ويکيپېډيا:د مياشتي غوره ليکنه/۲۰۱۹/۰۴

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خوشال خان خټک

خوشال خان خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخیل نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي .

( بشپړه ليکنه...)

وروستی لیکنې: