والټر روتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والټر روتر
والټر روتر
والټر روتر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ سپټمبر ۱۹۰۷[۱][۲][۳][۴]
مړینه 9 مې 1970 (63 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
د امریکا سوسیالېست ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

والټر فیلیپ ریوتر (سپتمبر ۱، ۱۹۰۷ ز– مۍ ۹، ۱۹۷۰ ز) د منظم کار امریکایی مشر او د مدني حقونو فعال و، چې د متحده اټوموبیل کارګرانو اتحادیه (UAW) يې د امریکا د تاریخ د کارګرانو په یوه تر ټولو مخکښو اتحادیو بدله کړه. هغه د کارګرانو خوځښتونه یوازې د ګټې د ځانګړو ډلو په سترګه نه کتل، بلکې هغه يې په ولسواکو ټولنو کې د ټولنیزعدالت او بشري حقونو د لوړاوي وسیلې ګڼلې. هغه د UAW له سرچینو او اغېز څخه د کارګرانو د حقونو، مدني حقونو، د ښځو حقونو، نړیوالې روغتیايي پاملرنې، عامه زده کړه، ارزانه کورونو، ژوندچاپېریالیزه څارنو او د نړۍ په هر ګوټ کې د هستوي وسلو د نه پراختیا اړوند غږ پورته کولو په موخه کار واخیست. هغه د سویډن په څېر د ټولنیزې ولسواکۍ او د سوله ییزې مدني سرغړونې له لارې د ټولنیز بدلون ملاتړ کاوه. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې له جورج مینې سره یوځای د AFL-CIO بنسټ کېښود. هغه د ترور له دوو پېښو ژوندی وتلی دی، چې یوه پېښه هغه مهال رامنځته ته شوه، چې دی په پخلنځي کې و او له کړکۍ څه پرې د ۱۲- ډزه توپانچې ډزې وشوې. هغه د UAW څلورم او ترټولو د ډېر وخت لپاره مشر و، چې د ۱۹۴۶ز کال څخه نیولې، بیا په ز کال کې تر وفات کېدو پورې يې خدمت وکړ.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

روترد متقاعدینو او د هغوی د کورنۍ غړو په ګډون د پنځه میلیونه کارګرانو مشر و او د امریکا په دموکرات ګوند کې يې ډېر نفوذ درلود. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال، ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ به ډېر ځله له هغه روتر سره سلا مشوره کوله او هغه يې "خپل ځوان سورسری انجنیر" باله. هغه په ۱۹۶۰ز کال د جان اف کنیډي له خوا د ولسمشر مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۶۱ز کال کې د خوګانو خلیج پېښې څخه وروسته، ولسمشر جان اف کنیډي کیوبا هېواد ته روتر واستاوه، تر څو د فیډل کاسټرو د زندانیانو د تبادلې خبرې اترې مخته یوسي. هغه د سولې ډ‌لو (Peace Corps) د جوړولو مخکښ مشر و او په ترتیب سره يې، په ۱۹۶۴ز کال کې د مدني حقونو قانون، په ۱۹۶۵ز کال کې د رایې د حقونو قانون او د زړو خلکو د روغتیاپالنې بیمې او د بېوزلو خلکو د روغتیا بیمې او د وړ(مناسب) هستوګنځي قانون څخه د ملاتړ سرلاری و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

هغه په ۱۹۶۴ ز او ۱۹۶۵ ز کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر لینډن جانسن سره هره اوونۍ ناستې درلودې او د بېوزلې پر وړاندې د مبارزې د سترې ټولنې پر پالیسیو او قانون جوړونې يې بحث کاوه. د جمهوريت غوښتونکو ګوند د روتر پر وړاندې یې له احتیاط څخه کار اخیست او ان د ولسمشرۍ نوماند ریچارډ نیکسن د ۱۹۶۰ز کال د ټاکنو په بهیر کې، د جان اف کینډي په اړه ویلی و چې: "زما په فکر د یوه ملت لپاره دا ډېره د زیان خبره ده، چې ولسمشر يې ټاکنې وګټي او په پایله کې د والټر روتر په څېر د یوه سیاسي مشر اسیر واوسي." محافظه کار سیاستوال باری ګولډواټر په ډاګه کړه چې: "[روتر] زموږ د هېواد لپاره د سپوتنیک او یا د شوروي اتحاد له هر څه څخه خطرناک و. په ۱۹۵۵ز کال کې د پولیتزر جایزې ګټونکی تاریخپوه کشر آرتور شلیسینګر لیکي: "والټر پي روتر، د UAW فوق العاده وړ او ذهین مشر به په راتلونکې یوه لسیزه کې د امریکايي سیاست تر ټولو پیاوړی سړی وي."[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د کشر مارتین لوترکینګ او د مدني حقونو خوځښت پياوړي متحد روتر له کینګ سره یوځای په ډيترویت، سېلما، برمنګهم، مونتوګومیري او جکسون کې لاریونونه راواېستل. کله چې کینګ او د ماشومانو په ګډون نور خلک د الاباما آیالت په برمنګهم سیمه کې زنداني شول او کینګ د برمنګهم زندان څخه خلک نامتو لیک ولیکه، روتر د لاریون کوونکو د ژغورنې لپاره ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالره راټول کړل. هغه د ۱۹۶۳ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه، پر واشنګټن د لاریون په تنظیم او تمویل کې مرسته وکړه او د لینکلن یادڅلي په پوړیو کې يې لږ مخکې له هغه وینا وکړه چې، کینګ به نېشنل مال کې د "زه یو خوب لرم" په نامه خپله تاریخي وینا وړاندې کړي. د سزار چاوېز او د یوناینټيډ فارم کارګرانو اتحاديې د ملاتړي په توګه، هغه له رابرټ اف کنیډي څخه وغوښتل چې، د چاوېز لیدو ته ورشي او ملاتړ یې وکړي. هغه د رنګینو وګړو د پرمختګ لپاره د ملي انجمن (NAACP) د رئیسانو په بورډ کې خدمت وکړ او د دموکراټیک عمل لپاره د امریکایانو ټولنې یو له بنسټګرو څخه و. د مادام العمره ژوندچاپېریال پال (environmentalist) په توګه، روتر د ۱۹۷۰ز کال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نېټه د ځمکې نړیوالې ورځې د لومړنی نمانځغونډې په تمویل او تنظیم کې مهم رول ولوباوه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ځمکې نړیوالې ورځې د اصلي ملي تنظیمونکی ډېنیس هېس په وینا: " د ځمکې نړیوالې ورځې لومړنۍ نمانځغونډه، د UAW پرته نه کامیابېده."

روتر ته په ۱۹۵۵ز کال کې د هغه تر مړینې وروسته، د ولسمشر بېل کلنټن له خوا د ولسمشرۍ د آزادۍ مډال ورکړل شو. په دې مراسمو کې ولسمشر بېل کلېنټن وویل: "والټر روتر د خپل وخت څخه ډېر وړاندې فکرکوونکی  او یو دوراندېش امریکایی و چې ۲۵ کاله وړاندې وفات شو، زموږ ولس تر اوسه د هغه خوبونه په رښتیا بدل کړي نه دي." روتر د ټایم( مجلې) له خوا د شلمې پېړۍ د یو له ۱۰۰ اغېزمنو خلکو په توګه وپېژندل شو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کار د برخې اېډېټر اې اېچ راسکین داسې ولیکل: "که د یوه سړي د مغز چټکتیا، د هغه د پښو له سرعت سره یو شان وای، والټر روتر به د المپیک اتل و." د مشیګان آیالت والي جورج رامنې یوځل وویل: "والټر روتر د ډیټرویت تر ټولو خطرناک سړی و، ځکه هېچا دومره مهارت نه درلود، چې د ټولنې د شته بڼې له ګډوډلو پرته انقلاب رامنځته کړي." [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د ویسټ ویرجینا د ویلینګ په سیمه کې د روتر د زوکړې ځای

ماشومتوب، ځواني او زده کړې[سمول]

روتر د ویسټ ویرجنیا آیالت په ویلینګ سیمه کې د ۱۹۰۷ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د انا (سټاکر) په نامه مور او والنټاین روتر په نامه پلار څخه زېږېدلی دی. مور او پلار يې دواړه جرمني-امریکايي وو. د هغه پلار والنټاین د آس-ګاډۍ چلوونکی او د سوسیالیست اتحاد تنظیمونکی و، چې په ۱۱ کلنۍ کې له جرمني څخه امریکا ته راکډه شوی وی. والټر پنځه وروڼه او خویندې درلودل ،چې په ترتیب سره له مشر څخه کشر ته په دې توګه ذکر شوي دي: ټېډ، والټر، رای، ویکټور او کریسټین. والنټاین هره یکشنبه د خپلو زامنو تر منځ بحثونه ترتیبول او د ټولنیزو مسئلو په اړه يې هغو ته د سملاسي فکر ورکولو روزنه ورکوله، لکه:  ژېړ، ژورنالیزم، د ماشومانو کار، د ښځو د رایې حق او مدني حقونه. روتر وروسته کیسه کوي: "موږ له خپل پلارڅخه د سوداګرۍ اتحادیو فلسفه زده کړه. موږ هره ورځ د کارکوونکو خلکو منډې ترړې، هیلې او ارمانونه ولیدل." په ماشومتوب کې، هغه او وکټور یې له خپل پلار سره زندان ته د یوګين وي ډېبز لیدو ته لاړل. یوګین د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په جګړه کې د ګډون نه کولو له امله زندان ته اچول شوی و. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

روترخېلو سپما کوله او دا يې زده کړل چې باید بېځایه لګښت ونه کړي. د پیسو د سپما په موخه به د والټر موراو انا، خپلو زامنو ته د اوړو د بوریو څخه چوټې جوړولې. کله چې د یوه بوتل د چاودنې له امله ولنټاین څه ناڅه ړوند شو، والټر کورنۍ ته د عاید راوړلو په موخه په نهه کلنۍ کې مزدورکاري پیل کړه. هغه په لسم ټولګي کې له ښوونځي څخه واېستل شو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه يې، په یوه ځايي فابریکه(کارخانه) کې کار پیل کړ. هغه په عملي توګه ،د کارګرانو لپاره د ناکافي خوندیتابه لاروچارو په اړه هغه مهال زده کړه وکړه، کله چې يې یو ۴۰۰ پونډه دړه(تخته) له درېو کسانو سره په ګډه پورته کوله، مګر ترې وغورځېده او د پښې غټه ګوته يې ورته ټپي کړه. [۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64f1rdd — subject named as: Walter Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2262 — subject named as: Walter Philip Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/reuther-walter-philip — subject named as: Walter Philip Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002698 — subject named as: Walter P. Reuther — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۵ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  6. (په December 9, 2015 باندې). Hall of Honor Inductee: Walter P. Reuther. United States Department of Labor.
  7. "On the Union Front : Look at Walter Reuther gives insight into the evolution and decline of American labor and liberalism : THE MOST DANGEROUS MAN IN DETROIT: Walter Reuther and the Fate of American Labor, By Nelson Lichtenstein (Basic Books: $35; 592 pp.)". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). December 17, 1995. د لاسرسي‌نېټه June 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Nonviolence | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه June 1, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. University, © Stanford; Stanford; California 94305 (June 21, 2017). "Reuther, Walter Philip". The Martin Luther King, Jr., Research and Education Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه June 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Walter P. Reuther". reuther100.wayne.edu. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Walter Reuther | AFL-CIO". aflcio.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. د کتاب پاڼي 383. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Halberstam, David (1986). The reckoning (الطبعة 1st). New York: Morrow. د کتاب پاڼې 345. OCLC 13861133. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780688048389. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. د کتاب پاڼي 233. OCLC 701015405. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  15. Cosgrove, Ben. "Head to Head: JFK and RFK, Los Angeles, July 1960". Time (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر November 14, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Roberts, Sam (September 25, 2019). "Robert Boyd, Journalist Whose Reporting Shifted an Election, Dies at 91". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه November 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. 1943–, Carew, Anthony (1993). Walter Reuther. Manchester: Manchester University Press. د کتاب پاڼې 101. OCLC 27676666. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780719021886. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  18. "The Stanford Daily 7 April 1964 — The Stanford Daily". stanforddailyarchive.com. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. 1960–, Boyle, Kevin (1995). The UAW and the heyday of American liberalism, 1945–1968. Ithaca: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 144. OCLC 32626436. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801485381. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  20. (په May 15, 2014 باندې). 'An Idea Whose Time Has Come' and 'The Bill of the Century'. The New York Times.
  21. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. د کتاب پاڼي 235. OCLC 701015405. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  22. 1948-, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. د کتاب پاڼي 235. OCLC 701015405. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  23. "Social Security History". www.ssa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. د کتاب پاڼي 235. OCLC 701015405. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  25. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. د کتاب پاڼي 248. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Frank., Cormier (1970). Reuther. Eaton, William J. Englewood Cliffs, N.J.: Prentice-Hall. د کتاب پاڼي 376. OCLC 91809. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780137793143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Krugman, Paul R. (2007). The conscience of a liberal (الطبعة 1st). New York: W.W. Norton & Co. د کتاب پاڼي 111. OCLC 154706837. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780393333138. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jr, Arthur M. Schlesinger (September 8, 2017). The Vital Center: Politics of Freedom (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-30178-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Meet the 1963 March on Washington Organizers | BillMoyers.com. BillMoyers.com.
  30. "Region 8". www.uawregion8.net. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Reuther, Walter Philip". kinginstitute.stanford.edu. June 21, 2017. د لاسرسي‌نېټه December 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Living Force. د کتاب پاڼي 339. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Walter P. Reuther Library (225427) Civil Rights, Demonstrations, "Meredith March Against Fear," Mississippi, 1966". reuther.wayne.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه March 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Lake Orion, Michigan: LivingForce Publishing. د کتاب پاڼي 350. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Dickmeyer, Reuther, Elisabeth (2004). Putting the World Together: My Father Walter Reuther: The Liberal Warrior. Lake Orion, Michigan: LivingForce Publishing. د کتاب پاڼي 237. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. . Meet the 1963 March on Washington Organizers | BillMoyers.com. BillMoyers.com.
  37. Dreier, Peter (2012). The 100 Greatest Americans of 20th Century: A Social Justice Hall of Fame. New York: Bold Type Books. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "NAACP letterhead from November 24,1964, listing board members" (PDF). د لاسرسي‌نېټه February 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. . ADA's History – Americans for Democratic Action. Americans for Democratic Action.
  40. (په April 22, 2010 باندې). Labor and environmentalists have been teaming up since the first Earth Day. Grist.
  41. Public Papers of the Presidents of the United States, William J. Clinton. United States Government Printing Office. 1996. د کتاب پاڼي Book II, page 1516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په June 6, 1999 باندې). TIME 100 Persons of The Century. Time.
  43. Bonier, David (February 20, 2018). Whip: Leading the Progressive Battle During the Rise of the Right. www.presidency.ucsb.edu. د کتاب پاڼې 562. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781947951037. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. د کتاب پاڼي 88. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Congressional Record, House of Representatives, Statement by Irving Bluestone" (PDF). U.S. Government Publishing Office. June 29, 1970. د کتاب پاڼې 21886. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. 1948–, Dreier, Peter (2012). The 100 greatest Americans of the 20th century : a social justice hall of fame. New York: Nation Books. د کتاب پاڼي 234. OCLC 701015405. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781568586816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  47. http://www.biography.com/people/walter-reuther-21402271
  48. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. د کتاب پاڼي 14. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Reuther, Victor G. (1978). The brothers Reuther and the story of the UAW : a memoir (الطبعة UAW special). Boston: Houghton Mifflin. د کتاب پاڼي 36–37. OCLC 26295254. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780395275153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Walter P. Reuther". reuther100.wayne.edu. د لاسرسي‌نېټه March 18, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په June 13, 1976 باندې). The Brothers Reuther. The New York Times.
  52. Halberstam, David (1986). The reckoning (الطبعة 1st). New York: Morrow. د کتاب پاڼې 336. OCLC 13861133. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780688048389. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Reuther., Dickmeyer, Elisabeth (2004). Putting the world together : my father Walter Reuther, the liberal warrior. Lake Orion, Mich.: LivingForce Pub. د کتاب پاڼي 18. OCLC 57172289. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780975379219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. JAMES., TENEYCK (2016). LIFE AND TIMES OF WALTER REUTHER. [S.l.]: PAGE PUBLISHING, INC. د کتاب پاڼې 264. OCLC 975986306. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781683482086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)