نجیب الله ځاځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نجیب الله ځاځی
نجیب الله ځاځی
نجیب الله ځاځی

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ اگسټ ۱۹۸۵
پکتيا ولايت   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

نجیب الله ځاځی (د ۱۹۸۵ کال د اګسټ په ۱۰ زیږیدلی) هغه افغاني الاصله امریکايي دی چې د ۲۰۰۹ کال په سپټمبر کې د القاعدې د ډلې د یوې برخې په توګه په ۲۰۰۹ ز کال کې د نیویارک ښار په مترو کې د استشهادي بریدونو د پلانولو په تور ونیول شو او له دوو نورو کسانو سره تورن وپېژندل شو. د امریکا څارنوالانو وویل چې د القاعدې د بهرنیو عملیاتو مشر صالح الصومالي او له القاعدې سره تړلي یوه بل کس د راشد رووف په نوم د همدې برید امر ورکړی و. دا دواړه څه وخت وروسته د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول. [۱][۲][۳][۴][۵]

ځاځي په ۲۰۰۸ ز کال کې په پاکستان کې د القاعدې په یوه روزنیز کمپ کې د وسلو او چاودونکو توکو کارول زده کړل. نوموړی د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په ۹مه د کولراډو د ارورا په ښار کې له خپل کور څخه په موټر کې د نیویارک ښار ته ولاړ، تر څو هلته چاودونکي توکي د نیویارک ښار په مترو کې په ګڼه ګوڼه ساعت کې وچوي. نوموړی یو له هغو استشهادي کسانو څخه چې له پخوا یې همغږې کړې وه. خو وروسته له هغه چې ځاځی د امریکا د اطلاعاتي مامورینو له خوا تر څار لاندې په وحشت کې شو او د یوه جومات د امام له خوا ورته خبرداری ورغی چې چارواکي د هغه په اړه پلټنه کوي، نو ناڅاپه بېرته کولراډو ته ولاړ. څو ورځې وروسته هغه ونیول شو.[۶][۷]

نوموړی د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۲۲مه د ډله ییزې وژنې د وسلو د کارولو د توطیې، په بهرني هېواد کې د قتل د تر سره کولو لپاره د توطیې او د یوه ترهګریز سازمان لپاره د مادي ملاتړ د برابرولو له امله مجرم وګڼل شو. نوموړي وویل چې په پاکستان کې د القاعدې له خوا په امریکا کې د استشهادي برید د تر سره کولو لپاره استخدام شوی او موخه یې د نیویارک ښار په مترو کې بمي چاودنه وه. ځاځی د خپلو دوو لومړیو جرمونو په خاطر عمر بند او د خپل درېیم جرم په خاطر په ۱۵ کاله زندان باندې محکوم شو. د دې حکم د تر سره کولو وخت د ۲۰۱۱ کال د جون میاشت پلان شوې وه. خو د ۲۰۱۹ ز کال د مۍ په میاشت کې اعلان شو چې ځاځی به له پولیسو سره له بې حدې زیاتې مرستې په خاطر او د ۱۰ کلن بند له تیرولو وروسته ازاد شي. [۸][۹]

د ځاځي د ښوونځي د مهال دوه ټولګیوال چې له نوموړې سره یو ځای پاکستان ته تللي وو، پلار یې، تره یې او د کووینز په ښار کې د جومات ملا هم په ورته تورونو سره تورن شول. د امریکا لوی څارنوال، اریک هولډر دغه پلان شوي بریدونه «په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر له ۱۱مې بریدونو وروسته د امریکا پر ملت باندې یو له جدي ترهګریزو ګواښونو» څخه وبلل. [۱۰]

د ماشوم توب دوره[سمول]

ځاځی د افغانستان په پکتیا ولایت کې زیږیدلی. هغه دوه وروڼه او دوه خویندې لري. نوموړی په ۱۹۹۲ز کال کې کله چې ۷ کلن له خپلې کورنۍ سره د پاکستان پیښور ته ولاړل او هلته د افغان کډوالو په توګه مېشت شول. <ref name="NYT2009-09-25">{{cite news|url=https://www.nytimes.com/2009/09/26/nyregion/26profile.html%7Ctitle=From Smiling Coffee Vendor to Terror Suspect|date=September

  1. Karen Zraik, David Johnston (په September 15, 2009 باندې). Man in Queens Raids Denies Any Terrorist Link. The New York Times.
  2. David Johnston, Al Baker (په September 18, 2009 باندې). Denver Man Admits to a Possible Al Qaeda Connection, Officials Say. The New York Times.
  3. David Johnston, William K. Rashbaum (په September 20, 2009 باندې). Terror Suspect Had Bomb Guide, Authorities Say. The New York Times.
  4. (په September 17, 2009 باندې). Reasons Unclear for Terrorist Fears. The New York Times.
  5. (په 23 April 2010 باندې). Government Says Al Qaeda Ordered New York Bombings.
  6. Karen Zraik, David Johnston (په September 15, 2009 باندې). Man in Queens Raids Denies Any Terrorist Link. The New York Times.
  7. (په February 25, 2010 باندې). 2 plead not guilty to more charges in alleged plot to bomb NYC subway. CNN
  8. Time (magazine)
  9. "Najibullah Zazi Pleads Guilty to Conspiracy to Use Explosives Against Persons or Property in U.S., Conspiracy to Murder Abroad, and Providing Material Support to Al-Qaeda" (PDF). Press Release. United States Department of Justice. February 22, 2010. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . JUSTICE DEPARTMENT OVERSIGHT – Part 1 – NewsFlash. SiLive.com[مړه لينکونه]