ولادېمير افاناسېويچ لياخوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي اتحاد پيلوټ – تشياليونى او له افغان تشیالیوني عبدالاحد مومند سره په يوه تشيال الوتنه كې ملگرى ولاديمير افاناسېويچ لياخوف د ۱۹۴۱ ز كال د جولاى پر ۲۰ د پخواني شوروي اتحاد د اوكراين جمهوريت د ((وروشيلوفگراد)) ولايت د ((انتراڅيت)) ښار (اوسني لوگانسكايا ولايت) د يوه كارگر په كورنۍ كې زېږېدلى دى . د ده پلار له المان سره د شوروي اتحاد په جگړه كې وژل شوى دى . ((لياخوف)) د منځني ښوونځي له پاى ته رسولو نه وروسته د پيلوټانو د روزنې په ښوونځي كې زده كړې كولې، وروسته بيا د ((خاركوف)) ښار په لوړ پوځي هوايي پوهنتون (كالج) كې شامل شو . پر ۱۹۶۴ ز كال يې كالج پاى ته ورساوه .

دندې

ولادیمیر لیاخوف د کالج له پای ته رسولو نه وروسته په پوځي هوايي ځواكونو كې دنده ترسره كوله . پر ۱۹۶۷ ز كال د شوروي تشياليونو په ډله كې شامل شو . په ((سايوز)) ډوله تشيال بېړيو او د مدار په ((ساليوت)) ډوله تشيال تمځيو كې يې د الوتنې او كار كولو په برخه كې بشپړ كورس پاى ته ورساوه . تشيال الوتنو ته له چمتووالي سره هممهال يې د گاگارين په نامه په پوځي هوايي اكاډمۍ كې هم زده كړې كولې، چې پر ۱۹۷۵ ز كال يې پاى ته ورسوله . بيا يې د پيلوټانو – ازمايښت كوونكو ښوونځى پاس كړ . په بېلابېلو مخبېلگو الوتكو كې يې د پيلوټۍ مهارت خپل كړ او ۱۳۰۰ ساعته الوتنه يې وكړه . د ۱۹۷۸ ز كال د جون پر ۱۵ د ((سايوز – ۲۹)) ډوله تشيال بېړۍ په الوتنه كې يې د مرستندوى په توگه برخه درلوده . لياخوف د ۱۹۷۹ ز كال د فبرورۍ پر ۲۵ له والېري ويكتروويچ ريومين سره لومړى ځل په ((سايوز – ۳۲)) ډوله تشيال بېړۍ كې تشيال ته الوتنه وكړه . د ۱۷۴ شواروزو په بهير كې يې په ((ساليوت – ۶)) تشيال تمځي (مدار تمځي) كې كار وكړ . د ۱۹۷۹ ز كال د اگسټ پر ۱۹ په ((سايوز – ۳۴)) ډوله تشيال بېړۍ كې ځمكې ته راستون شو . په تشيال كې دده د اوسېدو مهال ۱۷۵ ورځې، ۳۵ دقيقې او ۳۷ ثانيې وو، چې د هغه مهال لپاره تر ټولو اوږده تشيال الوتنه وه .

د انتر کوسموس په پروگرام کې تشیال ته الوتنې

تشیالیوني لیاخوف په راتلونكې كې د ((انتركوسموس)) د پروگرام له مخې تشيال الوتنو ته چمتووالى كاوه او په دې توگه د باندينيو هېوادو له تشياليونو سره لكه د ۱۹۸۱ ز كال د مارچ پر ۲۲ په ((سايوز – ۳۹)) ډوله تشيال بېړۍ كې د مرستندوى او دويم پيلوټ په توگه د منگوليا له تشياليوني سره په الوتنه كې ملگرى وو . له دې نه وروسته يې په ((ساليوت – ۷)) تشيال تمځي كې د كار كولو لپاره چمتووالى وكړ . لياخوف د ۱۹۸۳ ز كال د جون له ۲۷ نه د نوامبر د ۲۳ تر پايه له الېكساندر پاولوويچ الېكساندروف سره په ((سايوز – T – ۹)) بېړۍ كې تشيال ته الوتنه وكړه او د همدغې بېړۍ بولندوى وو . په ((ساليوت – ۷)) تشيال تمځي كې يې كار وكړ . په تشيال كې يې د پاتې كېدو ټول مهال ۱۴۹ ورځې، ۱۰ ساعته او ۴۶ دقيقې وو . په راتلونكي كې يې يو ځل بيا له نړيوالو تشياليونو سره په نړيوال پروگرام كې الوتنو ته چمتووالى وكړ . د ۱۹۸۸ ز كال د جون پر ۷ د شوروي اتحاد او بلغاريا د گډې تشيال الوتنې د (( سايوز – TM – ۵)) تشيال بېړۍ په تشكيل كې د الوتنې د پيل كېدو پر مهال شامل وو .

اخځونه

  1. په تشیال کې لومړنی افغان ، محمد طاهر کاڼی راټولونه او ژباړه ، د ۱۳۹۰ لمريز (۲۰۱۱) زېږدي کال چاپ .
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/%CB%FF%F5%EE%E2,_%C2%EB%E0%E4%E8%EC%E8%F0_%C0%F4%E0%ED%E0%F1%FC%E5%E2%E8%F7[مړه لينکونه]