ورځ (خپرونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ورځ خپرونه يا دوه مياشتينۍ مجله د ننگرهار او پېښور څخه خپرېدونکې دوه مياشتينۍ خپرونه ده چې پوهنيزه د ټولنې روانو چارو ، تاریخ ، هڅوبيزو هلو ځلو ته او ادبي ، سياسي رپوټونو ته ځانگړې شوې ده . دغه خپرونه د ۱۹۹۸م.ز کال کې پښتونخوا کې پیل شوه او ننگرهار کې هم خپرونې لري .

د خپرونې مخينه

د ورځ خپرونې بنسټگر

د ورځ خپرونې بنسټگر د افغانستان د پوهنتون د ساينس پوهنځۍ پخوانی استاد امام الدين ساپی دی . دغه خپرونه د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز څخه لکه د اُلفت خپرونه ، واخان خپرونه او داسې څو نورو پشان خپرونو خپرېږي . د دغه څېړنيز مرکز بنسټ علمي جرگې ايښی او امام الدین ساپی يې هم غړی هم بنسټگر ياد شوی .

لیکونکې ډله

د ورځ خپرونې په لیکونکو ډله کې د خپرونې علمي جرگه يادېږي چې تر ډېره د ننگرهار د پوهنتون پخواني استادان ، افغان ځايي خبريالان او خواره واره د افغانستان او پښتونخوا پښتانه لیکوالان او شاعران په دې علمي جرگه کې رانغاړل . له دغو څخه د استاد قتيل خوږياڼی ، حبيب الله رفيع ، قدرت الله حداد فرهاد، محمد آصف صميم ، سردار خان سيرت ، الحاج احمد شاه پوپلزی اجمل اټک يوسفزی ، محمد طاهر بورگی ، فاتح الملک ننگ يوسفزی ځانگړي غړي يادېږي .

سرچينې