ولکه درلودل او تسليمي
ولکه درلودل او تسليمي يا ځانسپارنه (په انګرېزي: Dominance and submission) چې ورته D/s یا ډام او ساب هم ویل کېږي، د هغو چلندونو ټولګه ده چې يو څوک غواړي د جنسي اړیکو يا د ژوند سټايل په برخه کې د بل چا تر ولکې لاندې وي او يا پر بل چا ولکه ولري؛ په واضح توګه يعنې د مرييتوب احساس لري، په جنسي اړیکو کې غواړي د فاعل تر ولکې لاندې اوسي یا همداراز غواړي پر بل چا ولکه او کنټرول ولري. دغو دواړو ډولونه ته ولکه غوښتونکي او ولکه منونکي ويل کېږي چې د بي-ډي-ايس-ايم له کورنۍ څخه يوه کړنه ده.
دا ډول اړيکې یوازې فیزیکي او جسمي شتون ته اړتيا نه لري کله کله ښايي د موبايلي خبرو او پېغامونو له لارې هم ترسره شي. په D/s کې دواړه خواوې له ولکې درلودلو او ولکې منولو(مرييتوب) څخه خوند اخلي او يا په جنسي برخه کې شهوت ترلاسه کوي. د بېلګې په توګه؛ دغه ډول کسان له مخکې رضايت سره لري او د جنسي اړيکو پرمهال يو فاعل يې ولکه نيونکی وي او مفعول ولکه منونکی يا غلام وي، توپير نه لري چې فاعل ښځه وي که نارينه. په ځينو کسانو کې ښځه فاعله ولکه ټينګوونکې وي او نارينه غلام وي، په ځينو حالتونو کې بيا ښځه. يعنې دا کار په جنسيت پورې اړه نه لري. ولکه نیوونکی د جنسي اړیکې پرمهال ولکه منونکی/ې وهي او شکنجه کوي، یو کس له غلامۍ څخه خوند اخلي، بل کس له واک لرلو او د درد ورکولو څخه خوند اخلي. ځينې ډاکټران دا ډول کړنه اروایي اختلال ګڼي خو ځینې يې نورماله خوښه ګڼي.[۱]
د ډي/ايس ډولونه
[سمول]په يوې ډيايس اړيکې کې ښايي ډېر جنسي شريکان ګډون وکړي: چې یو نفر یې د ولکه ټينګوونکي فاعل په توګه پر نورو جنسي شریکانو ولکه او غلبه ټينګوي. په دې ډول اړیکو کې ښايي دوه دوه دننه سره یوځای وي يعنې که شپږ تنه سره ګډ وي یوه ښځه او نر له يوبل سره سکس کوي، يا ښایي له يوې ښځې سره دوه درې تنه سکس وکړي، په ډيايس اړیکو کې احساسات او رومانټيکې مینه نشته، هماغه د ولکې او تسلیمۍ په توګه خپل کړنې کوي. ښايي جنسي شريکان د يوبل سره مینه ولري يا یې ونه لري خو دلته دا ډول د بي-ډي-ايس-ايم کړنې کوي. ډيايس اړیکې ښايي له جنسي اړیکو پرته په جسماني ځورونو هم ترسره شي.
لکه څنګه چې يادونه وشوه په ډله ييزه توګه اړيکې ترسره کېدل پکې شته، خو کله کله ښايي دوه شريکان دا ډول کړنې له يو بل سره کوي. په دې ډول اړیکو کې ښايي ولکې منونکی جنسي شريک د حيوان په څېر فعاليتونه هم ترسره کړي، يعنې یو تن سپی وي مقابل لوری یې څښتن وي، په غاړه کې یې د سپي په څېر زنځير وي. دواړه له خپلو رولونو څخه خوند اخلي.
خونديتوب
[سمول]دا ډول اړيکې خورا ډېر خطرونه له ځان سره لري، ځکه دا ډول اړیکې تر ډېره اروایي دي. یو له ترټولو لوی څېر چې له ډيايس اړیکو سره تړلی دی اروایي ستونزې دي. ځینې نور يې له باور څخه ناوړه ګټې اخيستنې دي، د بېلګې په توګه:
- د ولکه ټينګوونکي لخوا پر ولکه منونکي باندې جنسي، جسمي او کلامي تاوتريخوالی
- په ولکه منونکو کې له ځان څخه د کرکې احساسات
- او داسې نور...
ورته ليکنې
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ Fedoroff, Paul J. (2008). "Sadism, Sadomasochism, Sex, and Violence". Canadian Journal of Psychiatry. 53 (10): 637–646. doi:10.1177/070674370805301003. PMID 18940032.
{{cite journal}}
: Invalid|ref=harv
(help)