واسلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
واسلین

واسلین (په انگرېزي:Petroleum jelly) د هیدروکربن د نیمې جامد ترکیب دی چی د نفت څخه لاس ته راځی. په اوس وخت کې واسلین په ځانکړی ډول په درملتون کی د ملهم د جوړولو لپاره کارېږی.

تاریخ

واسلین په ۱۸۵۹ کال کی کشف شو. په دی وخت کی خلکو واسلین د سوځېدلو لپاره کارول. واسلین د سوځېدونکی، بې څکه، بې وږم یو ماده ده چی ژیږ یا سپین رنگ درلودلای سی. دغه ماده یوازي په کلروفرم،بنزن، کربن دی‌سولفید او ترپنتين کی حلېږی.