نانني هيلين بروغز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نانني هيلين بروغز
نانني هيلين بروغز
نانني هيلين بروغز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ مې ۱۸۷۹[۱]
مړینه 20 مې 1961 (82 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی[۲][۳][۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

نانني هيلين (۱۸۷۹ز، د می۲ مه – ۱۹۶۱ز، د می۲۰مه) په امريکا کې يوه تور پوستې زده کړياله، ويناواله، مذهبي مشره، د مدني حقونو فعاله، د ښځو د حقونو پلوې او ښځينه سوداګره وه. په ۱۹۰۰ز کال کې په ويرجينيا کې د Baptist [د مسيحانو يوه ډله ده] په ملي ناسته کې د «خويندې څنګه له مرستې کولو نه منع شوې دي» تر سرليک لاندې وينا هغې ته په خورا ژر شهرت او پېژندنه وروبښله. په ۱۹۰۹ ز کې يې په واشنګټن ډي سي کې د ښځو او نجونو لپاره د روزنې ملي ښوونځی رامنځته کړ. د نوموړې موخه د نژاد او جنسيت تر منځ د ټکر (تقاطع) په ټکي کې وه. [۵][۶]

هغې د بېلابېلو نژادونو تر منځ د برابرو حقونو او د کور دننه کارونو د ساده مسؤليتونو تر شاه د ښځو لپاره د لازياتو موکو د برابرولو لپاره مبارزه وکړه. نوموړې د خپلې مړينې تر وخته (۱۹۶۱ز) پورې په يادو برخو کې خپل کار ته دوام ورکړ. د هغه فعاليت په ۱۹۶۴ ز کې د هغې په وياړ د نانني هيلين بروغز ښوونځی ونومول شو او د مرستندويه (ممد) زده کړيز لومړني ښوونځي په توګه يې فعاليت پيل کړ. د نانني سوداګريز سالون، چې په ۱۹۲۸ – ۱۹۲۷ ز کلونو کې جوړ شو، د تاريخي يادګار يو ملي لقب لري. [۷]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

نانني هيلين د ۱۸۷۹ ز د می په ۲ مه نېټه، د ويرجينيا په Orange کې زېږېدلې ده. هغه د John او Jennie Burroughs په لورګانو کې د مشرې په توګه په پام کې نيول کېږي. نږدې هغه وخت چې نانني په کې پينځه کلنه وه، کشرانې خويندې يې وفات شوې او پلار يې چې يو بزګر او Baptist مبلغ و، څو کلونه وروسته وفات شو. د نوموړې مور او پلار دواړه پخواني غلامان و. [۸]

د نانني مور او پلار هغه مهارتونه او وړتياوې لرې، چې دوی ته يې د دې وړتيا ورکړه چې د نېکمرغۍ پر لور هغه مهال هڅې پيل کړي چې بالاخره جنګ پای ته ورسېد او دوی يې يې آزاد کړل. نوموړې د غلامۍ پر مهال د Lija په نوم يو نيکه درلود، چې نجار و او خپلواکۍ ته د لارې موندلو وړتيا يې لرله. [۹]

تر ۱۸۸۳ ز پورې نانني هيلن او مور يې بېرته په واشنګټن ډي سي کې استوګن شول او د خپلې ترور Cordelia Mercer سره ميشت (پاتې) شول چې د هيلن د مور مشره خور وه. په ډي سي کې د ګومارنې او زده کړو لپاره غوره موکې وې. هغې د M Street عالي ښوونځی ولوست. همدلته يې د (Harriet Beecher Stowe) لوست ټولنه جوړه کړه او سوداګري او کورنی علم يې ولوست. هلته يې د خپلې ونډې موډلونو Anna J. Cooper او Mary Church Terell سره وکتل، چې د ښځو لپاره د رايې کارولو په غورځنګ او مدني حقونو کې فعالې وې. [۱۰]

په ۱۸۹۶ ز کې په وياړ سره د M Street له عالي ښوونځي نه په فراغت سره يې د کولمبيا ولسوالۍ په دولتي ښوونځي (District of Columbia Public School) کې د کورني علم د ښوونکې په توګه کار پيل کړ، مګر د يوې دندې (موقف) د پيداکولو وړ مېرمن وه. که څه هم دا نه دي مستند شوي، چې هغې په ښکاره ډول په کې ويل شوي وي، چې نانني هيلين له ياد موقف نه په دې دليل منع شوې وه، چې خورا تور پوستې وه [پوستکی يې خورا تور و] او هغوی د يو څه روښانه رنګ تور پوستې ته لومړيتوب ورکاوه. د نوموړې د پوستکي رنګ او ټولنيز حالت د هغې د هغې ګومارنې مخنيوی وکړ، چې ورته غوره شوې وه. باروز وويل چې: اټکل شوی و چې مړ کېدل دواړه تر مرګه مات او له پامه وغورځوي. دې لېوالتيا د ټيټ عايد او ټولنيز حالت لرونکو تورپوستو ښځو لپاره د مسلک يوه دروازه پرانيستله. دا هغه څه دي چې باروز ته يې لاره هواره کړه چې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې يو ښوونځی رامنځته کړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

مسلک[سمول]

باروز له ۱۸۹۸ ز نه تر ۱۹۰۹ ز پورې په (Louisville, Kentucky) کې د يوې سرمقالې منشۍ او د Baptist ملي مجلس د بانديني ماموريت د مديره پلاوي د دفتر مشرې په توګه ګومارل شوې وه. په Louisville کې د هغې د دندې په وخت کې د ښځو صنعتي کلب (ټولنه) جوړه شوه، چې دوی په کې د کورني علم او مديريت اړوند زده کړيزې دورې تر سره کړې. د ښځو د مجلس يوه بنسټګره نانني بارزو وه، چې د Baptist ملي مجلس سره يې اضافي مرسته چمتو کوله او له ۱۹۰۰ نه تر ۱۹۴۷ ز پورې يې نږدې نيمه پېړۍ خدمت وکړ. نوموړې د ښځو په کنوانسيون (ناسته) کې د ۱۳ کلونو لپاره رئيسه وه. [۱۴]

ياد مجلس يا کنوانسيون د تور پوستو امريکايانو پراخه تشکيل [شتون] درلود او مرسته يې د د تور پوستو ښخو د ملي ټولنې نه په مننې سره د تورپوستو مذهبي ډلو لپاره خورا اړينه ده. د تور پوستو ښځو ملي ټولنه په ۱۸۹۶ ز کې رامنځته شوه، چې له ۱۰۰ نه د زياتو سيمه یيزو ټولنو په ګډون د ښځو د درې سترو ټولنو له ډلې نه وه. له يادې ټولنې سره د آغلې باروز د مرستې له امله د مزد تر لاسه کوونکو ملي ټولنه (National Association of Wage Earners) د افريقايي الاصل امريکايي ښځو ستونزمنې ټاکنې ته د عامه پاملرنې د راګرځولو په موخه رامنځته شوه. [۱۴]

باروز د ټولنې رئيسه وه او د ټولنې نورې پېژندل شوې ښځې، لکه: (Maggie Lena Walker) ورسره مرستياله او (Mary McLeod Bethune) ورسره خزانه داره وه. دې ښځو د سوداګريزې ټولنې د فعاليتونو په پرتله زيات ټينګار د عامه لېوالتيا يا ګټې په زده کړيزو جرګه ځايونو باندې وکړ. د نوموړې په نورو غړيتوبونو کې د ناواده شويو ښځو د ټولنې ډله (Ladies' Union Band) ،Saint Lukes، Saturday Evening [د شنبې ماښام] او د ګردي مېز ټولنو لورګانې [Daughters of the Round Table Clubs] شاملېږي. باروز د تورپوستو وګړو د پرمختګ لپاره په ملي ټولنه (National Association for the Advancement of Colored People (NAACP)) کې هم په فعال ډول ګډون وکړ. [۱۴]

نانني هيلين باروز تر ۱۹۲۸ ز پورې په ياد سيستم کې کار کاوه. نوموړې د Herbert Hoover د ادارې له خوا د کمېټې د ښځينه مشرې په توګه وګومارل شوه، چې د ۱۹۳۱ ز کور جوړونې او مالکيت په اړه د سپين پوستو د کور کنفرانس (White House Conference) لپاره د تورپوستو په کور جوړونې سره مل و ؛ چې د ۱۹۲۹ د [بازار سوځېدنې ټکر] نه، لکه د ستر خپګان (Great Depression) په شان پيل شو. باروز په Richmond کې د ويرجينيا د ښځو ماموريتي ټولنه کې، په ۱۹۳۳ ز کال په دې څرګندونو سره وينا وکړه چې: «سپين پوستې او تورپوستې ښځې د يوه عيسوي تمدن په ودانولو کې څه ډول مرسته کولی شي». [۱۵][۱۶]

باروز د ډرامې يوه ليکواله هم وه. په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې يې د Slabtown District Convention او Where is My Windering Boy Tonight [زما سرګردانه هلک نه شپه چېرته دی] وليکل چې: دواړه يوعملي فلمونه د نامسلکي کليسا د ننداريزو ډلو لپاره وو. د Slabtown د طنز او غندنې مشهورتيا په وروستۍ پېړۍ کې ګڼو چاپونو ته اړتيا رامنځته کړه، که څه هم ځيني وختونه ياد عبارت د برياليو توليدوونکو په واسطه د اړتيا پر بنسټ تازه شوی دی. [۱۷][۱۸][۱۹]

زده کړيز ښوونځی او نژادي لوړوالی[سمول]

باروز په ۱۹۰۸ز کې د زده کړې ملي ښوونځی پرانيست، چې د پرانيستې په لومړيو څو کلونو کې يې د هغو ښځو لپاره ماښامني ټولګي برابر کړل، چې د زده کړو لپاره يې نوره هيڅ چاره نه لرله. يادو ټولګيو ته نوموړې په خپله تدريس کاوه. په ټولګي کې ۳۱ باقاعده زده کوونکي وو، که څه هم څه موده وروسته او د تدريس د لوړ کيفيت له امله ياد ښوونځي د زياتو زده کوونکو راښکون پيل کړ. ذکر شوی ښوونځی په يو کوچني رعيتي کور کې جوړ شوی و، چې بالاخره يې د ټول ملت ښځې راجلب کړې. [۲۰][۲۱]

د ۲۰ پېړۍ په لومړيو ۴۰ کلونو کې ځوانې افريقايي الاصل امريکايي مېرمنې د نژاد لوړوالي او د معيشت تر لاسه کولو په موخه د زده کړې د ملي ښوونځي له خوا چمتو [روزل] کېدلې. د ياد ښوونځي ټينګار د B په درې تور : Bible (انجيل)، bath (غسل) او broom (جارو) باندې و. نانني هيلين باروز د خپل تاريخ دوره (کورس) جوړ کړ، چې په تاريخ کې پر ټولنه باندې د اغېزناکو تور پوستو ښځو په اړه خبروونکو ښځو ته ډالۍ شوی و. دا چې دا تر اوسه هغه موضوع نه وه، چې په منظم تاريخي نصاب کې بحث شوې وې، مګر بيا هم د باروز لپاره اړينه په نظر راغله، چې پر خپل نژاد باندې د وياړلو په موخه يې افريقايي الاصل امريکايي ښځو ته تدريس کړي. [۲۰]

په روحيه، دين او پاکوالي روزنې په برخو کې د صنعتي زده کړې په مرستې سره نانني هيلين او د هغې کاري ډلې د افريقايي الاصل امريکايي ښخو د مرکزي شخړې حل کولو ته اړتيا لرله. «مزدور کارکوونکې» د دوی د ghetto د خدماتي دندو اصلي ونډه او د ټولنې د «نژاد» لپاره د ساتونکو په توګه د دوی د تر ټولو سترې ونډې موډل (نمونې) ونډه وه. د افريقايي الاصل امريکايانو د بې جرئتۍ لپاره د انځور مشهور کلتور بايد د زده کړې ملي ښوونځي په واسطه ګواښل شوی وی، چې افريقايي الاصل ښځې يې د ځوانۍ له عمره د بس (کافي) مزد کارکوونکو او ټولنيزو فعالانو په توګه د جوړېدلو لپاره روزلې او د مسؤليت تصور يې د «نژادي لوړتيا» لپاره د خورا مهم اصل په توګه پياوړی کاوه. [۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zc85t5 — subject named as: Nannie Helen Burroughs — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  3. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  4. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  5. "Nannie Helen Burroughs papers, 1900–1963". Library of Congress. Biographical Note (Woman's Auxiliary of the National Baptist Convention of the United States of America). 2001. د لاسرسي‌نېټه October 27, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Battle, Ursula V. "Nannie Burroughs Fought for Rights of Women", Afro-American Red Star, February 3, 1996.
  7. "National Training School for Women and Girls/Nannie Helen Burroughs, African American Heritage Trail". Cultural Tourism DC. د اصلي آرشيف څخه پر August 20, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Nannie Helen Burroughs (U.S. National Park Service)". National Park Service, U.S. Department of the Interior, March 19, 2019, www.nps.gov/people/nannie-helen-burroughs.htm.
  9. Hammond, Lily Hardy. UNO e-Library. Council of women for Home missions and Missionary Education Movement of the United States and Canada. د کتاب پاڼې 176. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hine, Darlene Clark (1993). UNO e-Library. Uno.louislibraries.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Burroughs, Nannie Helen (C. 1878–1961)". Women in World History: A Biographical Encyclopedia. Detroit: Gale, 2002. Retrieved via Encyclopedia.com, March 19, 2019.
  12. [۱][مړه لينکونه]
  13. Hine, Darlene Clark (1993). Black women in America : an historical encyclopedia. Carlson Pub. د کتاب پاڼې 1530. د کتاب نړيواله کره شمېره 0926019619. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Battle, Ursula V. "Nannie Burroughs Fought for Rights of Women", Afro-American Red Star, February 3, 1996.
  15. "Herbert Hoover: Statement Announcing the White House Conference on Home Building and Home Ownership". Presidency.ucsb.edu. September 15, 1931. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Nannie Helen Burroughs Papers : AR. 954" (PDF). Sbhla.org. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Peterson, Bernard L., Jr. (1990). "BURROUGHS, NANNIE H. (1879-1961)". Early Black American Playwrights and Dramatic Writers: A Biographical Directory and Catalog of Plays, Films, and Broadcasting Scripts. Westport, Connecticut: Greenwood Press. 46–47. ISBN 0-313-26621-2. 
  18. کينډۍ:Cite document
  19. (په November 2001 باندې). 'Slabtown Convention' brings the house down. The Goldsboro News-Argus.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ ۲۰٫۲ Aaseng, Nathan. "Burroughs, Nannie Helen" African-American Religious Leaders, Rev. edn. Facts on File, 2011, pp. 30–32.
  21. "Nannie Helen Burroughs (U.S. National Park Service)". National Park Service, U.S. Department of the Interior, March 19, 2019, www.nps.gov/people/nannie-helen-burroughs.htm.