هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون
(انګلیسي: Henry John Temple, 3. Viscount Palmerston د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ اکتوبر ۱۷۸۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 18 اکتوبر 1865 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۵۹–)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده سياستوال[۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون (زوکړه: د ۱۷۸۴ زکال د اکتوبر ۲۰ مه – مړینه: د ۱۸۶۵ زکال د اکتوبر ۱۸ مه) بریتانوي سیاستوال و چې د ۱۹ مې پېړۍ په نیمايي کې یې دوه ځله د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. پالمرسټون له ۱۸۳۰ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې هغه مهال چې د بریتانیا سترواکي په خپل اوج کې وه د بریتانیا په بهرني سیاست واک درلود. نوموړي تر ډېره پورې په دوامداره توګه له ۱۸۰۷ زکال څخه په ۱۸۶۵ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله دولتي دندې لرلې. نوموړي خپل پارلماني فعالیت د ټروی محافظه کار ګوند د غړي په توګه پیل کړ او په ۱۸۳۰ زکال کې له وېګانو سره مل شو چې بیا په ۱۸۵۹ زکال کې د نوي رامنځته شوي لیبرال ګوند له اړخه د دغه ګوند لومړنی، لومړی وزیر شو. نوموړي د بریتانیا د وګړو ترمنځ ډېر محبوبیت درلود. ډېویډ براون استدلال کوي چې «د پالمرسټون محبوبیت د هغه تحرک او ځواک ته اړوند و».[۹]

هنري ټمپل په ۱۸۰۲ زکال کې د دریم ویسکانټ پالمرسټون په توګه د خپل پلار د ایرلنډي اشرافي سیالانو (چې هغه ته یې په مشرانو جرګه کې د یوې څوکۍ حق نه ورکاوه او هغه یې د عوامو په جرګه کې د ګډون په شرایطو برابر باله) ځایګی ونیو. نوموړی په ۱۸۰۷ زکال کې د ټروی محافظه کار ګوند له اړخه د پارلمان غړی شو. له ۱۸۰۹ زکال څخه یې تر ۱۸۲۸ زکال پورې د جګړې د وزیر په توګه خدمت وکړ او د پوځ مالي چارې یې مدیریت کړې. نوموړي د لومړي ځل لپاره هغه مهال چې جورج کانینګ لومړي وزارت ته ورسېد، کابینې ته لار ومونده خو د نورو کانینګیتانو په څېر هغه هم یوه کال وروسته له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه. نوموړي له ۱۸۳۰- ۱۸۳۴ زکال، ۱۸۳۵- ۱۸۴۱ زکال او له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۱ زکال پورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. پالمرسټون په دغه ځایګي باندې د کار کولو پر مهال په اروپا کې یو شمېر شخړو ته موثرې حل لارې وموندې.

په ۱۸۵۲ زکال کې آبردین (جورج همیلټون – ګوردون) یو ائتلافي حکومت جوړ کړ. پیلیتیانو ټینګار درلود چې جان راسل د بهرنیو چارو وزیر شي او پالمرسټون یې اړ کړ د کورنیو چارو وزارت مسئولیت پر غاړه واخلي. پالمرسټون د کورنیو چارو د وزیر په توګه په بېلابېلو برخو کې ټولنیز اصلاحات عملي کړل، په داسې حال چې له انتخاباتي اصلاحاتو سره مخالف و. هغه مهال چې په ۱۸۵۵ زکال کې د کریمه د جګړې د مدیریت د څرنګوالي پر سر د آبردین ائتلاف وپاشل شو، پالمرسټون یوازنی کس و چې پارلمان یې یو موټی وساته او لومړی وزیر شو. نوموړي دوه ځله له ۱۸۵۵ تر ۱۸۵۸ زکال او له ۱۸۵۹ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ د اتیا کلنۍ په عمر له خپلې مړینې یوازې څو میاشتې وړاندې هغه په عمومي ټاکنو کې اکثریت رایې خپلې کړې وې او لومړی بریتانوي لومړی وزیر و چې د دندې پر مهال ومړ.

پالمرسټون د بریتانوي ملت پالنې په تحریک کولو سره په ماهرانه توګه عمومي افکار په خپل کنټرول کې راوستل. په داسې حال کې چې ملکې ویکټوریا او ډېری سیاسي مشرانو ورباندې باور نه درلود خو مطبوعات او وګړي ورسره و. دا ادعا کېږي چې پالمرسټون له شخصي اړیکو ناوړه ګټنه کوله او همدارنګه یې د بهرني سیاست په برخه کې د ملکې د سلطنتي واک اړوند دوامداره اختلافات لرل.[۱۰]

تاریخ پوهان پالمرسټون د لویو کړکیچونو د مدیریت، د قواوو د توزان (چې په بریتانیا کې یې د ګڼ شمېر کړکېچونو عامل جوړاوه) په برخه کې د ژمنتیا، تحلیلي وړتیاوو او د بریتانیا ملي ګټو ته د ژمنتیا له امله یو له پام وړ بهرنیو چارو وزیرانو څخه ګڼل کېږي. له هند، چین، ایټالیا، بلجیم او هسپانیا سره د اړیکو اړوند د هغه سیاستونو د بریتانیا لپاره په اوږد مهال کې ګټمنې پایلې لرلې. دا په دې معنی نه ده چې پالمرسټون په بشپړ ډول کومه ستونزه نه لرله. د تریاکو د جګړو پر مهال د پالمرسټون اداره د یو شمېر نورو مخکښو چارواکو لکه ویلیام ایوارت ګلېډسټون له خوا تر نیوکو لاندې راغله. په پیل کې د هند د نیولو پایلې د بریتانیا (توکو او سروزرو ته د لاسرسي په معنی) او هند (د زیربناو او تل پاتې قضایي سیسټم د پراختیا په معنی) لپاره ګټمنې وبلل شوې، خو دغه لیدلوري د یو شمېر نور کسانو له خوا له نیوکو سره مخ شول. هغه فشار چې د یو لرې پراته ملت د حاکمیت له امله د هند پر سر راغی او همدارنګه د بریتانیا پر دولت چې په سمه توګه د حکومت کولو له امله د هغو په څو نسله چارواکو راتله، په پایله کې د حد اقل انسجام په لرلو د دولت د جوړېدو لامل وګرځېد. د فرانسې، عثماني سترواکۍ او امریکا پر وړاندې د هغه د سیاستونو پایلې ژر بدلېدونکې ښوول شوې. [۱۱][۱۲]

د لومړي وزارت لومړۍ دوره: ۱۸۵۵- ۱۸۵۸ زکال[سمول]

پالمرسټون د ۷۰ کلونو او ۱۰۹ ورځو عمر په لرلو سره د بریتانیا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو مشر کس و چې د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد.

د کریمه د جګړې پای[سمول]

پالمرسټون د جګړې اړوند سخت دریځ ونیو؛ هغه غوښتل چې جګړې ته پراختیا ورکړي، په ځانګړې توګه په بالتیک کې چېرې چې د دې احتمال شتون درلود چې سن پترزبورګ د بریتانیا د پیاوړي سمندري ځواک له خوا له ګواښ سره مخ شي. د هغه موخه د اروپا پر وړاندې د روسیې د دایمي ګواښ جوړونې له منځه وړل و. سویډن او پروس له هغه سره د ملتیا لیوالتیا لرله او روسیه په یوازې توګه د دوی پر وړاندې ولاړه وه. له دې سره فرانسې چې د بریتانیا په پرتله یې ډېر سرتېري جګړې ته لېږلي و او زیات تلفات یې منلي و د اتریش په څېر یې د جګړې پای غوښت. د ۱۸۵۵ زکال په مارچ میاشت کې مشر تزار ومړ او زوی یې دویم الکساندر چې د سولې په تمه و د هغه ځای ونیو. پالمرسټون د روسیې پر نسبت د سولې شرایط ډېر اړین نه ګڼل او د فرانسې دریم ناپلیون یې متقاعد کړ څو د سولې خبرې اترې د سواسټوپل تر نیولو پورې وځنډوي څو د مذاکرې پر میز مخکښ ځایګی ولري. په سپټمبر میاشت کې سواسټوپل تسلیم شو او متفقینو وکولای شول د تور سمندرګي د صحنې بشپړ واک ترلاسه کړي؛ همدا و چې روسیې شرایط ومنل. د ۱۸۵۶ زکال د فبروري په ۲۷ مه اوربند اعلان شو او له یوې میاشتې خبرو اترو وروسته د پاریس په غونډه کې یې هوکړه سره لاسلیک کړه. د تور سمندرګي د ناپوځي توب اړوند د پالمرسټون غوښتنه ومنل شوه، په داسې حال کې چې هغه عثمانیانو ته د کریمه د بېرته سپارلو تمه نه لرله. د سولې تړن د ۱۸۵۶ زکال د مارچ په ۳۰ مه لاسلیک شو. د ۱۸۵۶ زکال په اپرېل میاشت کې ملکې ویکټوریا هغه ته د ګارتر عالي نښان ورکړ. [۱۳][۱۴]

د لومړي وزارت دویمه دوره: ۱۸۵۹-۱۸۶۵ زکال[سمول]

تاریخ پوهان په معمول ډول پالمرسټون له ۱۸۵۹ زکال څخه وروسته د لومړي لیبرال لومړي وزیر په توګه په پام کې نیسي. پالمرسټون د خپل لومړي وزارت په وروستۍ دوره کې د مهمو قوانینو په تصویب کې ونډه لرله. هغه د شخصي جرایمو د ۱۸۶۱ زکال قانون تدوین او اصلاح کړ چې د جزایي اجرااتو د قانون د پراخې اډانې برخه یې جوړله. همدارنګه د ۱۸۶۲ زکال د شرکتونو قانون د شرکتونو د معاصرو قوانینو پر بنسټ و. [۱۵][۱۶]

بهرني سیاست د هغه د پیاوړتیا اصلي برخه جوړوله، ده فکر کاوه له دې سره چې د ټولې اروپا سیاستونه نه جوړوي خو هغه کنټرول کوي، په ځانګړې توګه له فرانسې څخه په ګټنې چې د بریتانیا حیاتي متحد او سوداګریز شریک و. له دې سره یو شمېر تاریخ پوهان د هغه چارې د عملي اقداماتو پر ځای تر ډېره نمایشي بولي. [۱۷]

یو شمېر کسان نوموړی زن پرسته بولي. ټایمز مجلې بیا په هغه لارد کوپید (د هغه د ځوان ښکاره کېدو له امله) نوم اېښی و، د ۷۹ کلونو په عمر په ۱۸۶۳ زکال کې د طلاق په یوې قضیه کې ښکېل وبلل شو، خو وروسته څرګنده شوه چې دغه قضیه له باج اخیستو پرته بل څه نه وه.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118739069  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p55qc8 — subject named as: Henry John Temple, 3rd Viscount Palmerston — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10196 — subject named as: Henry Temple — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2721.htm#i27209 — subject named as: Henry John Temple, 3rd Viscount Palmerston — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/palmerston-henry-john — subject named as: Henry John Palmerston — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11989198h — subject named as: Henry John Temple Palmerston — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=templeh — subject named as: Henry John Temple
  8. Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/viscount-palmerston — د نشر نېټه: ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲
  9. David Brown, Palmerston: A Biography (2010) p. 473.
  10. Paul Hayes, Modern British Foreign Policy: The Nineteenth Century 1814–80 (1975) p. 108.
  11. Louise Foxcroft (2013). The Making of Addiction: The 'Use and Abuse' of Opium in Nineteenth-Century Britain. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1409479840. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Joshua Ehrlich, "Anxiety, Chaos, and the Raj." Historical Journal 63.3 (2020): 777–787.
  13. Orlando Figes, The Crimean War: A History (2010) pp. 402–408
  14. Ridley, Lord Palmerston (1970) pp. 437-53
  15. David Loades, ed., Readers Guide to British History (2003) 2: p. 998
  16. Ridley, p. 506.
  17. Chris Williams, ed., A Companion to 19th-Century Britain (2006). p. 42