منځپانگې ته ورتلل

جېمز کالهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز کالهان
James Callaghan  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جېمز کالهان
جېمز کالهان

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۷ مارچ ۱۹۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 26 مارچ 2005 (93 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۰][۱۱][۱۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (70  )   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۵ اپريل ۱۹۷۶  – ۴ می ۱۹۷۹ 
هارولد وېلسن  
مارگريت تاچر  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۳]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
مقام بريدمن   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

لیونارد  جېمز کالهان، د کارډیف اشرف کالهان، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) درلودونکی (د ۱۹۱۲ کال د مارچ له ۲۷ څخه د ۲۰۰۵ کال د مارچ تر ۲۶ پورې)، چې په عام دول د جیم کالهان په نوم یادېده، یو برتانوی سیاستوال و چې له ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۷۹ کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه او د ۱۹۷۶ کار څخه تر ۱۹۸۰ کال پورې د کارګر ګوند د مشر په توګه یې خدمت وکړ. کالهان یوازینی کس دی چې د دولت په څلورو لوړو چوکیو کې یې دنده ترسره کړې ده، چې له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۶ کال پورې د خزانې د وزیر، د ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۷۰ کال پورې د کورنیو چارو د وزیر او له د ۱۹۷۴ کال څخه تر ۱۹۷۶ کال پورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه يې خدمت کړی دی. نوموړی همدارنګه له ۱۹۴۵ څخه تر ۱۹۸۷ پورې د پارلمان هم غړی و.

په پورټسموت کې په یوې کاري طبقې کورنۍ کې زیږیدلی، کالهان په پیل کې ښوونځی پریښود او د مالیې د مفتش په توګه یې دنده پیل کړه، مخکې له دې چې په 1930 کې د سوداګرۍ اتحادیې چارواکی شي؛ هغه د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د شاهي سمندري ځواکونو د ډګروال په توګه دنده ترسره کړې. هغه د 1945 په ټاکنو کې پارلمان ته وټاکل شو او د کارګر ګوند کیڼ اړخ ته ګڼل کېده. هغه په 1947 کې د ایټلي (Attlee) په حکومت کې د پارلماني منشي په توګه وټاکل شو، او د کارګر ګوند ښي اړخ ته یې په چټکۍ سره حرکت پیل کړ، په داسې حال کې چې خپل شهرت یې د "د جامو د خولۍ ساتونکي" په توګه ساتلی و - دا د کارګرانو او سوداګریزو اتحادیو ترمنځ د نږدې اړیکو ساتلو په توګه لیدل کیږي. د 1951 په ټاکنو کې د کارګر له ماتې وروسته، کالهان په زیاتیدونکې توګه د کارګر ګوند د ښي اړخ مشر وګڼل شو او په 1960 کې د مرستیال مشر او په 1963 کې د مشرۍ لپاره ودرېد، مګر د پخواني جورج براون او وروستی هارولډ ولسن له خوا مات شو.

ولسن د ۱۹۶۴ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا وروسته، کالهان د خزانې د وزیر په توګه وټاکه. دا ګمارنه د برتانیا د اقتصاد له کړکېچنې دورې سره یو ځای را منځ ته شوه، چې په ترڅ کې یې کالهان باید د تادیاتو د بیلانس ځنډن کسر او د سټرلینګ په پونډ احتکاري برېدونو چې د برېتن ودز د سیستم پر بنسټ یې د نورو اسعارو پر وړاندې  نرخ ثابت ټاکل شویو، له منځه وړي وای. حکومت په لومړي سر کې د پوڼد د ارزښت د را کمولو څخه ډډه وکړه، خو د ۱۹۷۶ کال د نومبر په ۱۸ نېټه یې د پونډ ارزښت کم کړ. د دې پرېکړې په پایله کې، ولسن کالهان د کورنیو چارو د وزیر په توګه و ټاکل شو. کالهان په دې وخت کې په شمالي ایرلنډ کې د پولیسو په ملاتړ د بریتانوي پوځ د عملیاتو څخه د څارنې دنده په غاړه درلوده، چې د شمالي ایرلنډ د حکومت د غوښتنې سر سم هلته لېږل شوي وو. کالهان له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۷۴ پورې د کارګر ګوند په اپوزیسیون کې د سیوري په کابینه کې پاتې شو. د ۱۹۷۴ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند له بریا سره سم، ولسن نوموړي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. کالهان په اروپایی ټولنه  کې د بریتانیا د غړیتوب په شرایطو د بیا خبرو اترو مسئولیت درلود او د ۱۹۷۵ کال په ټولپوښتنه کې یې د "هو" رایې د هلو ځلو کې په کلکه ملاتړ وکړ چې په اروپایي ټولنه کې یې د انګلستان غړیتوب تایید کړ.   [۱۴][۱۵][۱۶]

کله چې په ۱۹۷۶ کال په مارچ کې ویلسن په ناڅاپه توګه خپل تقاعد اعلان کړ، کالهون د ګارګر ګوند د مشرتابه لپاره پنځه نورو نوماندانو ته ماتې ورکړه چې د کارګر ګوند مشر وټاکل شو. نوموړی د ۱۹۷۶ کال د اپریل په ۵ نېټه د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. که څه هم کارګر ګوند د ۱۹۷۴ کال د عوامو د مجلس ټاکنې په کم اکثریت سره ګټلې وې، د کالهون په دوره کې ګوند دا ټاکنې له لاسه ورکړې. نوموړی اړ شو چې د لیبرال ګوند سره د ملاتړ او تایید تړون لاسلیک کړي. په داسې حال کې چې په پیل کې دا پرېکړه غوره ثابت شوه، خو د ۱۹۷۸ – ۱۹۷۹ کلونو "د ناخوښۍ ژمي" په اوږدو کې د پراخو صنعتي شخړو او پراخو کاربندیزونو او سکاټلنډ ته د واک د لېږد په اړه د ټولپوښتنې ماتې، د دې لامل شول چې کوچني ګوندونه د محافظه کارانو سره یوځای شي ترڅو د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۲۸ په کالهان باندې د بې باورۍ رایه ورکړي. که څه هم کالهان شخصاً په نظرپوښتنو کې مشهور پاتې شو، خو د ۱۹۷۹ کال په ټاکنو کې د کارګر ګوند د ماتې لامل شو او پر ځای یې مارګریټ ټاچر وټاکل شوه.  

په پیل کې کالهان د کارګر ګوند د مشر په توګه پاتې شو، چې د ۱۹۸۰ کال تر نومبر میاشتې پورې یې د اپوزیسیون د مشر په توګه دنده پر مخ یوړه. نوموړي هڅه وکړه چې کارګر ګوند د مشرتابه د ټاکلو بهیر اصلاح کړي. خو هغه مشرتابه پرېښود او بېرته د پارلمان وروستۍ چوکۍ ته راستون شو او د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۷ کلونو تر منځ نوموړي ته د عوامو د مجلس د بابا لقب ورکړل شو. په ۱۹۸۷ کال د عوامو د مجلس څخه د تقاعد سره سم، نوموړي د کارډیف د اشرف کالهان په توګه د اعیانو مجلس ته ترفیع وکړه. هغه د ۲۰۰۵ کال د مارچ په ۲۶ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او تر اوسه پورې یې د انګلستان د تر ټولو اوږد عمر لرونکي پخواني لومړی وزیر لقب ساتلی دی.

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118885057  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12404951g — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w61r8050 — سکالو پېژند: James Callaghan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10685615 — سکالو پېژند: Leonard James Callaghan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p19110.htm#i191091 — سکالو پېژند: Leonard James Callaghan, Baron Callaghan of Cardiff — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/callaghan-james — سکالو پېژند: James Callaghan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0013598.xml — سکالو پېژند: Leonard James Callaghan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  8. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14309 — سکالو پېژند: Leonard James Callaghan — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=10545 — سکالو پېژند: Leonard James Callaghan — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000005884 — سکالو پېژند: James Callaghan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/L1twm50H
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/YSsLNF3h
  13. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/94837 — سمونګر: Colin Matthew او David Cannadine — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
  14. Conroy 2006، مم. 2–4.
  15. McKie, David (28 March 2005). "Obituary: Lord Callaghan". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 April 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 26 September 2018.
  16. "Obituary: Lord Callaghan of Cardiff". The Telegraph. 28 March 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 September 2018. ترلاسه‌کېدو نېټه 26 September 2018.