نهم میکائیل پالایولوګوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نهم میکائیل پالایولوګوس
نهم میکائیل پالایولوګوس
نهم میکائیل پالایولوګوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ اپرېل ۱۲۷۷
قسطنطنیه  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 12 اکتوبر 1320 (43 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خاندان پالایولوګوس  د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
نهم میکائیل پالایولوګوس (په یوناني: greeιhaή δαγlog ange ange ἄαγγλ ἄἄγγλ ἄnγν ἄαγγλ ἄnγν ange ἄnμγ؛ د ۱۲۷۷ کال د اپرېل له ۱۷ – د ۱۳۲۰ کال د اکتوبر تر ‍۱۲) له خپل پلار دوهم اندرونیکوس سره یو ځای له ۱۲۹۴ څخه تر خپل مرګ پورې د بیزانس سترواک و. دوه اندرونیکوس او نهم میکائیل د موازي ګډو واکمنانو په توګه واکمني وکړه او دواړو د اتوکراتور (تنها واکمن یا خپلواک واکمن) له لقب څخه ګټه اخیستله.  [۱][۲]

نوموړی چې له خپل پلار سره د ښه اخلاقو خاوند و، د یو زړور او ځواکمن سرتېري په توګه هم پېژندل کېده او د خپلو سرتېرو د پیسو په ورکولو یا هڅولو کې شخصي سرښیندنې ته چمتو و. د کاتالونیا پوځي تاریخ لیکونکي رامون منتانیر د هغه په اړه لیکي: "سترواک میکائیل په نړۍ کې یو له زړورو اتلانو څخه و". د نوموړي د پوځي وقار تر څنګ، هغه د ناڅرګندو دلایلو له امله له زیاتو ماتو سره مخ شو، چې ک ښایي د یو قوماندان په توګه د هغه ناتواني وه، یا د بیزانس پوځ نا مناسب حالت و او یا هم یوازې بد قسمت و. [۳]

نوموړی د پالایولوګان کورنۍ یوازینی سترواک چې له خپل پلار مخکې مړ کېږي، او په ۴۳ کلنۍ کې د وخت نه مخکې مرګ یې د خپل مشر زوی او وروسته د مرستیال سترواک دریم اندرونیکوس پالیولوګوس د ساتونکو له لوري د هغه د کوچني زوی مانویل پالیولوګوس د ناڅاپي وژنې په غم کې و.[۴]

د بیزانسیانو په یادونو کې، نهم میکائیل "د ډېر با تقوا مشر" او "په نوم او عمل کې یو ریښتینی سترواک" پاتې شو. [۵]

زیږون او لومړي کلونه[سمول]

نهم میکائیل د بیزانس سترواک دوهم اندرونیکوس پالیولوګوس او د هغه لومړۍ مېرمنې انا چې د هنګري د پاچا پنځم سټیفن لور وه، مشر زوی و. نوموړی د ۱۲۷۷ کال د اپرېل په ۱۷ مه نېټه د غرمې پر مهال وزیږېد، چې د خلکو له خوا د معجزې په توګه یاد شو. سترواک په خپل لومړي زیږیدلي زوی خال کېښود چې په ۱۲۸۱ کال کې د خپلې ګرانې میرمنې له ناڅاپي مړینې وروسته د هغه لپاره یو لوی تسلیت و. نهم میکائیل د قسطنطین په نوم یوازې یو کوچنی سکه ورور درلود، چې شاوخوا د ۱۲۷۸ او ۱۲۸۱ کلونو ترمنځ زیږېدلی و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دوهم اندرونیکوس په ۱۲۸۲ کال کې د اتم میکائیل له مړینې لږ وړاندې نهم میکائیل سترواک اعلان کړ او وروسته له هغه چې زوی یې بالغ شو، هغه خپل واک منظور کړ. د ۱۲۹۴ کال د می په ۲۱ نېټه په ایا سوفیا کې، نهم میکائیل د قسطنطنیه د مشر دولسم جان له لورې په سر تاج ترلاسه کړ. په راتلونکو کلونو کې، دوهم اندرونیکوس خپل زوی د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې د جګړو چارې وسپارلې. [۱۳][۱۴]

پوځي چارې[سمول]

په مګنیشیا کې نیښتې (۱۳۰۲)[سمول]

نهم میکائیل د ۱۳۰۲ کال د پسرلي په لومړیو کې د عثماني سترواکۍ په وړاندې خپل لومړی خوځښت پیل کړ، چې له وړاندې یې په هغه ډېر ویاړل کاوه، ځکه چې له ډېرې مودې یې دا هوډ درلود (لکه څنګه چې تاریخ لیکونکی جورج پکیمیرس لیکي) چې په جګړه کې د ځان ثابتولو چانس ترلاسه کړي. نږدې ۱۶۰۰۰ سرتېرې د نوموړې تر قومانده لاندې راټول شوي وو چې ۱۰۰۰۰ یې د الان وګړو یوه اجیره قطعه وه؛ خو دې ډلې خپله دنده په ناسمه توګه ترسره کړه او د ترکیې او یونان وګړي یې دواړه یو شان لوټ کړل. نهم میکائیل د سمیرنا څخه لرې د صغرا آسیا یا اناتولیا (د نن ورځې مانیسا،  ترکیه) کې د سیپیلم د میګنیزیا په کلا کې ځای پر ځای شو، چې په دې ځای کې لرغونو وختونو کې د روم جمهوریت او سیلوکي سترواکۍ ترمنځ لویه جګړه شوې وه. نهم میکائیل چې د خپلو خلکو د ټیټ مورال لیده، دا جرات یې ونه کړ چې جګړه لومړۍ پیل کړي، ځکه چې ترکانو وتوانېدل چې ټول ګټور موقعیتونه – لکه د شاوخوا غرونو په لوړو او په ځنګلونو کې پناه ځایونه - ونیسي او په لومړي ټکر کې هغه په لومړي ځل جګړه وکړي او په اسانۍ سره د یوناني ملېشو او د الان وګړو د سپکو وسلو برید په په شا کړ. بل لامل چې ولې ځوان سترواک خپلو دښمنانو ته لومړی د برید فرصت ورکړ، دا و چې د نوموړي په پوځ کې ستونزې وې. خپل سرو اجیرانو نه غوښتل چې د هغه امرونه پلي کړي او د نیکفورس ګریګوراس په وینا [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

... ډېری وختونه پرته له کوم حکم څخه دوی د ښکار لپاره وتل او دوی په خپله د ښکاره دښمنانو په پرتله د روم شتمنۍ ویجاړوي. [۱۹]

په همدې حال کې ترکانو له دې شېبې ګټه پورته کړه او له غرونو څخه راښکته شول. نهم میکائیل د جګړې لپاره د چمتوالي امر وکړ، خو هېچا غوږ ونه نیوه - ډارنو سرتېري نه غوښتل جګړه پیل کړي او او یوازې د تېښتې په اند کې وو، لکه څنګه چې د نیکفورس ګریګوراس یادونه شوې: [۲۰]

زموږ لوري د دښمنانو د لومړي برید انتظار نه درلود  او له هغه ځایه په آرامو ګامونو شا ته لاړو، زمونږ په شا که قبایلی جنګیالي وو، چې له موږ یې په نږدې واټن کې خیمې درولې وې. زموږ په دې هم نه پوهېدو چې د دښمنانو شمېر څومره دی. زمونږ سرتېرې داسې وډار شول لکه شرابیان: شرابیان نه ګوري چې په ریښتیا څه پښېږي، خو تاسې تصور وکړئ چې دا بل څه وي... مخکې له دې چې دښمنان پر دوی برید وکړي، دوی پخپله هم له خپله ډاره و تښتېدل...کله چې سترواک ولیدل چې مساګت وګړي (یعنې الان) وتښتیدل او په لږ شمېر سرتېرو یې د وحشيانو په وړاندې مقاومت ونه کړ، ځان یې د مګنیشیا په ترټولو سخته کلا کې بند کړ او ټول دېې کچې ته ورسید چې د دې هرڅه د پای ننداره وکړي. مساګت وګړو ځانونه هیلپونټ ته ورسول او د عیسویانو ټولې سیمې یې ویجاړې کړې او له هغه ځایه اروپا ته لاړل.  [۲۱]

میکائیل نهم له ماتې او د مګنیشیا په کلا کې د لنډې مودې روسته، پرګاموم ته لاړ او بیا ادرامیتوم ته لاړ، چې هلته نوموړي د ۱۳۰۱ نوي کال سره برابر شو او د اوړي په پای کې هغه د سیزیکس په ښار کې و. هغه لا هم د وضعیت ښه کولو لپاره او د نوي پوځ په تولولو کې چې د پاشل شوي زاړه پوځ ځایناستی یې کړې، خپلې هڅې جاري وساتلې. خو په دې وخت کې ترکانو لا دمخه د (سنګاریوس) ساکاریا سیند په غاړه سیمې نیولې وې او نیکومیډیا ته نږدې د بافیوس په ښارګوټي کې یې یو بل یوناني لښکر ته ماتې ورکړې وه (د ۱۳۰۲ کال د جولای ۲۷). دا ټولو ته څرګنده شوه چې بیزانسیانو جګړه له لاسه ورکړې وه. د دې ټولو سربېره، نهم میکائیل سخت ناروغ شو او د پیګاي کلا ته په رسېدو نوموړي د دوام توان نه درلود او بستر ته لاړ. زیاتره احساس کاوه چې د هغه ورځې په شمار دي او مړ به شي. نوموړی په ​​خواشینۍ سره  شاهد و چې فاتحانو د ایجین سمندرګي په څنډو کې بیزانس نیول شوې ځمکې وېشلې. یو کال وروسته، تر قوماندان ایدین د ایفسس ښار و نیو (د ۱۳۰۴ کال د اکتوبر ۲۴) او په لنډه وخت کې یې د روډس ټاپو ونیوله. [۲۲][۲۳][۲۴]

د ۱۳۰۱ کال په وروستیو میاشتو کې نهم میکائیل ناروغ و، د ۱۳۰۴ کال د جنوري په میاشت کې یې روغتیایي حال ښه شو چې په پایله کې وتوانېد چې کلا پرېږدي او د خپلې مېرمنې، ریتا سره، چې د هغه د ناروغۍ په اړه له پوهیدلو وروسته په چټکۍ سره پیګاي ته تللې وه او د خپل مېړه په ټوله ناروغۍ کې د هغه تر څنګ ولاړه وه، بېرته قسطنطنیې ته راستون شي. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. PLP, 21436. Παλαιολόγος, Ἀνδρόνικος II. Δούκας Ἄγγελος Κομνηνός
  2. Grierson, Philip (1999). Catalogue of the Byzantine Coins in the Dumbarton Oaks Collection and in the Whittemore Collection: Michael VIII to Constantine XI, 1258-1453 (په انګلیسي ژبه کي). Dumbarton Oaks. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88402-261-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. F. Uspensky. "История Византийской империи в 5 томах. Гл. 6. Андроник II Старший [History of the Byzantine Empire in 5 volumes — Ch. 6. Andronicus II the Elder]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nicol 1993، ص. 153.
  5. "Малые византийские хроники. Хроника № 14 (99) [Small Byzantine Chronicles. Chronicle № 14 (99)]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Малые византийские хроники. Хроника № 8 (9, 10, 11c) [Small Byzantine Chronicles. Chronicle number 8 (9, 10, 11c)]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Georges Pachymérès relations historiques, p. 99.
  8. A. Failler. "Sur un passage mutile de la Chronique breve de 1352" (PDF) (په فرانسیسی ژبه کي). د کتاب پاڼي 61–62. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nicephorus Gregoras, Byzantine History, Book 6.2.
  10. G.M. Shafrov (2011). "Генеалогические таблицы по истории европейских государств. Издание 5 исправленное и дополненное (340 таблиц) [Genealogical tables on the history of European states. Edition 5 revised and supplemented (340 tables)]" (په روسي ژبه کي). Moscow-Yekaterinburg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Georges Pachymérès relations historiques, p. 99.
  12. Giannouli 2013، ص. 206.
  13. "Малые византийские хроники. Хроника № 8 (9, 10, 11c) [Small Byzantine Chronicles. Chronicle number 8 (9, 10, 11c)]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hilsdale 2014، ص. 193.
  15. G.I. Bratianu, Notes sur le projet de mariage entre l’empereur Michel IX Paleologue et Catherine de Courtenay. (in French) — Revue Historique du Sud-Est Européen 1 (1924), pp. 59–62.
  16. Nicephorus Gregoras, Byzantine History, Book 6.10.
  17. F. Uspensky. "История Византийской империи в 5 томах. Гл. 6. Андроник II Старший [History of the Byzantine Empire in 5 volumes — Ch. 6. Andronicus II the Elder]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Korobeĭnikov 2014، ص. 273.
  19. F. Uspensky. "История Византийской империи в 5 томах. Гл. 6. Андроник II Старший [History of the Byzantine Empire in 5 volumes — Ch. 6. Andronicus II the Elder]" (په روسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Georges Pachymérès relations historiques, p. 427.
  21. J. Norwich. "История Византии [History of Byzantium]" (په روسي ژبه کي). د کتاب پاڼې 478. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Georges Pachymérès relations historiques, p. 427.