ويني ماډيکيزيلا منډيلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويني ماډيکيزيلا منډيلا
(انګلیسي: Winnie Madikizela-Mandela د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويني ماډيکيزيلا منډيلا
ويني ماډيکيزيلا منډيلا

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Mamao Dineo Maledi)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۶ سپټمبر ۱۹۳۶[۲][۳][۴]
مړینه 2 اپرېل 2018 (82 کاله)[۵][۶][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوهانسبورگ[۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سوېلي افريقا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د افریقا ملي کانګرس[۸]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه نېلسن مانډېلا (۱۴ جون ۱۹۵۸–۱۹ مارچ ۱۹۹۶)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د پارلمان وکيل   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۴  – ۲۰۰۳ 
د پارلمان وکيل   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۹  – ۲۰۱۸ 
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ويني ماډيکيزيلا مانډيلا چې د نومزامو وينيفريد زانيوي ماډيکيزيلا (Nomzamo Winifred Zanyiwe Madikizela) په نوم (۱۹۳۶ سپټمبر ۲۶ – ۲۰۱۸ اپرېل ۲) زېږېدلې ده او د ويني منډيلا په نوم هم پېژندل کېږي، د سويلي افريقا د توکمپالنې ضد فعاله او د نيلسن منډيلا دويمه مېرمن وه. نوموړې له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۰۳ ز کال او له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر مړينې پورې د پارلمان د غړې په توګه خدمت وکړ او له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د هنرونو او کلتور سرپرسته وزيره وه. د افريقا د ملي کانګرس د سياسي ډلې د غړې په توګه يې د ياد کانګرس په ملي اجرائيه کمېټه کې خدمت او د کانګرس د ښځو ټولنې “Women’s League” مشري يې وکړه. ماډيکيزيلا منډيلا خپلو پلويانو د ملت د مور په نوم “Mother of the Nation” ګڼله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هغه د بيزانا (Bizana) په ژوسا شاهي کورنۍ کې زېږېدلې او يوه وړ ټولنيزه کارکوونکې وه، چې په ۱۹۵۸ ز کال يې په جوهانيسبرګ “Johannesburg” کې د توکمپالنې ضد فعال نيلسن منډيلا سره واده وکړ. د دواړو د واده اړيکې ۳۸ کالونه دوام وکړ او دوه ماشومان يې درلودل. په ۱۹۶۳ ز کال کې له ريوونيا محاکمې “Rivonia Trial” څخه وروسته هغه مهال چې منډيلا بندي شو، ماډيکيزيلا منډيلا د ټولو هغو ۲۷ کالونو لپاره د خپل خاوند عمومي څېره شوه، چې نوموړي په بند کې تېر کړل. هغه د يادې دورې پر مهال د توکمپالنې ضد کورني خوځښت په دننه کې نامتو شوه. نوموړې په بېلابېلو موکو د توکمپالنې د دولتي امنيتي خدمتونو له لورې ونيول شوه، وځورول شوه، د بنديزونو له امرونو سره مخامخ شوه او يو کلیوالي ښارګوټي ته وشړل شوه او څو مياشتې يې په يوازيتوب کې تېرې کړې.[۱۵][۱۶][۱۷]

ماډيکيزيلا منډيلا د ۱۹۸۰ ز لسيزې په نيمایي کې «د ډار واکمني» باندې ټينګار وکړ او په سوويټو “Soweto” کې د تاوتريخوالي په يو مست يا عياش مرکز کې وه، چې په سويلي افريقا کې د توکمپالنې ضد خوځښت د پړ کولو (ملامتيا) او په شړنه (تبعيد) کې د افريقا د ملي کانګرس له لورې د غندلو لامل شوه. د دې دورې پر مهال يې د سوويټو اوسېدونکو له لورې کور وسوځول شو. له انساني حقونو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې د پلټلو په موخه د نيلسن منډيلا د حکومت له لورې د رښتیا او پخلاينې کميسيون “The Truth and Reconciliation Commission (TRC)” دې پايلې ته ورسېده، چې د منډيلا د متحده فوټبال کلب “Mandela United Football Club” له لورې د تر سره شويو انساني حقونو د تېريو له امله ماډيکيزيلا منډيلا په سياسي او اخلاقي ډول ځواب ويونکې وه. ماډيکيزيلا منډيلا د ادعا شويو پوليسو د خبر ورکوونکو او د توکمپال حکومت د همکارانو ادعاوې ومنلې او امنيتي سرغړونې يې تښتونه، ربړول او وژل وو، چې د ۱۴ کلن سټومپي سيپي “Stompie Sepei” وژل يې خورا د يادونې وړ دي، چې نوموړې يې په تښتولو تورنه وه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

نيلسن منډيلا د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري پر ۱۱ نېټه له بندخونې څخه خوشي شو او ياده جوړه په ۱۹۹۲ کې سره بېله شوه، چې د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې يې د طلاق چارې پای ته ورسېدې. ماډيکيزيلا منډيلا له نيلسن منډيلا سره د هغه د وروستۍ ناروغۍ پر مهال وکتل. نوموړې د افريقا د ملي کانګرس د لوړ پوړې څېرې په توګه له توکمپالنې څخه وروسته د افريقايي ملي کانګرس حکومت کې برخه واخېسته، که څه هم د فساد د تورونو په ترڅ کې له دندې څخه ګوښه شوې وه. هغه په ۲۰۰۳ ز کال کې د غلا او چل يا دوکې تور محکومه شوه او مخکې له دې چې څو کالونه وروسته بېرته فعال سياست ته راوګرځي، د لنډې مودې لپاره يې ورڅخه لاس واخيست.[۳۴][۳۵][۳۶]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

د ماډيکيزيلا منډيلا د ژوسا نوم نومزامو (Nomzamo) (زيارکښه) و. نوموړې د پونډولېنډ په بيزانا کې د بونګویني (Mbongweni) کلي په هغه سيمه کې زېږېدلې ده، چې اوس د ختېځ کېپ “Eastern Cape” ولايت دی. هغه د نهه ماشومانو له ډلې پينځمه وه، چې اوه خويندې او يو ورور يې درلود. مور او پلار يې کولمبس (Clumbus) او ګيرټريوډ (Gertrude)، چې سپين پوستی پلار او ژوسا [د ژوسا سيمې] مور يې درلوده؛ دواړه ښوونکي وو. کولمبس د تاريخ استاد او سرښوونکی او ګيرټريوډ د کورنۍ پوهې ښوونکې وه. د ويني د نهه کلنۍ پر مهال يې مور مړه شوه، چې له امله يې هغه مهال کورنۍ ماته شوه، چې ورونه او خويندې يې بېلابېلو خپلوانو سره د ژوند کولو په موخه هغوی ته واستول شول. ماډيکيزيلا منډيلا بيزانا ته لاړه او په خپل عالي ښوونځي کې مشره نجلۍ شوه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ښوونځي له پرېښودلو څخه وروسته د ټولنيز کار په جان هوفميير ښوونځي “Jan Hofmeyr School of Social Work” کې د ټوليزې پوهې د لوستلو په موخه جوهانيسبرګ (Johannesburg) ته لاړه. په ۱۹۵۶ زکال يې ياده برخه کې سند تر لاسه کړ او لسيزې وورسته يې د وېټواټرسرېنډ له پوهنتون “University of Witwatersrand” څخه په نړيوالو اړيکو کې د لېسانس سند تر لاسه کړ.[۴۱][۴۲]

نوموړې له ټرانسکي (Transkei) حکومت سره يو ځای او بېلابېلو وختونو کې په بيزانا، شابري او جوهاننيسبرګ کې د اوسېدنې په ګډون د هغه وخت د ترانسکي د بانټسټان (Bantustan) سيمې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر دندې تر سره کړې. لومړنۍ دنده يې د سوويټو په باراګوانات روغتون “Baragwanath Hospital”’ کې د ټولنيزې کارکونکې په توګه وه.[۴۳]

له نيلسن منډيلا سره واده[سمول]

ماډيکيزيلا په ۱۹۵۷ ز کال له قانونپوه او د توکمپالنې ضد فعال نیلسن منډيلا سره وکتل. دا هغه مهال و، چې نيلسن منډيلا لا تر اوسه له ايولين ماس “Evelyn Mase” سره واده کړی و. ماډيکيزيلا هغه مهال ۲۲ کلنه او سوويټو کې د بس په يو تمځای کې ولاړه وه، چې په لومړي ځل منډيلا په لومړي وکتله او تر خپل اغېز لاندې يې راوستله او راتلونکې اونۍ ته يې د ګډ غرمني نېټه وټاکله. دواړو په ۱۹۵۸ کې واده وکړ او د زيناني “Zenani” (زوکړه: ۱۹۵۸ ز کال) او زينډزيوا (Zindziwa) (زوکړه: ۱۹۶۰ زکال) په نوم دوه لوڼې يې درلودې. منډيلا په ۱۹۶۳ زکال کې ونيول او بندي شو، چې تر ۱۹۹۰ زکال پورې خوشې نه شو.[۴۴][۴۵][۴۶]

ياده جوړه په ۱۹۹۲ ز کال بېله شوه او د له محکمې څخه د باندې نامعلومه پرېکړې سره يې د ۱۹۹۶ ز کال په مارچ کې د طلاق چارې پای ته ورسېدې. د طلاق د پرېکړې اوروېدلو پر مهال نيلسن منډيلا د ماډيکيزيلا منډيلا هغه ادعا رد کړه، چې منځګړي واده ژغورلی شو او د هغې خيانت يې په دې ويلو سره د طلاق د لامل په توګه ياد کړ، چې «ما پرېکړه کړې ده، چې له واده څخه ځان خلاص کړم». د پينځه ميليونه امريکايي ډالرو د تر لاسه کولو هڅه يې، چې د نوموړې د ادعا له مخې د خپل پخواني خاوند د ارزښت نيمايي وه؛ هغه مهال له منځه لاړه، چې ويې نه شو کولی د پرېکړې اورېدلو لپاره محکمې ته راشي.[۴۷][۴۸]

کله چې د پخلاينې د شونتيا په اړه د ۱۹۹۴ زکال په يوه مرکه کې وپوښتل شوه، ويې ويل: «زه د دې لپاره مبارزه نه کوم، چې د هېواد لومړۍ مېرمن شم. زه په حقيقت کې هغه څوک نه يم چې ښکلي ګلان واخلم او هر چا لپاره يو سینګار اوسم».[۴۹]

ماډيکيزيلا منډيلا د خپلې مړينې په وخت کې د محکمې په يوه دعوه کې ښکېل وه. نوموړې ادعا کوله چې سره له دې چې په ۱۹۹۶ ز کال يې له نيلسن منډيلا څخه طلاق اخېستی و، مګر د دوديز قانون له مخې په کيونيو (Qunu) کې د منډيلا د کور او شا او خوا ځمکې لري. د نوموړې قضيه په ۲۰۱۶ ز کال کې د متاتا عالي محکمې “Mthatha High Court” له لورې ونه اورېدل شوه او د راپور له مخې د خپلې مړينې په وخت کې يې اساسي محکمې “Constitutional Court” ته د غوښتنې يا استيناف چمتووالی نيوه، تر دې چې د ۲۰۱۸ په جنوري کې د استيناف ستره محکمه “Supreme Court of Appeal” کې ناکامه شوه.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

توکمپالنه: ۱۹۶۳ – ۱۹۸۵ ز کال[سمول]

ویني منډيل د خپل خاوند د بند د وروستيو پر مهال د توکمپال د مخکښ مخالفې په توګه راښکاره شوه. نوموړې د خپلو سياسي فعاليتونو له امله د ملي ګوند “National Party” حکومت له لورې په منظم ډول ونيول شول. هغه په کور کې نظر بند شوه، تر څارنې لاندې وساتل شوه، زنداني شوه او د برېنډفورټ (Brandfort)  په نوم لرې پروت ښارګوټي ته وشړل شوه.[۵۵]

د نوموړې د بند تر ټولو اوږده دوره ۴۹۱ ورځې وه (لکه څرنګه چې هغې د «۴۹۱ ورځې: د بندي ګڼه ۶۹/۱۳۲۳» په نوم خپله وينا کې يادونه کړې ده)، چې د ۱۹۶۹ ز کال د می پر ۱۲ نېټه د پريټوريا مرکزي بندخونې “Pretoria Central Prison” کې پيل شوه. ويني منډيل په ياده بندخونه کې څو مياشتې په يوازيتوب سره تېرې کړې او وځورول او وټکول شوه. د نوموړې د وينا له مخې په بندخونه کې ازمايښت يا تجربې يې هغه «کلکه» کړه.[۵۶][۵۷]

سرچينې[سمول]

  1. https://slate.com/news-and-politics/2018/04/winnie-mandela-wife-of-nelson-mandela-dies-at-81.html — د نشر نېټه: ۳ اپرېل ۲۰۱۸
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0541692/ — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Winnie-Madikizela-Mandela — subject named as: Winnie Madikizela-Mandela — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000018164 — subject named as: Winnie Madikizela-Mandela — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. http://www.bbc.com/news/world-africa-43621112
  6. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/123020 — subject named as: Winnie Mandela
  7. https://www.nytimes.com/2018/04/02/world/africa/winnie-mandela-dead.html — د نشر نېټه: ۷ اکتوبر ۲۰۲۳
  8. http://www.pa.org.za/person/nomzamo-winfred-madikizela-mandela/ — د نشر نېټه: ۱ فبروري ۲۰۱۸
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12050725r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Winnie Mandela. nndb.com
  11. "Anti-apartheid campaigner Winnie Mandela dies, aged 81". Sky News. 2 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 25 April 2003 باندې). Winnie Mandela given five-year jail sentence.کينډۍ:Cbignore
  13. "Jacob Zuma set for presidency". Brandsouthafrica.com. 7 May 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2 April 2018 باندې). From 'Mother of the Nation' to 'mugger': The turbulent life of South Africa's Winnie Mandela.
  15. Sehloho, Matshepo (3 April 2018). "Winnie was born Mpondo princess from an important Eastern Cape family". 702. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2 April 2018 باندې). Winnie Madikizela-Mandela obituary. The Guardian.
  17. "Opinion – The conscience of a nation that has forgotten apartheid". The Mercury. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Five times Winnie Mandela has let us down.
  20. Kraft, Scott (17 February 1989). "S. Africa Black Group Disowns Winnie Mandela". Articles.latimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Dlamini, Penwell (16 April 2018). "Isolating Madikizela-Mandela was not my decision alone' says Mufamadi". Times Live. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. kyle (22 February 2016). "Statement by Mass Democratic Movement on Winnie Mandela". South African History Online. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. . Winnie Mandela Agrees to Shed Guards.
  25. "What ANC said about Winnie, MUFC and Stompie at the time". Politicsweb.co.za. 12 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Winnie Madikizela-Mandela and the ghosts of crimes past". Politicsweb.co.za. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Truth and Reconciliation Commission of South Africa Report, Volume Two, Chapter 6 (pp. 543–82): Special Investigation: Mandela United Football Club" (PDF). 29 October 1998. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Trewhela, Paul (6 April 2018). "The moral problem of Winnie Mandela". Dailymaverick.co.za. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Tay, Nastasya (12 March 2013). "Bodies exhumed in ANC 'murder' case linked to Winnie Mandela". independent.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Morudu, Palesa (13 April 2018). "Has truth become a casualty of Winnie's rejection of accountability?". Business Day. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Wet, Phillip De (15 March 2013). "Bodies probably won't bury Winnie". Mail&Globe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 27 April 2003 باندې). Rough justice for Winnie's victims. The Guardian.
  33. . Winnie Mandela, tarnished 'Mother' of post-apartheid South Africa. Reuters.
  34. Smith, David (په 6 December 2013 باندې). Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken. The Guardian.
  35. (په 25 April 2003 باندې). Winnie Mandela given five-year jail sentence.کينډۍ:Cbignore
  36. "Jacob Zuma set for presidency". Brandsouthafrica.com. 7 May 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Winnie Mandela died on April 2nd". The Economist. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. . Nomzamo from Bizana: remembering Winnie Madikizela as a young woman. The Conversation.
  39. French, Mary Ann (30 April 1994). "The Resurrected Winnie Mandela". Washingtonpost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Madikizela-Mandela profile. Sahistory.org.za. Retrieved 30 May 2011.
  41. "Winnie graduates after 38yrs". News24. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Van Wyk, Chris (2003). Winnie Madikizela-Mandela. Awareness Publishing. د کتاب پاڼي 5–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-919910-12-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Preez Bezdrob, Anné Mariè (2015). Winnie Mandela: A Life. South Africa: Penguin Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1868729265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Jr, Cleve R. Wootson (2 April 2018). "Winnie and Nelson Mandela's marriage survived three decades of prison – but not freedom". Washingtonpost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Smith, David (په 6 December 2013 باندې). Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken. The Guardian.
  46. Staff (په 2 April 2018 باندې). Obituary: Winnie Madikizela-Mandela of South Africa. BBC
  47. (په 19 March 1996 باندې). Mandela: Winnie made me the loneliest man.
  48. (په 8 April 1996 باندې). Nelson and Winnie Mandela divorce; Winnie fails to win $5 million settlement. Jet.
  49. Pereira, Derwin (22 June 1994). "'Invest to rebuild S. Africa' call by Winnie Mandela". Pretoria. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Winnie loses appeal in battle for Madiba's Qunu homestead". News24. 19 January 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Hlatshaneni, Simnikiwe (4 April 2018). "Mama Winnie's dying wish". The Citizen. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Sifile, Lindile (4 April 2018). "#WinnieMandela bodyguard reveals her final moments". The Star. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. . Five times Winnie Mandela has let us down.
  54. . Winnie loses court battle over Mandela Qunu home.
  55. Smith, David (په 6 December 2013 باندې). Nelson and Winnie Mandela's marriage ended, but the bond was never broken. The Guardian.
  56. "Nomzamo Nobandla Winnifred Madikizela–Mandela". African National Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۱۰. In 1969, she became one of the first detainees under Section 6 of the notorious Terrorism Act. She was detained for eighteen months in solitary confinement in the condemned cell at Pretoria Central Prison before being charged under the Suppression of Communism Act 1950. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "Winnie Madikizela-Mandela, anti-apartheid leader, 1936-2018". Financial Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)