هارولډ هولټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هارولډ هولټ
(انګلیسي: Harold Edward Holt د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هارولډ هولټ
هارولډ هولټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ اگسټ ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 19 ډيسمبر 1967 (59 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ورکېدلو نېټه ۱۷ ډيسمبر ۱۹۶۷  د (P746) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د استراليا ازادي غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هارولډ هولټ
هارولډ هولټ

هارولډ اېډوارد هولټ د ۱۹۰۸ز کال د اګست مياشتې په پنځمه زېږېدلی او د ۱۹۶۷ ز کال د دسمبر میاشتې په ۱۷ مه مړ شوی، د CH نښان (د غوره لاسته راوړنو انعام) ګټونکی یو استرالیايی سیاستوال و چې له ۱۹۶۶ ز کال نه یې د خپلې احتمالي مړينې  تر نېټې (۱۹۶۷ز) پورې د استرالیا د اوولسم لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د لېبرال ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد.

هولټ په سېدني کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې مېلبورن ته کډه شو، په مېلبورن پوهنتون کې يې د حقوقو په څانګه کې زده‌کړې وکړې. هغه سیاست ته له ننوتلو د مخه وکالت تمریناوه او د سینما د چلوونکو لپاره یې د يوه لابيیست په توګه کار کاوه. هغه د لومړي ځل لپاره په ۲۷ کلنۍ کې د ولسي جرګې ته نوماند شو، په ۱۹۵۳ ز کال کې د منځ‌مهاله(فرعي ټاکنو) له لارې د فوکنېر ډېوېژن (په وېکتوریا کې د استرالیا ټاکنیزه څانګه) لپاره د پارلمان غړی (MP) شو. د استرالیا د متحد ګوند (UAP) غړی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې، کله چې د هغه سلاکار رابرټ منزیس لومړی وزیر شو، هولټ ته له مشخص مسؤلیت یا مشخص وزارت پرته د وزیر چوکۍ ورکړل شوه. په وزارت‌خونه کې د هغه د تصدۍ دوران په پوځ کې له لنډمهالې دورې سره وشکېده، چې په ۱۹۴۰ کال کې د کنبېرا د هوایي ناورین په بهیر کې د درې وزیرانو له مړینې سره  کابینې ته د هغه په بیاراستنېدو پای ته ورسېد. په ۱۹۴۱ کال کې دولت ماته وخوړه اوUAP (د استرالیا متحد ګوند) یې اپوزسیون ته ولېږه او هغه په ۱۹۴۵ ز کال کې د لېبرال ګوند له رامنځته کولو سره د لېبرال له نوي ګوند سره یوځای شو.   

کله چې په ۱۹۴۹ ز کال کې لېبرالیان واک ته ورسېدل، هولټ په نوې واکمنۍ کې د دولت له مخکښو څېرو نه و. هغه له ۱۹۴۹ ز نه تر ۱۹۵۶ ز پورې د کډوالو د وزیر په توګه تر جګړې وروسته د کډوالۍ طرحې ته پراختیا ورکړه او د لومړي ځل لپاره يې د استرالیا د سپینې پالیسۍ (استرالیا ته د نا اروپايي وګړو پر مهاجرت د بندیز طرحه) لپاره لار هواره کړه. هغه له ۱۹۴۹ نه تر ۱۹۵۸ ز پورې د عامه خدمتونو او کار د وزیر په توګه هم نفوذ درلود، چېرې چې هغه په صنعتي اړیکو کې څو اختلافونه مدیریت کړل. هولټ په ۱۹۵۶ ز کال کې د لېبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او د ۱۹۵۸ ز کال تر ټاکنو وروسته، د ارټور فاډون (Arthur Fadden) پرځای د خزانې مسؤل وټاکل شو. هغه د استرالیا د مرکزي بانک پر رامنځته کولو او د استرالیايي ډالر پر اعشاريه څار(نظارت) درلود، مګر د ۱۹۶۱ ز کال د ټاکنو د ائتلاف په زیان د باور د کړکېچ له امله ملامت وګڼل شو. که څه هم اقتصاد بېرته په ښه کېدو شو او هولټ د مېنزېس د څرګند وارث په توګه خپل ځای خوندي کړ.  

هولټ د ۱۹۹۶ ز کال په جنوري میاشت کې لومړی وزیر شو، چې د مېنزېس تر تقاعد وروسته له هېڅ ډول مخالفت پرته د لېبرال ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د هم‌هغه کال په پای کې په عمومي ټاکنو کې برخه واخیسته او په غوڅ اکثریت بریا ته ورسېد. د هولټ دولت د سپينې استرالیا د پالیسۍ نړولو ته دوام ورکړ، اساسي قانوم یې سم(اصلاح) کړ، تر څو د فدرالي دولت مسؤلیت د استرالیا اصلي اوسېدونکو ته ورکړي او استرالیا له سټرلېنګ سیمې نه بهر کړي. هولټ له آسیا او ارام سمندر سره د ایکو پراخولو ته وده ورکړه او د ختیځې اسیا له یو شمېر هېوادونو نه یې لیدنه وکړه. د هغه حکومت د ویتنام په جګړه کې د استرالیا ښکېلتیا پراخه کړه او د لېنډون بي. جانسن (Lyndon B. Johnson) تر ولسمشرۍ لاندې یې له متحده ایالتونو سره نږدې او کلکې اړیکې ساتلې. هولټ له سپينې ماڼۍ نه د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې:« د ټولې لارې په اوږدو کې له LBJ (د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر) سره و» د نوموړي دا څرګندونې په هېواد کې له کمزوري ښه راغلاست سره مخامخ شوې.   

د ۱۹۶۷ ز کال په دسمبر کې، هغه مهال چې هلوټ د وېکټوریا په چيويټ (Cheviot) سمندر کې په سختو شرایطو کې د لامبو وهلو په حال کې و، ورک شو. هغه په احتمالي ډول مړ وګڼل شو، که څه هم د هغه مړی(جسد) هېڅکله پیدا نه شو، د هغه د مړي ورکېدل د دسیسې د یو لړ تیوریو د رامنځته کېدلو لامل شول. هولټ د استرالیا درېیم لومړی وزیر و ،چې په خپل موقف او دنده کې مړ شو. د هېواد ګوند مشر جان مک‌اېون (John McEwen) یې لنډمهالی ځای ناستی او وروسته یې جان ګورټون ځای ناستی وټاکل شو. د هغه له مړینې نه په بېلابېلو لارو یادونه وشوه، چې له ډلې يې په مېلبورن کې د هغه په یاد د هارولډ هولټ د لامبو مرکز جوړېدل یادولی شو.

لومړنی ژوند[سمول]

زېږېدنه او کورنۍ مخینه( شالید)[سمول]

هولټ د ۱۹۰۸ ز کال د اګست میاشتې په پنځمه نېټه، د سیدني ښار په سټینمور، نیوساوت ویلز کې د خپل مور او پلار په کور کې زېږېدلی و. هغه د اولیف مې / Olive May (د وېلیمز کورنۍ نوم، چې پخوا پيرس و) او توماس جېمز هولټ په کورنۍ کې د دوو زېږېدلو زامنو نه لومړی و، د هغه کشری ورور کلېفورډ په ۱۹۱۰ ز کال کې نړۍ ته راغی. د هغه مور او پلار د هغه له زېږېدلو نه اووه میاشتې مخکې، د ۱۹۰۸ ز کال په جنوري میاشت کې واده وکړ. هولټ د پلار له لوري د جېمز هولټ له نسل نه و، چې د انګلستان د بېرمنګام اوسېدونکی او یو موچي و، چې په ۱۸۲۹ ز کال کې نیوساوت ولز ته رسېدلی و. د هغه پلرنی نیکه توماس هولټ، په نوبا کې د یوه لوی فارم د ملکیت څښتن و او دوه ځله همالته نږدې د والنډبین د ښاروال په توګه وټاکل شو. د هولټ پلار په سیدني کې د ښوونځي د ښوونکي په توګه وروزل شو او کله چې هارولډ نړۍ ته راغی، د کلیویلانډ سړک په ښوونځي کې يې د فزیکي زده‌کړو د ښوونکي په توګه کار وکړ. د هولټ مور د سویلي استرالیا په ایوډوندا کې زېږېدلې وه او اصالتاً یې کورنیشي، انګلیسي، جرمني او ایرلنډي اجداد درلودل، خور یې وېرا پيرس لوبغاړې وه.   [۷][۸]

زده‌کړې[سمول]

په ۱۹۱۴ ز کال کې د هولټ مور او پلار اډلیېډ ته ولاړل، چېرې چې د هغه پلار په پېنهام (Payneham) کې د یوه هوټل جواز تر لاسه کړ. هغه او ورور یې په سېدني کې پاتې شول او له خپل تره سره یې ژوند کاوه او د رنډوېک په دولتي ښوونځي کې يې زده‌کړې کولې. هولټ په ۱۹۱۶ ز کال کې له خپلې انا او نیکه سره د ژوند کولو لپاره کلي ته ولېږل شو، چېرې چې يې د لنډمهال لپاره د نوبا په دولتي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. هغه په راتلونکي کال کې بېرته سیدني ته راستون شو او په کېلارا کې يې د ابوتشولم کالج (Abbotsholme College) په نامه یو خصوصي ښوونځي کې درې کلنه نوم‌لیکنه وکړه. مور او پلار یې هم‌هغه مهال له یو بل نه جلا شول. هولټ په ۱۹۲۰ ز کال کې د مېلبورن په وېسلي کالج کې اعاشه پيل کړه. هغه با استعداد او نامتو زده‌کوونکی و چې په وروستي کال کې يې تحصیلي بورس ترلاسه کړ او په خپل ټولګي کې په دویمه درجه فارغ شو. هولټ به خپلې د ښوونځي رخصتۍ،معمولاً په نوبا کې له خپلوانو یا د ښوونځي له ملګرو سره تېرولې، نه له خپل مور او پلار سره – پلار يې د استعداد موندلو د یو عامل په توګه کار پیل کړی و او په تېولي سېړکېټ(Tivoli circuit )(د استرالیا  مشهور تفریحي ګرځښت) کې به په کلي کې ګرځېده. په ۱۹۲۵ ز کال کې، هغه مهال چې ۱۶ کلن و، مور یې مړه شوه او د جنازې په مراسمو کې يې ګډون ونه شو کړی.  [۹]

هولټ په ۱۹۲۷ ز کال کې په مېلبورن پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې زده‌کړې پيل کړې، د کوینز په کالج کې يې په سکالرشېپ(بورس) ژوند کاوه. هغه په کرېکټ او فوټبال کې د پوهنتون استازی و او د محصلانو په بېلابېلو سازمانونو کې هم فعال و. هغه د کوینز کالج د ټولنیز کمپ او د حقوقو د زده‌کوونکو د ټولنې د رئیس په توګه خدمت کاوه. هولټ د وينا د مهارت او مقالې لیکلو په برخه کې جایزې وګټلې او د پوهنتون د ننه د مناظرې د ټیم یو غړی و. هغه په ۱۹۳۰ ز کال له حقوقو پوهنځۍ نه د لېسانس په کچه فارغ شو. د هولټ پلار په لندن کې اوسېده او هغه یې د زده‌کړو د دوام لپاره انګلستان ته ور وغوښت، خو هغه دا وړاندیز رد کړ. [۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Harold-Edward-Holt — subject named as: Harold Holt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rj5934 — subject named as: Harold Holt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7253158 — subject named as: Harold Edward Holt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=holtharold — subject named as: Harold Holt
  5. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26862 — subject named as: Harold Edward Holt — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010720 — subject named as: Harold E. Holt — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Frame, Tom (2005). The Life and Death of Harold Holt. Allen & Unwin / National Archives of Australia. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74114-672-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Frame (2005), p. 3.
  9. Frame (2005), p. 5.
  10. Frame (2005), p. 6.