي ليکدود کې 10. پښتني پور 11. شلمه پېړۍ او پښتانه 12. د پښتنو قومولي 13. غوره سندرې 14. د پښتنو مشاعرې 15. لرغوني افغانان 16. آينده پښتنو ته 17. د تنقيد حق 18. ساتلې خزانه 19. ريگويدي سرودونه (يا سرود های ريگويدي) 20. د پښتونولۍ ادب ځانگړی وړتوب مرحوم خادم صاحب په اردو، انگرېزي او عربي ژبو بلد ؤ، د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توگه هڅه کوله او د ډيرؤ شيانو په راز يې ځان پوه کړی وه، کيداي شي د هغه د برياليتوبو د رازونو څخه يو هم همدا وبولو. سياسي ژوند په دې انځور کې د نورو فرهنگيانو سره، قيام الدين خادم ۲۲ کس دی د هېواد په سياسي ډگر کې هم قيام الدين خادم يوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ويښ ځلميانو د غورځنگ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه ؤ. د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننگرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملگرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمد انگار، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، گل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنگری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندگانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنگ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په گډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروگونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرگی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارگرو او بزگرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننگه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول . استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي . بندي کېدل او مړينه کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د گوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوي وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو. خادم چې په اخلاص شي څوک د مُلک او د ملت وطن يې پس له مرگه په مدفن فخر کوي د نورو نظرونه د قيام الدين خادم د شخصيت په اړه د افغاني ټولنې يو شمېر پېژندل شوؤ څېرو خپل بېل بېل نظرونه او اندونه څرگند کړي چې ځينې يې په دې توگه دي:
ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لري ،دافغاني پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کې دريږې.
—عبدالروف بېنوا
کله چې دويښ زلميانو پر ادبياتو باندي بحث کيږي نو لومړی ځل پاره دحبيبي، الفت ، بينوا ،خادم ، رښتين او رشاد نومونه په ذهن کې تداعي کيږي ،ځکه چې دپشتو دمعياري ژبي ، ليکدود (املأ) او ادبي سبک په پالنه کې ډير ستر خدمتونه تر سره کړي او زيات شاگردان يې روزلي دي ..
—د پښتو د ادبياتو تاريخ - د محمد صديق روهي ليکنه
عبدالحی حبيبي او عبدالشکور رشاد دواړه د ادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی. محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري
خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهيواد له ترقی سره ډيره مينه درلوده،هغه دښو احساساتو خاوند اودلهجې سراحت يې درلود.
—محمد صديق روهي قيام الدين خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوندليک خپور کړی دی، هغه په يوه برخه کې يې د زما پر حيات انتقادات تر سر ليک لاندې داسې ليکلي دي:
په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې په مايي خلک کوي دادي : 1. وايي نه منونکی سړۍ دی . دا انتقاد په ماباندي زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو چې که زه منونکی واي خوزه به هم دنورو خلکو غوندي واي . په ورکوټوالي به مي دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ويل : خلک داسي کوي اوته داسي،مابه ويل چې : ( خلک راته مه يادوه خلک خو هر حه کوي! 2. وايي ډير بحث کوي اونه قانع کيږي . . . دا خبره نشم فيصله کولای چې دا د خلکو قصور دی اوکه زما عيب؟ استادان به هم زما پوښتنو ته اريان وو، زه پخپله هم پدې قانع يم چې بحث مي خوښ دی، مگر په اساسي او اصولي خبرو. نه مطلق بحث . . . 3. وايي سر شوخه دی مگر دوستان مې وايي ادبي شجاعت لري. په ورکوټوالي کې راته خلکو ويل چي کلانکار دی، ولې په آزادی خو زه په خپله هم قايل يم او دا ځکه چي دا طبعي بار زماپه ورميږ نشته. 4. هو، په دي يوه گناه زه پخپله هم قانع يم چې هغه دحقيقت مينه بايد وبولم . خلک په امورو کې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوي ،مگر زه په حقيقت او واقيعت پښې نشم ايښوداي. ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې چي د شاعر مسلک يي نوم دی ښه تصوير کړی دی. زه دا ټولي خبري اورم مگر د ځان سره وايم: ډيري خولې ډيري خبري.
روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي.
سرچينې
1. بېنوا ، عبدالروف ،اوسني ليکوال - لومړی ټوک، د چاپ کال ۱۳۴۰ - ۲۹۲ مخ.
2. غبار ،مير غلام محمد ،افغانستان در مسير تاريخ- دوهم ټوک، د چاپ کال ۱۳۲۶ ل.- ۲۳۸ مخ.
3. https://ps.wikipedia.org/wiki/
4. http://acku-koha.osslabs.biz/cgi-bin/koha/opac-
زغرد متن