هېنري واډسورت لانګفیلو
| هېنري واډسورت لانګفیلو | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۷ فېبروري ۱۸۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
| مړینه | 24 مارچ 1882 (75 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۰][۱۱][۱۲] |
| استوګنځای | مین |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ژباړن/ه ، شاعر [۱۱]، ليکوال [۱۰][۱۸] |
| کاروونکې ژبه | اېټاليايي ژبه ، اسپانيايي ژبه ، انګليسي ژبه [۲][۱۹][۱۲]، فرانسوي ژبه ، پرتګالي ژبه ، جرمني ژبه |
| کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
| مؤثر | دانتې الیګيري ، چارلېز ډيکېنز |
| خوځښت | Romanticism |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
هېنري واډسورت لانګفیلو (زېږون د ۱۸۰۷ د فبروري ۲۷م - مړینه د ۱۸۸۲ کال د مارچ ۲۴مه) یو امریکایی شاعر او روزونکی و چې "پاول رېورېز رايډ" ، د هېواتا سندره او ايوانجلین د هغه له اثارو څخه وو. هغه لومړنی امریکایی و چې د ډانټ علیګېري کامیډي يې وژباړه او د نیوانګلنډ د اور تر څنګ (fireside poets)څخه و.
لانګفیلو د پورټلنډ په مېن کې چې هغه مهال د ماساچوسېټ برخه وه، زېږېدلی. هغه په باوډېن کالج کې زده کړې وکړې او په اروپا کې تر یوې مودې ژوند کولو وروسته په باوډن او ورپسې په هاوارډ پوهنتون کې استاد شو. د هغه لومړنۍ لویې شعري ټولګې د شپې غږونه (چې په ۱۸۳۹ کال کې خپره شوه) قصیدې او نور شعرونه (۱۸۴۱ کال) دي. هغه په ۱۸۵۴ کال کې له تدریس څخه تقاعد شو تر څو په خپلو لیکنو تمرکز وکړي او خپل پاتې عمر یې د ماساچوسېټ په کمبرېج کې د جورج واشنګټن په انقلابي جګړه کې تېر کړ. د هغه لومړۍ مېرمنه ماري پاټر په ۱۸۳۵ کال کې د یو ماشوم تر سقط/ لرې کولو وروسته ومړه. د هغه دویمه مېرمن فرانسېس اپلېټون په ۱۸۶۱ کال کې کله چې په اورلګېدنه کې د هغې کمیس اور واخیست ومړه. لانګفیلو د هغې تر مړینې وروسته د یوې مودې لپاره له شعر لیکلو سره ستونزه لرله او له بهرنیو ژبو څخه يې د اثارو پر ژباړه تمرکز درلود. لانګفیلو په ۱۸۸۲ کال کې ومړ.
لانګفولو ډېر غزلونه ولیکل چې د موسیقیت او تر ډېره د نکلي او افسانوي داستانونو د وړاندې کولو له امله پېژندل شوي وو. هغه د خپل وخت تر ټولو وتلی امریکایي شاعر و او له هېواده بهر یې هم لاسته راوړنې لرلې. له اروپایي سبک څخه د تقلید او ډېرو احساساتي شعرونه د ویلو له امله پر هغه نيوکه شوې.
کار او ژوند
[سمول]د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]لانګفیلو د ۱۸۰۷ کال د فبرورۍ په ۲۷ د سټېفن لانګفیلو او زېلپا (واډزورث) لانګفیلو په کور کې د پورټالنډ په مېن کې چې هغه مهال د ماساچوسېټ یوه ولسوالي وه نړۍ ته راغلی. هغه په هغه ځای کې لوی شو چې اوس مهال د واډزورث - لانګفیلو د کور په نوم پېژندل کېږي. د هغه پلار یو وکیل و او مورنی نیکه یې پلېګ واډزورث د امریکا په انقلابي جګړه کې جنرال او د پوځ غړی و. د هغه نوم د ماما له نوم هېنري واډزورث څخه اخیستل شوی و، چې د سمندري پوځ استازی/ دویم بریدمن و، هغه په نږدې دریو تېرو کلونو کې د طرابلس په جګړه کې مړ شوی و، هغه له اتو ماشومانو څخه دویم و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
لانګفیلو له هغه انګلیسي استعمارګرانو څخه و چې د ۱۶۰۰ لسیزې په لومړیو کې په نیوانګلنډ کې مېشت شول. چې د مېفلاور، ریچارډ وارن، وېلیم بريوېسټر سیلانیان او جان او پرسیلا الډون د خپلې لور الیزابېت پابوډي له لارې چې په پلیموت مستعمره کې زېږدلې لومړۍ ماشومه وه، شامل وو.[۲۶][۲۷]
لانګفیلو په درې کلنۍ کې په یوه ډَم ښوونځي (د ماشومانو لپاره یو ډول کوچنی خصوصي ښوونځی چې په سیمه کې د یوې ښځې له خوا په لږ فیس سره مخته وړل کېده، ژباړن) او په شپږ کلنۍ کې د پورټلنډ په خصوصي اکادمۍ کې شامل شو. په هغه ځای کې د اوسېدو پر مهال یې خورا شهرت ډېرې لاسته راوړنې او له لاتیني ژبې سره بلدتیا ومونده. مور یې هغه لیک او لوست ته وهڅاوه او له روبېن سون کروزوي او ډان کېژویټ سره یې معرفي کړ. هغه خپل لومړی شعر د ۱۸۲۰ کال د نوامبر په ۱۷ په پورټلنډ ګزېټي (Portland Gazette) کې خپور کړ چې د " لاوال ډنډوکي د جګړې" په نوم يوه میهني او تاریخي څلوریزه وه. هغه تر څوارلس کلنۍ پورې په پورټلنډ کې زده کړې وکړې. هغه د خپل ماشومتوب ډېر اوړي د خپل نېکه پلېګ په کرونده کې د مېن سيمې په هېرم ښارګوټي کې تېر کړل.[۲۸][۲۹][۳۰]
لانګفیلو په ۱۸۲۲ کال کې د ۱۵کلنۍ په عمر له خپل ورور سټيفن سره د مېن په برونسوېک کې په باوډوین کالج کې شامل شو. نېکه یې د یاد کالج بنسټ اېښودونکی او پلار یې د پوهنتون د ګټو د چارو سمبالوونکی و. لانګفیلو هلته له ناتانیل هاثورن سره ولیدل چې د ټول عمر لپاره یې ملګری شو. هغه مخکې له دې چې په ۱۸۲۳ کال کې په درېيم منزل کې چې اوس د وېنټروپحال په نوم یادیږي مېشت شي د څه مودې لپاره له یو روحاني سره پاتې شو. هغه د پېسېنین له ټولنې سره چې د فېدرالیستي تمایلاتو د زده کوونکو یوه ډله وه یو ځای شو. لانګفیلو په خپلو وروستیو کلونو کې د خپلو هیلو په اړه خپل پلار ته داسې ولیکل:[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۲۸][۳۵]
زه به هېڅکله هغه پټ نه کړم … حقیقت دا دی چې زه په ډېرې لېوالتیا سره په ادبیاتو کې خپلې راتلونکې ته هیله من یم، زما روح په شدید ډول ورپسې سوځي او هر ځمکنی فکر مې پرې متمرکز دی. زه نږدې ډاډمن او باوري یم، که چېرې زه یوه ورځ وکولی شم په نړۍ کې راپورته شم باید د ادبیاتو په پراخه برخه کې زما د استعدادونو د کارولو له لارې وي.[۳۶]
هغه خپلې ادبي موخې ورځپاڼو او مجلو ته د خپلو شعرونو او نثرونو له لېږلو سره وڅارلې چې تر یوې کچې د پروفیسور توماس کاګزول اپهام د هڅونې له امله وو. هغه د ۱۸۲۴ کال له جنوري څخه تر خپل فراغت پورې (۱۸۲۵کال) نږدې خپل ۴۰ کوچني شعرونه خپاره کړل. نږدې ۲۴ یې د متحده ایالاتو رسمي ادبي مجلې (The United States Literary Gazette) په نوم د بوستون په لنډمهاله خپرونه کې خپاره شول. لانګفیلو چې کله له باوډوین څخه فارغ شو هغه په ټولګې کې په څلورمه درجه راغی او فای بېټا کپا (دا یوه امریکايي ټولنه ده چې په ټوله امریکا کې د علم او هنر په برخه کې وتلو زدهکړیالانو ته د امریکا په ۲۸۶ پوهتونونو کې افتخاري غړیتوب ورکوي، ژباړن) ته وټاکل شو. هغه زده کړیالانو ته د پیل پته ورکړه.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
اروپایي سفرونه او استادۍ
[سمول]لانګفیلو په ۱۸۲۵ کال تر فراغت وروسته له خپل پوهنتون څخه د مدرنو ژبو د استاد په توګه د دندې وړاندیز ترلاسه کړ. یوه مشکوکه کیسه ادعا کوي چې د کالج د مالي چارو سمبالوونکی بېنجامین اور د لانګفیلو دهوراس د ژباړې تر اغېز لاندې راغلی و او هغه یې په دې شرط په دنده وګماره چې اروپا ته سفر وکړي او فرانسوي، هسپانوي او ایټالیايي ژبې زده کړي.[۴۱]
لامل چې هر څه و، لانګفیلو د ۱۸۲۶ کال په مې میاشت کې په کادوموس بېړۍ کې اروپا ته خپل سفر پيل کړ، په بهر کې د هغه مېشتېدو درې کاله وخت ونیوه چې پلار ته يې ۲۶۰۴.۲۴ ډالره لګښت درلود، چې اوسمهال له نږدې ۶۷۰۰۰ ډالرو سره برابر دي. هغه متحده ایالاتو ته تر راستنېدو مخکې د ۱۸۲۹ کال په اګست کې فرانسې، اسپانيې، ايټالیا، جرمني، بېرته فرانسې او انګلستان ته سفر وکړ. کله چې له هېواده بهر و، فرانسوي، ايټالیايي، اسپانیوي، پرتګالي او جرمني ژبې يې له رسمي زدهکولو پرته زده کړې. هغه په مادرید کې څه موده له واشنګټن اېروېنګ سره تېره کړه او په ځانګړي ډول د لیکوال د کاري اخلاقو تر اغېز لاندې راغی. اېروېنګ ځوان لانګفیلو وهڅاوه چې لیکوالۍ ته دوام ورکړي. هغه مهال چې لانګفیلو په هسپانیې کې و، د خپلې ګرانې خور شل کلنې الیزابېت له مړينې څخه چې د سل ناروغۍ له امله په مې میاشت کې مړه وه، غمجن شو. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]
هغه د ۱۸۲۹ کال د اګسټ په ۲۷ د باوډین رييس ته ولیکل چې هغه غواړي استادي پرېږدي ځکه هغه د استادۍ ۶۰۰ ډالري معاش «د دندې د اړتیاوو پر وړاندې» غیر متناسب باله. د مالي چارو مسؤلینو د هغه معاش ۸۰۰ ډالرو ته لوړ کړ او د کالج د کتابتون د مسؤل په توګه يې د خدمت لپاره ۱۰۰ ډالر زیات ورکول یاد پوست په ورځ کې یوازې یو ساعت کار ته اړتیا لرله. هغه په کالج کې د تدریس د کالونو په بهیر کې له فرانسوي، ايټالوي او هسپانيايي ژبو څخه درسي کتابونه وژباړل. [۵۰][۵۱][۵۲]
سرچينې
[سمول][1] د روم د امپراتورۍ وتلی او نومیالی شاعر، ژباړن
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118780409 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119132966 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60863v9 — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/11078 — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/641 — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Longfellow,_Henry_Wadsworth — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Longfellow,_Henry_Wadsworth — http://web.archive.org/web/20170323071722/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/henry-wadsworth-longfellow — خونديځ اصل Invalid
<ref>tag; name "0c36dc150bd3a0baee60993b953ec3772559428d" defined multiple times with different content - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/793573 — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?120569 — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12449 — خپرېدونېټه: ۳ ډېسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/26178 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/26178 — سرليک: ПроДетЛит Invalid
<ref>tag; name "581a089c6475878a6bfd21a47766b29e2ecbcb78" defined multiple times with different content - ↑ the Internet Archive OpenLibrary ID: https://openlibrary.org/works/OL33009A?mode=all — خپرېدونېټه: ۲۸ مارچ ۲۰۲۵ — ليکوال: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/longfellow-henry-wadsworth — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038400.xml — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=henrywadsworthlongfh — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=henry+wadsworth;n=longfellow — سکالو پېژند: Henry Wadsworth Longfellow
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/40410467
- ↑ (Calhoun 2004، م. 5)
- ↑ (Sullivan 1972، م. 180)
- ↑ Wadsworth–Longfellow Genealogy at Henry Wadsworth Longfellow – A Maine Historical Society Web Site
- ↑ "Family relationship of Richard Warren and Henry Wadsworth Longfellow via Richard Warren".
- ↑ (Arvin 1963، م. 7)
- ↑ (Thompson 1938، م. 16)
- ↑ Farnham, Russell Clare and Dorthy Evelyn Crawford. A Longfellow Genealogy: Comprising the English Ancestry and Descendants of the Immigrant William Longfellow of Newbury, Massachusetts, and Henry Wadsworth Longfellow. Walrus Publishers, 2002.
- ↑ "Direct Ancestors of Henry Wadsworth Longfellow" (PDF). Hwlongfellow.org. ترلاسهکېدو نېټه June 4, 2022.
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ (Arvin 1963، م. 11)
- ↑ (Sullivan 1972، م. 181)
- ↑ (Calhoun 2004، م. 24)
- ↑ (Calhoun 2004، م. 16)
- ↑ (McFarland 2004، مم. 58–59)
- ↑ (Calhoun 2004، م. 33)
- ↑ "Winthrop Hall". bowdoin.edu. ترلاسهکېدو نېټه July 31, 2016.
- ↑ (Calhoun 2004، م. 37)
- ↑ (Arvin 1963، م. 13)
- ↑ (Calhoun 2004، م. 37)
- ↑ (Sullivan 1972، م. 184)
- ↑ (Arvin 1963، م. 14)
- ↑ Who Belongs To Phi Beta Kappa Archived January 3, 2012, at the Wayback Machine., Phi Beta Kappa website, accessed October 4, 2009
- ↑ (Calhoun 2004، م. 40)
- ↑ (Arvin 1963، م. 22)
- ↑ "Value of 1826 dollars today | Inflation Calculator". Officialdata.org. ترلاسهکېدو نېټه June 4, 2022.
- ↑ (Calhoun 2004، م. 42)
- ↑ (Arvin 1963، م. 26)
- ↑ (Sullivan 1972، م. 186)
- ↑ Jones, Brian Jay (2008). Washington Irving: An American Original. New York: Arcade Publishing. p. 242. ISBN 978-1559708364.
- ↑ Bursting, Andrew (2007). The Original Knickerbocker: The Life of Washington Irving. New York: Basic Books. p. 195. ISBN 978-0465008537.
- ↑ (Calhoun 2004، م. 67)
- ↑ (Calhoun 2004، م. 69)
- ↑ (Williams 1964، م. 66)
- ↑ (Irmscher 2006، م. 225)
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1882ز مړينې
- 24 مارچ مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

