هارولد وېلسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هارولد وېلسن
(انګلیسي: James Harold Wilson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هارولد وېلسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ مارچ ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 24 مې 1995 (79 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل الزایمر  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بريتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت الزایمر  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (67 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۶ اکتوبر ۱۹۶۴  – ۱۹ جون ۱۹۷۰ 
Fleche-defaut-droite-gris-32.png الېک ډاګلاس-هیوم 
اېډوارد هیت  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
د برېتانیې لومړی وزیر (69 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۴ مارچ ۱۹۷۴  – ۵ اپرېل ۱۹۷۶ 
Fleche-defaut-droite-gris-32.png اېډوارد هیت 
جېمز کالهان  Fleche-defaut-gauche-gris-32.png
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اېسپرانتو[۱۲]
انگليسي[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
هارولد وېلسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د جېمز هارولد وېلسن، ریوالکس د سیمې اشرف وېلسن، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بریتانیا د سترواک نښان (Order of the British Empire)، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، د بریتانیا د احصایوي ټولنې غړی (Royal Statistical Society) د وړتیاوو درلودونکی (د ۱۹۱۶ ز کال د مارچ له ۱۱ مې نه د ۱۹۹۵ ز کال د مې تر ۲۴ مې پورې) یو بریتانوی سیاستوال و چې دوه ځله، د ۱۹۶۴ ز کال د اکتوبر نه د ۱۹۷۹ ز کال تر جون پورې او بیا د ۱۹۷۴ ز کال د مارچ نه د ۱۹۷۶ ز کال تر اپریل پورې، د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. نوموړی د ۱۹۶۳ ز کال تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د کارګر ګوند مشر و او د ۱۹۴۵ ز کال نه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د پارلمان غړی و. وېلسن یوازینی کارګر مشر دی، چې له څلورو ټول ټاکنو نه وروسته یې د کارګر ګوند اداره جوړه کړې ده.

وېلسن چې د یارکشیر د ویسټ رایډینګ کې په هډرزفیلډ کې د منځنۍ کچې په یوه سیاسي فعاله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، وتوانېد چې د رایډز هال د ګرامر په ښوونځي کې د زدکړو بورس ترلاسه کړي. وروسته د اکسفورډ په جېسوس کالج کې یې معاصر تاریخ ولوست. ورپسې نوموړی د اکسفورډ په نیو کالج کې د اقتصادي تاریخ استاد او د اکسفورډ  پوهنتون په کالج کې د څېړنې غړۍ شو. وېلسن چې په ۱۹۴۵ ز ګال کې د اورمسکرک د ناحیې په استازیتوب پارلمان ته لاره و موندله، سمدلاسه د اتلې د واکمنۍ پر مهال د حکومتي چارو لپاره د پارلمان منشي وګومارل شو. نوموړی په ۱۹۴۷ ز کال کې د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر و ټاکل شو او لږ وروسته په کابینه کې د سوداګرۍ بورډ رئیس شو. هغه په ۱۹۵۰ ز کال کې د د هایټون ګاونډۍ سیمې په استازیتوب وټاکل شو. وېلسن د ۱۹۵۵ ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته، د سیوري په کابینه کې د خزانې د رئیس په توګه و ټاکل شو او وروسته په ۱۹۶۱ ز کال کې په دې کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه و ټاکل شو. کله چې د ۱۹۶۳ز کال په جنوري کې د کار مشر هیګ ګیتسکیل ناڅاپه مړ شو، وېلسن د هغه دځای ډکولو لپاره د مشرتابه ټاکنې وګټلې او د اپوزیسیون مشر شو.

وېلسن د ۱۹۶۴ ز کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند په لږ توپیر سره بریا ته ورساوه او لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه د واکمنۍ لومړۍ دوره د لږ وزګارۍ او نسبي اقتصادي ښېرازۍ شاهده وه، خو وروسته د بریتانیا د بهرنیو تادیاتو په بیلانس کې د ستونزو له امله له خنډ سره مخامخ شوه. د وېلسن حکومت په انګلستان کې د پراخو ټولنیزو بدلونونو شاهد و، د بېلګې په توګه: د اعدام سزا او د تیاتر سانسور دواړه لغوه شول، په انګلستان او ویلز کې نارینه همجنسبازي قانوني شوه، د طلاق قوانین نرم شول او د سقط قانون آزاد شو. وېلسن په ۱۹۶۶ ز کال کې د دې پروګرامونو په اوږدو کې ناڅاپي ټاکنې را وبللې، چې کارګر ګوند په لوی توپیر وګټلې. نوموړي په ۱۹۶۹ ز کال کې شمالي ایرلنډ ته بریتانوي ځواکونه ولېږل.  

د ۱۹۷۰ ز کال په ټاکنو کې، که څه هم د کارګر ګوند په نظر پوښتنو کې مخکښ لیدل کېده، خو له تمې لرې یې د اېډوارډ هیت په مشرۍ د محافظه کار ګوند پر وړاندې ماتې وخوړه. وېلسن د کارګر ګوند په مشرتابه کې پاتې کېدل غوره کړل او بېرته څلور کاله د اپوزیسیون د مشر په توګه تېر کړل. په ۱۹۷۴ ز د فبروري په ټاکنو کې هغه بیا د کارګر ګوند مشري وکړه چې د دې ټاکنو په پایله کې ساکن پارلمان (هېڅ ګوند اکثریت نه درلود) را منځ ته شو. که څه هم محافظه کارانو د کارګر ګوند په پرتله ډېرې رایې ګټلې وې، خو د هیت خبرې له لیبرال ګوند سره بې پایلې وې او وېلسن د دویم ځل لپاره لومړی وزیر وټاکل شو. وېلسن چې د لږه کي حکومت مشر و، د ۱۹۷۴ ز کال په اکتوبر کې یې ناڅاپي ټاکنې راوبللې، چې په پایله کې یې کارګر ګوند په لږ اکثریت وګټلې. وېلسن د خپلې دویمې دورې په اوږدو کې د هغه د ټولپوښتنې څارنه وکړه چې په اروپايي ټولنو کې یې د انګلستان غړیتوب تایید کړ. نوموړي د ۱۹۷۶ ز کال د  مارچ په میاشت کې په ناڅاپه توګه له خپلې چوکۍ نه استعفا اعلان کړه او جېمز کالهان یې ځای ناستی شو. وېلسن په ۱۹۸۳ ز کال کې تر تقاعد پورې د عوامو په مجلس کې پاتې شو، چې په دې وخت کې هغه د ریوالکس د مشر وېلسن په توګه د مشرانو جرګې ته ترفیع وکړه.  

تاریخپوهان نوموړی په سختو سیاسي حالاتو کې د کارګر ګوند د رهبري کولو د غوره وړتیاوو په درلودلو سره ارزوي. د وېلسن شهرت هغه وخت کم شو چې له خپلې دندې یې استعفا ورکړه او په ۲۰۱۶ ز کال کې لاهم کمزوری انګېرل کېده. د خپل ژوند په سیاسي بهیر کې يې د پا وړ هغه موضوعات چې نوموړی ورسره مخامخ شو، د عامه مالکیت ونډه، په اروپایي ټولنه کې غړیتوب او د ویتنام په جګړه کې د بریتانوي سرتېرو د ښکېلتیا نه د مخنیوي څرنګوالی وو. د سوسیالیزم په وړاندې د وېلسن چلند د ځینو له خوا ډېر معتدل او د ځینو له خوا ډېر کیڼ اړخه ګڼل کېده. نوموړی چې د نرم کیڼ اړخه کارګر ګوند غړی و، تر خپلې مشرۍ لاندې کابینې په اړه چې ډېری له سوسیال ډیموکراټانو نه جوړه شوې وه، مسخرې کولې او ځان یې د بلشویک انقلابي سره پرتله کاوه چې د تزاري کابینې مشري یې کوله، خو داسې څه شتون نه درلود چې نوموړی له ایډیالوژیکي پلوه د کابینې له اکثریت نه جلا کړي.  په مناسبه توګه د تکنالوژي د کارولو پر بنسټ د بریتانیې د اقتصاد د اوږدمهاله پراخې وړتیا د ښه کولو لپاره او د نابرابرۍ کمولو په اړه د نوموړي هیلې تر یوې کچې نېمګړې پاتې شوې.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12097198t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nz8ppn — subject named as: Harold Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11443 — subject named as: James Harold Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wilson-james-harold — subject named as: James Harold Wilson — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p19199.htm#i191987 — subject named as: James Harold Wilson, Baron Wilson of Rievaulx — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0072253.xml — subject named as: James Harold Wilson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=66201 — subject named as: Harold Wilson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001294 — subject named as: Harold Wilson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. UK Parliament identifier: https://beta.parliament.uk/people/Ia6ERfYN
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ UK Parliament identifier: https://beta.parliament.uk/people/eTD46LNK
  11. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://doi.org/10.1093/ref:odnb/58000 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  12. Ĉu vi parolas Esperanton? Esperanto speakers launch new drive to gain international recognition
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12097198t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. Andrew S. Crines and Kevin Hickson, eds., Harold Wilson: The Unprincipled Prime Minister?: A Reappraisal of Harold Wilson (Biteback Publishing, 2016) p. 311.
  15. (په 1 July 2005 باندې). Harold Wilson obituary.
  16. Ben Pimlott, Harold Wilson (1992) p 264
  17. Ben Pimlott, Harold Wilson (1992), pp. 604–5, 648, 656, 670–77, 689.