هندو ليکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هندوییزم متنونه

شروتي

سمېرېتي

د هندو مذهب ليكنې، چې د شاسترا په نامه هم پېژندل كېږي، په سانسكرېتي ژبه ليكل شوي دي. هندو مذهبي ليكنې په دوه كټگوريو وېشل كېږي: لومړې سروتي: د هندوانو پر وړاندې هغه ليكنې دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. دويم: سمېرېتي: هغه ليكنې دي، چې يادې كړاى شوې دي ( سمېرېتي هغه ليكنې په اصل كې د سروتي لنډيز دى، چې د هندو ملايانو يا ريشيانو په واسطه ليكل شوي دي).

ويدونه

آرنۍ ليکنه: ويدونه

له ويدا څخه د سروتي كتابونو موخه ده. د هندوانو په گروهه دا هغه كتابونه دي، چې د څښتن له لورې وحى كړاى شوې دي. ويدا د ډېرې لرغوني پير مذهبي او فلسفي ليكنې دي، چې نن سبا موږ ته راپاتې دي. د ويدا د كتابونو اندواند په پيړيو، پيړيو له يوه نسل څخه و بل نسل ته د كيسو او نكلونو په ډول ورلېږدول كېده. نو په دې ډول دا مذهبي سرودونه د پيړيو، پېړيو لپاره د خلكو په سينو كې خوندي ول، او له پلار څخه به زوى ته، او له ښونكي څڅه به زده كوونكيو ته ورلېږدول كېدل.

اوپنېشادونه

آرنۍ ليکنه: اوپنېشاد

د اوپنېشاد مانا ده، نږدې كښېناستل، راز و نياز خبرې، په پوره پام سره غوږ نيونه، د هندوانو هغه مذهبي كتابونه دي، چې د ويدونو سرودونه او مذهپي گروهې يې پكې په لنډ ډول يادې كړې دي. دې كتابونو ته د ويدونو پاى هم وايي. د اوپنېشادونو ښوونې ته ويدانت وايي.

په لرغونې پير كې به زده كوونكي د ښوونكي څنگ ته كښېناستل، او له هغه څخه به يې زده كړه كوله، د درس دې كړۍ كې چې كوم درس ويل كېده، هغې ته يې اوپنېشاد ويل. دا ويناوې او درس له ۸۰۰۹مخزيږ څخه نيولې تر ۵۰۰مخزېږ پېړيو پورې پير كې راجوړ شوي دي. ددې ويناؤ شمېره ۱۰۸ يا له دې څخه لږ و ډېر دي، چې له دې دلې څخه ۱۳ ويناوې ډېرې مشهورې دي. دا ويناوې د خبرو اترو په څېر دي، ځينې يې د نظم په څېر دي.

د بگوات گيتا