نیمروز گومرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نیمروز گمرک د هېواد په لوېدیځ کې له لویو گمرکونو یو دی چې د تېر مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د عوایدو کچه پنځه میلیارده او ۵۱۷ میلیونه افغانیو ته رسېدلې و. دغه عواید د وړم کال د همدې مودې په پرتله یو میلیارد افغانۍ زیات دي[۱].

نيمروز ولایت د ابريشم پول له لارې له ايران سره گډه پوله لري او دغه ولايت ته ټول سوداگريز توکي د بندر عباس له لارې را وارديږي. سوداگر تر ډېره بريده د هرات ولايت د اسلام کلا سرحد په پرتله د ابرېشم پول ته ډېره ترجيع کوي او وايي، چې دغه پول د اسلام کلا بندر په پرتله ٦٠٠ کيلومتره نږدې دى او د دوى لپاره د مالونو لېږد ارزانه پرېوځي. له بندر عباس څخه تر پول ابريشم پورې له ١٥٠٠ کيلومتره څخه زيات واټن پروت دى او د اسلام کلا بندر په پرتله د پول ابريشم له لارې هر کانټينر ١٥٠٠ ډالره ارزانه پرېوځي. د دغی گومرک عواید په ۱۳۹۳ کال په نیمایو کې پنځه ميليارد او ٥١٧ ميليون افغانيو ته رسېدلي .[۲]

سرچینې[سمول]

  1. https://www.facebook.com/Hamyanay.Daily/photos/a.415639551823505.98783.383770225010438/693566330697491/
  2. http://www.pajhwok.com/ps/2015/03/10/%D8%AF-%D9%86%D9%8A%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%B2-%D8%AF-%DA%AB%D9%85%D8%B1%DA%A9-%D8%B9%D9%88%D8%A7%D9%8A%D8%AF-%D9%8A%D9%88-%D9%85%D9%8A%D9%84%D9%8A%D8%A7%D8%B1%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%DB%8D-%D8%B2%D9%8A%D8%A7%D8%AA-%D8%B4%D9%88%D9%8A[مړه لينکونه]