نام حق زيرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نام حق زيرک

نام حق زيرک سهاک (په انگرېزي: Naam-e-Haq Zeerak Sahak) يو افغان کيسه ليکوال دی.

مخينه

هغه د لغمان ولايت مرکز کې د پردل خان په کلي کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې عبدالحق دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې يې په لمبر اول ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې يې د لغمان د روښان په لېسه کې ترسره کړي. په ۱۳۵۰ کال يې د همدغې ليسې څخه خپل بريليک اخيستی او وروسته د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړې او په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د ژورناليزم له څانگې څخه د لېسانس بريليک ترلاسه کړی.

دندې

د پوهنتون څخه د فراغېدو وروسته يې لومړنۍ دنده د راډيو افغانستان د پښتو ډرامو او داستانونو د پروډيوسرۍ څخه پيل کړې. په ۱۳۵۷ لمريز کال کې د راډيو د پروگرامونو د انسجام مدير و، په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د افغانستان د ملي تلويزون راپورتر شو. تر دې وروسته يې د خپرونو ډايرکټر، د تلويزون د اطلاعاتو ادارې لوی مدير، د تلويزون د خپرونو د رياست مرستيال، د انيس په ورځپاڼې کې د اطلاعاتو د لوی مدير او بيا وروسته په پېښور کې د کډوالۍ په وخت د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند په تعليمي ډرامو کې د ليکوال او ممثل په حيث دندې سر ته رسولي دي.

چاپ شوي آثار

  1. ټپوسان - پښتو ناول
  2. رژېدلې غوټۍ - پښتو ناول