هري های

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هري های
هري های
هري های

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ اپرېل ۱۹۱۲[۱][۲]
د امریکا متحده ایالات [۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 24 اکتوبر 2002 (90 کاله)[۱][۲][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سان فرانسسکو   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو سرطان [۵]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لوبگري [۷]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هېنري "هري" های جونیر (انګلیسي: Henry "Harry" Hay Jr.) (۱۹۱۲ز، د  اپریل ۷مه – ۲۰۰۲ ز ، د اکتوبر ۲۴مه) د همجنس‌پالانو د حقونو یو امریکایی فعال، کمونېست او د کارګرو ملاتړی او مدافع و. هغه د میتاچین ټولنې د بنسټګرانو له ډلې و، چې په متحده ایالاتو کې د همجنس بازانو د حقونو لومړنۍ پایداره ډله وه. نوموړی د راډیکال فیریز په نوم غورځنګ د بنسټګرانو له ډلې هم و، چې د همجنس بازانو یو روحاني غورځنګ و.

های په انګلنډ کې د منځنۍ کچې په یوه کورنۍ کې زیږېدلی او په چیلي او کالیفورنیا کې لوی شوی دی. له ماشومتوبه یې د خپلې همجنس بازۍ پر جذبه اعتراف کاوه او د مارکسیزم تر اغېزې لاندې و. په سټانفورډ پوهنتون کې له لنډې مودې زده کړو وروسته نوموړی په لاس آنجلس کې یو مسلکي لوبغاړی شو، چېرې چې د امریکا له کمونېست ګوند سره یوځای او د کیڼ اړخو کارګرانو لپاره پر یوه ژمن فعال بدل شو. د ټولنیزو فشارونو له امله یې په ۱۹۳۸ ز کال کې د ګوند له یوې ښځینه فعالې سره له واده کولو سره هڅه وکړه چې مخالف-جنس‌پال شي او له هغې یې دوه ماشومان هم پیدا شول. پر دې له پوهېدو سره چې هغه لاهم همجنس باز پاتې دی، له هغې سره یې واده بالاخره پای ته ورسېد او په ۱۹۵۰ کال کې یې د میتاچین ټولنه تاسیس کړه. که څه هم د همجنس‌بازانو د حقونو لپاره په مبارزو کې ښکېل و، خو په ۱۹۵۳ ز کال کې یې له دې ټولنې استعفا ورکړه.

د همجنس‌بازانو د کلتوري لږه کي‌توب پر حالت د های زیاتېدونکی باور د دې لامل شو چې نوموړی د همرنګۍ یا یو ډول والي پرضد، چې د همجنس‌بازانو د حقونو ډېری مدافعین یې ملاتړ کوي، دریځ ونیسي. نوموړي وروسته بیا په ۱۹۶۹ز کال کې د همجنس‌پالنې د آزادۍ جبهې د لاس آنجلس د څانګې په بنسټ اېښودنه کې رول ولوباوه، خو په ۱۹۷۰ ز کال کې له خپل اوږدمهاله ملګري جان برنسایډ سره نوې میکسیکو ته ولاړ. له امریکایي-هندي یا د امریکایي سورپوستانو له مذهب سره د های دوامداره علاقه د دې لامل شوه چې دواړه په ۱۹۷۹ ز کال کې له ډان کیلیفنر او مچل اېل واکر سره په ګډه د راډیکال فیریز بنسټ کېږدي. لاس آنجلس ته له بېرته راستنېدو سره، های د خپل ژوند په اوږدو کې په یو شمېر فعالو اهدافو کې ښکېل پاتې شو او د هېواد د همجنس بازانو په ټولنه کې یو پېژندل شوی، که څه هم متنازع، سیاستوال شو. های "د عصري همجنس‌بازانو غورځنګ بنسټګر" او "د همجنس‌بازۍ د آزادۍ پلار" ګڼل کېږي.[۸][۹]

های د شمالي امریکا د سړیوـ هلکانو د مینې ټولنې (NAMBLA)، چې د بچه بازۍ مدافع سازمان و، یو فعال ملاتړی هم و. نوموړي د دې ډلې په اړه پر دې نیوکه لرله چې ولې د دوی د ویاړ پر رسم ګذشت (Pride parades) بندیز لګول شوی او د ۱۹۸۶ز کال د لاس آنجلس د رسم ګذشت په جریان کې یې پر دغه بندیز د اعتراض یو نښان اغوستی و او هم یې په ۱۹۹۴ ز کال کې د نیویارک پریډ یا رسم ګذشت له دې کبله بایکاټ کړ چې ولې په کې د NAMBLA ټولنه نه ده شامله شوې. نوموړي د بالغو سړیو او ۱۳ کلنۍ په عمر هلکانو ترمنځ د اړیکو په ملاتړ خبرې وکړې او د ۱۹۸۴، ۱۹۸۶ او ۱۹۹۴ز کلونو د پنلونو په ګډون یې د NAMBLA ټولنې په څو غونډو کې ویناوې کړې، څو له دې ډلې سره د دوی د عامه انځور د ښه کولو په موخه په نوم بدلولو کې مرسته وکړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ژوند لومړني پړاوونه[سمول]

ځواني: له ۱۹۱۲ تر ۱۹۲۹ کال پورې[سمول]

های د ۱۹۱۲ز کال د اپریل په ۷مه د سویل ختیځ انګلنډ په سوسیکس ساحلي ښارګوټي (ورتینګ) کې (په لومړي بات سړک کې چې هغه مهال د "کول‌ویل" په نوم یادېده) زیږېدلی دی. نوموړی د منځنۍ کچې په یوه امریکایي کورنۍ کې لوی شوی او د خپل پلار، هري های سینیر (۱۸۶۹-۱۹۳۸) په نوم نومول شوی، چې د کان کیندنې انجنیر و او لومړی یې د سویلي افریقا په ویټ‌واټرسرانډ کې او بیا د ګانا په تارکوا کې له سیسل روډز سره کار کاوه. د هغه مور مارګریټ های (کورنی نوم  یې نیل)، چې یوه کاتولیکه عیسوۍ وه، د ۱۹۱۱ ز کال په اپریل کې د هغې له واده مخکې د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې د امریکایي کډوالو په یوه بډایه کورنۍ کې لویه شوې وه. های سینیر له هغې سره د واده پر مهال د هغې مذهب ته وراوښتی و او ماشومان یې کاتولیک لوی شوي دي. وروسته د ژوند په اوږدو کې های جونیر ته د یوه پخواني میتودېست له خوا په یونیټاري کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو.[۱۷][۱۸][۱۷][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د دوی دویم ماشوم، مارګریټ "پیګي" کارولین های، د ۱۹۱۴ ز کال په فبروري کې زیږېدلی و، مګر د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته یې کورنۍ شمالي چیلي ته ولاړه، چېرې چې های سینیر ته په چوکیکاماتا کې د ګوګینهایم کورنۍ د اناکونډا شرکت له لوري د مسو د یوه کان د مدیریت دنده وړاندیز شوې وه.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۵]

په ۱۴ کلنۍ کې های په سان فرانسیسکو کې د استخدام یوې ادارې ته خپل د ټولنې کارت وروړ او د اتحادیې چارواکو ته یې قناعت ورکړ چې هغه ۲۱ کلن دی او په دې توګه یې په کارګو بېړۍ کې دنده ترلاسه کړه. په ۱۹۲۶ ز کال کې په مونټري خلیج کې تر ښکته کېدو وروسته، هغه د مټ په نوم له یوه ۲۵ کلن سوداګر سره اشنا شو او جنسي اړیکه یې ورسره جوړه کړه، چا چې هغه ته د همجنس‌پالو نارینه وو نظریه د یوې نړیوالې "پټې ورورګلوۍ" په توګه وروپېژندله. های وروسته د ملتپالنې د هویت له سټالینیسټ تعریف سره په ترکیبي بڼه دا نظریه رامنځته کړه، ترڅو دا استدلال پرې وکړي چې همجنسبازان یو "کلتوري اقلیت" جوړوي.[۲۸][۲۹][۲۸][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سټانفورډ پوهنتون او کمونېست ګوند: ۱۹۲۹ تر ۱۹۳۸ز[سمول]

های په ۱۹۲۹ ز کال کې له ښوونځي نه فارغ شو او هیله یې لرله چې د لرغوني ژوند پوهنې (paleontology) په برخه کې زده کړې وکړي، مګر د هغه د پلار یې ممانعت وکړ او ټینګار یې دا و، چې د قانون په برخه کې زده کړې وکړي. های سینیر خپل زوی ته د خپل ملګري په حقوقي شرکت "هاس او ډنیګان" کې یوه د لومړنۍ کچې دنده واخیسته. په دغه شرکت کې د کار کولو پرمهال، های په پرشینګ چوک کې د همجنسبازانو د تګ راتګ صحنه ولیدله او هلته یې له یوه سړي سره جنسي اړیکه جوړه کړه او هغه کس نوموړي ته د همجنس بازانو د کلتور په اړه لارښوونې وکړې. د ادعا له مخې، همدلته هغه د شیکاګو مېشتو همجنس بازانو د حقونو د ډلې او د بشري حقونو د ټولنې په اړه معلومات ترلاسه کړل، که څه هم های وروسته د LGBT اړوند مخکېني فعالیت په اړه د کومې پوهې لرل رد کړي دي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په ۱۹۳۰ ز کال کې های په سټانفورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې نوم لیکنه وکړه او په انګلیسي، تاریخ او سیاسي علومو کې یې د خپلواکو زده کړو کورسونه ولوستل. هلته یې له اداکارۍ سره مینه زیاته شوه او شعرونه یې هم ولیکل، چې ځینې یې د پوهنتون په مجلو کې هم خپاره شول. هغه په ​​مکرر ډول هم په لاس آنجلس او هم په سان فرانسیسکو کې د همجنسبازانو په راټولېدنو کې ګډون کاوه او په داسې محفلونو کې یې هم برخه اخیسته چې نارینه به له نارینه وو سره نڅا کوله، ښځو به له ښځو سره نڅا کوله، خلکو به بدلې جامې اغوستې وې او الکول به څښل کېدل، چې دا ټول غیر قانوني وو. هغه به له بېلابېلو نارینه وو سره ځینې جنسي او عاشقانه چارې ترسره کولې. یو ژوند لیکونکی یې ادعا کوي چې په دغو کې له شهزاده جورج ډوک کینټ سره د یوې شپې اړیکه او له جیمز بروټن سره یوه لنډه اړیکه هم شامله وه. په ۱۹۳۱ ز کال کې نوموړی ځینو هغو خلکو ته هم د همجنس باز په توګه راغی چې هغه په ​​​​سټانفورډ کې پېژندل او که څه هم نوموړی له کوم سخت غبرګون سره مخامخ نه و، خو د یو شمېر همجنسبازانو په ګډون یې ځینو ملګرو او همکارانو ونه غوښتل چې تر هغه وروسته له نوموړي سره ولیدل شي. د سینوس یو سخت عفونت بیا د دې لامل شو چې های په ۱۹۳۲ ز کال کې تحصیل پرېږدي او د رغېدو لپاره بېرته د خپل تره زوی د نیواډا فارم ته راستون شي. هغه بیا هېڅکله هم پوهنتون ته ستون نه شو.[۳۹][۴۰][۴۱][۳۹][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Harry-Hay-Jr — subject named as: Harry Hay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64p1gc2 — subject named as: Harry Hay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0153363 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
  4. subject named as: Harry Hay — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Hay, Harry (07 April 1912–24 October 2002) — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1501387
  5. https://www.latimes.com/archives/la-xpm-2002-oct-25-me-hay25-story.html
  6. پیوستون : 119031647  — د نشر نېټه: ۱۸ مارچ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0153363 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  8. Haggerty, George E.; Beynon, John; Eisner, Douglas (2000). Encyclopedia of Lesbian and Gay Histories and Cultures, Vol. 2. New York: Garland Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135578718. مؤرشف من الأصل في September 13, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Timmons 1990، ص. 295.
  10. Weir, John (August 23, 1994). "Mad About the Boys". The Advocate. د کتاب پاڼې 37. ISSN 0001-8996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په November 7, 2002 باندې). The real Harry Hay. The Phoenix.
  12. Simon LeVay; Elisabeth Nonas (1997). City of Friends: A Portrait of the Gay and Lesbian Community in America. MIT Press. د کتاب پاڼې 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0262621137. Although some prominent gay leaders such as Harry Hay have supported NAMBLA's right to participate in gay rights marches, the link between NAMBLA and the mainstream gay rights movement has always been tenuous. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Vern L. Bullough (2002). Before Stonewall: Activists for Gay and Lesbian Rights in Historical Context. Psychology Press. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1560231936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Timmons 1990
  15. [Box 2/folder 21] Lesbian and Gay Academic Union Records, Coll2011-041, ONE National Gay & Lesbian Archives, USC Libraries, University of Southern California
  16. (په October 5, 2006 باندې). When Nancy Met Harry. The American Spectator.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Timmons 1990، صص. 6–8.
  18. Loughery, p. 224
  19. Shively, from Bronski, p. 171
  20. Loughery, p. 224
  21. https://www.google.com/search?q=%22John+McTernan+and+Anita+and+I+got+sprinkled%22&tbm=bks&sxsrf=AOaemvK9je5VuXU5Q9_r7NG2ShrY1FHvtQ%3A1636409322536&ei=6p-JYcKOIMGztQapm7PgBA&oq=%22John+McTernan+and+Anita+and+I+got+sprinkled%22&gs_l=psy-ab.3..33i299k1l3.47501.47842.0.48014.3.3.0.0.0.0.101.238.2j1.3.0....0...1c.1.64.psy-ab..0.1.73....0.wVA_RrjP8Gk
  22. https://www.harvardsquarelibrary.org/poetry-prayers-visual-arts/stephen-h-fritchman-to-all-who-toil/
  23. Timmons 1990، ص. 9.
  24. Timmons 1990، ص. 10.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Timmons 1990، ص. 11.
  26. Loughery, p. 224
  27. Hay/Roscoe, p. 355
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Timmons 1990، ص. 18.
  29. Hay/Roscoe, p. 355
  30. Timmons 1990، ص. 23.
  31. Timmons 1990، صص. 8, 19–20.
  32. Timmons 1990، ص. 19.
  33. Timmons 1990، صص. 15–16.
  34. Timmons 1990، صص. 14–15.
  35. Gay Almanac, p. 131
  36. Loughery, p. 225
  37. Timmons 1990، صص. 40–41.
  38. Timmons 1990، صص. 41–43.
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ Timmons 1990، صص. 49–50.
  40. Loughery, p. 225
  41. (په September 1999 باندې). Harry Hay Interview. The Progressive.
  42. Timmons 1990، صص. 43–45.
  43. Timmons 1990، ص. 52.
  44. Timmons 1990، ص. 46.
  45. Timmons 1990، صص. 47–48, 50–52.
  46. Timmons 1990، ص. 53.