ويکيپېډيا:توکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا يو شمېر توکي لري چې د تجربه کارو او پوهو کارنانو له خوا ليکل شوي دي، دا وسايل د ويکيپېډيا د بېلابېلو ځانګړتياوو د ګړندۍ او غوره کارونې لپاره چمتو شوي دي.

ستندرد توکي[سمول]

د سمونګرو اضافي تڼيو يو انځور

له هغې ډلې يو څو ډېر کارېدونکي توکي په غوره توبونو کې د لاسرسي وړ دي، غوره توبونو ته ترتللو ورسته د خپلې خوښې توکي خانه ډکه(مارک) کړئ او خوندي يې کړئ، هر کارن کولی شي د خپلې اړتيا سره سم غوره توبونه د ځان لپاره وټاکي.

په ويکيپېډيا کې د منځپانګې بڼه د کارونې وړ شکل ته د بدلولو وسيلې[سمول]

شمېرنيز توکي[سمول]

د کارنانو د ونډو، په ويکيپېډيا کې د شته ليکنو او غوره او ډېرو کتل شوو ليکنو د احصايو کتلو لپاره د ويکيپېډيا شمېرنيز او احصايوي توکي وګورئ!.

ژباړن مرستيال[سمول]

ژباړن مرستيال،هغه توکی دی چې د هغې په مرسته کولی شئ چې له نورو ويکيګانو څخه ليکنې او مضوعات راوژباړئ، ويکيفا ته يې ولېږدوئ، دا توکی د لړليکونو، وېشنيزو، څنګپټو(مالوماتبکسونو) لپاره ډېر زيات کارېدونکی او ګټوره وسيله ده، د فعالولو تګلارې لپاره يې ژباړن مرستيال توکي لارښود وګورئ.

د انګليسي ويکي څخه د ليکنې په جوړولو کې مرستندوی توکي[سمول]

توکي په ويکيفا د ليکنو د چټکې ژباړې او لنډيز (لکه څنګپټې، وېشنيزې، ډلبندۍ )لپاره له انګليسي ويکيپېډيا څخه کار اخلي.

د svg انځورونو ژباړن[سمول]

د هغه انځورونو د ژباړې لپاره چې په ويکيخونديځ کې په svg بڼه موجود دي دا توکی کاريږي.

لټون[سمول]

ويکيپېډيا ګېټوی [۱] دا په دې پوهنغونډ کې د منځپانګو او انځورونو د لټون لپاره یو له ګټورو او هر اړخیزو وسیلو څخه دی، چې پښتو ژبې ته ځانګړې پاڼه لا نه لري، خو د عربي او فارسي په شمول 44 نورو ژبو کې ویکیپیډیا پکې پلټلی شئ. د دې اسانتیاوو سربېره، په دې پوهنغونډ کې بهرني لینکونه په مختلفو ژبو لټول کېدای شي.

له انټرنېټ پرته د ويکيپېډيا مطالعه[سمول]

د کيويکس سافټوير مخبڼه

که غواړئ، چې له انټرنېټ پرته ويکپېډيا ولولئ، نو د کيويکس پوستغالي نه کار واخلئ، دا پوستغالی په ډېره ساده بڼه او کم حجم سره يو فايل د ZIM اړوند چې په هره ويکيپېډيا کې کار کوي د دې بڼې پښتو ZIM نسخه په وېبپاڼه کې کتلی شئ (نورو مالوماتو لپاره هم يادې وېبپاڼې ته ولاړ شئ) د دې سافټوير په کارولو تاسو کولی شئ چې د ويکيپېډيا ټولې ليکنې په HTML او انځوريزه بڼه وګورئ.

اړوند[سمول]