ناوه بارکزۍ ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ناوه ولسوالۍ نه مخ گرځېدلی)
د ناوه بارکزۍ ولسوالۍ انځور
د ناوه بارکزۍ ولسوالۍ انځور
د ناوه بارکزۍ ولسوالۍ انځور

هيواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۱°۲۲′۵۹″شمال ۶۴°۱۸′۰۰″ختیځ / 31.383°شمال 64.3°ختيځ / 31.383; 64.3  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه هلمند ولايت  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 763 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 7732355  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ناوه ولسوالۍ د افغانستان د هلمند ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۸۹،۸۱۴ وگړو ته رسېږي.[۱]

ناوه د افغان سوېلي هېلمند ولایت د ولسوالیو څخه ده چې کال ۲۰۰۶ میلادی، ۸۹۸۱۴ تنه نفوس اعلان شوی دی.[۲] د هلمند ولايت یو له پراخه حاصل خیزو مرکزي ولسواليو څخه ده چی د مرکز لښکرګاه څخه د بست کلا د سیمې په امتداد پرته ده او تقریبا د ۴۰ څخه تر پنځوس کیلومتره په اوږدوالی د جنوب له طرفه د ګرمسير( هزارجفت) ولسوالی او د لویدیځ له طرفه د مرجی ولسوالۍ او له ختیځ طرفه د هلمند سیند او ریګ او شمال له طرفه مرکز لښكرګاه احاطه کړیده

  1. دسیمې اوسیدونکی زیات شمیر پښتانه دی چی اکثریت یی د بارکزی قوم سره تعلق لری

یوه اندازه اڅکزي هم پکی سته او په هزاراست کی پوپلزي او په سرخدز کی نورزي اوسیږي ناوه عمدتا په دوو برخو ويشل سوی شنه ناوه: چی اووه وطنه ده

۱: -عینک
۲: -خسرواباد
۳: - نګاری او ګوهر ګین
۴: -خرابه
۵: -خلچ( د ولسوالی مرکز )
۶: -هزاراست
۷: - سرخدز او شملان
. دښتې( وچه ) ناوه:
۱: - تریخ ناور
۲: - د شورشورک سیمه
د ناوې اکثره اوسیدونکی په زراعت مصروف دی او زیاته اندازه غنم او جواری کری لږ څه باغونه هم لري  او د توت ونه ډیره زیاته کرل کیږی چی د ښاخونو یی د سون د توکی په حیث کار اخلي ناوه پرېمانه اوبه لری او د بغرا نوی او زوړ کانال یی منځ کی تیریږي ټوله مځكه یی هواره پسته خاوره ده چی هیڅ غر او شګه نه لری

تړلې لیکنې

هېلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ

سرچینې

دا هم وگورۍ

سرچينې