Jump to content

هامر پورګشتال (جوزف وان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هامر پورکشتال چي پوره نوم یې جوزف فون هامر پورګشتال دی داطریش (اسټریا) مشهوره خاوري پېژندونکی اولیکوال دی . نوموړی په ۱۷۷۴زیږدیزکال کي دجون پر۹نېټه دګراتس په ښارکي پیدا اوپه ۱۸۵۶ز کال کي دنومبر پر۲۳نېټه داطریش په پلازمینه ویانا کي مړسو .

جوزف وان هامر پورګشتال
BornJoseph Freiherr von Hammer دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
۱۷۷۴زیږدیزکال
ګراتس (Gratz)
Died۱۸۵۶زیږدیزکال
ویانا دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
Alma mater
  • K.k. Akademie für Orientalische Sprachen دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
OccupationExplorer, ژباړن/ه, orientalist دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
Employer
  • Austrian Academy of Sciences دا په ويکي‌ډېټا کې سم کړئ
Signature

دهامر ژوند

[سمول]

هامر پورګشتال د اطریش په پلازمینه ویانا کي خپل علوم دختیځو ژبو په زدکړه کي پای ته ورسول اوپه یاده برخه کي یې عربي، فارسي اوترکي ژبي په پوره توګه زده کړې. تردې وروسته نوموړی په ۱۷۹۷ز کال کي دعثماني ټولواکمنی (خلافت) پلازمیني (استانبول) ته ولاړی او هلته یې داطریش په سفارت کي کار پیل کړ خو هلته ترڅه عمر تېرولو وروسته سمدستي دایران په لوري ولاړی او ورپسې کله چي دفرانسې مشهوره واکمن ناپلیون په ۱۷۹۹ز کال کي پرمصر باندي یرغل وکړ هامر له برتانوي حکومت سره کار پيل کړ اوځان یې برطانیې ته ورساوه . په برطانیه کي تر لږ وخت تېرولو وروسته هامر یو ځل بیا استانبول ته راغلی او څلور کاله یې هلته تېرکړه څو چي اخر بیرته خپل پلرنۍ وطن ویانا ته ستون سو. داهغه وختونه وه چي ویانا تازه د ناپلیون په لاس کي لوېدلې وه اوهامر ددې حال په لیدوسره مجبوره سو ترڅو ویانا پریږدي خوکله چي څه عمر وروسته د فرانسې او اطریش سیاسي چاري ښې سولې هامر یې نورله تکلیفه وویستی اوپخپل هیواد کي پاته سو .

دفرانسې او اطریش تر اړیکو سمېدلو وروسته هامر داځل دپاریس په لوري ولاړی اوله هغه ځای څخه یې په ډېر تکلیف سره دوه سوه دانې هغه تاریخي اولرغوني لیکل سوي نسخې له ځان سره راوړې کوم چي ناپلیون د خپل یرغل پروخت له ویانا څخه پاریس ته لېږدولي وې ( دیادوني وړده چي ددغه نسخوشمېر ۳۰۰ وو خوهامر یوازي ۲۰۰ دانې بیرته راوړې). له دې پیښي څه عمر وروسته هامر په ۱۸۱۰ز کال کي په پاریس ښارکي داطریش استازی وټاکل سو او هلته یې دنده پیل کړه خو لږ عمر نه وو تېر سوی چي هامر ترمخکي ډېر پرمختګ وکړ اوپه اخر کي داطریش د مشر سلاکار وټاکل سو . داطریش واکمن (لمړئ فرانتس) چي له هامرڅخه ډېر اغېزمن سوی وو نوموړي ته یې دبارون لقب ورکړ اوڅوکاله وروسته په ۱۸۴۸ز کي داطریش دفرهنګي علومو رئیس درئیس په توګه وټاکل سو چي دغه دنده یې ترمرګه پوري مخ ته یووړه اوبیابل ځای ته نه ولاړی .

دهامر پورګشتال علمي اثار

[سمول]

هامر پورګشتال لکه څنګه چی مویادونه وکړه په ختیځو علومو اوژبوکي یې ځانګړی مهارت درلود اوپه یاده موده کي یې لاندي کتابونه وژباړل او ولیکل :

انځورونه (په۱۸۰۰زیږدیز)

خسرو اوشیرین (په ۱۸۰۹زیږدیزکي)

دغسانیانو تاریخ (له ۱۸۱۶څخه تر۱۸۲۱زیږدیز په موده کي لیکل سوی)

دابن خلدون مقدمه (۱۸۱۸زیږدیز ویانا) له ترکي څخه په فرانسوي ژباړه

دعثماني سلطنت تاریخ (له ۱۸۳۵زیږدیزکال څخه تر۱۸۴۲زیږدیزکال په موده کي لیکل سوی) په ټولو کتابونوکي یې دغه کتاب ځانګړی شهرت لري

اوداسي نور ...............................

سرچینې

[سمول]

تاریخ عثماني/ هامر پورګشتال

https://abadis.ir/fatofa/%D9%87%D8%A7%D9%85%D8%B1-%D9%BE%D9%88%D8%B1%DA%AF%D8%B4%D8%AA%D8%A7%D9%84-%DB%8C%D9%88%D8%B2%D9%81-%D9%81%D9%88%D9%86/