Jump to content

نورمن فینکلسټین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نورمن فينکلسټين
اړوند
زېږون‌ځای
Brooklyn (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۸ ډيسمبر ۱۹۵۳[۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
قومي ډلې
غړی د
دین
جوړښت
د معماري سټایل
نور معلومات
وېب‌پاڼه
normanfinkelstein.com (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

نورمن ګری فینکلسټین (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د ډسمبر ۸مه نېټه) امریکايي سیاست پوه او فعال دی چې څېړنې یې تر ډېره پورې د هلوکاسټ او د اسرائیلو او فلسطین د جګړې سیاسي موضوعاتو ته اړوندېږي.

نورمن د ۱۹۵۳ زکال پر مهال په نیویارک ښار کې وزیږېد. مور او پلار یې له هلوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي یهودان و. هغه د بېنګهامټون په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د پرېنسټون پوهنتون څخه یې د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. ده له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې په ډي پاول پوهنتون کې د مرستیال ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او سربېره پر دې د بروکلېن کالج، راټګرز پوهنتون، هنټر کالج او د نیویارک د پوهنتون د علمي پلاوي غړی و. په ۲۰۰۶ زکال کې د ډي پاول پوهنتون ادارې د نوموړي د دایمي استادۍ اړوند رایه ورکړه، خو هغه دغه څوکۍ ترلاسه نه کړه او له پوهنتون سره یې د یو لړ ناڅرګندو شرایطو له مخې خپله استعفا ورکړه. [۱۱][۱۲]

فینکلسټین په ۲۰۰۰ زکال کې د «هلوکاسټ د صنعت» په نامه اثر لیکلو له امله شهرت وموند، ده په دغه کتاب کې ادعا کړې چې د هلوکاسټ یو شمېر خاطرې په اسرائیلو باندې د نیوکو څخه د مخنیوي کوونکې «ایډیالوژیکې وسلې» په توګه کارول کیږي. دی د اسرائیلو یو له منتقدینو څخه و او له همدې امله په ۲۰۰۸ زکال کې دغه هېواد ته د تګ څخه ۱۰ کاله بند شو. نوموړی اسرائیل یو «یهودي برتري غوښتونکی دولت» بولي او څرګندوي چې دغه دولت د فلسطیني وګړو پر وړاندې د اپاراتاید جرمونه ترسره کوي. هغه په خپل یو کتاب کې د شخصي راپورونو پر مټ د اسرائیلو تر اشغال لاندې د فلسطینیانو وضعیت د نازیانو له وحشت سره پرتله کړی. د نورمن وروستی کتاب د فلسطین او اسرائیلو موضوع ته اړوند د غزه: د هغو د شهادت اړوند څېړنې (Gaza: An Inquest into Its Martyrdom) تر عنوان لاندې دی. [۱۳][۱۴][۱۵]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

نورمن فینکلسټین د ۱۹۵۳ زکال د ډسمبر په ۸مه نېټه په نیویارک ښار کې د هاري او مریلا (کورنی نوم یې هوسیت) فینکلسټین په کورنۍ کې وزیږېد. د ده والدین د هلوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي یهودان وو. مور یې په وراسا کې لویه شوې وه او د وارسا له ګتو پاڅون او د اجباري کار له مایدانک کمپ څخه ژوندۍ راوتلې وه. پلار یې هم له دواړو وارسا ګتو پاڅون او اشویتز کمپ څخه ژوندی راوتی و. دوی دواړو له جګړې وروسته د اتریش په لینز کې د بې کوره وګړو په یوه کمپ کې ولیدل او بیا یې متحده ایالاتو ته کډه وکړه، چېرې چې د ده پلار د یوې کارخونې کارګر او مور یې په پیل کې د کور مېرمن خو وروسته بیا کتاب ساتونکې شوه. د نورمن مور یوه کلکه سوله غوښتونکې وه. دوی دواړه په ۱۹۹۵ زکال کې مړه شول. [۱۶][۱۷][۱۸]

نورمن د خپلو والدینو اړوند ویلي چې «دوی نړۍ ته د نازيانو د هلوکاسټ له نظره کتل. دوی د تل لپاره د شوروي اتحاد پوروړي و (ځکه چې د نازیاتو ماته هغوی ته اړونده بلل کیږي) او له همدې امله یې له هر هغه چا څخه بد وړل چې له شوروي سره مخالف وو». دوی د اسرائیلو د هېواد په جوړېدو کې د شوروي اتحاد له هوکړې ملاتړ وکړ؛ هماغه ډول چې اندریویچ ګرومیکو ویلي چې یهودانو د یو دولت د لرلو حق ترلاسه کړ، خو اسرائیلو خپله روح په لویدیځ وپلوره. [۱۹]

نورمن د نیویارک د بروکلین په بورو پارک او میل باسین سیمو کې را لوی شو او د جیمز مډیسون په عالي لیسه کې یې زده کړې وکړې. ده په خپلو خاطراتو کې ویلي چې ما د خپلې مور غصه د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو د عام وژنې پر مهال احساس کړه ځکه چې دا خپله په دویمه نړیواله جګړه کې د نسل وژنې شاهده وه. د هغه د ماشومتوب یو ملګري ویلي چې «د کیڼ اړخو انسان پالونکو موخو په برخه کې د هغه د مور عاطفي پانګونه د عصبي شاک تر کچې وه». ده «[د هغې] غصه خپله کړه، هغه ځانګړنه چې د ده پر باور د ویتنام د جګړې اړوند د خبرو پر مهال «نه زغم کېدونې» شوه او هغه یې «له توو څخه د مقدس» لیدلوري لرونکی کړ چې اوس مهال پرې خواشینی دی». خو نورمن د خپلې مور د لیدلوري جذب – د ژوندانه د دوام لپاره د اخلاقي غصې له احساس څخه ځان ساتل – یو فضیلت بولي. ورپسې د نوام چوامسکي د اثارو لوستلو هغه د خپلې مور د هغو اخلاقي علایقو کارونې ته اړ کړ چې ده ته یې د هغو وصیت کړی و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نورمن د ۱۹۷۴ زکال پر مهال په نیویارک کې له بېنګهامټون پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه او له هغو وروسته یې په ۱۹۷۹ زکال کې د پاریس په پي اس ال (École Pratique des Hautes Études) پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې. دی له نوې ځوانۍ څخه یو سخت دریځی ماوېست و چې د ۱۹۷۶ زکال پر مهال د څلور کسیزې ډلې (Gang of Four) د محاکمې د خبر اورېدو په شدیده توګه خواشینی کړ او له امله یې دې پرېکړې ته ورسېد چې لار یې ورکه کړې ده. ده خپله ویلي چې له دې امله درې اونۍ په بستر کې و. [۲۵][۲۶][۲۷]

ده په ۱۹۸۰ زکال کې د ماسټرۍ سند او په ۱۹۸۸ زکال کې یې د پرینسټون پوهنتون څخه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. نورمن د في بتا کاپا ټولنې غړی دی. د ده د دکتورا تیزس په یهودیت باندې و. وړاندې له دې چې دی علمي دندې ته مخه کړي په نیویارک کې زده کړو ته د شا کړو ځوانانو سره د مرستې په برخه کې نیم مهاله ټولنیز مرسته کوونکی و. [۲۸][۲۹]

د نورمن په خپله خبره د اسرائیلو او فلسطین په شخړه کې یې ونډه د ۱۹۸۲ زکال پر مهال وروسته له هغه پیل شوه چې ده او یو شمېر نورو یهودانو په نیویارک کې په لبنان باندې د اسرائیلو د برید پر ضد لاریون وکړ. ده د دغه لاریون پر مهال یو بنر له ځانه سره درلود چې پرې لیکل شوي وو: «د وارسا ګتو د پاڅون، اشویتز او میدانک څخه د ژوندیو پاتې شوو زوی چوپ نه پاتې کیږي: نازي اسرائیلیانو – په لبنان کې هلوکاسټ ودروئ!».[۳۰][۳۱]

د فلسطین د لومړنۍ انتفاضې یا ډبرین انقلاب پر مهال ده له ۱۹۸۸ زکال راوروسته هر اوړی په باختري کرانه کې د الخیل او بیت صحور د سیمو د فلسطیني کورنیو د مېلمه په توګه تېرولې او دلته یې په یو سیمه ئیز ښوونځي کې د انګریزي تدریس کاوه. ده لیکلي چې زما یهودي توب ډیری فلسطینیانو ته کومه ځورونکې چاره نه وه: «دوی په بې تفاوته ډول غبرګون ښود. دغه کلمه چې زه «ښه یم» تر شباب پورې رسېدلې وه او په ټولیز ډول دغه موضوع همدلته پاتې شوه». ده په انتفاضه کې خپل تجارب د فلسطین د ظهور او سقوط (The Rise and Fall of Palestine) تر عنوان لاندې اثر کې ولیکل چې د ۱۹۹۶ زکال پر مهال خپور شو. [۳۲][۳۳]

علمي ژوند[سمول]

فینکلسټین د لومړي ځل لپاره د روټګرز پوهنتون د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د مرستیال ښوونکي په توګه تدریس وکړ (۱۹۷۷ – ۱۹۷۸ زکال)، وروسته بیا په بروکلېن کالج (۱۹۸۸ – ۱۹۹۱ زکال)، هنټر کالج (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال)، نیویارک پوهنتون (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ زکال) او ډی پاول پوهنتون (۲۰۰۱ – ۲۰۰۷ زکال) کې ښوونکی و. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې فینکلسټین په ۲۰۰۱ زکال کې هنټر کالج د دغه کالج د مدیریت له خوا د خپلو درسي ټولګیو د زیاتوالي او د امتیازاتو د کمښت له امله پرېښود. ده ویلي چې په هنټر کې یې له تدریس څخه خوند اخیست او هغه مهال له کالج څخه وویستل شو چې ده له دغه کالج څخه وغوښتل په سمستر کې یوازې دوه ټولګيو ته درس ورکړي او د کال ۱۲۰۰۰ ډالر معاش واخلي. هنټر کالج له ده څخه په اونۍ کې څلور ورځې تدریس غوښت چې د ده پر باور دا ناشونې وه. فینکلسټین د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ زکلونو پر مهال په ترکیه کې د سکاریا پوهنتون د منځني ختیځ د انستیتیوت ښوونکی و. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://www.cilecenter.org/about-us/our-team/dr-norman-finkelstein.
  2. Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6f31rpb. Subject named as: Norman Finkelstein. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. Stated in: Babelio. Babelio author ID: 186812. Subject named as: Norman G. Finkelstein. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. CONOR.SI ID: 130775907. Stated in: CONOR.SI.
  6. Reference URL: https://www.theguardian.com/world/2008/may/26/israelandthepalestinians.usa.
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Stated in: datos.bne.es. Retrieved: ۲۶ اپرېل ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX1603119. اثر ژبه: اسپانیایي ژبه.
  9. Reference URL: https://www.opendemocracy.net/en/opendemocracyuk/american-jewish-scholar-behind-labour-s-antisemitism-scanda/.
  10. Reference URL: https://www.youtube.com/watch?v=7xv5QmyCO0I.
  11. (په September 6, 2007 باندې). Illinois: Resignation in Jewish Dispute. The New York Times.
  12. "Joint statement of Norman Finkelstein and DePaul University on their tenure controversy and its resolution". DePaul University. September 5, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر January 15, 2015 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Finkelstein, Norman (2003). The Holocaust Industry: Reflections on the Exploitation of Jewish Suffering (چاپ (2nd ed.)). Verso. مخونه xi. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Hiltermann, Joost (1997). "Review of The Rise and Fall of Palestine: A Personal Account of the Intifada Years". Middle East Journal. 51 (4): 610–611. ISSN 0026-3141. JSTOR 4329127. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Friel 2013، م. 179.
  16. Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. مخونه 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-9533-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Ha'aretz on The Holocaust Industry". Normanfinkelstein.com. د اصلي آرشيف څخه پر August 14, 2012 باندې. لاسرسي‌نېټه November 13, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. (په February 10, 2010 باندې). Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires.
  19. 'The Making of Norman Finkelstein – Reality Asserts Itself (2/4),' The Real News
  20. Harris, Ben (December 7, 2007). "Beached: The Coney Island exile of a scholar who would be Noam Chomsky, but isn't. (The Academic Exile of Norman Finkelstein)". New York. د اصلي آرشيف څخه پر May 16, 2008 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. (په February 10, 2010 باندې). Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires.
  22. (په May 13, 2006 باندې). Haunted House. Monthly Review.
  23. (په May 13, 2006 باندې). Haunted House. Monthly Review.
  24. Swaim 2015.
  25. Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. مخونه 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-9533-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Smith, Jordan Michael (July 7, 2015). "An Unpopular Man". The New Republic. لاسرسي‌نېټه August 9, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. (په June 11, 2012 باندې). Q&A: Norman Finkelstein. Tablet.
  28. Chomsky, Noam (2002). "The Fate of an Honest Intellectual". Understanding Power. The New Press. مخونه 244–248. خونديځ د اصلي څخه October 9, 2004. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. مخونه 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-9533-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "The American Jewish scholar behind Labour's 'antisemitism' scandal breaks his silence". openDemocracy. لاسرسي‌نېټه October 2, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. American Radical – The Trials of Norman Finkelstein پر يوټيوب باندې
  32. American Radical – The Trials of Norman Finkelstein پر يوټيوب باندې
  33. Norman Finkelstein (1990). "Bayt Sahur in Year II of the Intifada: A Personal Account". Journal of Palestine Studies. 19 (2): 62–74. doi:10.2307/2537413. JSTOR 2537413. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په September 6, 2007 باندې). Illinois: Resignation in Jewish Dispute. The New York Times.
  35. Contemporary Authors: New Revision Series. Cengage Gale. 2008. مخونه 127–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-9533-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په February 10, 2010 باندې). Is This a Man Who Sheds Light, or Simply Sets Fires.
  37. 'The Making of Norman Finkelstein – Reality Asserts Itself (5/8),' Archived January 15, 2015, at the Wayback Machine. Norman Finkelstein.com January 15, 2015. 11:45 minutes onward.
  38. Smith, Jordan Michael (July 7, 2015). "An Unpopular Man". The New Republic. لاسرسي‌نېټه August 9, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)