نورمحمد لاهو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
نورمحمد لاهو

نورمحمد لاهو د پښتو ژبې شاعر او لیکوال دی. نوموړی په ۱۳۴۹ لمریز کال په کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. نورمحمد لاهو د اشیاو د شاعر په نامه په خلکو کې شهرت لري. په اوسني ادبي بهیر کې یوازینی شاعر دی چی د اشیاو سره د شعر په ژبه خبرې کوي. نورمحمد لاهو د کره کتونکو له نظره ځان ته د ځانګړي سبک او لارې خاوند شاعر بلل کېږي.

زده کړې[سمول]

لوړې زده کړې یې په کابل پوهنتون او سویس کې پای ته رسولي.

لاهو په پښتو او دري لیکنې کوي په انګلیسی او الماني ژبو هم پوهیږي.

د لاهو چاپ شوي آثار[سمول]

1- بلال په وینوکې (دشعرونوکتاب)

د شعرونوکتاب دی چی ښآغلی سیدشاه سعود او ارواښاد اسحاق ننګیال پرې سریزې لیکلې دي دواړو لیکوالو نوموړی دجلا لاری اوسبک خاوند شاعربللی دی.

  1. د شاتو سیند (دشعرونوکتاب)
  2. تکې سرې سترګې (لنډې کیسې)
  3. دغوا دیګی (دماشومانودپاره نکلونه)

ناچاپ آثار[سمول]

  1. زروجانه (ناول)
  2. دغره دسربادونه (ناول)
  3. راشه کنه مرم درپسې (ناول)
  4. اوښکه په لمبوکې (ناول)
  5. شپی اوڅراغونه (دشعرونوکتاب)

همدارنګه د نورمحمدلاهو په لسګونومقالې د افغانستان دیوشمیرورځپاڼو اومجلوله لاری خپری شوي اوددری سوو په شاوخواکی یی راډیویی ډرآمې لیکلی چې دسیمه اییزو راډیوګانو دلارې خپرې شوې دي .

یوې مور د وژل شوي زوی سینې نه[سمول]

دشعرنمونه مور
وینې سورغشی راوایست

په ژړایی ورته وویل

چې بې زویه دی کړم ولې؟

ورته غشی په ژړا شو

وې ویل :زه هم شوم بی موره

هغه پورې ونه وینې ؟

چې یوه ګوته یی نشته

هماغه زمامورکۍ ده

هماغه زمامورکۍ ده

د فیسبوک پاڼه[سمول]

https://www.facebook.com/noormohamad.lahoo?pnref=friends.search

نورمحمد لاهو دنورو لیکوالو له نظره [سمول]

لاهو د تمثيلي شعر مخكښ شاعر

يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه

وينې سور غشى راوويست

ويې بې زويه دې كړم ولې

ورته غشى په ژړا شو

ويې زه هم شوم بې موره

هغه پورې ونه وينې چې يوه ګوته يې نه شته

همهغه زما موركۍ ده

همهغه زما موركۍ ده

د هر چا او هر څه خپل درد وي، څوك يې په پټه خوله زغمي او څوك يې ژاړي. تر اوسه موږ او تاسو خپل دردونه ژړل او پر يوبل د انسانانو له ژړاوو خبر وو، خو نن يو څوك راته وايي، چې بغير له انسانه نور موجودات او اشيا هم خپل درد لري او ژاړي يې. دلته په دې شعر كې يو غشى، چې د انسان د مرګ سبب شوى، په ژړا سر دى او خپل درد راته وايي. دغه شعر د انسان او اشياوو ترمنځ د ذهني عاطفي اړيكې بيانوونكى دى. دلته شاعر له اشياوو سره عاطفي رابطه ټينګه كړې، د اشياوو په ژبه خبرې كوي او اشياوو ته شخصيت ور بښي.

ښايي پخوانو او ځينو اوسنو پښتنو شاعرانو څه ناڅه دا كار كړى وي، خو دا چې يو شاعر دې تقريبا خپله ټوله شاعري، اشيايي شاعرۍ ته وقف كړې وي، څرك يې نه لګېده. كله چې په ۱۳۷۸ لمريز كې د بلال په وينو كې شعري ټولګه چاپ او خپره شوه، د هغه په لوستلو موږ د اشيايي شاعرۍ شاعر وپېژانده، چې هغه ځوان او نوښتګر شاعر نورمحمد لاهو دى. لاهو د اشياوو په ژبه غږېږي او هغه هم ډېر طبيعي او عاطفي. تاسو وګورئ، لاهو د ونې د يوې لښتې په ژبه راسره غږېږي او داسې يو منطق ورته كاروي، چې هم زموږ باور پرې راځي او هم زموږه عاطفه راپاروي. د لومړي ځل لپاره ما لاهو د يو شاعر په توګه وپېژاند او هغه هم د يو نوښتګر شاعر په توګه. نوښت يې په دې كې و، چې شعر يې تمثيلي بڼه او رنګ و خوند درلود. زه دا نه وايم، چې دا نوښت يوازې او يوازې په ښاغلي لاهو پورې تړلى دى، بلكې غواړم ووايم، چې په روان بهير كې لاهو يوازينى شاعر دى، چې تمثيلي شعر ته يې مخه كړې او په پوره مينه تمثيلي شعر ليكي او ځانګړنه يې دا ده، چې دا ډول شعرونه ډېر ليكي. نورمحمد لاهو د منځنيو زده كړو په بهير كې و، چې لوى څښتن د رنګونو او ښكلاوو په رنګ، رنګ او د مينې او عاطفې په سين كې لاهو كړ او هغه د مينې د ښكلا او ښايستونو لومړنۍ مرغلره يې ترلاسه كړه، پخپله لاهو هم همدا خبره كوي: (( شاعري مې د ۱۳۷۳ لمريز كال په اوږدو كې شروع كړه او لومړنۍ شعر مې يوه څلوريزه وه، چې خال نومېده او داسې شروع كېده:

د شين خال په ځاى دې زه واى

چې په زنه دې ويده واى

كه امكان د بوسې نه واى

رانږدې خو به دې خوله واى

دا څلوريزه، چې مې وليكله او بيا خپلو ملګرو ته مې واوروله، هغوى ډېر زيات تشويق كړم، په تېره بيا د هغه وخت د ادبي بهير ملګرو او دوستانو لكه ارواښاد اسحق ننګيال، صديق الله بدر، عبدالغفور ليوال، احد ژوند، ارواښاد عبدالواسع شاهد او ذبيح الله انيل ډېر وهڅولم، چې زه بايد شاعرۍ ته دوام وركړم او دا دى تر دې دمه   يو نيم شعر ليكم.))

اوس اوس يې تازه په تازه، چې كومه نوې مرغلره موندلې، هغه دا ده:

داسې ولې وشول ولې

وه زما د هستۍ رنګه

اغزي منګول كې ما نيولي

او وينې ستا له ګوتو څاڅي

لاهو اوس اوس په كابل كې د ازادۍ راډيو ژورنالست دى او يوه داسې ټولنيزه خپرونه چلوي، چې د ځوانانو د ژوند د بيلابيلو اړخونو ځلوونكې ده.

تر اوسه د لاهو صاحب دوې شعري ټولګې چاپ شوې دي، چې يوه يې بلال په وينو كې او بله يې د شاتو سين نومېږي. دا دواړه ټولګې كه سرترپايه څوك ولولي، په دې يقيني كېږي، چې لاهو په رښتيا هم د اشيايي يا تمثيلي شاعرۍ ويناوال دى. پياوړى ليكوال او كره كتونكى اسدالله غضنفر، چې د لاهو شعرونه په پوره غور لوستي، د هغه د شاعرۍ د دغې ځانګړنې په اړه وايي: (( د لاهو صاحب په شعر كې پرسن فيكشن " personification " ډېر ده، پرسن فيكشن يوه ادبي اصطلاح ده، چې تشخيص هم ورته وايو، يعنې يوه شي ته شخصيت وركول، يوه شي ته د انسان په سترګه كتل، لكه سپوږمۍ ته، مثلا په لنډيو كې وايو:سپوږمۍ د خداى روى مې دروړىپه دوو مئينو پسې مه وړه مشالونهيا:سپوږمۍ په غره راپورته كېږهچې مساپر په سين ګډېږي ډوب به شينهدلته په حقيت كې له سپوږمۍ سره خبرې دي. سپوږمۍ ته د انسان په سترګه كتل شوي دي، سپوږمۍ ته ساه وركړاى شوې ده، سپوږمۍ ته روح وركړاى شوې ده. دغه شي ته پرسن فيكشن وايي.))غضنفر وايي، چې دغه ځانګړنه په نړيواله كچه اوږده سابقه لري او دا د ادبي ژبې يوه مهمه خاصه ګڼي: (( پرسن فيكشن، له ډېرو قديمو زمانو څخه په ادبياتو كې شته او د ادبياتو روح ګڼل كېږي. د ادبي ژبې يو كار دا دى، چې هر شي ته روح وركوي او شاعر له هغه سره خبرې كوي، چې البته دا يو هنر دى. لاهو صاحب دا هنر لري، هغه له كاڼو سره خبرې كوي، له بوټو سره خبرې كوي، له ونو سره خبرې كوي او دا كاڼي بوټي له ده سره خبرې كوي، يو قسم مكالمه يې سره روانه وي او په دې شكل يو ډېر شيرين، نوى نادر او شاعرانه خيالات پيدا كوي.))د غضنفر په اند، پرسن فيكشن زموږ په روح كې ده، د انسان په طبيعت او په خټه كې ده او هر شاعر، چې هغه ته توجه كوي په حقيقت كې د انسان روح ته لاره كوي. نن سبا د دودېزې شاعرۍ بازار سوړ ښكارېږي او څوك دومره د ګل او بلبل د كيسې او د جام او صهبا ليواله نه دي، اوريدونكي او د شعر مينه وال غواړي، چې شاعر نوې خبرې په نوې بڼه ورته وكړي او د طبيعت له ښكلاوو سره يې غاړه غړۍ كړي. له نيكه مرغه لاهو د دودېزې شاعرۍ له پولو تېر شوى او ډېر تازه او نوې خبرې لري، چې په نوې او ښكلې بڼه يې رانغاړي. ډاكتر منقادالرحمن رودوال همدا خبره كوي: (( زما په نظر لاهو يوازې د جام او جانان لپاره دوديزه شاعري نه ده كړې، د ده په شاعرۍ كې ډېر ارزښتونه او ځانګړتياوې شته، چې د ډېر پام وړ دي. مثلا د لاهو يو شعر دى، چې په هغه كې موږ له طبيعت سره د هغه اړيكه ګورو او دا ترې څرګندېږي، چې لاهو له طبيعت نه څه ډول انګېرنه او برداشت لري. پرته له هغې نه د مور او زوى د عاطفې په اړه څه نظر لري، او د دې ترڅنګه دغه روانه تراژېدي، خپل محيط او خپل ماحول څنګه انځوروي؟ دا د ده كمال دى، مثلا تاسو وګورئ:يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه وينې سور غشى راوويست... ترپايه دلته كه پام وكړئ، شاعر سره له دې چې يوه تراژيدي او هغه روان حالات انځوروي، راسا اصلي موضوع ته داخلېږي او خلك سم له واره پوهېږي، چې دلته غشي ورېږي، جګړه ده، جنګ دى او دلته يوه تراژيدي روانه ده. دى په ډېرو ساده او روانو الفاظو سره كټ مټ يو ژوندى انځور رااخلي. خو سربېره پر دې دى د مور او زوى ترمنځ هغه عاطفه، چې ده هغه هم انځوروي.))رودوال، چې تر هرڅه وړاندې شاعر يو عاطفي شخصیت ګڼي، په دې باور دى، چې لاهو د "مور" په شعر كې واقعا يو شاعر پاتې شوى، يعنې په دې شعر كې هغه د يو شاعر كوايف او خصوصيات، چې دي لري. رودوال وړاندې وايي: (( دى سره له دې، چې د ژونديو موجوداتو، خصوصا د انسانانو لپاره شعر وايي، هغوى ته فكر او الفاظ لري، د دې ترڅنګه دى له طبيعت نه غږېږي. وايي، چې يو شاعر حتى كولى شي له يوې ډبرې سره خپل روح غوټه كړي او د هغه له ذات او جهانه وغږېږي، لاهو همدا كار كوي، د طبيعت له دنيا نه غږېږي، له يوې ونې نه غږېږي، چې يوه ګوته پرې شوې او بيا هغه ته د يو مور او زوى وجود مجسم كوي او ضمنا هماغه عاطفه، چې يوه مور يې له اولاد سره لري، هغه په طبيعت كې د ځينو اشياوو لپاره هم قايليږي.))رودوال، د لاهو دغه شعر ته د يو ګڼ انځوريز شعر په سترګه ګوري او وايي: (( شاعر په دغه شعر كې سره له دې، چې يوه موضع روښانه كوي، يو ښه عيني انځور په كې نغښتى. دا منم، چې دا يوه تراژيدي ده، خو يوه انځوريزه تراژيدي ده: يوه ونه ده، تكه شنه ولاړه ده او يو ډډ يې غوڅ دى، ممكن خوند ورنه كړي، ځكه دا يو غير طبيعي څيز او د توقع وړ حالت نه دى، له دې وجهې نه شاعر ورته د حيرانيتا په سترګه ګوري، هغه رااخلي او له هغه نه غږېږي، بيا يې د مور او اولاد له عاطفې سره غوټه كوي او ضمنا د خپل هيواد تراژيدي ورسره تړي او په دې ډول نوښت راپنځوي.))لاهو تر ډېره د وړو طرحو شاعر دى، ډېر ځله شعرونه يې لنډ وي، حتى دا چې ځينې شعرونه يې دوې يا درې كرښې وي. خو همدا دوې كرښې بيا د يوه تابلو ارزښت لري. لاهو په همدې دوو كرښو كې يوه ډېره ښكلې تابلو زموږ ترمخه ږدي. نوښتګر شاعر پيرمحمد كاروان د لاهو دا ډول شاعري خوښوي او په اړه يې وايي: (( نن سبا په پښتو ژبه كې د خداى فضل دى په ځوانانو كې ډېر ښه شاعران پيدا شوي دي، چې يو په دوى كې لاهو صاحب دى. څو كاله پخوا ما په پېښور كې د ده يو كتاب ولوست، " بلال په وينو" كې، خواږه شعرونه په كې وو، ازاد واړه واړه شعرونه هم په كې وو، غزلونه هم،   ازاد شعرونه يې هم خوندور وو، كه څه هم ډېر لنډ لنډ وو، خو ډېره انځورېزه ښكلا په كې پرته وه. زما په خيال لاهو صاحب څه ناڅه په نقاشۍ كې هم لاس لري، چې د دې هنر ښكلا يې هم په شعرونو كې ښكاري. زما هيله دا ده، چې دى دې لا نور هم يو ښه دريابي شاعر شي.))

دا هم د لاهو صاحب يو شمېر لنډ شعرونه، چې هر يوه يې د يوه تابلو ارزښت لري. دا د لاهو هغه شعرونه دي، چې كېداى شي يو نقاش يې په رسمولو او انځورولو ډېر زيات وخت ولګوي:  

يم د يار د قامت سيورى

خير كه تل په خاورو پروت يم

اى زړګيه خپه نه شې

سيورى تل په خاورو پروت وي

منګولې

چې منګولې مې جانانه

ستا په سرو منګولو كېښوې

سره ګلاب مې په لاسونو كې راشنه شول 

رنګ

ستا له سترګو نه مې زړه اخيستى رنګ دی

او ستا سترګو له اسمانه وړى رنګ دى

دا چې دواړه په يوه رنګ باندې رنګ يو

بيا نو ولې اې جانانه

 ته خوشاله زه خپه يم؟

كرښې

دا ته چېرې ځې لوګيه

چې امېل امېل خورېږې

وې د اور له سرې سينې نه

زېږېدلى شين نقاش يم

د هوا په نه ليدونكي سپين كاغذ كې

د پښتون د قسمت كرښې رسمومه

 سپينې واورې

دا ستا سپين ښكلي لاسونه

لكه سپينو واورو غوندې

چې له لرې لرې ګورم

د جوزا سخته ګرمۍ كې

په لړزه شم يخ مې کیږي

 د لاهو د شعرونو يوه ځانګړنه د هغو داستاني خصوصيت دى. يو زيات شمېر شعرونه يې د داستان په څېر ډيالوګونه او ورسره يوه تلوسه لري، چې لوستونكي هڅوي ترپايه يې ولولي. غضنفر د لاهو د دغې شاعرۍ ډېره ستاينه كوي او وايي: (( زما په خيال په افغانستان كې دوه كسه د مكالمې شاعران دي، چې يو يې عبدالمالك بيكسيار او بل يې لاهو صاحب دى. د بيكسيار شعرونه، چې لولو، حتى غزل يې، نو فكر كوو، چې د خبرو يوه جمله ده او يو عجيب خوند په كې پيدا شي. دا خبره ډېره مشهوره ده، چې نوى شعر يعنې قافيه دې نه وي، څپې دې برابرې نه وي، وزن دې د پخواني شعر په څېر نه وي او داسې نورې خبرې خو دا هغه يوازنۍ خبرې نه دي، نورې خبرې او خصوصيت هم په كې شته، په دې باندې زما په خيال يو مفصل تحقيق ته ضرورت دى. خو د نوي شعر يو خصوصيت همدا مكالمه ده، چې د لاهو صاحب شاعري يې لري. د لاهو صاحب په ځينو شعرونو كې به تاسو متوجه ياست، چې د شعر په منځ كې يې دى ياد كړى وي، مكالمه وي فرضا كاڼي له ده سره خبرې كوي او بيا په منځ كې ده ته وايي، چې وه لاهو داسې ده يا داسې ده، پخوانى شعر داسې نه و.))

دا هم د لاهو هغه شعر، چې د ګڼ انځوروالي د خصوصيت ترڅنګه اوچته عاطفي تومنه لري:

خير زموږدرې ته راشه

خير زموږدرې ته راشه

د دوه غرونو منځ كي سيند دى

دواړه خوا ته يي شنې ونې

د غره ډډه كې مې كور دى

چې راتلې زموږ درې ته

غټ بنيان درسره واخلې چې هوا ډيره سړه ده

*******

خير زموږ درې ته راشه

دوه درې ماله لرو شكر

ګوزراره مو ښه پرې كيږي

ما ابو ته دي ويلي

چي پيروي درته بيل كړي

******

خير زموږ درې ته راشه

زموږ سيند ته بيا غوږ كيږده

وه زما شوګيره ياره

زموږ سيند به درله دركړي

په سندرو كې خوبونه

******

چي راتلې زموږ درې ته

هلته ډاګ كې ودريږه

چې له ډاګه زموږ تر كوره سيخه لار ډيره اوږده ده

ما سيدو اكا ته ويلي

چې خپل اس تر ډاګه راكړي

********

كه راتلې زموږ درې ته

ګوره ما ته احوال راكړې

چې زه لاړ شمه بيا ښار ته

اليكن ته شيشه راوړم

پر دې ټولو ځانګړنو سربېره كله كله د ځينو شاعرانو له خوا د لاهو په شعر كې يوې نيمې نيمګړتيا ته هم ګوته نيول كېږي، چې هغه د ده د شعر په ځينو بيتونو او مسرو كې د وزن او آهنګ بدلېدل او ماتېدل دي، ځوان شاعر نوراجان بهير، چې دغې نيمګړتيا ته ځير شوى په اړه يې وايي: (( كه څه هم، چې ما د لاهو صاحب وروستۍ شعري ټولګه د شاتو سين پوره نه دى لوستى، خو په يو ځغلند نظر مې ورته كتلي دي. په ځغلنده كتو سره كه څه هم ښكلاوې يې خورا ډېرې دي، خو كه له لاهو صاحب څخه په بښنې سره ووايم، نو يوه وړه غوندې "خو" يې هم زما په ذهن كې راګرځولې ده، هغه دا چې د ده په سپين يا ازاد شعر كې د ده وجود را ته يو حال او يو ځاى نه معلومېږي، مطلب دا چې زه فكر كوم لاهو صاحب خپل ازاد شعرونه په څو وختونو او حالتونو كې پوره كړي دي. ځكه په يو نيم شعر كې يې د وزن ماتوالى ښكاري، مثلا په همدې ټولګه كې د سيوري په نامه يو شعر كې دا ستونزه ليدل كېږي، مثلا دى په دغه شعر كې وايي: ما غوښتل، چې له زړګي نه

ستا د حسن تصوير پاك كړم

اې اشنا

زه څومره ساده وم له خپل سيوري تښتېدمه

دلته يوه وړه غوندې نكته، چې هغه " زه " ده، زياته راغلې، دا شعر كه داسې راغلى واى: ما غوښتل، چې له زړګي ستا د حسن تصوير پاك كړم

اې اشنا څومره ساده وم له خپل سيوري تښتېدمه

خو رودوال د لاهو په شعر كې د وزن ماتېدل او بدلېدلو ته په بله سترګه ګوري او وايي، چې په ځينو مواردو كې لاهو ځينې استثنات لري، چې ممكن د انتقاد په سترګه ورته وكتل شي، خو دا د ده ځانګړتياوې دي: (( شاعر د عواطفو، احساساتو، خيالونو او انځورونو تر اغېز لاندې وي، لاهو هم له دغه اغېز نه، نه دى خلاص او طبعا د نورو شاعرانو په څېر اغېزمنونكى دى. نو كله كله، چې دى تر دغه اغېز لاندې راځي، خصوصا په ازاد شعر كې، وزن يو ډول بدلوي، چې دى هلته لوستونكى هېښوي او ټكنى كوي. خو دا د ده ځانګړتيا ده، چې دى يې پخپل شعر كې لري. دا سهي ده، چې دى هغه معمول وزن، چې دى نه تعقيبوي خو كله چې وزن بدلوي نو هلته كه ځير شو، دى خامخا يا له لفاظۍ نه، يا له خياله، يا هم د انځورونو له وجهې او يا هم د يو شاعرانه كيفيت له كبله مجبور وي، چې دا كار كوي. معنى دا چې دى خپل روان، خپل احساسات او خپل عواطف واقعا هغه شاعرانه ارزښتونو ته وقفوي او له لاسه يې نه وركوي.))

د رودوال په نظر، سره له دې، چې ښايي په دې كار سره لاهو له ځينو بريدونو څخه واوړي هم خو هڅه كوي خپل عواطف په بشپړ ډول انځور كړي او دا هغه څه بللى شو، چې د ده د خيال او د فكر د وسعت استازيتوب كوي. د لاهو بله ځانګړنه دا ده، چې اضافي توري او كلمات يې په شعر كې نه تر سترګو كېږي. د شعر له موضوع سره سم توري او كلمات انتخابوي او د خپل شعر لپاره پوره رياضت كوي.  زه او لاهو ډېر وخت( پنځه شپږ كاله) په يوه لار سره تللي او راغلي يو. ده هره ورځ خپل يو شعر، چې بيا بيا يې پرې كار كړى راته اورولى دى او ما په هر ځل اورېدو كې بدلون په كې ليدلى او دا راته څرګندېده، چې لاهو پر خپل هر شعر بيا بيا كار كوي. لاهو او نور كمالونه يې لاهو دومره ليكوالي نه كوي، خو څه چې ليكي، هغه د يو ضرورت تر احساس وروسته ليكي او په هغه مورد كې پوره مطالعه كوي. د كارتون او كاريكاتور د كښلو په اړه د ده يوې ليكنې وهڅولم، چې كارتون او كاريكاتور كښلو ته مخه كړم، له هغه راهيسې كله كله يو نيم كارتون رسوم خو خوند نه راكوي. د لاهو كيسه ليكل هم دا خصوصيت لري او ډېرې كمې كيسې ليكي، خو كوښښ كوي، چې د كيسې لپاره يوه مناسبه موضوع پيدا كړي. لاهو په داسې موضوعاتو كيسې ليكي، چې ډېر جدي او بوګنونكي وي او له همدې امله دى، چې زما په نظر لاهو ساده كيسې نه بلكې يو وړ تحليلي او تر كيبي كيسې ليكي او په كيسه كې د موضوع ژورو ته ننوځي. د بيلګې په ډول د ښځې او شراب كيسه يې، چې د داستانونو مجلې د تېر كال په يوه ګڼه كې چاپ شوې ده، له همدې ښكلا نه برخمنه ده. اوس اوس يې د لنډو كيسو يوه ټولګه، چې (( تكې سرې سترګې )) نومېږي، له چاپه راوتې ده. په دې ټولګه كې د نوموړي څه دپاسه شل لنډې كيسې خوندي شوې دي، چې بيلابيل موضوعات يې په كې رانغاړلې دي. تر ډېره د لاهو په كيسو كې رښتني موضوعات رانغاړل شوي او له همدې كبله كريكترونه يې اشنا بريښي. كريكترونه يې دومره اشنا، طبيعي، عاطفي او صميمي انځور كړي دي، چې لوستونكي خپل ځان د هغه د اتلانو په څېرو كې ويني او يا ورسره ډېره نږدي خواخوږي احساسوي. د كيسو ژبه يې كيسه ييز او له موضوع سره مناسبه انتخاب شوې وي. لكه څنګه، چې ډېر ځله لنډ شعرونه وايي، دغسې يو زيات شمېر كيسې يې هم لنډې وي، خو په زړه پورې والى يې په دې كې وي، چې كيسه ييز جوړښت او پيغام ته په كې ښه دقت شوى وي. اضافي خبرې او صحنې په كې نه ترسترګو كېږي، په يوه خبره كيسه له هغه ځايه راپيلوي، چې د كيسې موضوع او جوړښت يې ايجاب كوي. تلوسه د لاهو د كيسو مهمه ځانګړنه ده، هڅه كوي، چې خپله كيسه له پيله داسې راواخلي، چې لوستونكى له هغه پيله بيا ترپايه له كيسې سره مل وي. لاهو انځورګري هم كوي، ډېر ځله ابي رنګ كاروي او يو نيم وخت روغني رنګ هم غوره ګڼي، خوډېره هڅه يې دا ده، چې روښانه رنګونه ډېر وكاروي. په دې سربېره دا چې خلك دا خوښوي، چې يو انځور كې يو شى په يو بل رنګ كې وويني، لاهو كوښښ كوي، چې د طبيعت ښكلا پرته له خپل هغه اصلي رنګ نه په يو بل رنګ كې هم راواخلي. لاهو د خپلو انځورونو لپاره هنري ريالستيك موضوعات انتخابوي او د طبيعت په رسمولو كې يوازې د يو عكاس دنده نه ترسره كوي، ځكه عكاس هغه څه رااخلي، چې موجود وي، خو دى د طبيعت په انځورولو كې خپل ذوق او تخييل ګډوي او بيا هغه زموږ مخې ته ږدي. پر شعر سربېره د لاهو پر نورو كمالونو بحث زيات كار او وخت ته اړتيا لري، چې زموږ د دې بحث له حوصلې وتې خبره ده، كه ژوند و، يو وخت به په ځانګړې توګه پرې خبرې وكړو.