Jump to content

نورجهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
میرمن نور جهان .د گندهار انجلی او د جهانگیر مغول میرمن.


نوموتې کندهارۍ مېرمن نورجهان، چې د زیږون په وخت کي یې نوم مهر النساء وو، (لفظي معنی د ښځو تر منځ لمر دی، له ۱۵۷۷ کال څخه د ۱۶۴۵ کال د ډسمبر تر ۱۸) د مغل سترواک جهانګیر شلمه او سالاره مېرمن وه. [۱]

نورجهان چې تر خپل مېړه خورا پرېکنده او فعاله، د ځینو تاریخ پوهانو له لوري داسې انګېرل کېږي چې تر یوه لسیزې زیات د تخت تر شا اصلي واکمنه وه. نوموړي په مغل سترواکۍ کې د بې ساري ځواک او نفوذ په درلودلو سره، داسې ویاړونه او امتیازات ترلاسه کړل چې هېڅکله یې د مخکینو یا ځایناستو ترلاسه نه کړل، لکه څنګه چې د هغې په نوم سکه هم ضرب شوه. د نوموړې یوڅه شهرت، په الکولو او اپینو د هغې د مېړه، جهانګیر د روږدي کېدو او د هغه د دوامداره خرابې روغتیا له امله ممکن شو.

زیږون او لومړی ژوند (۱۵۷۷ – ۱۵۹۴)

[سمول]

نورجهان د مهر النسا په نوم په (۱۵۷۷ کال کي) د افغانستان په کندهار کي د اشرف میرزا غیاث بیګ او د هغه د مېرمنې عصمت بیګم دوهمه لور او څلورم اولاد و. د نورجهان مور او پلار دواړه د نامتو کورنیو اولادونه وو – غیاث بیګ له محمد شریف له کورنۍ او عصمت بیګم د اقا ملا له کورنۍ څخه وه. نیکه یې، خواجه محمد شریف، لومړی د خراسان والي، تاتار سلطان وزیر و او وروسته د شاه طهماسپ په خدمت کې و، چې د خپل غوره خدمت په وړیاړ یې د اصفهان وزیر وټاکه. د غیاث بیګ کورنۍ د نامعلومو دلایلو له امله، په ۱۵۷۷ کال کې د برخلیک له بدلون سره مخ شوه او ډېر ژر په خپل وطن کې د نه زغمولو حالت سره مخ شول. غیاث بیګ د خپلې کورنۍ د برخلیک د ښه والي په هیله هند ته کډه وکړه چې ویل کېدل هلته د سترواک اکبر دربار د مخ پر ودې سوداګریز صنعت او کلتوري صحنې مرکز و. [۲][۳][۴][۵]

د لارې په نیمایي کې یې پر کورنۍ غلو برید وشو چې د دوی پاتې لږ مالونه یې غلا کړل. نوموړی ته چې یوازې دووه کچر پاتې شول، امیدواره مېرمن او دوه ماشومان (محمد شریف، اصف خان) یې اړ شول چې د پاتې سفر په اوږدو کې په نوبت څارویو سپاره شي. کله یې چې کورنۍ کندهار ته ورسېده، عصمت بېګم دویمه لور وزېږوله. کورنۍ دومره بې وزله وه چې وېره یې درلوده چې د نوي زیږېدلي ماشوم پالنه به ونشي کړای. له نېکه مرغه یې کورنۍ له کاروان سره مخ شوه چې مشري اشراف سوادګر ملک مسعود کوله او وروسته له هغه سره مرسته وکړ چې د اکبر سترواک په خدمت کې دنده ترلاسه کړي. په دې باور چې دا ماشوم به د کورنۍ په برخلیک کې د بدلون نښه وي، نو په هغې د مهر النساء یا "د ښځو تر منځ لمر" نوم کېښود. پلار یې، غیاث بیګ په ۱۵۷۷ کال کې د ۳۰۰ کسانو پر سر له منصبدار وټاکل شو او ورپسې د کابل ولایت لپاره دیوان (خزاندار) وټاکل شو. په سوداګرۍ کې د نوموړي د غوره مهارتونو له امله، نوموړی په چټکه توکه لوړ پوړو اداري چوکیو ته ورسېد. نوموړی د خپل د غوره کار له امله ته د سترواک له لوري د اعتماد الدوله یا د "دولت ستون" لقب ورکړل شو.[۶][۷][۸]

غیاث بیګ د خپل کار او پرمختګونو په پایله کې ډاډ ترلاسه کړ چې مهر النساء (راتلونکې نورجهان) به تر ټولو غوره زده کړې ولري. هغې په عربي او فارسي ژبو روانې خبرې کولې او په هنر، ادب، موسیقي او نڅا کې یې ښه پوهه درلوده. شاعره او لیکواله ودیا در مهاجن به وروسته د نورجهان ستاینه وکړه چې د ځیرکه او هوښیاره، او د تند خوی او سالم عقل خاونده وه.  [۹]

له شېر افغان سره واده (۱۵۹۴ – ۱۶۰۷)

[سمول]

په ۱۵۹۴ کال کې کله چې نورجهان اوولس کلنه وه، له خپل لومړي مېړه علي قلي استاجلو سره، چې د شېر افګن خان په نوم هم یادېږي، واده وکړ. شېر افګن د پارس يو ماجراجو کس و چې د خپل لومړي بادار دوهم شاه اسمعيل له مړينې وروسته له خپل کور څخه تېښتې ته اړ شوی و. نوموړی وروسته د مغلو په پوځ کې ګډون وکړ او د اکبر او جهانګیر د سترواکیو په اوږدو کې یې دنده ترسره کړه. اکبر د نوموړي د وفادار خدمت د انعام په توګه، د هغه واده له نورجهان سره ترتیب کړ. د دوی یوازینی ماشوم، یوه لور، مهر النساء بیګم، چې په لاډدي بیګم مشهوره وه، په ۱۶۰۵ کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د شهزاده سلیم په مشرۍ د میوار په نظامي خوځښت کې د ګډون پرمهال، علي قلي استاجلو ته د شېر افګن یا "پړانګ غورځوونکی" لقب ورکړل شو. د ادې پور د رانا په راپرځولو کې د شېر افګن وڼډه د دې انعام لامل شوه، خو نوموړي کړنې د هغه د کوم همعصر له لوري نه دي ثبت شوې. مشهور روایت دا دی چې شېر افګن سليم سليم له قهرجنې پړانګې څخه وژغور.. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

شېر افګن په ۱۶۰۷ کال کې وروسته له هغه ووژل شو چې د بنګال د والي له امر یې سرغړونه وکړه، د دولت ضد فعاليتونو کې يې برخه اخيستې وه او کله چې شېر افګن دربار ته لاړ نو د ښه راغلاست پر مهال یې په والي بريد وکړ. ځينو په جهانګير باندې د شېر افګن د مړينې په دسیسه شک درلود، ځکه، ويل کېږي چې هغه له نورجهان سره مينه درلوده او د دې حق نه ورکول کېده چې هغه په خپل حرم سرا ته وغواړي. د دې اوازو اعتبار ناڅرګند دی ځکه چې جهانګیر په ۱۶۱۱ کال کې د نورجهان سره واده وکړ، چې دا د نوموړي دربار ته د هغې له راتګ څلور کاله وروسته و. همدارنګه، معاصر آثار په دې اړه لږ توضیحات وړاندې کوي چې آیا له ۱۶۱۱ کال څخه وړاندې د مینې اړیکو شتون درلود او که نه او تاریخ پوهانو د جهانګیر منطق تر پوښتنې لاندې، راولي چې که چېر هغه غوښتل شېر افګن له صحنې لرې کړي نو ولې یې هغه ته ویاړونه ورکول. د هغه قبر چې اوس هم په اوسني لويديځ بنګال کې د بردهمان په پرانا/پوراتان چوک کې شتون لري، وايي چې د شېر افگن او قطب الدين کوکه، چې هغه وخت بنګال مغل صوبه دار (والي)و، او په بردوان کې د جهانګير د رضاعي ورور تر منځ په ۱۶۱۰ کال کې جګړه شوې وه. په دې جګړه کې دواړه مړه شول او هلته د پير بهرام سکه (په ۱۵۶۳ کې وفات شو) په زیارت کې ښخ شول. شېر افګن خان ښایي په بردوان کې پوځدار ټاکل شو و. دا له هغه حقیقت سره تضاد لري چې وایي شېر افګن په ۱۶۰۷ کال کې وژل شوی و. [۱۵]

د مغل ملکې په توګه

[سمول]

د رقیه سلطان د خدمتګارې په توګه (۱۶۰۷ – ۱۶۱۱)

[سمول]

وروسته له هغې چې مېړه یې، شېر افګن په ۱۶۰۷ کال کې ووژل شو، نورجهان او لور یې، لادلي بیګم، د ساتنې لپاره د جهانګیر له لوري اګرا ته راوغوښتل شول او د رقیه سلطان بیګم، چې له مخکښو مېرمنو څخه وه او د مرحوم سلطان اکبر مشره مېرمن وه، د خدمتګارې په توګه یې کار کاوه. د شېر افګن د مرګ نه مخکې د هغه خطرناکو سياسي اړيکو ته په کتو سره، نوموړي کورنۍ د قطب الدين د وژنې د غچ له په خطر کې وه. نورجهان د خپلې ساتنې لپاره، اړتیا درلوده چې په اګرا کې د مغلو په دربار کې پاتې شي. هغه په عزت بېرته راوستل شوه (شاید په دربار کې د هغې د پلار د دندې له امله) او د رقیه سلطان بیګم سره د هغې له د نوي دندې هم دا روښانه وه. نورجهان رقیې تر څارنې لاندې وتوانده چې له خپلې مور او پلار سره وخت تېر کړي او کله ناکله به هغه خونو ته ورتله د سترواک مېرمنې په کې اوسېدلې. [۱۶][۱۷][۱۸]

نورجهان څلور کاله د دواګر ملکې ته د خدمتګارې په توګه دنده ترسره کړه. ویل کېږي چې د نورجهان او رقیې ترمنځ خورا نرمو اړیکو وده وکړه. هالنډي سوداګر او د سفرلیکونکی پیټر وان ډین بروک په خپلو هندوستاني یادښتونو کې د دوی اړیکې داسې بیانوي: "بیګم [رقیې] د مهر النساء [نورجهان] سره ډېره مینه درلوده، د بل هر چا په پرتله یې هغې سره ډېره مینه درلوده او تل به یې له ځان سره مل ساتله." [۱۹][۲۰]

له جهانګیر سره واده (۱۶۱۱ – ۱۶۲۷)

[سمول]

د پېړيو په اوږدو کې، نورجهان او جهانګير زړه راښکونکې موضوع ده او د دوی د اړيکو په اړه بې شمېره نکلونه او کيسې موجودې دي. زیاتره کیسې، په ۱۵۹۴ کال کې د نورجهان د لومړي واده څخه وړاندې، د نورجهان او سترواک جهانګیر تر منځ د پخوانۍ مینې ادعا کوي. یو روایت وایي چې دوی هغه وخت مینه درلوده چې نورجهان اوولس کلنه وه، خو د سترواک اکبر له لوري د دوی اړیکې پرې شوې. خو د عصري څېړنې د نورجهان او جهانګیر تر منځ د پخوانیو اړیکو د شتون په اړه شکونه رامنځ ته کړي.  [۲۱][۲۲]

سرچینې

[سمول]
  1. Banks Findly 1993، م. 8.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Banks Findly 1993, p. 9
  4. Nath 1990, p. 64
  5. Gold 2008, p. 148
  6. Pant 1978, p. 4
  7. Nath 1990, p. 66
  8. Banks Findly 1993، م. 12.
  9. Mahajan 1970
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Nath 1990, p. 67
  12. Banks Findly 1993, p. 18
  13. Gold 2008, p. 148
  14. Banks Findly 1993, p. 16
  15. Nath 1990, pp. 71–72
  16. Banks Findly 1993, p. 32
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Pant 1978, p. 45
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Banks Findly 1993, p. 32
  21. Banks Findly 1993, p. 4
  22. Banks Findly 1993, pp. 13–16