Jump to content

نزډاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نزډاک سټاک مارکېټ ( Nasdaq Stock Market ) یا (د امنیت پلورونکو د ملي اتحادیې اتوماتیک نرخونه) یو امریکایي د راکړي ورکړي سټاک مارکېټ دی چي په نیویارک ښار کي موقعيت لري. دا مارکېټ په متحده ایالاتو کي د حجم له مخي د سټاک سوداګرۍ ترټولو فعاله ځای بلل کيږي، او د نیویارک د سټاک راکړي ورکړي د ونډو د بازار پانګووني له مخي د سټاک سوداګریو په لیست کي دوهم ځای لري.

نزډاک
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
چلوونکی
Nasdaq, Inc. (mul) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
nasdaq.com (انګرېزي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

نزډاک که څه هم د روغتیا پالني، مالي چارو، ساتیري، پرچون او خواړو سوداګرۍ ترسره کوي ، خو ددوی په پرتله د ټیکنالوژۍ پرسټاک باندي ډیر تمرکز کوي. په یاد مارکیټ کي تبادله د دوو امریکایی او بهرنیو شرکتونو څخه جوړه سوې ده، چي چین او اسراییل یې ترټولو ستري بهرنۍ سرچینې بلل سوي دي.