هيريټ بيچر سټو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هيريټ بيچر سټو
(انګلیسي: Harriet Beecher د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هيريټ بيچر سټو
هيريټ بيچر سټو

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Elizabeth Harriet Beecher د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ جون ۱۸۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
مړینه 1 جولای 1896 (85 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۷][۱۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل الزایمر   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۷][۱۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
ليکوال [۱۷][۲۱][۲۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي
انگليسي [۲۳][۲۴][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ليکوال   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هيريټ بيچر سټو
هيريټ بيچر سټو

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هیریټ بیچر سټو (جون ۱۴، ۱۸۱۱ – جولای ۱، ۱۸۹۶) یوه امریکایۍ لیکواله او د مرییتوب مخالفه وه. نوموړې د «بيچر» په نوم په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلې وه، په (۱۸۵۲) کال کې د خپاره شوي ناول «Uncle Tom's Cabin» له امله يې خورا شهرت موندلی و، په کوم کې چې د افريقايي الاصله امريکايي مريانو له خوا تجربه شوي سخت شرايط انځور شوي دي. د يو ناول او ډرامې په بڼه د دې کتاب د مينه والو شمېر يو ميليون کسانو ته ورسېد، په امريکا او لويه برتانيه کې اغېزمن کتاب وګرځېد، په شمالي امریکا کې يې د مريتوب ضد ځواک غښتلی کړ، په داسې حال کې چې په سويل کې په پراخه کچه د غوصې پارولو لامل وګرځېد. «سټو» د ناولونو، د سفر د درې یادښتونو او د مقالو او لیکونو ټولګې په ګډون ۳۰ کتابونه لیکلی وو. هغه د خپلې لیکوالۍ او په ورځنيو ټولنیزو مسایلو د هغې د عامه دریځونو او بحثونو له امله ډېره اغېزمنه وه.

ژوند او اثار[سمول]

هیریټ الیزابیت بیچر د ۱۸۱۱ د جون په څوارلسمه نېټه د «کنیکټیکټ» په لیچفیلډ کې زیږیدلې وه. هغه د روښانه دريځ څښتن «کالونیسټ» مذهبي مبلغ «لیمان بیچر» د ۱۱ بچيانو په منځ کې شپږم بچی و. د هغې مور «روکسانا» (فوټ) د لیمان بیچر لومړۍ مېرمنه وه چې د مذهب سخته پلوۍ ښځه وه او د مړینې پر مهال يې «سټو» یواځې پنځه کلنه وه. د انقلابي جګړې جنرال «انډریو وارډ» د روکسانا مورنی نیکه و. د هغې په وروڼو خوېندو کې د «کاترین بیچر» په نوم يوه خور يې ښونکې او لیکواله شوه، ورونه يې مذهبي مشران شول، دهینري وارډ بیچر» په نوم يو ورور يې یو مشهور مبلغ او د مرییتوب له منځه وړونکی شو، نور وروڼه يې «چارلیس بیچر» او «ایډورډ بیچر» وو. [۲۵][۲۶]

هیریټ د «هارټفورډ» په ښځینه دینی ښوونځي کې چې د هغې د مشرې خور «کاترین» له خوا پر مخ وړل کیدو داخله واخسته. هلته هغې هغه څه ترلاسه کړل چې نجونو په ډیره کمه کچه ترلاسه کړي و، هغې دودیزې علمي زدکړې وکړې، تر څنګ يې په کلاسیک، ژبو او ریاضي تمرکز درلود. د هغې د ټولګیوالو څخه یو یې «سارا پی. ویلس» وه چا چې وروسته د «فینی فیرن» په مستعار نوم لیکنې کولې. [۲۷]

په ۱۸۳۲ کې د ۲۱ کلنۍ په عمر «هیریټ بیچر» د سنسناټي «اوهایو» ښار ته ولاړه، څو له خپل پلار سره يو ځای شي، څوک چې د «لین» الاهياتو د ښوونځي رییس شوی و. هلته نوموړې د «Semi-Colon Club» (دا د ليکوالانو يوه ټولنه وه) سره يو ځای شوه، چې یو ادبي مرکز او ټولنیز کلب و، د دې ټولنې په غړيو کې د بیچر خویندې، کارولین لی هینټز، سالمون پی. چیس (د اوهایو راتلونکې والي او د ولسمشر لینکولن پر مهال د خزانې مشر)، ایملی بلاکویل او نورې شاملې وې. د اوهایو پر سیند د سنسناټی د پير او پلور او د بېړۍ له لارې سوداګرۍ په بریالیتوب سره وده کوله، د تښتیدلو مريانو، د دوی په لټه کې د انعام په نيت وتلو نيونکو او ايرلينډي کډوال، چا چې د حکومت په اورګاډي پټليو او کانالونو کې کار کړی و، په ګډون يې د هېواد له بېلا بېلو سيمو کډوال ځان ته راکاږل. په ۱۸۹۲ز کال کې ايرلينډي توکمو په تور پوستو برید وکړ، د ښار سیمې یې ویجاړې کړې، هڅه یی کوله چې د دندې لپاره دا سيالي کونکي وباسي. بیچر د یو څه افریقايي الاصله امریکایانو سره چې په دې برید کې کړیدلي وو، وکتل او د هغوی تجربو د مريتوب په اړه د هغې د وروستي لیکلي کتاب سره مرسته وکړه. په ۱۸۳۶ او ۱۸۴۱ز کلونو کې کې یو ځل بیا بلوا ګانې وشوې چې دا بلواوې د هغه ځای د اصلي اوسېدونکو له خوا پر مخ وړل کېدې څوک چې د مريتوب د منځه وړلو مخالف وو. [۲۸]

د مريتوب په اړه د «لين» بحثونو هم په «هیریټ»اغېز کړی و. تر ټولو ستره پیښه چې په «لین» کې منځ ته راغله، دا د بحثونو لړۍ وه چې د ۱۸۳۴ز کال په فبرورۍ  کې په ۱۸ ورځو کې د نېواک او د مرییتوب د مخنوي مدافعینو تر منځ تر سره شوې، دا لړۍ په پریکنده ډول «تیوډر ویلډ» او د مرییتوب نورو مخالفينو وګټله. «الیزبیت» په ډېريو بحثونو کې ونډه اخستې وه. د هغې پلار او پالونکو د مرییتوب د مخالفينو له خوا د لا زيات تاوتريخوالي وېره درلوده او پر دې موضوع لا زیات بحثونه يې منع کړل. پایله يې د «لین» د زده کونکو ډله ایز شړل وو، تر څنګ يې ملاتړ پالونکی او ښوونکی هم و ايستل شول، له يوې سختې او ستغې رايې وروسته د «لين» پالونکو موافقه وکړه او دوی د یوې ډلې په توګه د نوي «اوبرلین» کالج انسټیټیوټ ته ولاړل، څو د توکم په پام کې نيولو پرته زده کونکي ومني او د هرې موضوع بحثونو ته اجازه ورکړي.[۲۹]

دا په «لین» کې ادبي کلب و، چیرته چې هغې له «ریو. کالوین ایلیس سټو» سره ولیدل، څوک چې کونډ شوی (مېرمن يې مړه وه)ه او په ښوونځي کې د بايبلي ادب پروفیسر و. دوی دواړو د ۱۸۳۶ز کال د جنورۍ په شپږمه نېټه په ښوونځي کې واده وکړ. دوی يو ځای د غبرګو خویندو په شمول اوه بچيان درلود.[۳۰][۳۱]

« Uncle Tom's Cabin » کتاب او کورنۍ جګړه[سمول]

په ۱۸۵۰ز کال کې کانګریس د تښیدلي مريي قانون تصویب کړ چې د تښتیدلي مريي سره مرسته کول يې منع کول او ان تر دې چې په ازادو ايالتونو کې يې هم بنديزونه سخت ګرځول. دا مهال«سټو» له خپلې کورنۍ سره «برونسویک، ماین»  ته تللې وه، کوم ځای کې چې د هغې میړه په باوډوین کالج کې استاد و. د کالج له ودانۍ سره نږدې د دوی کور اوس د يوې ملي تاریخي نښې په توګه ساتل شوی دی. د سټو کورنۍ په مريتوب سختې نيوکې کولې، د «ځمکې لاندې پټلۍ» (د مريانو یو خوځښت و) ملاتړي وو، د دوی په کور کې ځینی تښتیدلی مريان میشت وو. د مریتوب تښتیدلی «جان انډریو جاکسون» په نوم یو مريی چې کله کاناډا ته ولاړ، نو د «په سويلي کارولینا کې د یو مريي تجربه» په نوم داستان کې یې په «برونسویک» کې د «سټو» په کور کې د پټیدو په اړه ولیکل (لندن: پاسمور او البسټر، ۱۸۶۲).[۳۲][۳۳]

سټو د «برونسویک اول پاریش» کلیسا کې د ملګرتیا خدمت پر مها د یو مريي د مړینې د لیدو ادعا وکړه، کوم چې هغه وهڅوله د نوموړي په اړه کيسه وليکي. همداراز، هغه څه چې نوموړې یې په ډېرې شونتيا  د مريانو سره خواخوږۍ ته وهڅوله، د هغې د ۱۸ میاشتو زوی «سامیول چارلیس سټو» مړینه وه. ان هغې لاندې جملې وويلې «د داسې يو چا له لاسه ورکولو تجربې په لرلو سره چې ماته ډېر نږدې و، زه له ټولو بې وزلو، بې واکو مريانو سره خواخوږي کولای شم چې په غېر عادلانه پير او پلور کې دي. سامیول چارلیس سټو، ته به تل لپاره زما په زړه کې وې». د ۱۸۵۰ز کال د مارچ مياشتې په نهمه نېټه، «سټو» د «ملي پړاو the national Era» په نوم اونيزې جورنال مدير «ګاماليل بايل» ته، چې د مریتو ضد خپرېدونکی اونيز جورنال و، وليکل چې هغه په پام کې لري د مريتوب د ستونزو په اړه کيه وليکي: «زه داسې احساس کوم چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې ان يوه ښځه يا يو ماشوم، څوک چې د خپلواکۍ او انسانيت لپاره يو ټکی هم ويلی شي، بايد وغږېږي... زه هيله لرم هره ښځه چې لیکل کولای شي، غلې به نه شي». [۳۴][۳۵][۳۶]

لږه موده وروسته، د ۱۸۵۱ز کال په جون مياشت کې، کله چې هغه ۴۰ کلنه وه، د «Uncle Tom's Cabin» لومړۍ برخه د « The National Era» په ورځپاڼه کې په پرله پسې ډول خپره شوه. هغې په اصل کې د «هغه سړی چې یو شی و» سرلیک وکاراوه، خو ډېر ژر بدل او د «ټيټو خلکو منځ کې ژوند» ته واوښت. دا برخې په اونيز ډول د ۱۸۵۱ز کال د جون له پنځمې د ۱۸۵۲ز کال د اپریل تر لومړۍ نېټې خپرېدل. ورځپاڼې ته د خپل ناول د لړۍ برابرولو په مقابل کې هغې ته څلور سوه ډالر ورکول کېدل.د ۱۸۵۲ز کال د مارچ په شلمه نېټه د « Uncle Tom's Cabin» کتاب د کتاب په بڼه د «جان پي.سويټ» له خوا خپور شو، په لومړي سر کې يې پنځه زره نسخې چاپ شوې. د دې کتاب هرو دوه جلدونو کې درې انځورونه وو او سرليک پاڼه يې د «هاماټ بيلينګ» له خوا طرحه شوې وه. له یو کال څخه کمه موده کې، دا کتاب په بې سارې توګه  ۳۰۰۰۰۰ ټوکه وپلورل شو. د ديسمبر په مياشت کې، څنګه چې خرڅلاو کم شو، «جیویټ» د خرڅلاو د هڅولو په پار یوه ارزانه نسخه په اوه دېرش نيم سينټه خپره کړه. له هېواد بهر خرڅلاو، لکه په برتانیه کې، چیرته چې کتاب یوه لویه بريا وه، «سټو» ته يې هیڅ ګټه ونه کړه، ځکه چې هغه مهال هلته د کاپي نړیوال حق موافقه نه وه. د ۱۸۵۳ز کال په وروستیو کې «سټو» د برتانيې يو تدريسي سفر تر سره کړ او د امتياز حق د جبران کولو لپاره چې نه يې شول کولای هلته يې تر لاسه کړي، د مريتوب د ختمولو لپاره د «ګلاسکو» نوې ټولنې د « Uncle Tom's » وړانديزونه منځ ته راوړل.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118618784  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119256275 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Harriet-Beecher-Stowe — subject named as: Harriet Beecher Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jd4wf1 — subject named as: Harriet Beecher Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6090 — subject named as: Harriet Beecher Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Harriet Beecher Stowe — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Stowe,_Harriet_Beecher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ http://web.archive.org/web/20170323042012/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/harriet-beecherstowe
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/992 — subject named as: Harriet Elizabeth Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?112819 — subject named as: Harriet Beecher Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Harriet Beecher Stowe — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/c1c0b681dda94c5b8cfe96eee3053029 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Harriet Beecher Stowe — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=26257 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-35793-BD-.html — subject named as: Harriet Beecher Stowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/stowe-harriet-elizabeth-beecher — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064236.xml — subject named as: Harriet Beecher Stowe — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=beecherh — subject named as: Harriet Beecher Stowe
  16. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/27805 — subject named as: Harriet Beecher Stowe
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ https://cs.isabart.org/person/158227 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/158227 — سرليک: ПроДетЛит
  19. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Harriet-Beecher-Stowe — د نشر نېټه: ۲ جون ۲۰۲۰ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  20. دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 1036
  21. https://cs.isabart.org/person/158227 — سرليک: American Women Writers
  22. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  23. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119256275 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  24. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13008483
  25. McFarland, Philip. Loves of Harriet Beecher Stowe. New York: Grove Press, 2007: 112. کينډۍ:ISBN
  26. Applegate, Debby (2006). The Most Famous Man in America: The Biography of Henry Ward Beecher. Doubleday Religious Publishing Group. کينډۍ:ISBN.
  27. Warren, Joyce W. Fanny Fern: An Independent Woman. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press, 1992: 21. کينډۍ:ISBN
  28. Tonkovic, Nicole. Domesticity with a Difference: The Nonfiction of Catharine Beecher, Sarah J. Hale, Fanny Fern, and Margaret Fuller. University Press of Mississippi, 1997: 12. کينډۍ:ISBN
  29. Williams Jr., Donald E. (2014). Prudence Crandall's legacy : the fight for equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780819574701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په September 7, 1832 باندې). Lane Seminary.
  31. McFarland, Philip. Loves of Harriet Beecher Stowe. New York: Grove Press, 2007: 21. کينډۍ:ISBN
  32. "Harriet Beecher Stowe House". www.bowdoin.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Ashton, Susanna. "The Genuine Article: Harriet Beecher Stowe and John Andrew Jackson". Commonplace: A Journal of Early American Life. د لاسرسي‌نېټه November 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Ashby, Thompson Eldridge and Louise R. Helmreich (1969). A History of the First Parish Church in Brunswick, Maine. Brunswick, Maine: J.H. French. د کتاب پاڼې 229. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Gershon, Noel (1976). Harriet Beecher Stowe: Biography. New York: Henry Holt and Co.کينډۍ:Page needed
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Hedrick 1994، ص. 208.
  37. Mullen, Stephen. (2009). It wisnae us : the truth about Glasgow and slavery. Royal Incorporation of Architects in Scotland., Glasgow Anti Racist Alliance. Edinburgh: Royal Incorporation of Architects in Scotland. د کتاب پاڼې 75. OCLC 551393830. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-873190-62-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Lyons, Martyn. Books: A Living History. Los Angeles: J. Paul Getty Museum, 2011. chapter 4 p.143
  39. Parfait, Claire. The Publishing History of Uncle Tom's Cabin, 1852–2002. Ashgate Publishing, Ltd., 2007: 78. کينډۍ:ISBN
  40. Morgan, Jo-Ann. Uncle Tom's Cabin As Visual Culture. University of Missouri Press, 2007: 136–37. کينډۍ:ISBN
  41. Parfait, Claire. The Publishing History of Uncle Tom's Cabin, 1852–2002. Ashgate Publishing, Ltd., 2007: 71–72. کينډۍ:ISBN
  42. McFarland, Philip. Loves of Harriet Beecher Stowe. New York: Grove Press, 2007: 80–81. کينډۍ:ISBN
  43. Lyons, Martyn (2011). Books: A Living History. Los Angeles, CA: J. Paul Getty Museum. د کتاب پاڼې 143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Lyons, Martyn (2011). Books: A Living History. Los Angeles, CA: J. Paul Getty Museum. د کتاب پاڼې 143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)