نېفروټېک ساينډروم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نېفروټېک ساينډروم (په انگرېزي: Nephrotic syndrome) د پښتورگو يوه ناځانگړې بې نظمي ده چې پښتورگي پکې زيانمن وي. د دغې ناروغۍ آر نښې پروټينيوريا (په ادرار کې پروټين)، هايپوالبومينېميا (ټيټ البومين) او ايډيما دي، چې په لويه کچه له وينې څخه ادرارو ته د پروټينو د وتلو سبب کېږي.[۱] ( په يوه ورځ کې لږ تر لږه 3.5 گرامه پروټينيوريا د بدن د هوارې په هر 1.73m2 کې)[۲] .

هغه پښتورگي چې په نېفروټيک ساينډروم اغېزمن شوي، هغه د نېفرونونو په پوډوسايټونو کې واړه سوري لري چې له همدغو سوريانو څخه پروټين په ادرارو کې وځي. (او د همدې په پايله کې هايپوالبومينېميا,<25g/L, رامېنځ ته کېږي) خو د پوډوسايټونو سوريان بيا په دې اندازې لوی نه دي چې سلولونه ترې ووځي نو په همدې خاطر په دې ناروغۍ کې د وينې سره کرويان نه ضايع کېږي او هېماټوريا (په ادرارو کې وينه) په کې نه وي. د دې ناروغۍ په پرتله په نېفريټيک ساينډروم کې د وينې سره توکي د پوډوسايټونو له سوريانو څخه وځي چې د هېماټوريا سبب گرځي,


سرچينې

  1. "nephrotic syndrome" د ډورلانډ طبي سيند کې
  2. "ELECTRONIC LEARNING MODULE for KIDNEY and URINARY TRACT DISEASES". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)