نجم الدين اخوندزاده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا نجم الدين اخونزاده ( ۱۲۵۰ ل. - ۱۳۲۰ ل.) چې په هډی صېب هم شهرت لري يو افغان مجاهد و چې له انگریزي ښکېلاکگرو سره د لوی ننگرهار په سیمو کې جنگیدلی.

مخینه

ملا نجم الدین اخونزاده مشهور په هډی صېب په خټه کاکړ و. دی په ۱۲۵۰ هجری لمریز کال د غزني ولايت، اندړو ولسوالۍ کې پيدا شوی.

زده کړه

لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې ترسره کړی او د لوړې زده کړې يې په ننگرهار، کندهار، پيښور او سوات کې له ځایي نامتو مشايخو څخه ترلاسه کړی.

اثار

ژوند

ملا نجم الدین اخونزاده د دیني علومو له فراغته وروسته په کابل، پغمان او د شمالی په کوه دامان کې په تدریس پیل وکړ. هغه وخت زیات مشهور شو چې کله یې د انگريزانو په وړاندی د جهاد میدان ته ور ودانگل او د ملكنډ او چكدرې په غزاگانو كې يې برخه واخیسته؛ د مومندو، شوقدر او ميچنۍ په غزاگانو كې هم شريك و. دا غزاگانې په ۱۸۷۸، ۱۸۹۲ او ۱۸۹۳م كلونو كې پېښې شوې دي. د اميرعبدالرحمن خان په وخت كې انگريزانو د ده د مجاهدينو د لاسه هغه ته شكايت وكړ؛ نو هغه له وطنه جلا وطن كړ او د مومندو(جړوبي) ته لاړ. هلته يې د انگريزانو په خلاف د خپل تبليغ او جهاد لړۍ پيل كړه. په ميچنۍ، شوقدر او اكرب ډاگ كې يې له انگريزانو سره ډېرې جگړې وكړې او د جهاد او غزا تحريك يې په آزاد سرحد كې روان وساته. بيا يې په چمبركنډ كې ځاى ونيو او دغلته يې په تبليغ او جهاد لاس پورې كړ. نجم الدین اخونزاده د لوړ عزم، سترې پوهې او نرم زړه خاوند وو، ښکلې او اغيزناکې ويناوې به يې کولې، الله پاک ډېر درنښت وربښلی وو. د ژوند ډېره برخه یې د اسلام، هیواد او خلکو د خدمت لپاره وقف کړی وه.

مړينه

دغه ستر عالم په ۱۳۲۰ل هجري کال له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. او د جنازې لمونځ يې د نوموړي له وصيت سره سم د بت خاک حضرت صاحب عبدالشکور وکړ او د ننگرهار د هډې په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی له ځانه وروسته گن شمېر ځایناستي پرېښودل چې په هغوی کې #د چهارباغ حضرت صاحب محمد سعيد مجددي

  1. د بتخاک حضرت عبدالشکور، ( مړ : ۱۳۲۸هـ )
  2. د چكنور ملا صېب، (مړ۱۳۵۰هـ)چې د چكنور په كلي كې اوسيده، غازي او مجاهد ملاو.
  3. صوفي عالم گل شينواری، چې د شينوارو په فقيرآباد كې اوسيده، نيك او ښه سړى و.
  4. د سرکاڼو مياصاحب ۱۳۵۱هـ چې د كونړ په سركاڼو كې يې استوگنه لرله، نيك او ښه سړى و.
  5. د ترنگزو حاجي صاحب چې د مومندو په سره كمر كې اوسيده، لوى مجاهد او غازي و.
  6. د سلامپور پاچا صاحب چې په سلامپور كې يې استوگنه وه، ښه لايق او پوه سړى و.
  7. استاد صاحب چې په خپله هډه كې اوسيده، د ښه خوى او اخلاقو خاوند و. په ۱۳۱۸ل.هـ كال په كابل كې وفات او په هډه كې خاورو ته وسپارل شو شامل وو.

سرچینې

  1. عبدالروف قتيل خوږياڼی
  2. مفتي حبيب الله قاسمي
  3. امین الدین سعیدی