نېلسن مانډېلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
نېلسون ماندلا 2008 کال کی

نیلسن رولیهلاهلا مانډېلا (۱۸ جولای ۱۹۱۸- ۵ ډسمبر ۲۰۱۳) د سویلي افریقا د اپارټاید ضد انقلاب سرلاری، واک چلونکی او ملت پاله شخصیت و چې د ۱۹۹۴ کال څخه یې تر ۱۹۹۹ کال پورې د سویلي افریقا د لومړي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه د بشپړو دیموکراتیکو ټاکنو په پایله کې وټاکل شو. د ده دولت د نژادي یووالي په رامنځته کولو سره د اپارټاید د پاتې شونو په له منځه وړو ځانګړی پام درلود. د ایدیالوژي له مخې افریقايي ملت پال او سوسیالیست و چې د افریقا د ملي کانګرس (African National Congress) د مشر په توګه یې له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۷ پورې دنده ترسره کړه.[۱]

د زوها (Xhosa) ژبې ویونکی، مانډېلا د سویلي افریقا د اتحادیې په مېوزو کلي کې د تېمبو قوم په سلطنتي کورنې کې وزېږېد او وړاندې تر دې چې جوهانزبرګ کې د وکیل په توګه دنده ترسره کړي په فورت هېر او وېټواټرسرند پوهنتونونو(University of Fort Hare، University of Witwatersrand) کې یې قانون ولوست. نوموړی هلته د استعمار ضد او افریقايي ملت پاله سیاستونو سره بوخت شو او په ۱۹۴۳ کال کې له ANC سره یوځای شو چې ورپسې یې په ۱۹۴۴ کال کې د ځوانانو ډله جوړه کړه. وروسته له هغې چې د سپین پوستو ملي ګوند په یوازې توګه دولت جوړ او د اپارټایډ یعنې د نژادي توپیر هغه سیستم چې سپین پوستي یې غوره بلل، بنسټ کېښودل شو، مانډېلا او د افریقا ملي کانګرس دې ته ژمن شول چې دولت به له منځه وړي. هغه د افریقا د ملي کانګرس د ترانسوال استازولۍ د مشر په توګه وټاکل شو، وروسته له هغه چې په ۱۹۵۲ کال کې یې د ظالمانه قوانینو پر ضد کمپاین او د ۱۹۵۵ کال د خلکو په کانګرس کې برخه واخیسته شهرت ته ورسېد. نوموړی په مکرر ډول د جنجال جوړونکو چارو د ترسره کولو په تور ونیول شو چې د ۱۹۵۶ کال د خیانت په محکمه کې له دغو تورونو پاک ووت. له مارکسیزم نه په اغېزمنتیا هغه په پټه د سویلي افریقا له کمونیست ګوند (SACP) سره یوځای شو. په داسې حال کې چې هغه د عدم تشدد پلوی و، اما وروسته له هغه چې له کمونیست ګوند سره اړیکې پیدا شوې، په ۱۹۶۱ کال کې یې د سویلي افریقا د ملي کانګرس وسله واله نظامي څانګه جوړه کړه او د دولت پر ضد یې د سبوتاژ کولو مبارزه پیل کړه. په ۱۹۶۲ کال کې په ریوونیا ایالت کې د دولتي واکمنۍ د له منځه وړو په تور د هماغه ایالت په محکمه کې په عمري بند محکوم شو.

مانډېلا د روبین ټاپو په پولسمور او ویکتور وریستر بندخونو کې ۲۷ کاله تېر کړل. خو په ۱۹۹۰ کال کې د داخلي او نړیوالو فشارونو سربېره د نژادي جګړې د رامنځته کېدو د ګواښ له امله ولسمشر فریدریک ویلیام دیکلېرک (F. W. de Klerk) نوموړی خوشی کړ.

مانډېلا د خپل ژوند په ډېره موده کې د بحث وړ څېره وه. له دې سره چې د ښي لوري منتقدینو هغه د یو کمونېست ترهګر په توګه باله، خو د کیڼ لوري افراطي پلویانو بیا هغه د اپارټایډ له ملاتړو سره د خبرو او سولې کولو لېوال ګاڼه، خو د خپلو فعالیتونو له مخې له نړیوال هرکلي سره مخ شو. نوموړی چې د دېموکراسي او ټولنیز عدالت نمونه بلل کېږي، د نوبل جایزې سربېره له ۲۵۰ څخه زیات ویاړونه ګټلي. په سویلي افریقا کې ورته ځانګړی احترام کېږي، چې تر ډېره په مادیبا نوم چې تمبو قبیلې ته اړوند دي پېژندل کېږي، همدارنګه  نوموړی د "ملت د پلار" په نوم هم یادېږي.

سیاسي ایدیالوژي

مانډېلا د یو افریقايي ملت پال او هم ایدیالوژیک ځایګي لرونکي په توګه وروسته له هغه وپېژندل شو کله چې د سویلي افریقا له ملي کانګرس سره یوځای شو، دی یو سوسیالېست هم وو. هغه د یوه روڼ اندي څېړونکي او سیاسي تیوري جوړونکي پر ځای تر ډېره عملي سیاستوال و. [۲]

د هغه سیاسي وده په کلکه سره د ده له حقوقي او عملی زده کړو سره تړلې وه، په ځانګړې توګه هغه مهال چې بدلون ته لاسرسی یې د تاوتریخوالي له امله نه بلکې د "قانوني انقلاب" له مخې غوښت. ده د خپل ژوندانه په دوران کې، لومړی له تشدد پرته لارو چارو کار اخیست، بیا یې تاوتریخوالي ته مخه کړه او ورپسې یې د خبرو او پخلاینې په موخه له تشدد پرته مسیر ځانته وټاکه. هغه مهال یې چې تاوتریخوالي ته مخه کړه، له دې امله وه چې نوره یې هېڅ ټاکنه نه لرله. هغه د عمل سړی و او غوښتل یې له همدې لارې خپل مخالفین د خبرو اترو مېز ته کښېنوي. هغه نه غوښتل په سویلي افریقا کې نژادي جګړه پیل کړي، له همدې امله یې د سپین پوستو وګړو پرځای د سپین پوستو د برترۍ سمبولونه په نښه کول. له دغه ډول تاوتریخوالو څخه ګټه اخیستنې ته لیوالتیا مانډېلا د ګاندېزم له ایدیالوژي جلا کاوه، ځکه ځینو مفسرینو یا تبصره کوونکو د مانډېلا او ګاندي د یوځای ښوولو هڅه کوله.[۳][۴][۵][۶]

د سیاسي کارپوهانو لکه بیتي ګلاد (Betty Glad) او رابرت بلانتون (Robert Blanton) په باور مانډېلا " فوق العاده ځیرک، هوښیار او وفادار مشر و". د هغه د ژوند لیک رسمي لیکوال، انتوني سامپسون (Anthony Sampson) څرګنده کړې چې هغه "د انځورګرۍ او اجرا کولو استاد و"، په مطبوعاتي انځورونو او ویناوو کې یې ځان ډېر عالي ښود. د هغه عامه ویناوې په ډېر رسمي او جدي ډول وې، چې تل به یې له کلیشه یي عباراتو په کې کار اخیسته. په عموم ډول یې په ارامه خبرې کولې او په ډېر پام سره یې کليمې کارولې. له دې سره چې هغه د یو ستر ویناوال په توګه نه ګڼل کېږي، خو ویناوې یې " د هغه د شخصي ژمنتیا، جذابیت او شوخ طبعي" څرګندویې وې.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

مانډېلا یو ځانګړی کس و تل به یې خپل احساسات پټ ساتل او په ډېرو کمو کسانو به یې باور کاوه. په خپل خصوصي ژوند کې کلک و، الکول یې نه څښل، سګرټ یې نه وهل او ان چې ولسمشر و د خپل خوب تخت به یې خپله جوړاوه. شوخ طبیعت یې درلود، او په قاطعیت او وفا کې یې شهرت درلود. په عمومي ډول به یې ټولو ته په ملګرتیا ډوله ښه راغلاست وایه او د مخالفانو په ګډون یې له هرچا سره په خبرو کې خپل ارامښت ساته.

رتبې، میډالونه، څلي او ویاړونه

مانډېلا د خپل ژوند په اوږدو کې، په سیاسي ډګر کې د لاسته راوړنو له امله له ۲۵۰ څخه زیاتې جایزې، ستاینلیکونه، نړیوالې جایزې، افتخاري درجې او د بېلابېلو هېوادونو تابعیت ترلاسه کړی. د ده په جایزو کې د نوبل د سولې جایزه، د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ نښان، د شوروي اتحاد د لینن د سولې جایزه، او د بشري حقونو په برخه کې د لیبیايي مشر قذافي نړیواله جایزه شاملېږي. په ۱۹۹۰ کال کې هند ورته د بهارت راتنا (Bharat Ratna) او په ۱۹۹۲ کال کې پاکستان ورته نشان پاکستان (Nishan-e-Pakistan) ورکړ. په همدې کال کې د ترکیې له خوا ورته د اتاترک د سولې جایزه هم وړاندې شوه، خو په ترکیه کې هغه مهال د بشر حقونو د نقض له امله لومړی ده رد کړه، خو وروسته یې په ۱۹۹۹ کال کې ومنله. نوموړی د کاتولیکې ایزابیلا رتبې او د کاناډا رتبې ته هم ونومول شو او همداشان لومړنی ژوندی کس و چې د کاناډا افتخاري تابعیت ورته ورکړل شو. ملکې دویمې الیزابیت هغه د سنټ جان د درجې د ستر صلیب په توګه وټاکه او د وړتیا درجه یې ورته ورکړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ۲۰۰۴ کال کې، ژوهانسبرګ (Johannesburg) مانډېلا ته د ښار ازادي ور وبښله او په ۲۰۰۸ کال کې د مانډېلا مجسمه په هغه ځای کې چې دی له بنده راخوشی شو، جوړه شوه. په ۲۰۱۳ کال کې د پخلاینې په ورځ، د مانډېلا به برونزو جوړه شوې مجسمه د پروتریا یووالي په ماڼۍ کې نندارې ته کېښودل شوه. د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مانډېلا د زوکړې ورځ، د جولای ۱۸ مه، د "مانډېلا د ورځې" په نوم اعلان کړه، چې په اپارټایډ مبارزه کې د ده د ونډې له امله وه. دغه سازمان په اپارټایډ ضد خوځښت کې د مانډېلا د ۶۷ کلن غړیتوب له امله له خلکو وغوښتل چې ۶۷ دقیقې د ځان لپاره نه د نورو لپاره کار وکړي. په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د بندیانو د ساتلو اړوند ستنډرډ قانون د "مانډېلا د قانون" په نوم د هغه میراث ته د درناوي په موخه ونوماوه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه

  1. "Mandela". Collins English Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lodge 2006، ص. ix.
  3. Ndlovu-Gatsheni 2014، ص. 907.
  4. Suttner 2007، ص. 122.
  5. Boehmer 2008، ص. 109.
  6. Boehmer 2008، ص. 102.
  7. Suttner 2007، صص. 119–120.
  8. Ndlovu-Gatsheni 2014، ص. 914.
  9. Boehmer 2008، ص. 107.
  10. Boehmer 2008، صص. 105, 108.
  11. Lodge 2006، ص. viii.
  12. (په 18 July 2012 باندې). How the awards have just kept flooding in. The Cape Times.
  13. "President Honors Recipients of the Presidential Medal of Freedom". The White House. 9 July 2002. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "List of all Bharat Ratna award winners". NDTV. 21 January 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 8 May 1989 باندې). Prizes: And the Winner Is .... Time.
  16. "Royal Decree 270/1999, 12th February 1999". Spanish Official State Gazette. 13 February 1999. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Canada presents Nelson Mandela with the Queen Elizabeth II Diamond Jubilee medal". Queen's Printer for Canada. 23 August 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Statement on the Ataturk Award given to Nelson Mandela". African National Congress. 12 April 1992. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 3 October 1992 باندې). Mandela in Pakistan. Independent Print Limited
  20. (په 19 November 2001 باندې). Mandela to be honoured with Canadian citizenship. CBC News
  21. "The Order of Merit". Royal Insight. November 2002. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Madiba conferred freedom of Johannesburg". Gauteng Provincial Government. 27 July 2004. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Stern, Jennifer (27 August 2008). "Long walk immortalised in bronze". Media Club South Africa. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 16 December 2013 باندې). Nelson Mandela statue unveiled in Pretoria by Zuma. BBC News.
  25. Battersby 2011, p. 601; (په 11 November 2009 باندې). UN gives backing to 'Mandela Day'. BBC News.
  26. کينډۍ:Cite report