د صهیونیزم ضد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د صهیونیزم ضد له صهیونیزم سره مخالفت دی. که څه د صهیونیزم ضد یوه غیر متجانسه پدیده ده خو ټول پلویان یې په دې موافق دي چې د فلسطین په سیمه -د اسرائیلو سپېڅلې خاوره- کې د اسرائیلو د معاصر دولت او د یو خپلواک یهودي دولت رامنځته کول په یو ډول ناقص او غیر عادلانه وو. [۱]

د صهیونیزم ضد تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې د بېلابېلو لاملونو له امله د یهودیانو تر منځ دود و. اورټوډوکس یهودیان د مذهبي دلیلونو له امله د صهیونیزم پروړاندې راپورته شول، ځکه سیکولار یهودیانو له دغې نظریې څخه چې یهودي وحدت پالنه یو ملي یا قومي هویت دی ناراحت کېدل. په یهودي دیاسپورا (خورو ورو یهودي ټولنو) کې له صهیونیزم سره مخالفت یواځې له ۱۹۳۰ لسیزې وروسته لرې شو، ځکه په اروپا کې د یهودیانو شرایط په شدید ډول خراب شول او له دیمې نړیوالې جګړې سره په لویه کچه د هولوکاسټ/د یهودو ټولوژنې کور ته لار وکړه. تر هغې وروسته د صهیونزم خلاف یهودي ډلې په عمومي ډول یا له‌منځه لاړې یا هم په صهیونیستي پلوه سازمانونو بدلې شوې، که څه هم ډېری کوچنیو ډلو او د امریکا د یهودیت شورا په څېر سازمانونو د صهیونیزم د ردولو پخوانی اصلاحي دود ساتلی. په غیر یهودي صهیونیزم ضد کې هم ټولنیزې او مذهبي ډلې شاملې وې او د فلسطین عرب نفوس په پراخه کچه له هغه څه سره مخالف و چې دوی د خپل هېواد استعماري اشغال باله. په عربي نړي کې له صهیونیزم سره مخالفت په ځانګړي ډول په فلسطینیانو کې ډېر پراخ و چې لا هم دوام لري.  [۲][۳]

د صهیونیزم پلویان د فلسطین په سیمه کې د اسرائیلو د یهودي دولت په جوړولو کې د هغوی بریا ته په اشاره هڅه کوي چې د صهیونیزم ضد پدیده په سیمه کې د یهودو د حضور او له اسرائیلو سره د پراخ مخالفت په توګه څرکنده کړي. د صهیونزم ملاتړي غالباً ټينګار کوي چې ځینې یهودي ضده افراد د صهیونیزم ضد نظرونه لري. د صهیونیزم، صهیونیزم ضد او یهودي ضد تر منځ اړیکې په اړه بحث دی، ځینې اکادمیک غړي او سازمانونه چې د یهودیت ضد مطالعه کوي، په دې باور دي چې د صهیونیزم ضد ذاتاً د یهودیت ضد یا له یهودیت سره مخالفت دی حال دا چې ځینې نور پر اسرائیلو او د هغوی پر سیاستونو لکه د لویدیځې غاړې د اشغال او غزې تړانګې د محاصرې په ګډون نیوکې د زندۍ کولو لپاره بله هره دغه ډول اړیکه بې‌بنسټه ګڼي.  

د صهیونیزم ضد له ۱۹۴۸ کال څخه مخکې[سمول]

د یهودیانو لومړنی - صهیونیزم ضد[سمول]

رسمي صهیونیزم ضد د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د هغه یهودیانو لپاره چې په اروپا کې «د متمدنو ملتونو» له زور او زیاتي سره مخامخ وو په فلسطین کې د یو خپلواک یهودي دولت (۱۸۹۶) د رامنځته کولو په تړاو د ټئوډور هرتزل د وړاندیز په ځواب کې راڅرګند شو. تر هرتزل مخکې د یو ملت په توګه د یهودیانو- د صهیونیزم نظریه د هغو خلکو پر ځای چې د خپل دین په‌واسطه جوړ شوي د موسی هس (۱۸۶۲) او لئوپینسکر (۱۸۸۲) په واسطه ترویج شوه، د اروپایي اورټوډوکس یهودیانو سخت مخالفت راپاوروه. سامسون رافل هیروش د لومړي ځل لپاره فلسطین ته د یهودیانو مهاجرت ګناه وبلله. د مسیح تر ظهور مخکې د یو یهودي دولت رامنځته کول د یهودیانو په مذهبي غونډو کې له الهې ارادې سره په ټکر کې تفسیر شول او پر دې سربېره هغه برنامه وه چې په څرګند ډول د یهودي سیکولرانو په‌واسطه هدایت کېده. تر لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې په ټوله مرکزي اروپا کې په لویه کچه یهودي مذهبي مشرانو په لرې پرته «نوې یهودیه» کې د یهودي ملت لپاره د صهیونیستي غورځنګ هیلې د یو ګواښ په توګه درک کړې، ځکه ممکن و په متضاد ډول یې په سیمه کې د یهودیانو تر منځ د «پردیو» په توګه د یهوديت ضد ته خلک هڅولي وی، چې صهیونیزم یې په‌خپله د بنسټیز منطق د کمزوري کولو په لټه کې و.  [۴][۵][۶]

کله چې هرتزل د خپل وړاندیز وړاندې کول پیل کړل، د یهودیانو او سیکولرانو په ګډون ډېریو صهیونیزم یو خیالي او غیر واقعي غورځنګ باله. ځینې یهودي ضد خلکو ان دا د یو «یهودي چل» په توګه رد کړ. د روښانفکرۍ د وارثانو ډېری جذب کوونکو یهودي لیبرالانو داسې استدلال کاوه چې یهودان باید له خپلو اړوندو ملي دولتونو سره د وفادارۍ د ژمنې په بدل کې له بشپړو مساواتو څخه برخه‌من شي. هغو لېبرال یهودیانو چې د ادغام او فرهنګي انضمام اوصول یې منلي و، صهیونیزم یې د ملي اروپايي دولت په چوکاټ کې د یهودو د ښاروندۍ او برابرۍ د هڅو د اسانتیا پر وړاندې یو تهدید باله. د مثال په ډول د انګلیسي یهودي ټولنې ډېری مخکښو روښانفکرانو له صهیونیزم سره مخالفت وکړ، ځکه هغوی تر ډېره داسې احساس کاوه چې په خپل کور انګلستان کې دي، چېرته چې د دوی له نظره د صهیونیزم ضد یو ټولنیز یا کلتوري نورم نه و. المان فرانسې (او د هغوی نړیوال اسرائیلي ایتلاف) او امریکا په پیاوړي ډول له خپلو اړونده هېوادونو سره خپلولي پالنه وکړه چې دا احساس صهینویزم ته د منفي نظر لامل شو. الماني ژبو او هنګري ژبو اصلاحي ربیانو د خپلو دعاګانو په کتابونو کې د صهیون د ټولو اذکارو د پاکولو لپاره عدالت غوښتنه وکړه. د هرتزل ځای ناستي ملحد صهیونیست ماکس نورداو، چې نظریو یې د یهودي ضد ډرومونت له نظریو سره سمون درلود، اصلاح پال یهودیت له دغې ټکی په ټکی معنا څخه د لرغونو یهودیانو د دعاګانو د لرې کولو لپاره چې د یهودیانو دیاسپورا د یو برخلیک ټاکونکي واقعیت په توګه په کې ادعا شوې وه نیوکه وکړه.  [۷][۸][۹][۱۰]

د هرتزل وړاندیز په لومړیو کې د یهودیانو په فکري، ټولنیزو او سیاسي غورځنګونو کې له پراخو او سختو مخالفتونو سره مخ شو. یوه د پام وړ استثنا د میزراچي مذهبي غورځنک و. هرتزل د ماشل په نوم په‌خپله مقاله کې هغه یهودیان «ید» وبلل چې د هغه له پروژې سره یې مخالفت وکړ نه واقعي یهودیان. د دیاسپورا د یهودي ټولنو د چپو جریانونو تر منځ د بوندیزم، اتونومیزم، فولکلیزم، یهودي کمونیستان، سیمه‌ییزم او د یهودي ژبې انارشیزم په څېر غورځنګونو کې پیاوړي مخالفتونه راڅرګند شول. د یفسکتسیا په نوم په شوروي اتحاد کې د کمونیست ګوند یهودي برخه چې له «بروژوايي یهودي ملت پالنې» سره د مبارزې لپاره رامنځته شوې وه صهیونیستي غورځنګ یې موخه وګرځاوه او د هغه د دفترونو په تړلو بریالی شو او پر صهیونیستي ادبیاتو یې بندیز ولګاوه، خو زیاتره شوروي چارواکي په‌خپله له صهونیست ضد لېوالتیا څخه انکار کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

لومړنی عربي - صهیونیزم ضد[سمول]

عربو د عثمانیانو د دورې په وروستیو کې صهیونیزم ته پام کول پیل کړل. په ۱۸۹۹ کال کې د اورشلیم ښاروال او د عثماني پارلمان یو غړي یوسف الخادي د یوې «سپېڅلې وجداني دندې» له امله اړ شو چې د فرانسې ستر رابي سادوک کان ته یو لیک ولیکي تر څو په دې تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړي چې صهونیزم به د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودیانو تر منځ دوستانه اړیکې له خطر سره مخ کړي. هغه ولیکل: «څوک په فلسطین کې د یهودویانو له حقونو څخه انکار کولی شي؟ اې زما خدایه! دا له تاریخي پلوه ستاسې هېواد دی.» خو خالد وړاندیز وکړ دا چي فلسطین له پخوا یو استوګنځی دی نو صهیونستان باید د خپلو سیاسي موخو د تحقق لپاره بل ځای ولټوي هغه ولیکل: «د خدای په نامه؛ فلسطین یوازې پرېږدئ  [۱۶][۱۷]

د رشید خالدي، الکساندر شولچ او ډومینیګ پیرین په وینا یوسف خالدي په دې تړاو وړاندوینه کړې وه چې د یهودو تاریخي حقونو ته له پام پرته جیوپولیټیکي شرایطو ته له پام سره صهیونیزم کولی شي د عربي ملي پالنې ويښتیا راوپاروي چې مسیحیان او مسلمانان متحدوي. کان لیک ټئوډور هرتزل ته وروښود او د ۱۸۹۹ کال د مارچ په ۱۹مه يې خالدي ته په فرانسوي ژبه ځواب ورکړ او استدلال یې وکړ چې هم عثماني سترواکي او هم د فلسطین غیر یهودي ټولنې د یهودیانو له مهاجرت څخه ګټه پورته کوي. د فلسطین د زیاتره غیر یهودي نفوس په اړه د خالدي د اندېښنې په تړاو لفاظي ځواب ورکړ: «څوک به د هغوی د اېستلو په اړه فکر وکړي؟». رشید خالدي څرګندونه کوي چې دا موضوع تر هغې څلور کاله وروسته ولیکل شوه چې هرتزل د یهودیانو د لارې پرانیستلو لپاره د عربو د معنوي کولو نظریه د خپلو یادښتونو په کتابچه کې محرمه کړې وه. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Mor, Shany. "On Three Anti-Zionisms." Israel Studies, vol. 24, no. 2, summer 2019, pp. 206+. Gale In Context: World History. Accessed 2 Nov. 2022.
  2. Halperin 1961، صص. 451–452.
  3. Kolsky 2009، ص. 333.
  4. Wistrich 1996، صص. 98–99.
  5. Glass او 1975–1976، ص. 58.
  6. Penslar 2020، صص. 80–81.
  7. Wistrich 1996، صص. 94,103.
  8. Laqueur 2003، ص. 399.
  9. Benbassa 2001، صص. 87–90.
  10. Laqueur 2003، صص. 385–386.
  11. Shindler 2011، صص. 31–32.
  12. Arad 2009، ص. 19.
  13. Porat 2022، صص. 450–451.
  14. Kadish 2013، ص. 4.
  15. Dimont 1978، ص. 218.
  16. "MonBalagan - 1899 : 1er mars - Lettre de Youssouf Diya 'al-Khalidi à Herzl : première opposition au Sionisme". monbalagan.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Penslar 2020، ص. 89.
  18. Scholch 2005، ص. 72.