اجمل اټک يوسفزی
اجمل اټک يوسفزی يوشاعر او لیکوال دی چې تر د طالبانو پر مهال يو فعال خبريال و.
مخينه
[سمول]اجمل اټک يوسفزی د ننگرهار د کامې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
زده کړې
[سمول]ښاغلي اجمل يوسفزي خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي. اټک په ١٣٧٦ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانگې نه بريالی وواته. هغه اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی.
په هېواد کې ېې دندې
[سمول]اټک يوسفزي برسېره پر دې چې ېې فرهنگي هلې ځلې کړې دي ، د طالبانو پر وخت د بلخ پوهنتون د ریس په توگه ېې هم دنده ترسره کړې ده . همداسې په کډوالۍ کې ېې د ورځ مجلې ، ښاخۍ مجلې، او واخان سره همکار پاتې شوی دی. اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنگيانو او فرهنگپالو ملگرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنگي بهير بنسټ ايښی چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نه وي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنگپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی.
پنځونې او راټولونې
[سمول]- رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)
- د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولگه -١٣٧٨)
- د ځنگل ځناور(١٣٨١)
- ارگ يا مرگ -٢٠٠٢ع
- پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع)
- د جنت دېوالونه (طنزي ټولگه)
- زما زړه (شعري ټولگه )
- د بودا سلگۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ)
- نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ)
- يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی شفيق اند او ژوند - ناچاپ )
- بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ )
- سيند په منگوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )
- ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو گډ جونگ - ناچاپ )